Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2022

Новости за 11.11.2022

روسيه: د اوکراين خيرسون له ښاره مو د ځواکونو ايستلو بهير بشپړ شو

Pa.azadiradio.com 

روسیې نن وویل چې د اوکراین له جنوبي ستراتیژیک ښار خیرسون څخه یې د ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ کړ. د روسیې دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې، نن په سیمه‌ییز وخت د مازدیګر په پنځو بجو د دنیپر د سیند له لوېدیځې غاړې د ټولو ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ شو او هیڅ یو پوځي جزوتام تر شا نه‌دی پرېښول شوی. داسې ښکاري چې دغه اعلان د اوکراین له هغو راپورونو سره په تضاد کې دی چې وایي روسي ځواکونه تر اوسه د دنیپرو د سیند په لوېدیځه غاړه کې دي. اوکرایني چارواکو وویل، د مسکو ځواکونه له دې پرته چې له خیرسون... Читать дальше...

ازادي راډيويي مجله؛ کندوز او خوست کې د ادبي هڅو وضعيت

Pa.azadiradio.com 

کندوز کې ادبي غونډې پيکه شوي، خوست کې د ادبي فعاليتونو راپور، پښتو ته د بې‌نظير بوټو د کتاب ژباړه او له ژباړونکې سره يې خبرې. دغه راز په نننۍ خپرونه کې دا هم اورئ چې کابل کې د ارواپوهنې يو کتاب تازه چاپ شوی، د ليکوال او شاعر صديق الله بدر سره د نوموړي پر يوه کيسه خبرې او يو شمېر نور مطالب. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي په‌کې ادبي، هنري، کلتوري او ټولنيز موضوعات را اخيستل کېږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

مسکو کې ۶۰ افغانان نيول شوي او د ۲۸ نورو د ورتګ مخه نيول شوې

Pa.azadiradio.com 

روسیې لږ تر لږه ۶۰ تنه افغانان چې سوداګر، محصلین او یو شمېر افغاني‌الاصله روسان په‌کې شامل دي، د چهارشنبې په ورځ د مسکو په "شېریمتیوفه" هوايي ډګر کې نیولي دي. په روسیه کې یو افغان ډیپلومات دا موضوع ازادي راډیو ته تاییدوي او وايي، ټول نیول شوي افغانان د قانوني اسنادو یعنې ویزې او بلنیکونو په وسیله مسکو ته ورغلي و. د دې ډپيلوماټ له قوله، تر اوسه معلومه نه‌ده چې روسیې ولې داسې یو چلند له افغانانو سره کړی دی. د سرچینې له قوله، په "شېریمتیوفه" هوايي ډګر کې د روسیې پوله ساتي عسکر د افغانستان د سفارت... Читать дальше...



د امريکا شارژدافيره ښځينه فعالانو ته: د افغانستان راتلونکي ته کار وکړئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن دیکر په پاکستان کې له یو شمېر افغان مېرمنو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې په افغانستان کې د یوې داسې راتلونکې لپاره کار وکړي تر څو د ټولو افغان مېرمنو حقوقو ته په‌کې درناوی وشي. بل پلو یو شمېر ښځینه فعالانې چې غواړي بېرته افغانستان ته وګرځي خو د طالبانو له ویرې دغه کار ته زړه نه ښه کوي. د ښځو فعاله راضیه بارکزۍ چې اوس مهال له افغانستانه بهر ده وايي، کلونه یې د خپلې روښانه راتلونکې او ظرفیت لوړونې لپاره کار وکړ او هیله یې درلوده چې یوه ورځ به افغانستان... Читать дальше...

د فيفا پخوانی مشر: ايران ته دې په نړيوال جام کې د ګډون چانس نه ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال فدارسیون یا فیفا پخواني مشر سپ بلاټر ویلي؛ ایران دې په نړیوال جام کې له ګډونه منع شي. هغه دا خبره په داسې حال کې کړی ده چې په تېرې سپټمبر میاشت کې د ځوانې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته ایران د پراخو اعتراضونو شاهد دی. امیني د اسلامي حجاب نه رعایت کولو په تور د ایران د ګشت ارشاد پولیسو له‌خوا نیول شوې وه او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه. سویسي ورځپانې "بلیک" نن د بلاټر په حواله لیکي دي؛ که چېرته د فیفا مشر وای په دې نړیوال جام کې به يې د ایران د ګډون مخه نیول يې وه. ټاکل... Читать дальше...

روزا اوتنبايوا کابل کې له يو شمېر سفيرانو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا کابل کې د سیمې د هېوادونو له سفیرانو سره د همکاریو د تقویت په موخه خبرې اترې کړي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما نن پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي؛ سیمه‌ییز هېوادونه افغانستان سره د سوادګرۍ، انرژۍ او نورو تجارتي مالونو په راکړه ورکړه کې مهم رول لري. د یومانا د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي، د افغانانو د سوله‌ییز ژوند، اقتصادي ثبات او زده‌کړو ته د ټولو د لاسرسي لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا ده. دا په داسې حال... Читать дальше...

