Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2022

Новости за 30.12.2022

د فراه ولایت کروندګر: د کوکنارو پر ځای مو غنم کرلي، خو وچکالۍ اندېښمن کړي یو

Pa.azadiradio.com 

هغه بزګران چې پخوا به يې د فراه ښار شاوخوا ځمکو کې کوکنار کرل، سږکال يې غنم کرلي او پر دې نوي فصل دوې اوونۍ تېرې شوي دي. د فراه ولایت يو بزګر عبدالستار چې په خپله ځمکه کې په کښت بوخت دی وايي، سږکال يې د طالبانو د حکومت په غوښتنه غنم کرلي دي، خو دی وېره لري چې سږکال به هم وچکالي وي او هغه حاصلات به ترلاسه نه کړي چې دی يې تمه لري. نوموړی وايي: "اوس مې پنځلس جريبه کښت کړی دی، که باران وشو، خو يو څه به لاس ته راشي، خو که باران و نه شو، په سولري اوبو د کښت خړوبول موږ ته تاوان کوي، ځکه سره هم ګرانه ده، یو من غنم موږ ته په زر افغانۍ تمامېږي. Читать дальше...

يو شمېر افغانې کورنۍ د نړيوالو سازمانونو له‌خوا مرستو بندېدو ته اندېښمنې دي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانې کورنۍ په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو له‌خوا د خوراکي او روغتیايي مرستو د احتمالي بندېدو په اړه اندېښمنې دي. زکيه چې له شپږو تر دولسو کلونو پورې پنځه ماشومان لري، وايي، له ناوړه اقتصادي وضعيت سره لاس او ګرېوان ده او د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره هیڅ عايد نه‌لري. دا مېرمن چې د افغانستان په یوه ولایت کې اوسیږي، ازادي راډيو ته یې وویل چې، د مرستندویه ټولنو مرستو ته سترګې په لار وه، خو په افغانستان کې د یو شمېر مرستندویه موسسو د فعالیتونو درېدل هغه مایوسه کړې ده. نوموړې وايي... Читать дальше...

ایران پرون پنجشنبه د ایټالیا سفیر احضار کړ

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په تهران کې د ایټالیا سفیر جوزپه پرونه يې د هغه څه په خاطر ورغوښتی چې دوی د ایران په کورنیو چارو کې د یو شمېر ایټالیوي چارواکو د " لاس‌وهونکو خبرو او اقداماتو " دوام بللی دی. له دې یوه ورځ وړاندې روم د ایران استازی په دې هېواد کې د وروستیو اعتراضونو پر وړاندې د ایران د حکومت د کړنو د سپیناوي لپاره ورغوښتی و. د ایټالیايي د بهرنیو چارو وزارت د ایراني معترضانو پر وړاندې د ایران حکومت کړنې د نه منلو وړ بللي او خپل اعتراض يې د ایران سفیر محمد رضا صبوري ته څرګند کړ.



سوريه کې د يو وسله‌وال بريد پر مهال ۱۰ کسان وژل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د سوريې حکومت وايي، وسله‌والو مخالفانو یې د دې هېواد په لوېدیځ کې د نفتو د صعنت د کار کونکو یو بس په توغندي ویشتی چې په‌کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي. د سوریې د پترولیم وزارت ویلي چې، توغندی د "التیم" د تېلو تاسیساتو کې لګېدلی دی. د برید مسولیت تر اوسه هیڅ ډلې په غاړه نه‌دی اخیستي خو د سوریې د بشري حقونو د څار برېتانیا مېشتي بنسټ ویلي، د اسلامي دولت یا داعش وسله‌واله ډله د دې برید تر شا لاس لري. له بلې خوا د سوريې په شمال کې د کوردانو په مشرۍ ځواکونه وايي، د داعش پر ضد وروستیو عملیاتو کې یې د دې ډلې ۵۲ وسله‌وال نیولي دي.

