Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2022

Новости за 08.12.2022

پر اوکراین د روسیې یرغل په منځنۍ اسیا کې د قدرت انډول بدل کړی

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د روسیې یرغل په منځنۍ اسیا کې د قدرت انډول بدل کړی دی. په داسې حال کې چې روسیه د اوکراین په جګړه کې له ستونزو سره مخ ده، چین له تاجکستان سره په یوې نوې پوځي موافقې سره په منځنۍ اسیا کې خپلې امنیتي ریښې پیاوړي کوي، هغه سیمه چې له روسیې څخه په لیرې کېدو سره په دوه لاره کې ده. د دغې موافقې په ترڅ کې چې تاجکستان تېره میاشت له چین سره لاسلیک کړې، دې هېواد موافقه کړې چې په خپله خاوره کې به له چینایي ځواکونو سره د تروریزم پر ضد منظم تمرینونه ترسره کوي. د تاجکستان او چین پوځي پرسونل له ۲۰۱۵... Читать дальше...

د کابل په دهن باغ څلورلارې کې د ځمکې د کرې جوړولو غبرګونونه راپارولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار په دهن باغ څلورلارې کې د ځمکې د کرې د یو موډل جوړولو غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ له‌خوا د کابل ښار په دهن باغ څلور لارې کې، د ځمکې د کرې پر موډل جوړه شوې نقشه څه ستونزې لري؟ د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي وايي، نقشه سمه نه‌ده جوړه شوې تېروتنې لري او دا په ټوله کې د افغانستان له جغرافیې په اړه د طالبانو بې‌خبري ښيي. ځینو بیا لیکلي چې طالبان په دغه کار کې سیاسي فکرونه لري. خو د فرهنګي چارو پوه... Читать дальше...

طالبانو په پروان کې ۲۷ کسان په درو وهلي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو نن د پروان په مرکز چاریکار کې ۲۷ کسان د اخلاقي فساد، غلا او له کوره د تېښتې په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي. په پروان کې د طالبانو د محکمې ځینې چارواکي هم دغلته موجود وو. له دې یوه ورځ وړاندې په فراه ولایت کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د یو تن قصاص پراخ نړیوال غبرګونونه راپورته کړي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر یو ځل بیا دا 'اسلامي سزاګانې' بللي او په اړه یې انتقادونه 'د هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله' بللې او غندلي یې دي. د طالبانو د حکومت له خوا... Читать дальше...



ندا محمد ندیم: د تېر نظام قوانین ظالمانه او ټول لغوه شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د پخواني حکومت قوانین ظالمانه وو او په بشپړه توګه لغوه شوي دي. په داسې حال کې چې طالبان خپل ټول قوانین له اسلام او شریعت سره سم ګڼي، خو تر اوسه یې خلکو ته کوم قانون نه دی تشریح کړی او نه یې هم خپل اساسي قانون اعلان کړی دی. تازه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د تېر پخواني جمهوري نظام ټول قوانین ظالمانه بللي دي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د علماوو د غونډې... Читать дальше...

ایران د لومړي ځل لپاره یو لاریون کوونکی اعدام کړ

Pa.azadiradio.com 

ایران د وروستیو لاریونونو پر یوه ګډونوال د لومړي ځل لپاره د اعدام سزا تطبیق کړه. د ایران د قضایي ادارې اړوند د میزان خبري اژانس وویل چې محسن شکاري نن پنجشنبې وروسته له هغې په دار وځړول شو چې د ایران سترې محکمې یې د استېناف غوښتنه رد کړه. نوموړی د هغو لاریونونو په ترڅ کې چې د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې پرسر راپورته شوي، نیول شوی او په اعدام محکوم شوی و. پر شکاري تور پورې شوی وچې په قصدي توګه یې د وژلو، د ترهې د خپرولو او د خلکو د امنیت او ازادۍ د سلبولو او د سړک... Читать дальше...