ملګري ملتونه: له دندو څخه د ښځو بې برخې کېدل ډېرې مېرمنې د نشه‌يي موادو کاروبار ته اړې کړي دي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د رسمي وظيفو او کاري فرصتونو له محدودیت سره، اوس ډېرې ښځې د نشه يي موادو په کاروبار کې ښکېلې شوي دي. دا راپور چې د نشه‌يي موادو په کاروبار کې د ښځو د نقش او پر ښځو د نشه‌يي موادو د اغېز په اړه چمتو شوی، په افغانستان کې له (۹) داسې ښځو سره خبرې شوي چې، د نشه يي موادو د کاروبار په بېلابېلو برخو کې ښکېلې دي. دې ښځو ويلي چې د اقتصادي او اجتماعي دلايلو له مخې يې د نشه يي موادو کاروبار ته مخه کړې ده، خو د دې کار د دوام لوی علت يې مالي ستونزې یادې کړي دي. په دې... Читать дальше...

اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونه له خيرسون ښاره وتلو ته دوام ورکوي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني ځواکونه د خیرسون ښار پر لوري پرمختګ ته دوام ورکوي، دا خبره د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز نن وروسته تر دې وروسته وکړه چې روسي ځواکونه د مسکو د امر له مخې د ډنیپر سیند له لوېدیځې غاړې په شاه تګ ته دوام ورکوي. روسیې پرون پنجشنبې وویل چې، له دې ستراتیژیک ښار څخه د روسي ځواکونو وتل پیل شوي دي. لوی درستیز وویل، د وتلو بهیر ورو دی ترڅو روسي ځواکونه وکولای شي چې د دنیپر د سیند بلې غاړې ته خپلې مورچلې پیاوړې کړي. له ستراتیژیک پلوه خیرسون له دوو اړخونو مهم دی، د روسیې له‌خوا د اوکراین... Читать дальше...



ملګري ملتونه: د بشري حقونو له منلو پرته طالبان په رسميت نه پېژندل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي اسمبلې هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې طالبانو ته واضح پیغام لېږدوي، تر هغه به په رسمیت و نه پېژندل شي چې د نجونو، ښځو اولږکیو په ګډون بشري حقونو ته درناوی و نه کړي. دا پرېکړه‌لیک چې جرمني چمتو کړی و او ۵۹ نورو هېوادونو یې ملاتړ کاوه، ۱۱۶ هېوادونو تایید کړ، خو د روسیې، چین، پاکستان په ګډون لسو هېوادونو ممتنع رایه ورکړه. په دې پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې په بې‌ثباتۍ، خراب اقتصادي او ټولنیز وضعیت، د نشه‌يي توکو کرکېله او د ترهګرو په شتون اندېښنه ښودل شوې ده. د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

د امريکا دفاع وزارت اوکراين سره د ۴۰۰ميليون ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو نوره پوځي مرسته اوکراین ته لیږي. په دې مرسته کې به په زیاته اندازه مهمات او څلور لوړ ګرځنده ایونجر هوايي دفاعي سیستمونه شامل وي. د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل، د دفاعي سیستمونو دا مرسته به اوکراین ته ځکه مهمه وي چې روسان کروز میزایلونه او هم د ایران په لاس جوړ شوي ډرون الوتکې کاروي. د هیمارس توغندیزو سیسټمونه په دې مرستو کې شامل دي چې د اوکرایین دفاعي ځواکونو په بریالۍ توګه کارولي. همدارنګه لس زره د هاوان مرمۍ، ۴۰۰ لاسي بمونه... Читать дальше...

ترکيه کې د پنځه افغانانو مړي موندل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

ترکي رسنۍ وايي، په انقره کې د پنځو افغانانو مړي موندل شوي دي. د ترکیې دولتي انادولو اژانس او نورو رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ترکي پولیسو د انقرې په التنداغ سیمه کې د دغو افغانانو مړي موندلي او ښکاري چې په چړو وهل شوي. د انقرې د والي دفتر په ټویټر کې ویلي، د دغو پنځو بهرنیو اتباعو د وژنې په اړه پلټنې روانې دي. د وژل شویو خلکو کورنۍ او خپلوانو پولیس او روغتیاپالان خبر کړي و. لا معلومه نه‌ده چې ولې دا افغانان وژل شوي خو مخکې له دې هم د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو د وژنې او ځورونۍ څو پېښې لیدل شوي. Читать дальше...

