Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2022

Новости за 12.12.2022

د ښځو د حقونو فعاله 'ظريفه يعقوبي' د طالبانو له بنده خوشې شوه

Pa.azadiradio.com 

د برابرۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ غړې او د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي د طالبانو له زندانه خوشې شوه. د نوموړې خور عارفې یعقوبي، او د ښځو د حقونو یو شمېر نورو فعالانو دا خبره ازادي راډیو سره په خبرو کې تاييد کړې ده. خو د افغانستان د ځواکمنو ښځو د خود جوشه حرکت غړې راضیې بارکزی ازادي راډیو ته وویل، چې د دغه حرکت د غړې فرحت پوپلزۍ او نورو هغو ښځو برخلیک نه‌دی معلوم چې لا هم د طالبانو په بند کې دي. نوموړې وويل: "له نېکه‌مرغه د ظریفې یعقوبي د خوشې کېدو خبر مو تر لاسه کړ خو له بده مرغه د فرحت... Читать дальше...

کرېکټ؛ بټلر د تېرې میاشتې غوره لوبغاړی ونومول شو

Pa.azadiradio.com 

د کرېکټ نړیواله شورا هره میاشت هغه غوره لوبغاړی اعلانوي چې غوره لاسته راوړنې ولري. دا ځل د انګلستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر جاس بټلر ته دغه ویاړ ور په برخه شو. بټلر په نومبر میاشت کې انګلستان ته شل اوریز نړیوال جام وګاټه. هغه په نیمه پایلوبه کې د هندوستان پر وړاندې په ۴۹ توپونو ۸۰ منډې کړې وې او لوبه یې ګټلې وه. د تېرې میاشتې په غوره لوبغاړو کې د پاکستان شاهین اپريدي او د انګلستان بل لوبغاړی عادل رشيد ورسره په مقابله کې و، چې د مینه‌والو د زیاتو رایو له امله جاس بټلر د نومبر میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شو. Читать дальше...

د صرافانو سراسري ټولنه: نوي بانک‌نوټونه تر اوسه بازار ته نه‌دي وړاندې شوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې افغانستان ته د نویو افغاني بانک‌نوټونو له رارسېدو څه باندې یوه میاشت تېريږي، د افغانستان صرافانو ټولنه او عام خلک وايي چې د طالبانو حکومت لا هم دغه بانک‌نوټونه بازار ته نه‌دي وړاندې کړي. د دې ټولنې ویاند حاجي عبدالرحمن ځیرک د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې په خصوصي بانکونو او مارکېټونو کې زاړه بانک‌نوټونو لا هم جدي ستونزه ده. نوموړي وويل: "د لس افغانیو، شل افغانیو او پنځوس افغانیو په ګډون نوي بانک‌نوټونه افغانستان بانک ته راوړل شوي، خو لا هم بازارونو ته نه‌دي وړاندې... Читать дальше...



له افغانستانه وتلې معلولې ورزشکارانې بهر کې خپل ورزشي فعاليتونه کوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر معلولې ښځینه ورزشکارانې، چې له افغانستانه وتلي لا هم خپلو ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکوي. پروانه عارفي هغه افغانه ورزشکاره ده، چې اوس په کاناډا کې ژوند کوي. پروانه وايي، له ورزش سره د هغې لېوالتیا د دې لامل شوه چې تر سختو ازموینو ورسته په کاناډا کې د معلولینو د ولچیر بسکټبال یوې لوبډلې ته لاره پیدا کړي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "له ډېرو هڅو سره په دې وتوانېدم چې له یوې میاشتې ازموینې او نوې لوبډلې او لوبغاړو سره تر مخامخ کېدو وروسته، هغوی چې لوبه ورسره اسانه نه وه، وتوانېدم چې د کلګري... Читать дальше...

ټېسټ کرېکټ؛ پاکستان په خپل کور کې مات او انګلستان لوبلړۍ وګټله

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان او کوربه پاکستان ترمنځ په ملتان ښار کې نن د کرېکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په پار د دویمې ټېسټ لوبې څلورمه ورځ وه. پاکستان شپږ وېکټې درلودې او د بریا په پار ورته د ۱۵۷ منډو اړتیا وه. سعود شکیل او فهیم اشرف ولاړ و. کوربه لوبډلې په پوره دقت لوبه پر مخ بیوله، د لوبې حالت ته په کتلو سره د پاکستان د بریا چانس اتیا سلنه و، خو انګلستان یو وار بیا ډېر زړور کرېکټ وکړ او د مارک ووډ او روبینسن د پر له‌پسې بریدونو له امله دوی دغه لوبه په ۲۶ منډو وګټله. پاکستان ته یو مهال ۶۵ منډې پاتې وې... Читать дальше...