اتریش په شینګین زون کې د رومانیا او بلغاریا د غړیتوب مخه نیسي

Pa.azadiradio.com 

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارډ کارنر وایي، هېواد به یې په شینګین زون کې چې د غړیو هېوادونو اتباع یې له پاسپورټ پرته په کې سفر کولای شي، د رومانیا او بلغاریا د غړیتوب مخه ونیسي. هغه دا خبره د اروپايي ټولنې د عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وکړه. هغه په دې اړه چې ولې د دې هېوادونو د غړیتوب مخه نیسي، نور جزییات ورنه کړل، خو رومانیا او بلغاریا له ترکیې څخه لوېدیځې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د تګ مهمې لارې بلل کېږي. په شینګین زون... Читать дальше...

په کابل کې د لسګونه جوړو د واده مراسم

Pa.azadiradio.com 

کابل کې تېره اوونۍ په یو وخت د لسګونه جوړو واده وشو. هغه ځوانانو چې په دې ډله‌ییز واده کې ناویانې او زومان ول وايي، په بدو اقتصادي شرایطو کې دا دوی ته د واده تر ټولو ښه فرصت و.

د قصاص تطبیق ته غبرګونونه؛ نړۍ دا کړنه وغندله خو طالبانو مبارکي ورکړه

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته په لومړي ځل علني قصاص د یو شمېر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو او بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي. په فراه ولایت کې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د علني قصاص تر عملي کېدو وروسته، د دوی دا عمل د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو او بنسټونو له خوا غندل شوی دی. د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انټونیو ګوټریش په افغانستان کي د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته د لومړل ځل لپاره د قصاص د حدودو د عملي کولو په تړاو خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. ... Читать дальше...



قطر کې مشهور هټۍوال، دا ورځې یې بازار تود دی

Pa.azadiradio.com 

محمد اسلم د دوحې پر یو مرکزي واټ دکانداري کوي. د جامو اغوستلو او له خپلو پېرېدونکو سره د خبرې کولو بڼې یې، محمد اسلم له نورو متفاوته کړی دی. دی د هند دی، خو د سږ کال په نړیوال جام کې د ارجنټاین د فوټبال لوبډلې مینه‌وال دی. د فوټبال نړیوال جام په قطر کې روان دی.

يونېسف: افغانستان کې ۷۹ سلنه کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخامخې دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د وجهي صندوق (یونېسف) ویاند سلام ال جنابي وايي، تېرو وچکالیو د څښاک اوبه کمې کړې دي، د دوی له‌پاره دا ستونزه جدي ده او په دې برخه کې په راتلونکي کال کې له افغانانو سره مرسته کوي. نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "یونېسف په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ۹ ملیونه خلکو لپاره د څښاک اوبو ته د لاس‌رسي زمینه برابره کړی، په دې کې ډېرو اړمنو ته د څاک اوبو رسول، د اوبو سیستمونو رغول او پر خلکو د اوبو د تصفیې د تابلیتونو ویشل شامل دی. اوس چې د ژمي موسم رارسیږی،... Читать дальше...

زلنسکي: د اوکراين په ختيځ کې د روسيې په بريد کې لس کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، د دونیڅک د سیمې پرکوراخووا ښار د روسیې د تېرې ورځې په یوه برید کې لس کسان وژل شوي دي. زلنسکي تېره شپه په لنډه ویډیویي وینا کې دا برید ډېر وحشیانه او بشپړ سنجول شوی وباله چې د ده په خبره په یوه مارکېټ، د غَلو د پورته کولو په یوه لفت، د تېلو په یوه ټانک، په یوه بس تم ځای او د هستوګنې په یوه ودانۍ کې یې سوله‌ییز کسان، عادي وګړي ووژل. زلنسکې زیاته کړه چې تر اوسه د وژل شویو شمېر لس تنه دی او ډېر کسان ټپیان شوي دي. د اوکراین د ولسمشرۍ د ادارې مرستیال کیرولو... Читать дальше...

توماس وېسټ: د طالبانو د حکومت مشروعيت افغان مېرمنو سره د دوی په چلند پورې تړلی دی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان د طالبانو له بیاڅلي واکمنېدو نږدې شپاړس میاشتې تېریږي او حکومت يې لا د نړۍ د هیڅ هېواد له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ ویلي، د طالبانو د حکومت مشروعیت تر ډېره له افغان ښځو او نجونو سره د دوی په چلند پورې اړه لري. ښاغلي وېسټ په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د حکومت د دفاع د سرپرست وزیر په مشرۍ له پلاوي سره له ليدنې وروسته ویلي دي چې، له ملا یعقوب سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت بحث وشو. Читать дальше...