د حدودو تطبيق؛ طالبانو ۴۰ ورځو کې يو تن اعدام کړی او ۲۶۰ تنه يې په دُرو وهلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د روان میلادي کال په تېرو دوه میاشتو کې جدي قوانین عملي کړي چې په ترڅ کې یې یو تن اعدام کړی او سلګونه نور یې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د اعلامیو پر بنسټ په تېرو څلویښتو ورځو کې د پنځوسو ښځو په ګډون ۲۶۰ تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په دُرو وهل شوي دي. په دې اعلامیو کې ویل شوي دي تورن کسان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت د لومړنیو محکمو په حکم په دُرو وهل کېږي. ویل کېږی چې په دُرو وهل شوي کسان تر ډېره په اخلاقي فساد، غلا، مخدره موادو د قاچاق، له... Читать дальше...

د بې پولې خبريالانو سازمان: تېرو دوو لسيزو کې د نړۍ په کچه ۱۷۰۰ خبريالان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، په تېرو دوو لسیزو کې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۲۲ پورې څه باندې ۱۷۰۰ خبریالان په نړۍ کې وژل شوي دي. ددې سازمان راپور ښېي، په دې موده کې په اوسط ډول هر کال تر اتیاو زیات خبریالان وژل شوي دي. په تېرو ۲۰ کلونو کې عراق او سوریه کې د ۵۷۸ خبریالانو په وژل کېدو سره د بې پولې خبریالانو د راپور پر بنسټ دا هېوادونه د خبریالانو لپاره تر ټول خطرناک بلل شوي دي. له عراق او سوریې وروسته ډېر خبریالان په شپږو نورو هېوادونو له هغې ډلې په مکسیکو کې ۱۲۵، فلیپین کې ۱۰۷، په پاکستان کې ۹۳،... Читать дальше...

اصف شکوري د لوڼو د تعليم لپاره افغانستان پرېښود

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې یو شمېر افغانان پاکستان ته کډه شول. د کندهار يو اوسېدونکې محمد اصف شکوري په دې خاطر د پاکستان بلوچستان صوبې ته کډه شوی چې په خپلو لوڼو زدکړې وکړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير: د ناقانونه کډوالو د بښنې طرحه سبا بشپړيږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د غیرقانوني کډوالو لپاره د بښنې طرحه د ډسمبر په ۳۱مه نېټه، یعنې سبا ورځ پای ته رسېږي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله پرون ناوخته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په دې سره به هغه کسان چې پاکستان کې له حده زیات اوسيږي، جریمه کېږي او د هغو کسانو نومونه به په تور لېسټ کې شاملېږي چې له یوه کال زیات په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېدلي وي." خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا نه‌دي ویلي چې جریمه به څومره وي او تر خوا یې هغه کسان چې په تور لېسټ کې اچول کېږي، برخلیک به یې څه وي. Читать дальше...



پر اوکراين د روسيې تازه بريدونو کې ۳ کسان وژل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر ښارونو د روسیې د راکټي بریدونو د یوې نوې څپې په پایله کې، پرون (دسمبر ۲۹) لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او لوېدیځ ښار لوېف تقریباً له برښنا بې برخې شو. د اوکراین پوځ ویلي، چې د روسیې ډېر راکټونه یې شنډ کړي هم دي. د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ډینس موناستیرسکي ویلي، د دغو بریدونو په پایله کې درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. خو نوموړي د دغو کسانو د ټپي کېدو او وژل کېدو ځاى مشخص نه‌کړ. د اوکراین پر پلازمېنې کییف سربېره، د بریدونو دې نوې څپې د دغه هېواد دوهم لوی ښار خارکیف... Читать дальше...

د نړۍ ۱۸ پوهنتونونو د افغان نجونو لپاره سلګونه سکالرشيپونه اعلان کړي

Pa.azadiradio.com 

امریکا، قطر او د نړۍ شاوخوا ۱۸ بېلابېلو پوهنتونونو د افغان نجونو لپاره سلګونه سکالرشیپونه اعلان کړي دي. وروسته له هغه چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې دا بورسیې د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې اعلان شوې. که څه هم د نړۍ هېوادونو د افغان نجونو لپاره د بورسیو د هر ډول اسانتیا ژمنې کړي خو یو شمېر نجونې وايي اندېښمنې دي چې، که بورسیو ته کامیابې هم شي ښايي طالبان بهر ته د تګ اجازه ورنه کړي.

