Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2022

Новости за 22.12.2022

له پوهنتون څخه منع شوې نجلی له طالبانو پوښتنه لري

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د عالي قابلګي محصله د هغې ورځې کیسه کوي کله چې طالبانو هغې او ټولګیوالو ته یې پوهنتون ته د ننوتلو اجازه ورنکړه. د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي خپل نوم شریک کړي؛ هغه د طالبانو له مشرانو پوښتنه لري. په دې ویډیو کې یې جزیات وګورئ.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي له دندې استعفا کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې، د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي انوش دستګیر له خپلې دندې استعفا کړې ده او د فدراسیون د مشرتابه له لوري منل شوې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې، ښاغلي دستګیر د فوټبال له فدراسیون سره څلور کلن هوکړه لیک درلود، خو نوموړي د ټاکلي وخت تر پای ته رسېدو شپږ میاشتې وړاندې استعفا کړې ده. د فوټبال فدراسیون د رسنیو مسول ښاغلي فیروز مشعوف ازادي راډيو ته ویلي دي: "د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي ښاغلي دستګیر وروسته له څلورو کلونو د فوټبال... Читать дальше...

د طالبانو تازه حکم؛ له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره ښوونيز کورسونه منع اعلان شول

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د يوه رسمي مکتوب په خپرولو سره د روزنيزو کورسونو درسونه له شپږم ټولګي نه پورته د نجونو لپاره منع اعلان کړل. هغه مکتوب چې د پنجشنبې په ورځ د حبيب الله اغا له لاسليک سره د افغانستان د پوهنې وزارت له‌خوا خپور شوی او رسنيو ته استول شوی، ويل شوي دي چې، د طالبانو د کابينې د غړو د پرېکړې پر اساس د نجونو د ښوونځيو درسونه چې له شپږم ټولګي نه پورته وي او همدارنګه هغه روزنيز مرکزونه د نجونو لپاره چې له شپږم ټولګي نه پورته وي تر ثاني امر پورې منع دي. د طالبانو د حکومت د پوهنې... Читать дальше...



پر افغان يوټیوبر اجمل حقیقي د طالبانو په زندان کې څه تېر شوي؟

Pa.azadiradio.com 

اجمل حقیقي چې یو له افغان موډل او یوټیوبرانو دی، له خپلو څو تنو ملګرو سره د طالبانو له بنده ازاد شو. ښاغلي حقیقي تېره شپه پر خپل یوټیوب چینل په یوې خپرې شوې ویډیو کې وویل، د طالبانو له زندانه ډېرې خاطرې لري او اوس مهال له ګڼو عصبي فشارونو او کړاونو سره مخ شوی. هغه ادعا وکړه ښايي دا ستونزې یې د زندان د ناوړه اغېزو له امله وي. نوموړي وويل: "زه یو څه د عصبي ستونزو سره مخ شوم نه پوهېږم چې دا ستونزې او فشار په زندان که د ډېر تشویش له امله دي که څنګه خو له کورنۍ د لرې والي درد او د دې ترڅنګ ذهني... Читать дальше...

"یا ټول، یا هېڅوک" کابل کې د معترضو ښځو شعار

Pa.azadiradio.com 

"یا ټول، یا هېڅوک" کابل کې د معترضو ښځو شعار کابل کې نن یو شمېر ښځو او نجونو د دوی پر مخ د پوهنتون د دروازو د تړل کېدو په اړه د طالبانو حکومت د پرېکړې په غبرګون لاریون وکړ او د "یا ټول، یا هېڅوک" شعار یې ورکاوه.

د کابل يو شمېر ښځينه ښوونکې: طالبانو له ښوونځيو وشړلو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ښوونځیو یو شمېر ښځینه ښوونکې ادعا کوي، چې طالبانو یې سپکاوی کړی او له ښوونځيو څخه يې ایستلي دي. د کابل ښار د خیرخانې د يو ښوونځي سرښوونکې چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې ياد شي وايي، تېره ورځ طالب ځواکونه له درنو وسلو سره د دوى ښوونځي ته ورغلي او دوى ته يې ګواښونه کړي دي. نوموړې ازادي راډيو ته يې وویل، چې دا وضعیت د دوی لپاره ډېر ډارونکی او د اندېښنې وړ دی. ياده سرښوونکې وايي: "طالبان له درنو وسلو سره چې داسې وسلې مې پخوا نه وې لیدلې او که یو کوچنی ماشوم یې... Читать дальше...