امريکا: طالبان بېرته پخوانۍ 'تياره زمانې' ته ستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو په فرا ولایت کې د قصاص د حکم اجرا کېدو ته په غبرګون کې ویلي، دا کار د دې ښکارندویي کوي چې طالبان بېرته " پخوانۍ تیاره" زمانې ته ستانه شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس تېره شپه خبریالانو ته وویل: "په ټولنیزو رسنیو کې کرکجنې ویډیوګانې ښکته پورته کېږي چې ښېي طالبان د ۱۹۹۰ مو کلونو ناوړه کړنو ته ګرځېدلي دي. پرایس ویلي، د طالبانو دغه اقدام د ټولو افغانانو پت او بشري حقونو ته سپکاوی او د طالبانو د کړو ژمنو ماتېدل په ډاګه کوي. طالبانو بیا په فرا کې د قصاص... Читать дальше...

وېسټ: د طالبانو مشروعیت له ښځو سره د دوی په چلند پورې تړلی دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وایي، د طالبانو کورنی او نړیوال مشروعیت په دې پورې تړلی چې دوی له ښځو او نجونو سره څه ډول چلند کوي. ښاغلي وېسټ پرون ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز ثبات هم له ښځو سره د طالبانو په چار چلند پورې اړه لري. نوموړي ویلي، افغانستان کې یې د ده په ټکو د خرابېدونکي بشري وضعیت په تړاو د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ پلاوي سره په اماراتو کې خبرې کړي دي. طالبانو د بشري وضعیت د اندېښنو په تړاو... Читать дальше...

يوناما: هر ډول شرايطو کې د اعدام سزا مخالف يو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د طالبانو له‌خوا د قصاص د حکم په غبرګون کې وایي، ملګري ملتونه په هر ډول شرایطو کې په کلکه د اعدام د سزا مخالف دي. یوناما پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې فرا کې په عام محضر کې د یو کس له قصاصه خبر شوي او دغه بنسټ د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د اعدام سزا د لغوې لپاره سملاسي لاس په کار شي. د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته لومړنی قصاص پرون په فرا ولایت کې ترسره شو چې غبرګونونه یې وپارول. طالبان وایي، د قصاص دغې پېښه کې محکوم شوی کس د یوه مقتول د پلار له‌خوا درې ډزه وویشتل شو. Читать дальше...

د فوټبال نړیوال جام سياليو په لړ کې سبا د اتو غوره لوبډلو پړاو پيليږي

Pa.azadiradio.com 

په سبانۍ ورځ هم دوه لوبې ترسره کېږي چې لومړۍ لوبه د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې او دویمه به د شپې په یولس نیمو بجو پيل شي. لومړۍ لوبه به د کروویشیا او برازیل ترمنځ او دویمه لوبه به د هالنډ او ارجنټاین ترمنځ وي. تر دې دمه د نړیوال جام له سيالیو اتلس ورځې تېرې شوي دي او په ترڅ کې یې ټول ټال ۵۶ سیالۍ شوي دي. د اتو غوره لوبډلو په دویمه ورځ به مراکش د پرتګال پر وړاندې او انګلستان د فرانسې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. د یادونې ده چې تر دې وروسته به څلور لوبډلې د نیمه پایلوبې مرحلې ته لار پيدا کوي.

هندوستان په بنګله‌دېش کې د کرېکټ لوبلړۍ وبایلله

Pa.azadiradio.com 

د چهارشنبې په ورځ د بنګله‌دېش په مېرپور ښار کې د کوربه او هندوستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سياليو دویمه لوبه ترسره شوه. بنګله‌دېش چې لومړۍ توپ وهنه ترسره کړه په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۷۱ منډې یې وکړې. د بنګال د پیل توپ وهونکو ښې منډې ونه کړې، خو محمد الله او مهدي حسن ترمنځ د اومې ويکټې ملګرتیا تر ۱۴۸ منډو پورې ورسېده چې د بنګله دېش په کرېکټ کې یې ریکارډ ثبت کړ. مهدي حسن د یو ورځنیو سيالیو لومړنۍ سلیزه ترلاسه کړه او محمدالله په ۷۷ منډو وسوځېد. د دې هدف د پوره کولو... Читать дальше...