ريچارډ بېنيټ: د افغان مېرمنو حقونه تر پښو لاندې شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ ویلي د افغان مېرمنو حقونه سخت تر پښو لاندې شوي. ښاغلي بېنيټ په یوه ټوېټ کې بېګاه دا خبره کړې. هغه زیاته کړې چې افغان مېرمنې د نورو انسانانو په څېر د تعلیم او کار مساوي حق لري. ریچارډ بېنيټ ویلي د افغان مېرمنو تر څنګ دریږي او د حق غوښتنه یې کوي. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، د پوهنتونو دروازې یې هم د نجونو پر مخ وتړلې او تېره اوونۍ یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.

د مؤسسو خبرداری: که پر ښځينه کارکوونکو بنديز ليرې نه‌‌شي ۹۷‌سلنه افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ کېدونکي دي

Pa.azadiradio.com 

څلورو لویو غیر دولتي مؤسسو چې په افغانستان کې یې د طالبانو له‌خوا په نا دولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو د کار بندیز له پرېکړې وروسته، خپلې چارې ځنډولي، خبرداری ورکړی چې نوي کال کې شاو خوا ۹۷ سلنه افغانان له فقر او بې‌وزلۍ سره مخ کېدونکې دي. د ماشومانو د ساتنې مؤسسې"Save The Children"، د ناروې د مهاجرت شورا"NRC"، پاملرنې "Care" او ورلډ ویژن انټرنېشنل"World Vision International" پرون ویلي، وروستي ارقام ښیې چې نږدې ۲۸ میلیونه افغانان چې ۱۴ میلیونه یې ماشومان دي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د... Читать дальше...

پاکستان ته د درملنې لپاره تللي سلګونه افغانان اوس هم د دغه هېواد په زندانونو کې دي

Pa.azadiradio.com 

په سلګونو بې اسناده افغانان چې د پاکستان کراچۍ ښار ته د درملنې لپاره تللي، اوس هم د پاکستان په زندانونو کې دي. فواد زیارمل د فاریاب ولایت د میمنې ښار اوسېدونکی دی، چې مور او پلار یې د لړم میاشتې په پنځمه په کراچۍ کې د پاکستاني ځواکونو له‌خوا نیول شوي و. نوموړي ازادي راډيو ته وويل، چې پلار يې د سرطان ناروغي درلوده او له مور، ماما او مامي سره یې پاکستان ته تللى و، له څلوېښتو ورځو وروسته یې پلار په زندان کې مړ شوى او مور يې چې لا هم په زندان کې ده چې د مېړه له مړینې نه‌ده خبره. نوموړی وايي:... Читать дальше...

د تحصيل ځنډولو له پرېکړې وروسته يو شمېر هېوادونو د نجونو لپاره سکالرشيپونه اعلان کړي

Pa.azadiradio.com 

له هغې وروسته چې طالبانو د افغان نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې وتړلې یو شمېر هېوادونو د طالبانو دغې پرېکړې ته په غبرګون کې د نویو بورسیو د اعلان خبره وکړه. ۲۲ کلنه زینب چې د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې فارميسۍ برخې ته بریالۍ شوې وايي، په هغه هېواد کې چې مېرمنې او نجونې له محرم پرته د سفر اجازه نه‌لري نو نجونې به څنګه د زده کړو لپاره بهر ته سفر وکړي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، د زده کړو په لومړۍ ورځ له پوهنتونه منع شوې او دغې چارې یې راتلونکي لپاره ټولې هیلې مړې کړي. اغلې زينب وايي... Читать дальше...