ايراني رسنيو د 'مجيد رضا رهنورد' د اعدام خبر ورکړی دی

Pa.azadiradio.com 

د ایران په قضا پورې اړوند خبري اژانس، میزان نن (دوشنبه) سهار د مجیدرضا رهنورد د اعدام خبر ورکړ، ویې ویل چې نوموړی په مشهد کې د دوو رضاکارو ځواکونو یا بسیجیانو په وژلو تورن و. دغه خبري اژانس پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې مجیدرضا رهنورد په مهشد کې په عام محضر کې په دار راځړول شوی دی. د ایران د قضاییه قوې خبري اژانس د مجید رهنورد تور د اعتراضونو په لړ کې د مشهد په حر عاملي واټ کې په چاړه د دوو بیسجیانو، چې حسین زینال زاده او دانیال رضازاده نومېږي، وژل یاد کړی دی. نوموړی ۲۳ ورځې مخکې نیول شوی و او... Читать дальше...

د کابل په شهرنو کې بريد؛ ۳ کسان وژل شوي او ۲۱ ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د شهرنو په سیمه کې د یوه هوټل په ودانۍ برید د ۳ بریدکوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد. ښاغلي مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې، د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او په دې برید کې هيڅ بهرنی وګړی نه‌دی وژل شوی. د مجاهد په وینا یوازې دوه بهرني وګړي هغه وخت ټپيان شوي چې د ځان د ژغورلو لپاره یې له لوړ چت څخه ځانونه راوغورځول. خو د کابل ایمرجنسي روغتون بیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، دا برید چې یو کیلو متر لرې له دې روغتون څخه شوی، ۲۱ ټپيان دې روغتون ته ور وړل شوي چې ۳ تنو یې په لاره کې ساه ورکړې ده. Читать дальше...

کابل کې د چين سفير له طالبانو د دغه هېواد د سفارت د امنيت غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د چین سفیر (وانګ یو) د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د چین د سفارت امنیت ته پام زیات کړي. وانګ یو دا غوښتنه پرون (یکشنبه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر شېرمحمدعباس ستانکزي سره په کتنه کې وکړه. په وروستیو ورځو کې په کابل کې د پاکستان پر سفارت په ډزو د پاکستان د شارژدافېر یو ساتونکی ټپي شو خو سفیر روغ ووت. تر دې وړاندې په کابل کې د روسیې د سفارت مخته په چاودنه کې دوه روسي ډیپلوماتان وژل شوي وو. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، ستانکزي د چین سفیر ته ډاډ... Читать дальше...



شهباز شريف د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ له نښتې وروسته غبرګون ښودلی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم د سپین بولدک چمن په دروازه کې د پرونۍ نښتې په اړه په غبرګون کې ویلي، د طالبانو د سرحدي ځواکونو له‌خوا بې دلیله ډزې چې په چمن کې یې څو تنه وژلي، د خواشینۍ او د سختې غندنې وړ دي. شهباز شریف نن پر ټویټر ولیکل د طالبانو حکومت باید ډاډ ورکړي چې په راتلونکي کې دا ډول پېښې نه تکرارېږي. د ازادي راډیو مشال څانګې په چمن کې د پاکستاني چارواکو له قوله چې نومونه یې نه‌دي اخیستي خبر ورکړی چې په پرونۍ جګړه کې د چمن لوري ته اته تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي. په کندهار کې د طالبانو د... Читать дальше...

د عامې روغتيا ولايتي چارواکي: زابل کې د کرونا پېښې ډېرې شوي

Pa.azadiradio.com 

په زابل کې د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د کرونا پېښې یو وار بیا ډېرې شوې دي. په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې، په وروستیو درو میاشتو د ۷۰۰ تنو کرونا تشخیص شوې او څلور تنه ورڅخه مړه شوي دي. نوموړي وويل: "په وروستیو درو میاشتو کې د کورنا پېښو شدت موندلی، ۷۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، د ۵۰۰ تنو درملنه په روغتون کې شوې او څلور تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي." ده په عین حال کې وویل چې په زابل کې د کرونا د ناروغانو لپاره یوازینی روغتون،... Читать дальше...