بېلاروس د خيانت په بدل کې چارواکو ته د مرګ سزا ورکولو لايحه تصويب کړه

Pa.azadiradio.com 

په بېلاروس کې د پارلمان وکیلانو هغه لایحه تصویب کړه، چې د لوی خیانت په بدل کې چارواکو او پوځي پرسونل ته د مرګ سزا په پام کې نیول شوې ده. دا لایحه داسې مهال تصویبېږي، چې اندېښنې شته روسیه ښايي د بېلاروس له پوځ سره یوځای د بېلاروس له قلمرو څخه پر اوکراین تازه حملې وکړي. په دې لایحه چې لومړی د ډسمبر پر ۷مه په پارلمان کې لوستل شوې وه، د بېلاروس د پوځ د بدنامولو هدف د ناسمو اطلاعاتو په بدل کې د جنايي تعقیب موضوع هم شامله ده. روسیې په فبروري میاشت کې پر اوکراین تر خپل غیرموجه یرغل وروسته دې ته ورته... Читать дальше...

سږ کال هندوستان کې د تالندې او برښنا په پېېښو کې ۹۰۷ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په هندوستان کې روان میلادي کال ۹۰۷ کسان د تالندې او برښنا یا ټکې رالوېدو په پېښو کې مړه شوي دي. د هند د ځمک‌پوهنې وزارت پرون چهارشنبه پارلمان ته په یوه راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې د تالندې پېښې یوسل او یوولس برابره زیاتې شوي دي. ځینو ساینسپوهانو یې یو علت په ټوله نړۍ کې اقلیمي بدلون بللی دی. هند چې ۱ ملیارد او ۴۰۰ملیونه وګړي لري، په تېره مارچ میاشت په کې دومره ګرمي وه چې په تېره پېړۍ کې یې ساری نه و لیدل شوی. د روغتیا نړیوال سازمان وايي اقلیمي بدلون ښايي له ۲۰۳۰ څخه تر ۲۰۵۰ م کاله پورې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Денис Мацуев

В Уфе продолжается музыкальный фестиваль "Денис Мацуев представляет: Диалог поколений"





Rss.plus
Бизнес

Распределяй и управляй: водители «Грузовичкоф Бизнес» – о преимуществах работы и трудовых буднях  




Более 250 детей приняли участие в масс-старте на беговелах и самокатах в Раменском

Достаем купальники: 10 звезд, которые уже открыли пляжный сезон

Приз «СеЗам-2024» за лучшую интернет-публикацию присудили посмертно автору «Псковской правды»

Иванов в Госдуму, Никитин – в Мамадыш: что стоит за сменой руководства в районе




جرمني په مديتراني سمندرګي کې تر ۳۰ زيات پناه‌غوښتونکي ژغورلي دي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني یو بنسټ وايي د دغه هېواد یوې ژغورونکې کښتۍ د مدیترانې سمندرګي په مرکزي برخه کې تر ۳۰ زیات پناه غوښتونکي وژغورل. د لویس میشل (Louise Michel) په نوم ادارې پرون چهارشنبه په ټویټر کې لیکلي، چې دغه پناه غوښتونکي یې له لرګیو جوړې شوې کښتۍ ژغورلي دي. چارواکي وايي، د پناه غوښتونکو په کښتۍ کې تر ۲۵۰ ډېر کسان سپاره وو. زیات پناه غوښتونکي اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د سمندرونو پر خطرناکو لارو سفر ته ملا تړي. د جرمني دغه بنسټ وايي په وروستیو ورځو کې له ځینو نورو ادارو سره یو ځای په مدیترانې سمندرګي کې په یو شمېر ماموریتونو بوخت دي.

