د کرکټ نړيوال جام سيالۍ؛ د افغان لوبډلې تېرو لوبو ځينې مينه وال نهيلي کړي
د کرکټ په روان شل اوریز نړیوال جام سياليو کې د افغان ملي لوبډلې د لوبو لړۍ پرون له استرالیا څخه په ماتې پای ته ورسېده. د ارزګان ولایت اوسېدونکی او د کرکټ مینه وال سیداحمد وايي، د افغان ملي لوبډلې ناکامي دا نه ده چې ښه لوبه نه کوي، بلکې دا د کرکټ بورډ تېروتنه ده چې مناسب او باتجربه لوبغاړي په لوبډله کې نه انتخابوي. هغه د کرکټ بورډ پر غوراوي کمېټې غوسه دی. نوموړي زیاته کړه: "زموږ ټوله غوسه پر کرکټ بورډ ده. د غواروي په کمېټه کې باید داسې څوک ووسي چې سم لوبغاړي انتخاب کړي. دغه کمېټه باید داسې څوک انتخاب کړي چې په کافي اندازه تجربه ولري. Читать дальше...