د کابل تفرېحي پارکونو ته د ښځو په ورتګ نوي محدودیتونه

Pa.azadiradio.com 

په دې وروستیو کې د کابل ښار اوسېدونکې یو شمېر مېرمنې تفرېحي پارکونو ته له ورتګه منع کړل شوي او د طالبانو حکومت د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت هم پارکونو ته د ښځو په ورتګ د نویو محدودیتونو لګول تأیید کړي دي. مخکې طالبانو تفرېحي پارکونو ته د ښځو او سړیو د ورتګ لپاره جلا، جلا ورځې ټاکلې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ له اشرف غني سره ليدلي

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د پاکستان د ملي جرګې غړي محسن داوړ ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې یې د افغانستان له پخواني ولسمشر اشرف غني سره کتلي دي. داوړ پر خپله ټوېټرپاڼه د افغانستان له پخواني ولسمشر سره د خپل عکس د خپرولو ترڅنګ لیکلي چې اشرف غني په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره کار کولو ته ژمن دی. ښاغلي داوړ نور جزییات نه‌دي څرګند کړي. له بلې خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په پاکستان کې له افغانانو سره پر بد چلند غبرګون ښوولی دی. پښتین ویلي چې افغانان په غیرقانوني ډول نیول کېږي او بې عزته کېږي.

۳۴۷ تنه افغان پناه غوښتونکي پرون کاناډا ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

له تاجکستان څخه پرون (پنجشنبه) نژدې درې نیم سوه افغان پناه غوښتونکي کاناډا ته ورسېدل. کاناډايي رسنیو د خپل هېواد د مهاجرت د وزارت پر اساس وویل، دا افغانان به، چې کره شمېر یې ۳۴۷ تنه دی، د کاناډا په ۳۹ سیمو کې مېشت کړل شي. د کاناډا د حکومت له شمېرنو سره سم، دغه هېواد د ۲۰۲۱ له اګسته راوروسته ۲۳ زره افغانانو ته پناه ورکړې ده او په پام کې لري چې د ۲۰۲۳ تر پایه ټولټال ۴۰ زره افغانان ومني.

د کابل امنيه قوماندانۍ: کابل کې تر ۲زره زياتو کورونو امنيتي کامرې نصب کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کابل د پولیسو قومانداني وايي، داسې پروګرام یې پیل کړی چې پر اساس یې خلک د امنیت په ټینګښت کې د همکارۍ لپاره په خپلو کورونو کې امنیتي کامرې نصبوي. د ملي راډیو ټلوېزیون د خبر پر اساس، د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، په وروستیو کې په پلازمېنه کابل کې تر ۲ زره زیاتو کورونو امنیتي کامرې نصب کړي دي. په داسې حال کې چې اکثره افغانان اقتصادي ستونزې لري، څرګنده نه‌ده چې کابل ښاریان به په کومو امکاناتو امنیتي کامرې رانیسي.

د بښنې نړيوال سازمان: روسيه له اوکراين څخه په زوره ملکيان کوچوي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انترنشنل وايي، روسیه، چې له اوکراین څخه په زوره ملکي وګړي کوچوي، جنګي جنایت او احتمالاً د بشریت پر ضد جنایت کوي. د بشري حقونو دې ډلې پرون (پنجشنبه) په یوه راپور کې همدا راز وویل چې روسانو او د هغوی له لوري تپل شویو چارواکو ملکیان اړ ایستلي چې د چاڼ له یوې پروسې تېر شي او په لړ کې یې ځینې کسان توقیف او شکنجه شي، له ځینو سره بد چلند وشي او له خپلو ماشومانو بېل کړل شي. بل پلو ويل شوي دي، د روسیې پوځ ته امر شوی چې د اوکراین له دې ښاره، چې د فبرورۍ په میاشت کې یې نیولی و، ووځي. Читать дальше...

نېکلاسن: د رسمي حکومت نه‌لرلو له امله د افغانستان استازی اقليمي بدلون کنفرانس ته نه‌دی بلل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازی توماس نېکلاسن وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې قانوني او رسمي حکومت نه‌شته، د اقلیمي بدلونونو نړیوال کنفرانس ته د افغانستان استازی ونه بلل شو. ښاغلي نېکلاسن دا خبره پرون (پنجشنبه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د انتقاد په ځواب کې وکړه. دې ادارې افغانستان ته د بلنې پر نه ورکولو د نیوکې ترڅنګ ویلي و چې اقلیمي بدلون پولې نه‌لري او باید دا موضوع سیاسي نه‌شي. د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس د شنبې په ورځ (د نوومبر ۶... Читать дальше...