کابل کې لاريون‌والې مېرمنې: د لاريون پر مهال طالبانو راسره تاوتريخوالی وکړ

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې لاريون کوونکي ښځې ادعا کوي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون د دوی نننی لاریون، په تاوتریخوالي واوښت. د ښځو دغه لاريون له تحصيل نه د نجونو د بې برخې کېدو په تړاو و، چې د تنظيموونکو په وينا، د طالبانو له‌خوا يې مخه ډب شوه. د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ او د خودجوشه ښځو خوځښت د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې، چې د پوهنتونونو دروازې یې د ښځینه محصلینو پر مخ تر بل امر پورې تړلي دي، لاريون وکړ. دوی ادعا کوي، چې د طالبانو له لوري د دوی لاريون په تاوتريخوالي واوښت.

سبا د هند غوره لیګ / ای پي ایل بولي ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان کرېکټ بورډ اداره په پام کې لري چې سبا (د ډسمبرمیاشتې ۲۳نېټه) د هند غوره لیګ ۱۷ پړاو سياليو لپاره د لوبغاړو د بولۍ مراسم ترسره کړي. دغه مراسم د هند په ګوچي ښار کې ترسره کېږي او په ځایي وخت ۲:۳۰ به پيل شي. د هندوستان غوره لیګ/ای پي ایل ادارې په خپل وېبسايټ خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي دي چې، په دې بولۍ کې به ۴۰۵ لوبغاړي وړاندې شي او د لسو لوبډلو له لوري به پرې بولي ترسره شي. په دې خبر پاڼه کې د ټولو هغو لوبغاړو نومونه یاد شوي دي چې په وروستي لېست کې ځای ورکړل شوی دی. په دې لېست کې... Читать дальше...



د نجونو د تحصيل ځنډېدو له پرېکړې سره سم د پوهنتون يو شمېر استادانو استعفاوې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د قوس میاشتې له ۲۹مې نېټې وروسته، له کله چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ، چې د نجونو پرمخ به د پوهنتونونو دروازې تر بل حکم پورې تړلې وي، یو شمېر استادانو له خپلو دندې استعفاوې وکړې. د پوهنتون استاد جاوېد مومند ازادي راډیو ته وویل، کله یې هم فکر نه و کړی چې د استادۍ مقدسه دنده به پرېږدي، ځکه په خبره يې د افغانستان خلک ترهر څه زیات زده‌کړو ته اړتیا لري. نوموړي وويل: "موږ او تاسو ټول افغانان دردېدلي یو او زموږ یوازینی درد همدا و چې د بې‌سوادۍ کچه مو ډېره زیاته لوړه وه، له همدې... Читать дальше...

ازادي راډيويي مجله؛ د مېرمن قمرګلې د ژوند ناڅرګند اړخونه

Pa.azadiradio.com 

د مېرمن قمرګلې په اړه دا ستاد شاولي احساسات، نورستان کې له ودونو موسيقي حذف شوې او کوچيانو شپېلۍ په دمبورې بدله کړې. دغه راز نننۍ خپرونه کې هلمند کې د نادعلي ادبي ټولنې په اړه راپور او د پښتو له نويو چاپ شويو کتابونو خبرېږئ. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

يوازې د غندنو اعلاميې به د زده‌کړه پر وړاندې د طالبانو چلند بدل کړي؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د نجونو د تحصيل ځنډېدو پرېکړه باندې نړيوال غبرګونونه ښودل شوي دي. د نجونو او ښځو د تحصيل په برخه کې د طالبانو حکومت د وروستیو محدودیتو په وړاندې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د وروستي دریځ په اړه زموږ همکار مرسلین ارسلا، د ښځو د حقونو له فعالې ډیوې امرخیل، سره مرکه کړې. له ډيوې امرخېل لومړی پوښتنه شوې چې، ایا یواځې د اعلامیو ورکول او غندنې به وضعیت بدل کړي، که عملي اقداماتو ته اړتیا ده؟ د اغلې امرخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

ارزګان کې طالبانو ۲۳ کسان په دُرو وهلي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان د طالبانو د والي وياند وايي، دغه ولايت کې نن ۲۰ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل شول. احسان حماس ازادي راډيو ته ويلي، دغه کسان چې د غلا او اخلاقي فساد په جرمونو تورن وو د ترينکوټ ښار په ورزشي لوبغالي کې د زرګونه خلکو په وړاندې په دُرو ووهل شول. ارزګان کې پر يادو کسانو د جزا تطبيق په اړه له تېرو درې ورځو راهيسې طالبانو له ملي راډيو خبرتيا هم خپروله او له خلکو يې غوښتل څو د مرکز ترينکوټ ښار ورشي لوبغالي ته ورشي. بل‌خوا بیا د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوي خبرپاڼه راغلي چې د یادو کسانو شمیر ۲۳ تنه دي. Читать дальше...