طالب چارواکي: له پاکستاني لوري سره مو مذاکرات کړي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې طالب چارواکي وايي، تېره شپه یې له پاکستاني لوري سره چمن دروازه ته څېرمه له پرونۍ نښتې وروسته مذاکرات کړي. يوه ویډیو چې د کندهار لپاره د طالبانو حکومت د والي ویاند حاجي زید نن سهار ازادي راډیو ته رالېږلې، په‌کې ليدل کېږي د کندهار په سپین بولدک کې په ډیورنډ کرښه د چمن دروازه، کې نن سهار سلګونه کسان له دواړو خواو تګ راتګ کوي. دا لاره پرون د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ دروازې ته نږدې له سختې نښتې وروسته د څو ساعتونو لپاره وتړل شوه. په دې نښته کې چې دواړه لوري یې پړه په یوه او بل اچوي د هاوان او توپ ډزې هم شوي. Читать дальше...

فرهنګیان: د پخوا په پرتله په افغانستان کې فرهنګي فعاليتونه کم شوي دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې که له یوې خوا په موسیقۍ بندیز لګېدلی، ترڅنګ یې فرهنګیان د نورو فرهنګي فعاليتونو د پيکه کېدو خبره هم کوي. دوی وايي، په کابل او ولایتونو کې چې مخکې ګڼې اوونیزې غونډې کېدې، اوس یې شمېر بیخي را کم شوی. شاعر او لیکوال ذبیح الله بیان وايي، سره له دې چې په کابل کې فرهنګي ناستې کمې شوي، ورسره په ناستو کې ګډونوال هم کم شوي دي. نوموړی وايي: "د دې څو عوامل دي، یو خو د حاکم ډلې قیودات دي، بل ډېر کسان چې په فرهنګي غونډو کې یې برخه اخیسته، هغوی له هېواده ووتل، ځکه اوس تشه رامنځته شوې ده،... Читать дальше...

بلاول بوټو: د افغان نجونو زده‌کړو په برخه کې کار روان دی

Pa.azadiradio.com 

۴۴۸ ورځې وشوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو ښوونځي تړلي او لا یې د پرانیستو هیڅ هیله نه‌شته. که څه هم د طالبانو حکومت د ښوونځیو د پرانيستو په اړه هیڅ هم نه‌وايي، خو د افغانستان د دې لویې ستونزې په اړه اسلام‌اباد غږېدلی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، د افغان نجونو د تعلیم په برخه کې کار روان دى. هغه دا څرګندونې د اسلامي همکاریو سازمان له عمومي منشي سره ګډ خبري کنفرانس کې کړي، خو په دې اړه یې جزییات نه‌دي ورکړي. د طالبانو حکومت له ویاندویانو او د پوهنې... Читать дальше...

د مېرمن قمر ګلې مړينه؛ د هنر مينه‌وال: افغان هنرمندان په ژوندوني نه ستايل کېږي

Pa.azadiradio.com 

په تېرو درې ورځو کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړل ډول د فېس بوک ډېری کارونکو د مېرمن قمرګلې مرګ د افغاني موسیقۍ لپاره یو ستره ضایعه وبلله او خواشیني یې پرې وښوده. افغان شاعرې او خبریالې مرسل احمدزۍ په خپله فېس بوک پاڼه لیکلي: "له تېر یو کال بیماره سندرغاړې هغه وخت رسنیو او خلکو ته یې ورپه زړه شوه، چې مړه شوه. دغه مینه چې اوس د هغې په وفات څرګندېږي که په ژوندوني یې لیدلې وای د بیمار زړه تسلي به یې پرې شوې وای. خو موږ مرده پرستان ژوندي په روغ زړه چېرې پرېږدو." د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت... Читать дальше...

يونېسف د يمن په جګړه کې تر ۱۱ زره د ډېرو ماشومانو د وژل کېدو او معلول کېدو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف نن دوشنبه وویل، چې د یمن په کورنۍ جګړه کې چې نږدې اته کاله مخکې پیل شوې، تر اوسه تر ۱۱زرو ډېر ماشومان یا وژل شوي یا معلول شوي دي. یونېسف وايي، اټکل دا دی، چې د دې شخړې د مړو واقعي شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي. په یمن کې روان بشري بحران د نړۍ په سطحه ناوړه بلل شوی دی. د فرانسې خبري اژانس له‌مخې، د یونېسف اجرایه مدیرې کاترین رسل (Catherine Russell) ویلي، په زرګونو ماشومان مړه دي، په سلګونو زره یې د مخنیوي وړ ناروغیو یا هم لوږې له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. Читать дальше...

