Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2022

Новости за 14.11.2022

د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبډلې د ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د اسیا د مرکز د فوټبال په لوبو کې د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبډلې نن د ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه. د افغانستان د فوټبال فډراسیون پر خپل رسمي فېسبوک لیکلي چې افغان لوبغاړو سیاله لوبډله یو- صفر ماته کړه. افغان ۱۴ کلنو تېره جمعه په خپله لومړۍ لوبه کې ایران ته هم په یوه ګول سره ماتې ورکړې وه. د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان په ګډون د اسیا د مرکز د فوټبال لوبې د تېرې اونۍ په وروستیو کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شوې او د لړم/ عقرب تر دېرشمې دوام کوي.

اوتنبایوا او دلاور د کانونو او بېرته راستانه شویو افغانانو په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د کانونو د سکتور او د بېرته راستانه شویو افغانانو په اړه خبرې وکړې. شهاب الدین دلاور د بېرته راستنېدونکو د کمېسیون مشري هم پر غاړه لري. ملګرو ملتو نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مشرې د ټولو هغو افغانانو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه چې بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو... Читать дальше...

د مسکو پولیسو ۲ تنه ازاد خبریالان نیولي

Pa.azadiradio.com 

د مسکو پولیسو دوه ازاد خبریالان، چې د ازادي راډیو د روسي څانګې لپاره کار کوي پرون ونیول. یوري لیبیدیف او ییلیزاویتا موفښان د روسیې د پلازمېنې مسکو پر واټونو له خلکو سره د مرکو په حال کې وو چې د روسیې د قانون د تنفیذ ځواکونو ونیول او د هویت د تثبیت لپاره یې د پولیسو ماموریت ته بوتلل. مدافع وکیلان له دواړو خبریالانو سره د لیدو هڅه کوي. پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې پولیسو د ازادي راډیو د خبریالانو په ګډون په پرله پسې ډول ګڼ ژورنالیستان نیولي او د هغوی د کار مخه یې نیولې ده.



د حدود او قصاص په اړه د ملاهبت الله اخوندزاده فرمان غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده له قاضیانو سره په کتنه کې هغوی ته ویلي چې حدود او قصاص عملي کړي. د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو د مشر په تازه فرمان اندېښنه ښيي. د دې سازمان د اسیايي څانګې مرستیالې پټریشیا ګاسمن نن دوشنبه په دې اړه ازادی راډیو ته په یوه پیغام کې خپل غبرګون وښود. هغې وویل: "که طالبان د لاس او پښې د پرې کولو او په عام محضر کې د سنګسارولو په شان بې رحمانه او افراطي اقدامات بیا پیل کړي، د نړیوالو د غندنې مستحق دي." د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ پر... Читать дальше...

ترکیه: په استانبول کې برید د کوردستان د کارګرانو ګوند یوه غړي کړی

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې حکومت تور لګوي چې د دغه هېواد په استانبول ښار کې پرونۍ حمله د پي کې کې یا د کوردستان د کارګرانو ګوند د یوه غړي له لوري شوې ده. د ترکیې پولیسو د استانبول ښار په توریستي برخه کې د پرونۍ چاودنې په تړاو یو تن نیولی دی. په دې چاودنه کې، چې د استانبول په استقلال واټ کې وشوه، لږترلږه ۶ تنه وژل شوي دي. د ترکیې دولتي تلویزیون ټي ار ټي نن دوشنبه د خپل هېواد د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په قول وویل، پولیسو یو تن چې په استقلال واټ کې یې بم ایښی و، نیولی دی. د دې راپور له مخې، نیول شوی کس د... Читать дальше...

د امریکا او چین ولسمشرانو په بالي ټاپو کې لیده کاته کړي

Pa.azadiradio.com 

د چین ولسمشر شي جین پینګ نن دوشنبه د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د اندونیزیا په بالي ټاپو کې وکتل. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دواړو مشرانو دا کتنه، چې له اوږدې مودې راهیسې انتظار کېده، له هغه مهاله چې جو بایډن ولسمشر شوی، لومړنۍ مخامخ لیدنه ده. د امریکا او چین ولسمشران یوه ورځ وړاندې تر دې چې د جي شل هېوادونو سرمشریزه د اندونیزیا په بالي کې پیل شي، له یو بل سره ویني. که څه هم تر اوسه پورې د دواړو خواوو د خبرو جزییات څرګند نه دي، خو مخکې تر مخکې اټکل کېده چې د جي شل دا سرمشریزه... Читать дальше...