امريکا پر يو شمېر ايراني چارواکو د مظاهره‌چيانو د ځپنې له امله نوي بنديزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

امریکا پر څو ایراني چارواکو د مظاهره‌چیانو د ځپنې له کبله نوي بندیزونه ولګول. په دغو چارواکو کې د ایران لوی څارنوال محمد منتظري او یو شمېر پوځي مسولان شامل دي. رویټرز خبري اژانس د امریکا د خزانې وزارت په حواله ویلي، د ایران لوی څارنوال محکمې هڅولي چې د مظاهرو پر مهال نیول شویو کسانو ته سختې سزاوې ورکړي. د ایران حکومت د نړیوالو له نیوکو او بندیزونو سره سره د مظاهره‌چیانو ځپلو ته دوام ورکړی او لسګونه اعتراض کونکي یې د اعدام په ګډون په سختو سزاو محکوم کړي دي.

جو بايډن اوکراين سره نوې پوځي مرسته اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن له اوکراین سره د یواعشاریه پنځه اتیا میلیارده ډالرو په ارزښت نوې امنیتي مرسته اعلان کړه. دغه مرسته واشنګټن ته د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زلنسکي د سفر او له بایډن سره د هغه له کتنې سره هم‌مهاله اعلان شوې ده. زلنسکي څو ساعته مخکې د امریکا کانګرس ته په وینا کې وویل، له دوی سره شوې مالي او پوځي مرسته خیرات نه، بلکې پر نړیواله ډیموکراسي پانګونه ده. نوموړي په دې وینا کې، چې د کانګرس غړو په چکچکو بدرګه کاوه وویل، د جګړې له کبله میلیونونه اوکراینیان دا مهال برښنا، د کورونو تودوخه... Читать дальше...

د نجونو تحصیل ځنډولو ته غبرګون؛ کابل کې نجونو او مېرمنو لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

کابل کې نن سهار یو شمېر ښځو او نجونو د دوی پر مخ د پوهنتون د دروازو د تړل کېدو په اړه د طالبانو حکومت د پرېکړې په غبرګون لاریون وکړ. یو شمېر معترضو مېرمنو ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې طالبانو د دوی د لاریون او اعتراض مخه نیولې او په تاوتریخوالي اوښتی دی. دوی وايي، دغه لاریون یې نن سهار ۰۹:۳۰ بجې د دهبوري له څلور لارې، چې کابل پوهنتون ته څېرمه سیمه ده پیل کړی و او غوښتل یې د پل سرخ پر لور ولاړې شي چې د طالبانو رنجرو یې مخه نیولې او ځینې معترضې مېرمنې او هغه خبریالان یې نیولي چې دغه لاریون ته يې خبري پوښښ ورکاوه. Читать дальше...

د غبرګونونو دوام؛ ملګري ملتونه: طالبان دې ژر تر ژره خپله پرېکړه بېرته واخلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت له لوري د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د بندېدو د پرېکړې په اړه نړیوال غبرګونونه په پراخېدو دي. تازه په افغانستان کې دملګرو ملتونو کورنۍ او ټولې بشردوستانه ټولنې په یوه اعلامیه کې دا پرېکړه غندلې او له طالبانو يې غوښتي چې له خپلې دې پرېکړې ژر تر ژره په شاه شي. په دغه اعلامیه کې د طالبانو له خو د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړلو پرېکړه په ټولنه کې د ښځو د حضور د مخنیوي او د دوى پر وړاندې د هدفي تبعیض د سیستماتیک سیاست دوام بللی، ویلي دي چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه... Читать дальше...

