Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2022

Новости за 01.12.2022

پر ازادي راډیو د طالبانو بندیز؛ د ازادې اروپا/ ازادي راډیو رئیس: د حقیقت مخه څوک نه‌شي نیولی

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو چې ګڼې جایزې یې ګتلې دي، د اېف اېم او اې اېم څپې بندې کړې دي. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو رئیس او اجرائیوي مشر جیمي فلای د دې اقدام په اړه وویل، "ازادي لسګونو ملیونو افغانانو ته د شاهرګ حیثیت لري، نو د طالبانو دا پرېکړه دوی ټول غمجنوي". جیمي فلای زیاته کړه: "د ازادې اروپا/ ازادي راډیو به خپل ایدیټوریال اصول د طالبانو د غوښتنو مطابق بدل نه‌کړي. موږ د تجربې له مخې پوهېږو چې زموږ اورېدونکي زموږ د موندلو لپاره ډېرې هڅې کوي. د حقیقت مخه څوک په بشپړه... Читать дальше...

طالبان: په کابل کې ۱۵ نارینه او ۶ ښځې په درو وهل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د طالبانو د حکومت قضايي چارواکي وايي، په ۲۱ کسامو باندې يې تعزیري سزاګانې تطبیق کړي. د طالبانو د حکومت د کابل ښاري ابتدايي محکمې نن ویلي چې ۱۵ نارینه او ۶ ښځینه يې په درو وهلي دي. دې محکمې له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې دا کسان چې په درو وهل شوی په غلا، نامشروع اړیکو، له کوره تېښتې، شراب څښلو او نورو جرمونو تورن شوي دي. له دې وړاندې د طالبانو حکومت په لوګر، تخار او ځینو نورو ولایتونو کې په ورته توګه په یو شمېر کسانو شرعي سزاګانې عملي کړي دي.

په کابل کې د محصولاتو او تولیداتو نندارتون جوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې افغان محصولاتو او تولیداتو ته د بازار موندنې په هدف کابل کې یو نندارتون جوړ کړی دی. د 'خورشید تابان' په نوم د لاسي صنایعو د یوې توليدې فابریکې مسوولې رحیمې حاجي زاده په کابل کې د امام ابوحنیفه په ملي او نړیوال سوداګریز نندارتون کې ګډون کړی دی. نوموړې چې د ورته تېرو جوړو شویو نندارتونونو له ګټې ډېره راضي نه ده، هیله لري چې په دې نندارتون کې ښه پېرېدونکي ولري. هغه زياتوي :"په تېرو نندارتونونو کې که څه هم موږ ډېر لګښت وکړ خو چندان ښه لاسته راوړنه مو نه درلوده،... Читать дальше...



اوکرایني چارواکي: دونیڅک کې سختې نښتې شوي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني ځواکونو په ختیځ کې د ډونیڅک په سیمه کې سختې جګړې کړي دي. دا خبره د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن کړې او زیاته کړې یې ده چې روسانو د اوکراین په سویل خرسون کې خپلې دفاعي کرښې قوي کړي او د دې ښار پر مرکز يې د توغندیو ورولو ته دوام ورکړی. خرسون تېره میاشت اوکرایني ځواکونو له روسانو بېرته نیولی و. بل خوا په اوکراین کې تخنیکي اینجنران هڅه کوي څو وکولی شي د روسیې د بمباریو په پایله کې پرچاو شوې برښنا بېرته فعاله کړي. د روسیې پرلپسې بمباریو په اوکراین کې میلونونه اوکراینیان د ساړه ژمي په درشل کې بې برښنا کړي. Читать дальше...

کندهار کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو زیاتوالی

Pa.azadiradio.com 

هره ورځ په خوارځواکۍ اخته ۱۰ تر ۱۵ ماشومان د کندهار میرویس روغتون کې بستر کېږي، د دغو ماشومانو کورنۍ وايي چې د بې‌وزلۍ له امله نه‌دي توانېدلي خپلو ماشومانو ته سم او پوره خواړه ورکړي، نو ځکه‌یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي. د دغه روغتون مسؤلین وايي چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

رانا ثناالله: د ټي ټي پي فعاليت باید افغان طالبانو ته د اندېښنې وړ وي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي؛ په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي فعالیتونه باید افغان طالبانو ته د اندېښې وړ مسله وي. هغه دا خبره نن پنجشنبې په یوه ناسته کې چې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه جوړه شوې وه، د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې د چادونې وروسته کړې ده. هغه همدارانګه دغه ډول ترهګریز فعالیتونه د سيمې لپاره خطرناک بللي دي. هغه زیاته کړې ده؛ دا ډول ترهګریز فعالیتونه د خطر زنګ دی خو وضعیت تر اوسه په کنټرول کې دی.