د بشري حقونو يوه ډله: ايران کې اعتراض کوونکي د اعدام له ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو یوې ډلې پرون یکشنبه وویل، په ایران کې ګڼ اعتراض کوونکي د اعدام له خطر سره مخامخ دي. دا اندېښنه وروسته له هغې وښودل شوه، چې په ایران کې اخندي رژیم تېره پنج شنبه د محسن شکاري په نوم یو تن د روانو اعتراضونو پر مهال د امنیتي ځواکونو پر یوه غړي د حملې په تور په تړاو په دار وځړاوه او په نړیواله سطحه پر دغه اعدام انتقادونه وشول. دغه مظاهرې درې میاشتې مخکې وروسته له هغې پیل شوې، چې یوې ۲۲ کلنې نجلۍ مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه. دغه کردي الاصله ایرانۍ په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه. Читать дальше...

نن په تهران کې د کډوالو پر ستونزو څلور اړخيزه غونډه جوړيږي

Pa.azadiradio.com 

تمه کېږي، چې د افغانستان، پاکستان، ایران او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ یا (UNHCR) د استازو ترمنځ غونډه نن په تهران کې پیل شي. له کابله دې غونډې ته د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لوی معین عبدالرحمن راشد ورغلی دی. په دې څلوراړخیزه غونډه کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو او د حل پر لارو چارو خبرې کېږي. د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له‌مخې په پاکستان او ایران کې د دېره افغان کډوالو شمېر تر ۶ ملیونو اوړي.

پاکستاني چارواکي: د طالبانو په ډزو د دغه هېواد ۶ پاکستاني وګړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان یو لوړپوړی چارواکی وايي، د دغه هېواد ۶ وګړي هغه وخت ووژل شول، چې د طالبانو سرحدي ځواکونو پرون یکشنبه پر چمن «بې دلیله او بېباباکانه» ډزې وکړې. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق تېره شپه په ځینو ټویټونو کې دغه راز ویلي، چې په دې پېښه کې ۱۷ نور کسان ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړې چې د طالبانو چارواکو ته خبر ورکړل شوی، چې د دغسې پېښو مخه ونیسي او د هغو کسانو په وړاندې اقدام وکړي، چې د دې پېښې مسوول دي. په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید ازادي راډیو ته ویلي، چې... Читать дальше...

اوکرايني چارواکو په 'ميليتوپول' ښار کې د ګڼ شمېر روسي پوځيانو د وژلو ادعا کړې

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې په جَنوبي ښار میلیتوپول کې یې ګڼ روسي پوځيان وژلي دي. دا ښار د روسي ځواکونو له‌خوا اشغال شوی دی. د میلیتوپول په ښار کې یو نیم لک کسان اوسیږي چې، وړمه شپه څو سیمې په توغندیو لګېدلي او د اور لمبې تر سهاره پورې روانې وې. په سیمه کې د روسي ځواکونو په شمول خلکو ته د درنې مرګ‌ژوبلې د رسېدو ادعا شوې ده. د میلیتوپول ښاروال ایوان فدوروف ادعا کړې چې د ښار په څنډه کې یو لوی کمپلکس هدف ګرځېدلی او لسګونه روسي عسکر په‌کې مړه او ټپيان شوي. د روسیې له‌خوا ګمارل شویو چارواکو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Алсу

Mash: на виллу певицы Алсу в Крыму за 800 миллионов рублей нашелся покупатель





Rss.plus
#123ru.net

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.




Михаил и София стали самыми популярными именами для детей в Москве

В челябинском горсаду откроется фестиваль песочной скульптуры

По стандартам реновации. Западном Дегунине построят пять жилых домов

«России будут противостоять тысячи единиц техники»: в польской прессе перечислили перспективный ударный состав армии страны




د کډوالو عالي کمېشنري: د هلمند او کندهار ۱۰۰ مېرمنې مو پر کار ګمارلي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، له هلمند او کندهار ولایتونو څخه یې ۱۰۰ مېرمنې د نغدو پیسو په بدل کې د ۱۶ ورځو لپاره په کار ګمارلي دي. دې ادارې پرون یکشنبه په خپل ټویټر اکاونټ کې ویلي چې، دغو مېرمنو په دې موده کې کڅوړې ګنډلې. د دې میاشتې په پیل کې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان وکړ چې د دایکندي ۱۷۰۰ اوسېدونکو ته د کار په بدل کې د نغدي مرستو پروګرام پلی شوی دی.