هلمند کې ادبي هڅو ته د ځوانانو لېوالتيا؛ ځايي فرهنګيان د امکاناتو له نه‌شتون سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

هلمند کې ادبي بهيرونه او فعاليتونه، هغه څه چې په تېرو شلو کلونو کې يې کمساری پرمختګ وکړ، خو د امکاناتو د نه‌شتون له امله يو شمېر تړل شوي او ځينې نور بيا فعاله دي. هلمند کې د نادعلي ادبي ټولنې مسؤل جانان نجاتمل وايي، دوی له تېرې يوې لسيزې راهيسې د خپلې ټولنې له لارې فرهنګي غونډې او مشاعرې جوړوي. نوموړي ازادي راډيو ته وويل، د دوی د بهير له لارې په سيمه کې ګڼ شمېر ځوانان روزل شوي، فرهنګ ادب او شاعرۍ سره اشنا شوي دي. ښاغلی نجاتمل وايي: "هغه شاعران چې شعرونه يې ښه شعرونه دي، تقريباً د پنځوسو په... Читать дальше...

اشرف غني: طالبانو افغانستان اشغال کړی او وګړي يې برمته کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني، د طالبانو له‌خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې ويلي چې طالبانو افغانستان اشغال کړی او وګړي یې برمته کړي دي. غني تېره شپه په فېسبوک پاڼه کې په یوه بیان کې وويل چې، په اوس وخت کې یوازینۍ موضوع چې ټول افغانان پرې اجماع لري، د ښځو د زده کړې او کار حق دی. هغه ويلي چې د ده په باور طالبان نه‌شي کولای د ملي او د خلکو د اجماع په وړاندې ودرېږي. اشرف غني، په افغانستان کې د ښځو د زده کړې او کار ستونزه د مایوسۍ وړ او هغه په ۲۱ پېړۍ کې د جنسیتي تبعیض یوه ښکاره نښه بللې ده. Читать дальше...

د ايران د تياتر او سېنما لوبغاړی حسين محمدي په اعدام محکوم شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د تیاتر او سېنما لوبغاړی حسین محمدي د هغو پنځو مظاهره چیانو په ډله کې دی چې په وروستیو ناکراریو کې د بسیج ملیشو د یوه غړي د وژل کېدو له کبله په اعدام محکوم شوي دي. د تورنو کسانو دوسیې په شپږو ورځو کې د محکمې په درېیو غونډو کې فیصله شوي دي. د محمدي نوم په لومړي سر کې د محکمې په دوسیه کې نه و خو د هغه ملګرو د ازادي راډیو فردا څانګې ته د ډيسمبر په شلمه وویل چې نوموړی د محکمې وروستۍ غونډې ته بیول شوی او په اعدام محکوم شوی دی. د دوی په خبره هغه د نومبر په پنځمه په خپل کور کې نیول شوی و. Читать дальше...


Музыкальные новости
Ирина Серегина

Сотрудники Росгвардии проверили готовность детских оздоровительных лагерей к работе в г.о. Клин





Rss.plus
Destiny

Конец близок в релизном трейлере Destiny 2: The Final Shape




BP получила лицензию США на добычу природного газа на месторождении Manakin-Cocuina

В арктическую экспедицию Росатома может отправиться школьник из Приамурья

В запасе есть мощнейший козырь: эксперт предрёк неожиданный шаг Путина

«На телевидении зарабатывают ровно столько, скольким миллионам людей приносят пользу!» Люди со способностями раскрыли секреты Дмитрия Диброва в шоу «Человек-невидимка» на ТВ-3




افغان یوټيوبر اجمل حقيقي د طالبانو له زندان ازاد شوی دی

Pa.azadiradio.com 

افغان یوټیوبر اجمل حقیقي له خپلو څو همکارانو سره د طالبانو له زندانه ازاد شوی دی. ښاغلي حقیقي پرون چهارشنبې په یوټیوب شبکه کې یوه ویډیو ایښې او وایي له زندانه ډېرې خاطرې لري. نوموړي ويلي: "نه‌غواړم چې د هیڅ ترخې خاطرې یادونه وکړم. غواړم له خوږو خاطرو ووایم. موږ زندانیانو چې په یوه خونه کې وو، تل به مو له خپلو تجربو او ژوند څخه یو بل ته کیسې کولې. څه مو کولای شوای، زندان و، هر څومره چې د ترخو خاطرو ووایاست هومره زندان نور هم تریخ کېږي." اجمل حقیقي چې اسلام ته په سپکاوي تورن شوی و، شاو خوا شپږ... Читать дальше...