د يلدا شپه د یونسکو په کلتوري سازمان کې په رسمي ډول ثبت شوه

Pa.azadiradio.com 

د مني ورستۍ یا د کال تر ټوله اوږده شپه، د یلدا شپه، د یونسکو په کلتوري سازمان کې د افغانستان او ایران د خلکو د ګډ غیر ملموس کلتوري میراث په توګه ثبت شوه. یونسکو یا د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان دا خبره بېګاه ناوخته په خپله ټویټرپاڼه کړې ده. یونسکو لیکلي، د یلدا شپه د کلتوري هویت، طبیعت، ښځو ته د درناوي، ملګرتیا، مېلمه پالنې، کلتوري تنوع او سوله يیزې همغږۍ په دود نمانځل کېږي. د یلدا شپه په افغانستان، او نورو کاونډیو هېوادونو لکه ایران، تاجکستان، ازبکستان او داسې نورو کې د دسترخوان... Читать дальше...

سمنګان کې په يوه ديني مدرسه کې چاودنه؛ بېلابېل غبرګونونه ورته ښودل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمال سمنګان ولایت کې په یوې دیني مدرسې کې چاودنې ته چې د تازه شمېرو له‌مخې ۱۹ کسان په‌کې وژل شوي او ۲۵ نور په‌کې ټپیان شوي غبرګونونه ښودل شوي. ۱۶ کلن محمد الله چې د (الجهادیه) دیني مدرسې زده‌کونکی دی وايي، د تېرې ورځې پېښې یې په روح او روان سخت اغېز کړی. نوموړی چې په پښه ټپي شوی وايي، د چهارشنبې ورځې په چاودنه کې یې یو شمېر ټولګيوال ووژل شول. محمد الله د پېښې کیسه کوي او وايي: "پرون د ماسپښین لمونځ وخت و، موږ اودس وکړ او راغلو په جماعت کې ورګډ شو، تقریبأ یو صف ولاړ و، استاد... Читать дальше...



سوريه کې د داعش ډلې مشر 'ابوالحسن الهاشمي القريشي' وژل شوی دی

Pa.azadiradio.com 

اسلامي دولت ډلې (داعش) ومنله چې مشر یې په وروستیو کې په جګړه کې وژل شوی دی. د دې سخت دریځې ډلې ویاند په یوه غږیز پيغام کې چې پرون یې خپور کړ، یوازې د ابو الحسن الهاشمي القریشي مړینه تایید کړه، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل. دا د داعش دوهم مشر دی چې سږ کال په داسې وخت کې وژل کېږي چې دا ډله هڅه کوي په عراق او سوریه کې له خپلو پټو ځالو بیا خونړۍ حملې وکړې. د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له‌مخې القریشي څه باندې یوه میاشت مخکې د سوریې په جنوبي ښار درعا کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی، خو دا څرګنده نه‌ده چې پرون یې څرنګه اعلان وشو. Читать дальше...

پر افغانستان خبرې؛ توماس وېسټ د سيمې يو شمېر هېوادونو ته سفر پيل کړی

Pa.azadiradio.com 

په تېرو پنځو میاشتو کې دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېست د افغانستان پر مسایلو د بحث لپاره د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفر کوي. د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت د ښاغلی وېست د سفر په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي: "د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېست به د امریکا له ملګرو هېوادونو او افغانانو سره په افغانستان کې پر بشري وضعیت او اقتصادي ناورین، د افغانو د حقونو خوندي تابه او پر ګډو امنیتي اندېښنو خبرې وکړي. دغه شان به وېست په بهر... Читать дальше...