زابل کې د نري رنځ د درملنې يو مرکز پرانيستل شو

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې ډاکترانو ټولنې له لوري پرون (پنجشنبه) په زابل ولایت کې د نري رنځ د درملنې یو مرکز پرانیستل شو. د زابل د عامې روغتیا رئيس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي ازادي راډیو ته وویل، د بې پولې ډاکترانو د ټولنې له لوري په کلات ښار کې د نري رنځ د درملنې او تشخیص دا مرکز د دې لپاره مهم دی چې په زابل کې دا ناروغي ډېره ده. د دغه مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې غړي ډاکتر مجیب احمد وویل، دوی غواړي چې په زابل کې د خوارځواکو ماشومانو درملنه هم وکړي. د اقتصادي ستونزو له کبله ډېر شمېر افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د سره صليب کمېټه: هر کال زرګونه افغانان د ماين چاودنو قرباني کېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، هر کال زرګونه افغانان د ماینونو او ناچاودو موادو د چاودنو قرباني کېږي. سره صلیب پرون (پنجشنبه) په خوست کې د یونس په نوم د ماین د یوه قرباني د عکس د خپرولو ترڅنګ په یوه ټویټ کې ویلي، د جګړو د کلونو ډېر شمېر ناچاودلي مواد او ماینونه په افغانستان کې پاتې دي او باید پاک شي. ویل کېږي چې د افغانستان ۶۰۶ کیلومتر مربع خاوره له ماینونو پاکه شوې نه‌ده.

متقي د پاکستان سفير ته: افغانانو سره ناوړه چلند پای ته ورسوئ

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په پاکستان کې مېشت افغانان د پولیسو له چلنده شکایتونه کوي، د طالبانو حکومت وايي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې په دې اړه پرون ناوخته په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر ته وویل چې له افغانانو سره دا ډول چلند د دوو هېوادونو په زیان دی. په پاکستان کې مېشت افغانان، په ځانګړي ډول په سند ایالت کې له پولیسو شکایت کوي او وايي، بې دلیله یې نیسي او ناوړه چلند ورسره کوي. د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې، د بهرنیو چارو... Читать дальше...

مارک ميلي: د اوکراين په نهه مياشتنۍ جګړه کې يو لک روسي پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین له یوه مهم ښاره شاتګ ته اړ شوي، د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي وايي، د اوکراین په نهه میاشتنۍ جګړه کې تر اوسه پورې یو لک روسي پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې، مارک میلي وايي چې ممکن د اوکرایني پوځیانو د مرګ‌ژوبلې شمېر هم همدومره وي. اوکرایني ځواکونه خرسون ښار ته د نژدې کېدو په حال کې دي او د راپورونو له‌مخې، د روسیې پوځ ته امر شوی چې د اوکراین له دې ښاره، چې د فبرورۍ په میاشت کې یې نیولی و، ووځي. روسي جنرالان... Читать дальше...

ملګرو ملتونو افغانستان کې د اقليمي بدلون د منفي اغېزو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وايي چې افغانستان له یوه داسې اقلیمي بحران سره مخامخ دی چې د هوا د تودېدو، د ورښتونو د کمېدو او د ځنګلونو د بې ساري وهل کېدو له کبله رامنځته شوی دی. دا اداره همدا راز وايي، له بشري بحرانونو او د هوا له بدلون سره د مقابلې او د دایمي حللارو د موندلو لپاره مالي مرستو ته اړتیا ده. اوچا وايي، په وروستیو ۷۰ کلونو کې په افغانستان کې د هوا د تودوښې کالنی اوسط یو اعشاریه ۸ سانتي ګراده زیات شوی او اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ پورې یوه نیمه درجه نور لوړ شي. د اوچا... Читать дальше...

پارکونو ته د ښځو پر ورتګ بنديز؛ نړيوالې ورځپاڼې يې په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

خليج ټايمز ورځپاڼه: د متحده عربي اماراتو څخه خپرېدونکې خلیج ټایمز ورځپاڼې افغانستان کې پارکونو او تفریحي ځایونو ته د ښځو په ورتګ پر بندیز د فرانسې خبري اژانس راپور خپور کړی دی. ورځپاڼه د کابل په یوې څنډه کې د ځاځي پارک یادونه کوي چې په وینا یې د کابل د نورو سیمو په پرتله په لوړه پروت دی او د کابل ښار ښکلې منظره ورڅخه لیدل کېږي. د ګڼې ګوڼې په دې ډک پارک کې د ورځپاڼې په وینا دا اونۍ هر څه ناڅاپي په ټپه ودرېدل. دا پارک هم پارکونو ته د ښځو پر ورتګ د طالبانو له نوي بندیز اغېزمن شوی دی. د خلیج... Читать дальше...



Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Оркестр

«Сурганова и Оркестр» приглашают на Летник на Флагшток




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Уимблдон

Надаль пропустит Уимблдон из-за желания сыграть на Олимпиаде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Свыше 300 обращений поступает на горячую линию паллиативной помощи Подмосковья



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России