د امریکا او چین ترینګلې اړیکې؛ د دواړو هېوادونو ولسمشرانو سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د متحدایالاتو او چین ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوي دي ولسمشر جوبایډن نن له خپل چینايي سیال شي جین پېنګ سره وکتل. دواړه هېوادونه د تایوان له مسئلې نیولې تر سوداګرۍ پورې، د بېلابېلو مسایلو پرسر اختلافونه لري. بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه له غوره کېدو وروسته نن د لومړي ځل لپاره د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د نړۍ د شلو لویو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې له پیل کېدو مخکې له شي سره وکتل. د جي شل سرمشریزه سبا سه شنبې پیلېږي او تمه ده چې پر دې غونډه به پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د رامنځ ته شوي کړکېچ سیوری خپور وي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک د عراق شمال کې ځینې اهداف ویشتلي

Pa.azadiradio.com 

د ایران سپاه پاسداران ځواک د عراق د شمال په کرد مېشته سیمه کې ځینې اهداف ویشتلي دي. د ایرنا، تسنیم او فارس په ګډون خبري آژانسونو چې له سپاه پاسدران سره تړلې دي، راپور ورکړی چې د عراق د کردانو په سیمه کې د تروریستي ډلو مرکزونه د میزایلونو او ډرونونو په حملو کې په نښه شوي دي. د عراق د شمالي ښار- کوی ښاروال طارق حیدري ویلي چې د کردانو د سیمې مرکز اربیل ته نږدې په دې ښار کې د ایراني کردانو د یوه ګوند پر مرکزي دفتر په برید کې لږترلږه یو تن وژل شوی او لس نور ټپیان دي. اسوشیتیدپریس خبري آژانس د ایران... Читать дальше...



پاکستان په دې هېواد کې د افغانانو په ګډون ټولو بهرنیانو ته خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تازه پرېکړې هغه افغانان اندېښمن کړي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یاد هېواد ته ورغلي او غواړي د پاکستان له لارې د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته لاړ شي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر خپله وېبپاڼه او نورو رسمي ادرسونو هغو بهرنیانو ته خبرداری ورکړی چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې، خو لا هم په دې هېواد کې پاتې دي. د یاد وزارت په وینا که دا کسان د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱مې نېټې مخکې له پاکستان څخه ونه وځي، وروسته په درې کاله بند محکومېدلای شي. Читать дальше...

فرانسې او برېتانيا د کډوالو برخه کې يوه موافقه لاسليک کړه

Pa.azadiradio.com 

فرانسې او برېتانیا نن هغه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې به یې دواړه هېوادونه له فرانسې څخه په وړو کشتیو کې برېتانیا ته د کډوالو د اوښتو مخه نیسي. برېتانیا ته د دې کډوالو- چې لویه برخه یې افغانان دي اوښتل، د دواړو هېوادونو ترمنځ له کلونو راهیسې د لانجې یو علت و. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوه اړخیزې موافقې له مخې برېتانیا به فرانسې ته د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو لپاره نژدې ۷۵ میلیون ډالر ورکوي، څو په خپلو شمالي سواحلو کې په امنیتي ګزمو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راولي. لندن او پاریس دا موافقه هم... Читать дальше...

يو شمېر ښځينه فعالانې: طالبان خپله بقا د مېرمنو ازادۍ محدودولو کې ويني

Pa.azadiradio.com 

په تېره یوه اوونۍ کې په کابل درې معترضه مېرمنې نیول شوې دي، هغه مېرمنې چې د خپلو حقونو د ټینګښت او ازادیو لپاره یې په واټونو او کله کله هم د طالبانو له ویرې په سر پټو ځایونو کې اعتراضونه کول. د دغو معترضه نیول شویو مېرمنو د کورنۍ غړې او همکارانې ادعا کوي، چې دوی د طالبانو له‌خوا نیول شوي هغه ادعا چې طالبانو یې په اړه څه نه‌دي ویلي. اوس یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، طالبان د ښځو له فعالیت ویره لري او او د دوی په خبره، د خپل حکومت بقا د مېرمنو د ازادیو او حقونو په محدود کولو کې ویني. په تېر جمهوري... Читать дальше...