پاکستان کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله ۹ کسان وژل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي د دې هېواد د ډبرو د سکرو په یوه کان کې په یوه چاودنه کې د لږ تر لږه نهه کان کېندونکو د وژل کېدو خبر ورکوي. د کانونو او طبعي منرالونو په چارو کې د پاکستان د صدراعظم یوه سلاکار محد عارف ویلي چې دا پېښه د خیبر پښتونخوا ایالت د اورکزو سیمې په یوه کان کې د میتان ګازو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې څلور تنه نور ټپیان شوي هم دي. د عارف په وینا په دې اړه څېړنه پیل شوې ده چې چاودنه څنګه او ولې رامنځته شوې ده.

طالبانو د 'ازادي راډيو' او د 'امريکا غږ اشنا راډيو' اف ام نشرات بند کړل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې، د دغو راډیو ګانو د پروګرامونو د محتوا په اړه یې د ترلاسه شویو شکایتونو پر اساس دغه پرېکړه کړې خو په دې اړه یې نور جزیات نه‌دي ورکړي. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد نن پنجشنبې په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د افغانستان په دیارلسو ښارونو کې پر اف ام د ازادي راډیو نشرات بند شول. ازادي راډیو او د امریکا غږ اشنا راډیو په افغانستان کې په لنډو او منځیو څپو سربېره له څو کلونو راهیسې په یو شمېر لویو ښارونو کې پر اف ام هم ۲۴ ساعته خپرونې کولې چې په ملیونونو اورېدونکو اورېدلې. Читать дальше...

قطر کې د فوټبال نړيوال جام؛ ټاکل شوې نن څلور لوبې ترسره شي

Pa.azadiradio.com 

کاناډا له مراکش، کرویشیا له بلجیم، جاپان له هسپانیا او کاستاریکا له جرمني سره لوبې کوي. د دغو لوبو په نتیجه کې به د بل دور یو شمېر نور ټیمونه هم مشخص شي. پرون د اتو ټیمونو ترمنځ د لوبو په نتیجه کې د دغه جام بل پړاو ته چې ۱۶ ټیمونه به سره لوبې کوي، اته ټیمونه ووتل. ارجنټاین دوه د صفرپه مقابل کې پولنډ ته ماتې ورکړه، مکسیکو دوه د یوه په مقابل کې له سعودي عربستان لوبه وګټله. اسټرالیا یو د صفر په مقابل کې ډنمارک مات کړ او تونس هم له فرانسې لوبه یو د صفر په مقابل کې وګټله. د فوتبال د نړیوال... Читать дальше...

اسلامي دولت ډلې د خپل مشر وژل کېدل تأييد کړل

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت ډلې یا داعش ومنله چې مشر یې په دې وروستیو کې په جګړه کې وژل شوی دی. د دغې سخت دریځې ډلې ویاند په یوه صوتي پیغام کې چې پرون چهارشنبې یې خپور کړ، یوازې د خپل مشر ابو الحسن الهاشمي القریشي مړینه تایید کړې خو د څرنګوالي په اړه یې نور جزیات نه‌دي ورکړي. د اسوشیتید پرس اژانس د راپور له‌مخې د امریکا پوځ وویل، القریشي د اکتوبر میاشتې په نیمایي کې د سوریې په جنوبي ښار درعا کې د سوریې د یاغیانو په عملیاتو کې وژل شوی دی. په برېتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو یوې څارونکې ډلې په اکتوبر... Читать дальше...

د سرې مياشتې ټولنه: نړيوالې مرستې د اړمنو کسانو لس سلنه اړتيا هم نه‌شي پوره کولی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د سرې مياشتې ټولنې چارواکې وایي، د نړيوالې ټولنې مرستې بنسټيزې نه‌دي او د اړمنو کسانو لس سلنه اړتیا هم نه‌شي پوره کولای. د سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې وویل چې، د افغانستان په کچه تر ټولو زیات د ارزګان، غور، دایکنډي او پکتیکا اوسېدونکي د لوږې او فقر له لوړ خطر سر مخ دي چې باید له ځايي اوسېدونکو سره یې بېړنۍ بشري مرستې وشي. بل‌خوا د کندهار يو شمېر اوسېدونکي وایي، د ژمي په راتګ سره یې بې‌کاري او اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. Читать дальше...