د ايمرجنسي روغتون دفتر: څه باندې ۹ مليون افغانان له لومړنيو روغتيايي خدماتو برخمن شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایمرجنسي روغتونونو مرکزي دفتر وايي، په افغانستان کې څه باندې ۹ ملیون کسان د دوی له لومړنیو صحي خدماتو برخمن شوي دي. دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي دوی په افغانستان کې د لومړنیو روغتیايي خدماتو اولنی مرکز ۲۳ کاله مخکې پرانیست، خو اوس په افغانستان کې د لومړنیو خدماتو او اساسي خدماتو د هغو مرکزونو شمېر تر ۴۰ اوړي، چې ایمرجنسي یې چلوي. په ایمرجنسي روغتونو او اړوندو روغتیايي مرکزونو کې یې تر ډېره د جګړې د قربانیانو د ټپیانو درملنه کېږي.

ريچارد بېنيټ افغانستان کې د ملکيانو د خونديتوب لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د ملکیانو د خویندیتوب او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه. ریچارد بېنیت پرون ناوخته په یوه ټویټ کې په بلخ او ننګرهار کې وروستیو چادونو ته په اشاره چې ملکیانو ته یې هم مرګ‌ژوبله اړولې وه دا موضوع یاده کړې ده. د سې شنبې په ورځ د جلال اباد د صرافۍ په مارکېټ کې چاودنې ۶ کسان ټپیان کړل، دغه راز په بلخ کې هم یوې چاودنې ۷ ووژل او ۶ نور ټپیان کړل. په مړو او ټپیانو کې ملکیان هم شامل دي. بلخوا... Читать дальше...

طالبانو د پنځه داعش وسله‌والو د نيونې خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو استخباراتي ادارې، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د پنځو مشکوکو غړو د نیولو خبر ورکړ. دغې ادارې پرون (د ډسمبر ۷مه) د تورنو کسانو د اعترافونو ویډیوګانې هم خپرې کړي او ویلي یې دي، چې دوی د طالبانو د یوه وتلي غړي، رحیم اله حقاني قاتلان وو. دا لا معلومه نه‌ده، چې دغه اعترافونه په څه ډول شرایطو کې اخیستل شوي دي. د طالبانو د استخباراتو په وینا تورن کسان د یو لړ پېچلو عملیاتو پر مهال نیول شوي او دوی په څو نورو پېښو کې هم لاس درلود. پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو... Читать дальше...

يونېسف: ۱۱ ورځې وروسته د ګوزن خلاف وروستی کمپاين پيليږي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د ګوزڼ یا پولیو خلاف د روان میلادي کال وروستی کمپاین له نن څخه ۱۱ ورځې وروسته پیلېږي. په افغانستان کې د یونېسف د رسنیو د برخې مسوول کمال شاه، ازادۍ راډیو ته وویل، په پام کې ده په دې کمپاین کې ۷ ملیونه ماشومان واکسین شي. نوموړي وويل: "د پولیو راروان کمپاین د ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه پیلېږي، په ۲۵ ولایتونو کې به عملي شي. په دې کمپاین کې به ۷ ملیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي." سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو دوې مثبتې... Читать дальше...

يو بنسټ د پخواني پوځيانو له څه باندې دوه زره کورنيو سره مرستې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي ځواکونو د ملاتړ موسسه وايي، توانېدلې څه باندې ۱۶ میاشتو کې په افغانستان کې د زرګونو پخوانیو پوځیانو کورنیو ته عاجلې مرستې ورسوي. د دې موسسې مشر، محمد سلیم وردګ ازادۍ راډیو ته وویل، دوی دغه مرستې تر ډېره له بهرمېشتو افغانانو ټولې کړې دي. نوموړي وويل: "تقریباً د ۹ اعشاریه ۲ ملیون افغانیو په لګښت مو په ۲۲ ولایتونو کې له شا و خوا ۲۱سوه کورنیو سره مرسته کړې ده. دغه مرستې د هغو با احساسه افغانانو، بالخصوص هغو افغانانو چې په بهر کې مېشت دي او د ابلېفت په نوم د افغانانو د همکارې موسسې له‌خوا شوې دي. Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин посетил фестиваль «Москва — на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Вячеслав Бутусов

Маликов – до 75 тысяч, Бутусов – бесплатно: цены на концерты звезд в дни экономического форума в Петербурге




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Ролан Гаррос

Соболенко победила на старте открытого чемпионата Франции по теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Destiny

Конец близок в релизном трейлере Destiny 2: The Final Shape



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России