افغانستان کې د کال لومړۍ واوره؛ کابل ښاريانو د 'برفي' دود ترسره کړی

Pa.azadiradio.com 

«برفي کول په موږ، مېلمستیا په تاسې»، له پخوا وختونو راهیسې په افغانستان په ځانګړي ډول د کابلیانو ترمنځ د لومړۍ واورې ورېدل په دې پیغام سره نمانځل کېږي. نوریه سلطاني وايي، کله چې یې ولیدل د سږ کال لومړۍ واوره ورېدلې، د خپل ورور کورنۍ یې برفي کړه. نوموړې وايي: "کله مې چې ولیدل واوره ووري، لږه واوره مې پاکټ کې واچوله او ورور مې او ورینداره مې برفي کړه. ان شاالله چې یوه ښورا به راباندې خوري او هیله لرم چې بلنه را کړي." اوس چې ټکنالوجۍ پرمختګ کړی، د برفي کولو دود هم ورسره لږ څه بدل شوی او یو شمېر... Читать дальше...

کابل کې د کال لومړۍ واوره؛ خلک: ژمي ته اندېښمن يو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کابل ښاریانو د واورې په ورېدو خوشحالي ښکاره کړې او عکسونه یې د خپلو تولنیزو رسنیو پر پاڼو خپاره کړي، خو یو شمېر بيا چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه‌دی اندېښمن دي، چې ژمی له وخته مخکې راغی او د خپلو کورنو د تودولو لپاره څه نه‌لري. دوی دا هم وايي، چې د سونګ توکو بیې هم د تېرو کلونو په پرتله ډېرې لوړې دي. د کابل ښار يو اوسېدونکي احمد ګل ازادي راډیو ته وویل: "دا دی د ژمي اوله واروه هم وغورځېدله خو متاسفانه چې موږ ورته ډېر خفه یو، د دې لپاره چې موږ د ژمي لپاره هیڅ امکانات نه‌لرو، نه مو تر اوسه... Читать дальше...

پر پوله نښته؛ د سپين بولدک - چمن لاره تړل شوې

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د سپین بولدک ـــــــ چمن په دروازه د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د پرونۍ نښتې اصلي انګېزه لا هم نه‌ده معلومه، خو د دې پېښې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي. دا ویډیوګانې چې لا په رسمي ډول یو لوري هم نه‌‌دي تأیید کړي، ښيي چې د طالبانو په منځ کې یو ولاړ شخص په پاکستاني ملېشو ډزې کوي او وروسته نښته پیلېږي. لا د دې ډزو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر معلوم نه‌دی، خو هغو ویډیوګانو کې چې ادعا کېږي د همدې نښتې دي، لیدل کېږي چې دوه پاکستاني ملېشه په مرمیو لګېږي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله... Читать дальше...

ترکي چارواکو د پرونۍ چاودنې د طراح د نيولو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي، هغه کس نیول شوی، چې په استانبول کې یې بمب ځای پر ځای کړی و. د ترکیې انادولو دولتي خبري اژانس په خپل ټویټر کې لیکلي، چې سلیمان سوېلو نن دوشنبه د بمي حملې د طراح د نیولو خبر ورکړی. په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي. تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي وو، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په استانبول کې حمله کوونکې یوه ښځه وه. د ترکي چارواکو په خبره، په استقلال واټ کې چې زیات وخت په‌کې ګڼه ګوڼه وي، د تېر مازیګر په چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۸۱ تنه نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...

د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره فوټبال لوبډله نن د ترکمنستان په وړاندې لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اسیا د مرکز د فوټبال د سیالیو په لړ کې تمه کېږي، چې د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبډله نن د ترکمنستان په وړاندې لوبه وکړي. د افغانستان د فوټبال فډراسیون په خپل رسمي فېسبوک کې لیکلي، چې دغه مسابقه د کابل پر وخت د مازیګر درې نیمې بجې پیلېږي. تر دې مخکې د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبډله په خپله لومړۍ مسابقه کې توانېدلې وه په یوه ګول سره ایران ته تېره جمعه ماتې ورکړي. د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان په ګډون د اسیا د مرکز د فوټبال مسابقې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې... Читать дальше...

د خرسون ښار تر بيا نيولو وروسته اوکرايني ځواکونه د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ځواکونه د خرسون ښار تر بیا نیولو وروسته د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول. د راپورونو له مخې خلکو د اوکراین بیرغونه له ځانه سره لېږدول او واټونو ته په راوتلو سره یې د خپلو پوځیانو هرکلی وکړ. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې له روسي ځواکونو د خرسون ښار بیا نیول یوه لویه او تاریخي لاسته راوړنه یاده کړه. زلنسکي ژمنه ورکړې چې د دغه ښار د څنډو د تصفیې لپاره به عملیات دوام پيدا کړي.