سمنګان کې چاودنې ته د توماس وېسټ غبرګون: هر افغان ماشوم د زده‌کړې حق لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په سمنګان کې د مدرسې دننه پرونۍ چاونه وغندله او ویې ویل چې، هر ماشوم افغان دا حق لري چې له ویرې او ترهې پرته زده‌کړه وکړي. ښاغلي وېسټ زیاته کړه چې هېواد یې په دې چاودنه کې د یو شمېر ماشومانو وژنه محکوموي. ده تېره شپه په ټویټر کې ولیکل چې پر ملکیانو برید په عقل نه جوړیږي. د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق( یونېسف) هم په ټویټر کې لیکلي دي چې پر ماشومانو دې چاودنې حیرانه کړی دی. د سمنګان په مرکز ایبک کې پرون د مدرسې دننه چاودنه... Читать дальше...

امريکا روسيه کې د خپل يو زنداني په اړه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالتونو د خپل یوه تبعه، پاول ویلان په اړه چې په روسیه کې زنداني دی، اندېښنه ښکاره کړه. د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي پرون وروسته تر دې اندېښنه څرګنده کړه چې د پاول ویلان کورنۍ وویل چې، له یوې اونۍ راهیسې یې هیڅ حال نه‌شته. د کربي په وینا، امریکایي دیپلوماتان کوښښ کوي چې د پاول ویلان له وضعیته خبر شي. روسیې تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. پاول ویلان پخوا د امریکا د سمندري پلیو ځواکونو سرتیری و چې په دوه زره اتلسم کال کې د روسیې له لورې د جاسوسۍ په تور ونیول شو بیا دوه کاله وروسته په شپاړس کاله بند محکوم شو.

د خوړو نړيوال پروګرام يو شمېر ولايتونو کې د مرستو لپاره د اړمنو کورنيو وضعيت ارزوي

Pa.azadiradio.com 

د ژمي په درشل کې د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د دایکندي او بامیان د اوسېدونکو د وضعیت په څېړنه بوخت دي. د ملګرو ملتو دې بنسټ پرون په ټویټر کې ولیکل چې په افغانستان کې د دوی مشرې میري الن مک ګروتي دغو دوو ولایتونو ته تللې وه چې خلک یې وچکالۍ ځپلي دي او ډېرو مرستو ته اړتیا لري. د بامیان او دایکندي اوسېدونکو له دې بنسټه غوښتي دي چې له هغو مېرمنو سره مرستې وکړي چې خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پیدا کوي او د طالبانو له راتګ سره له کاره ګوښه شوې دي. ملګرو ملتو ویلي دي چې نژدې شل میلیونه افغانان په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

اسپانيا کې د اوکراين په سفارت کې چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د اوکراین په سفارت کې پرون چاودنه وشوه. د سفارت د یوې استازې اولېه نیکولینکو په وینا دې چاودنې یو تن ټپي کړی دی چې د مرګ خطر یې نه‌شته. نیکولینکو په خپل فېسبوک کې د د پېښې په تړاو څرګنده کړې ده چې سفارت ته د یوه استول شوي لیک د پرانیستو پر مهال دا چاودنه وشوه. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا د اسپانیا د بهرنیو چارو له وزارته وغوښتل چې د پيښې تحقیقات وکړي او ښاغلي کولیبا په ټوله نړۍ کې د اوکراین پر سفارتونو غږ وکړ چې امنیتي تدابیر سخته کړي.


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Маленький Душанбе под крылышком щедрой балерины: загородный особняк Анастасии Волочковой наводнили особенные таджики





Rss.plus
ЦСКА

Почта России помогла детям-подопечным благотворительных фондов встретиться с футболистами ЦСКА




31 мая в Москве ожидается переменная облачность, возможен дождь

В ТАО построят логистический комплекс по городской ...

Проект студенческого Профкома «Мой край – моя Сибирь» поддержан Правительством Иркутской области и Общественной палатой РФ

Болезнь на всю жизнь: к чему приводит застой желчи в организме и как его предупредить




کرېکټ؛ سرېلانکا په درېيمه يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د سرېلانکا د کرېکټ ملي ټیم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته په درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کې د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. سرېلانکا چې د اسیا د کرېکټ اتله ده له افغانستان سره د دریو یو ورځنۍ لوبو کوربنه وه. لومړۍ لوبه افغان لوبډلې د شپېتو منډو په توپير وګټله او دوهمه لوبه د باران له امله ونه شوه. په پرونۍ لوبه کې ابراهیم ځدراڼ یوسل او دوه شپیته منډې جوړې کړې چې تر اوسه هیڅ افغان لوبغاړي دومره منډې په یو ورځینو لوبو کې نه‌دي کړي. د ابراهیم ځدراڼ د دې منډو له امله افغان لوبډلې سرېلانکا ته... Читать дальше...