حامدکرزی: د زده‌کړو مخنيوی به هېواد نور هم له بې‌وزلۍ سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو په تړاو د طالبانو د سرپرست حکومت پر پرېکړه، خپله ژورره خواشیني څرګنده کړې. ښاغلي کرزي پرون په څو ټویټونو کې ویلي چې، د هېواد پرمختگ، ابادي او ځان بس‌یاینه د دې خاورې د هر بچي، نجونو او هلکانو، په تعلیم او زده ‌‌‌کړې پورې تړلې. هغه زیاته کړې چې د تعلیم مخنیوی نه یوازې دا چې د افغانستان پرمختیا او هوساینې ته زیان رسوي، بلکې دا هېواد به لا ډېرې بې‌چاره‌‌گۍ، بې‌وزلۍ سره مخ او پردو ته محتاج کړي. هغه د طالبانو پر مشرتابه... Читать дальше...

امريکا، اروپايي ټولنې او يوولسو هېوادونو د نجونو د تحصيل ځنډولو پرېکړه غندلې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او د یولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د ښځو پرمخ د پوهنتونونو  د روازو د تړل کېدو په اړه د طالبانو پرېکړه غندلې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا خپره شوې دغه اعلامیه کې ويل شوي چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه ځپونکی اقدامات بې رحمانه او سیستماتیک دي. د واشنګټن او اروپایي ټولنې له لوري د طالبانو د دغه اقدام له غندنې سره د استرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالند، ناروې، هسپانیا، سویس او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیران هم یو ځای شوي دي.

توماس نېکلاسن: له زده کړو د نجونو محرومول بشر ضد جنايت دی

Pa.azadiradio.com 

د نجونو او ښځو پر لوړو زده کړو د طالبانو د بندیز لګولو په وړاندې د نړېوالو غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي غبرګون ښودلی. توماس نېکلاسن ويلي، د روم د اساس‌نامې له مخې په قصدي او شدید ډول د یوې ډلې یا ټولنې د هویت پر اساس له اساسي حقونو څخه محرومول، له نړيوال قانون سره په ټکر کې او هغه د بشریت ضد جنایت دی. نېکلاسن دغه څرګندونې پرون په یوه ټویټ کې کړي او ویلې دي چې د افغانانو ـ ښځو او نارینه‌و له حقونو څخه انکار، د افغانستان د پرمختګ او ثبات په وړاندې خنډ رامنځته... Читать дальше...

نړيوالو سازمانونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو د تحصيل ځنډولو پرېکړه بېرته واخلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدل د نجونو او ښځو لپاره د یوه وحشناکه او بې رحمانه اقدام په توګه یاد کړی دی. وولکر توسک پرون (د ډيسمبر په ۲۱) په یوه اعلامیه کې وویل چې، د طالبانو دغه پرېکړه په افغانستان کې د ټولو لپاره د مایوسۍ وړ په شاتګ دی. هغه زیاته کړه چې د ژوند له ټولو برخو په سیستماتیک ډول د نجونو او ښځو محرومول په نړۍ کې بې‌سارې ده. په عین حال کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورل ويلي چې دا ټولنه په... Читать дальше...

يو شمېر محصلانې: د طالبانو وروستۍ پرېکړې مو پر روان بده اغېزه کړې

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر محصلې نجونې وايي، د طالبانو وروستۍ پرېکړې یې پر رواني وضعیت ډېره بده اغېزه کړې ده. د کابل طبي پوهنتون د ستوماتولوژۍ د څانګې د وروستي سمستر محصله  مينه حسن‌زۍ وايي: "زما امتحان و، نور کتابونه مې کېښودل ځکه چې یوه کلمه مې نور نه‌شوای جذبولای. له پرونه زما زړه او سترګې دواړه ژاړي." د اغلې حسن‌زۍ په څېر ډېرې نورې محصلې نجونې هم د طالبانو دغې پرېکړې ژړولي او خپلې راتلونکي ته یې نا هیلې کړي دي. په کندهار کې یوې محصلې چې نوم یې نه‌دی ښودلی ازادي راډیو ته خپل احساس داسې بیان کړ: "واقعاً چې نجونې بدبختې دي. Читать дальше...



Москва

Новости фармацевтики в России и в мире


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин посетил парад кадетского движения «Не прервется связь поколений!»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Трансляцию концертов оркестра Бутмана в Китае посмотрели более 50 млн человек




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан


Елена Рыбакина

Рыбакина, Путинцева и Бублик стартуют на Ролан Гаррос. Кто в соперниках и чего ждать?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Стоматолог Владимир Лосев: сколько времени нужно носить брекеты



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России