برښنا شرکت: کابل او يو شمېر ولايتونو کې د برښنا پارچاوي لنډمهاله ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برښنا شرکت وايي د ازبکستان په وارداتي برښنا کې د یوې ستونزې په خاطر په کابل او ځینو ولایتونو کې د لنډو ورځو لپاره د برښنا پرچاوۍ رامنځته شوي. د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي پرون ناوخته په یوه پيغام کې ویلي: "د ازبکستان هېواد په رالېږل شوي پيغام کې ویلي چې د دوی خواته یوه تخنیکي عارضه رامنځته شوې چې له امله یې د برښنا یو سرکټ پرچاو دی او یو سرکټ یې فعاله دی. موږ له ټولو پېرېدونکو څخه هیله لرو تر څو دا پرچاوۍ چې دوې ورځې به دوام وکړي په حوصله مندي راسره وزغمي او انشالله ډېر ژر به دا... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: د کابل په ۱۵مه حوزه کې مو د داعش پنځه غړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کابل په پنځلسمه حوزه کې تر چاودنو او ډزو شاوخوا یوه شپه وروسته وویل چې د داعش پنځه غړي یې وژلي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه ناوخته په خپل ټوېټر ولیکل چې د شنبې په شپه د کابل د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند پنجصد فامیلیو سیمه کې د طالبانو ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړل. مجاهد ویلي پنځه خوارج هغه کلمه چې دوی یې د داعش لپاره کاروي په دې عملیاتو کې وژل شوي. د مجاهد په خبره دغو کسانو په ځینو چاودنو کې لاس درلود او د لویو چاودنو پلان یې جوړ کړی و. د شنبې په... Читать дальше...

ترکيه کې چاودنه؛ ۶ کسان وژل شوي او ۸۱ نور ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې پلازمېنه کې د استانبول استقلال واټ یکشنبه مازیګر مهال د یوې مرګونې چاودنې شاهد و. دا سیمه د استانبول د اکثرو نورو واټونو په څېر معمولاً له خلکو او ګرځندویانو ډکه وي. په امنیتي کمرو کې چاودنه ډېره لویه ښکاري او له استقلال واټه دود ډېر لوړ خيژي. پولیسو له پېښې وروسته سیمه کلابنده کړه او پاتې شوي خلک یې و ایستل. سیمې ته امبولانسونه او د پولیسو ګڼ موټر ور روان وو او د پېښې ټپيان او مړي یې انتقالول. جمال دینیز د پېښې یوه شاهد د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "موږ لږ لیرې وو، خو یو څو کسان... Читать дальше...

د خوړو پروګرام: په ليرې پرتو سيمو کې د مرستې لپاره مو ۷۲زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي

Pa.azadiradio.com 

افغانان له یوه سخت ژمي سره مخ دي خو د خوړو نړیوال پروګرام ژمنه کړې چې د خلکو د لاسنیوي لپاره اړین چمتووالی نیول شوی دی. د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي په رارسېدو سره د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د ۷۲ زره ټنه خوراکي توکو د زېرمه کولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا لړۍ دوام لري. WFP پرون په یوه ټویټ کې وویل چې د دې پروګرام هدف په افغانستان کې د ژمي، واورې، یخنۍ او د لارو د بندېدو پر مهال خلکو ته د خوراکي توکو رسول دي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري چې په میاشتني ډول شاوخوا ۱۵ میلیونه... Читать дальше...

ډيلي صباح: ترکیه څه باندې ۵ زره افغانان له خپلې خاورې باسي

Pa.azadiradio.com 

ډيلي صباح: ترکیه کې حکومت پلوه ډيلي صباح ورځپاڼې لیکلي چې ترکیې د سږ میلادي کال له پیله له یو سل او یو زرو زیات ناقانونه کډوال له خپلې خاورې شړلي دي. ورځپاڼې د ترکي چارواکو په حواله ویلي، د ډیپورت شویو کډوالو دا شمېر د تېر کال پرتله ۱۵۲ فیصده زیاتوالی ښيي. مطلب کې راغلي، له ترکیې د ډیپورت شویو کډوالو لوی شمېر یې افغانان او په دویم قدم کې پاکستاني اتباع دي. ډیلي صباح لیکلي، سږ کال ترکیې ۵۷ زره افغانان په چارتر او نورو عادي الوتکو کې بېرته افغانستان ته استولي. وړاندې راغلي، ترکي چارواکي دا... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 10 тыс. человек получили медпомощь в обновленных приемных отделениях



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

VK Fest

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Ига Свёнтек

Лишь две теннисистки моложе Свёнтек выигрывали 16 матчей подряд на «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Путин наградил коллектив станции скорой помощи Белгородской области



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России