راپورونه: سمنګان کې د پرونۍ چاودنې د قربانيانو شمېر ۱۹ ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د سمنګان په مرکز ایبک کې د فرانس پریس اژانس د راپور له‌مخې د پرونۍ چاودنې د قربانیانو شمیر نژدې شلو ته ورسېد. فرانس پریس اژانس ته په ایبک کې یوه ډاکټر وویل چې نولس تنه په دې چاودنه کې چې د الجهاد مدرسې دننه شوې ده وژل شوي او څلرویشت تنه نور ټپیان شوې دي. دې اژانس د دې ډاکټر نوم نه‌دی اخیستی، خو د ده په وینا یې دا خبره هم نقل کړې ده چې اکثر قربانیان ماشومان او عادي خلک دي. د دې چاودنې په پيل کې طالبانو د مدرسې د لسو زده‌کوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی و. یو شمېر ناروغان چې روغتیایي وضعیت یې ښه... Читать дальше...

د کډوالو عالي کمېشنري: د ژمي په راتلو افغانان له سخت وضعيت سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنري وایي، په میلیونونو افغانان سږکال د ژمي په درشل کې په افغانستان کې دننه مجبوره دي چې د تودېدو او ډوډۍ ترمنځ یو انتخاب کړي. د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د اسیا پسفیک برخې پرون په ټویټر کې ولیکل چې، د افغانانو د سم‌لاسي اړتیا د پوره کېدو لپاره په ځانګړي ډول د کورنیو بې‌ځایه شویو د اړتیاو د پوره کېدو لپاره لا ډېر نړیوال ملاتړ ته ضرورت شته. د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته چې پروسږ کال اوړی یې کابل ونیو ګڼو مرستندویانو په افغانستان کې خپل فعالیتونو... Читать дальше...

احمد مسعود افغانستان کې د ټاکنو ترسره کېدو وړانديز کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مخالف مشر احمد مسعود وایي، یوازې انتخابات کولی شي چې افغانستان له سیاسي بحرانه وباسي حتی که په دې انتخاباتو کې طالبان بریالي شي. د ملي مقاومت په نوم د جبهي مشر دا خبره پرون د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې د هرات امنیتي کنفرانس د لسمې غونډې په پای کې وکړه. دا دوه ورځنی کنفرانس د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستتیوټ له لورې جوړ شو. پخوا به یې غونډې د افغانستان دننه ترسره کولې. دا انستيتیوت وایي چې، د دې غونډو هدف د افغانستان د نژدې پنځوس کلنې جګړې د علتونو ښه پوهاوی، د خبرو... Читать дальше...

واشنګټن پوسټ: داعش د طالبانو د ژمنو کمزورۍ په خاطر بریدونه ډېر کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپانې د سمنګان ولایت په ایبک کې په یوه دیني مدرسه کې پرونۍ چاودنې ته پام اړولی او لیکي، په دغه چاودنه کې چې پرون ماسپښن مهال په ایبک کې په الجهادي مدرسه کې وشوه، په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د طالبانو چارواکو د لږترلږه لسو کسانو وژل کېدل تایید کړې، خو نورو سرچینو د شاوخوا ۱۶ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا دېرشو نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده. واشنګټن پوسټ لیکي، چاودنه هغه مهال وشوه چې د دې مدرسې ټول زده کوونکي طالبان د ماسپښین د لمانځه لپاره راټولېدل. Читать дальше...



Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: фонд музея "Царицыно" собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Трансляцию концерта джазового оркестра Бутмана посмотрели 50 млн китайцев




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Елена Рыбакина

Рыбакина, Путинцева и Бублик стартуют на Ролан Гаррос. Кто в соперниках и чего ждать?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

Путин и Лукашенко обсудили по телефону предстоящий саммит ШОС



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России