جاپان له افغانستان سره د ۱۰۶ ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جاپان سفیر اوکودا تاکاشي د افغانستان له خلکو سره د ۱۰۶ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ. نوموړي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره پرون په کابل کې لیدلي ویلي چې، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو لپاره ښې حکومتولۍ ته اړتیا ده. سفیر اکودا دا خبره پرون په خپل ټویټر کې کړې ده. په دې کتنه کې هغه د افغانستان د راتلونکي لپاره په ځانګړې توګه د نجونو د زده‌کړې او د رسنیو پر ازادۍ ټینګار وکړ. په دې کتنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له افغانستان سره د توکیو له مرستو مننه وکړه. Читать дальше...

د روغتيا سازمان: افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ويروس په ورکېدو دی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د ویروس د ورکېدو په څو قدمي کې دی. د روغتیا نړیوال سازمان پرون یکشنبه ټویټ کړی او لیکلي یې دي چې، واکسیناتوران دې هدف ته د رسېدو لپاره سختې هڅې کوي. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې سږ کال په ټول افغانستان کې د پولیو د واکسین ۸ کمپاینونه ترسره شوي، چې شپږ یې په ټولو ولایتونو کې او دوه یې په ځانګړو سیمو کې و. په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې چې یوه یې په کونړ او بله یې په پکتیکا کې ده.... Читать дальше...

سعودي عربستان: که ايران اټومي وسلې ترلاسه کړي عرب ګاونډيان به د خپل امنيت لپاره اقدام وکړي

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، که ایران اټومي وسله ترلاسه کړي، نو ټولې معاملې به ګډې وډې شي او د فارس خلیج په څنګ کې پراته عربي هېوادونه به د خپل امنیت د تامین لپاره ګامونه پورته کړي. شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود پرون په ابوظبۍ کې د نړیوال سیاست کانفرنس ته په خبرو کې وویل، په سیمه کې په ډېر خطرناک چاپېریال کې ژوند کوي او تمه دا ده چې د سیمې هېوادونه به خامخا د خپل امنیت د تامین لپاره لاس په کار شي. هغه په دې برخه کې نور وضاحت ور نه‌کړ، خو شونې ده چې د ایران له‌خوا د اټمي وسلو په جوړولو... Читать дальше...

د سپين بولدک چمن دروازې ته نږدې نښته کې دواړه غاړو ته ۷ کسان مړه او ۳۰ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

جګړه وروسته تر هغه پيل شوه چې طالبانو ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړوله او پاکستاني ځواکونو یې مخنیوی کاوه. د کندهار د والي ویاند حاجي زید ازادي راډیو ته د یوه پیغام په استولو ویلي چې، د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډزو په پایله کې طالبانو او ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. نوموړي ويلي: "د کندهار د سپین بولدک – چمن پر پوله باندې جګړه رامنځته شوې ده. تر اوسه پورې د بولدک طرف ته لس کسان پوځیان زخمیان دي یو شهید دی. دا راز درې کسان عوام زخمیان دي." هغه له مرګ‌ژوبلې پرته نور جزییات ورنه کړل. د پاکستان... Читать дальше...

د نوبل سولې جايزې د ناستې ګډونوال: طالبانو سره له خبرو پرته بله چاره نه‌شته

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اناکین هویتفیلت Anniken Huitfeldt وویل په خپله خبره ولاړه ده چې، طالبان به د هغوی د کړنو په اساس قضاوت کوي. مېرمن هوتلیفلت وویل طالبانو که څه هم خپلې ژمنې ماتې کړي او ناروې ترې سخته خواشینې ده خو د اړمنو افغانانو د لاس‌نیوي لپاره تعامل ته ورسره دوام ورکوي. نوموړې ويلي: "طالبان په خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی. د نجونو ښوونځي یې نه‌دي پرانیستي، د یوه استازي حکومت خواته نه‌دي ورغلي، بشري حقونو درناوی یې نه‌دی کړی لکه څنګه چې دا اوونۍ په عام محضر کې د اعدام یوه پېښه ولیدل شوه. Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Uriah Heep

Uriah Heep. Come Back To Me




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)


Ролан Гаррос

Соболенко победила на старте открытого чемпионата Франции по теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Українські новини

ОіБ - охорона і безпека: замовляй охорону в Харькові



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России