د فوټبال د نړۍ وتلی برازیلی لوبغاړی پېلې ومړ

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د نړۍ برازیلی وتلی ستوری اډسن ارانتیس دی نسیمینټو د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۹ د ۸۲ کلونو په عمر ومړ. د فوټبال دغه افسانوي لوبغاړی، چې په تېره پېړۍ کې یې درې نړیوال جامونه ګټلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د کولمو د سرطان تر درملنې لاندې و. د پېلې لور، کیلي نسیمینټو په خپله انسټاګرام پاڼه کې د خپل پلار مړینه اعلان کړه او لیکلي یې دي: "موږ له تاسو سره ډېره مینه لرو. ارام اوسئ." پیلې چې د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام له پیل سره سم په روغتون کې بستر شوی و، خپلو عزیزانو ته یې په یوه پیغام کې ویلي: "زما... Читать дальше...

فليپين کې د طبيعي پېښو له امله د مړو شمېر ۳۹ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په فلپین کې پرون څلور نور کسان هم د دغه هېواد په جنوب کې د ځمکې ښوېدو په پېښه کې مړه شول، چې ورسره د وروستیو طبیعي افتونو له کبله د مړو شمېر ۳۹ ته ورسېد. چارواکي وايي ژغورونکي تر ۲۰ زیاتو نورو هغو کسانو پسې پلټنه کوي د دې اوونۍ په پیل کې د سېلابونو او ځمکې ښوېدو تر پېښې وروسته ورک دي. د فلپین د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، څلور کسان په مینداناو (Mindanao) ټاپو کې موندل شوي، چې دوه په‌کې تنکي ځوانان دي. په فلپین کې چې ۱۱۰ ملیونه وګړي لري، د دې اوونۍ په پیل کې داسې مهال چې خلک... Читать дальше...

د يو ميزايل له لګېدو وروسته بېلاروس د اوکراين سفير احضار کړ

Pa.azadiradio.com 

بېلاروس پرون د اوکراین سفیر احضار کړ او خپل اعتراض یې ورته وړاندې کړ. دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې د اوکراین د هوايي دفاع یو میزایل د بېلاروس د لوېدیځ برست ښار ته نږدې ولګېد. د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت ویلي: د اوکراین له خاورې د الوتکو ضد S-300 ډوله رهبري شوي میزایل د توغولو په تړاو سخت اعتراض وشو. مینسک له کییف غوښتنه کړې چې د دې پېښې په اړه بشپړې څېړنې او له عاملانو سره حساب کتاب وکړي. په بېلاروس کې د میزایل د لګېدو په پېښه کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی او اوکراین هم کوم نظر نه‌دی ورکړی. Читать дальше...

د تومان ارزښت له لوېدو وروسته د ايران حکومت د مرکزي بانک رئيس بدل کړ

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت پرون د مرکزي بانک رئیس په داسې حال کې بدل کړ، چې د دغه هېواد پولي واحد تومان د بهرنیو اسعارو په وړاندې ډېر ولوېد. په ایران کې دغه اقتصادي بحران وروسته له هغې زیات شو، چې له لوېدیځ سره پر اټومي موضوع مذاکرو لږ پرمختګ وکړ او بله دا چې په دغه هېواد کې له څو میاشتو راهیسې اعتراضونه روان دي. د ایران دولتي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د کابینې تر غونډې وروسته حکومت محمد رضا فرزین د مرکزي بانک د نوي مشر په توګه وټاکل شو. په راپور کې ویل شوي، چې د مرکزي بانک د مخکيني مشر، علي صالح ابادي استعفی د ښاغلي فرزین تر ټاکل کېدو مخکې منل شوې وه. Читать дальше...

يونېسف: د روان کال د پوليو ضد وروستی کمپاين پرون پای ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق وايي، د روان میلادي کال د پولیو ضد وروستی کمپاین پرون پای ورسېده. په افغانستان کې د یونېسف د رسنیو د برخې مسوول، کمال شاه پرون ازادۍ راډیو ته وویل، هدف نږدې ۷ ملیون ماشومانو ته ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکول وو. نوموړی وايي: "دا کمپاین یوه اوونۍ مخکې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې عملي شوی و، چې په ۴ نورو ولایتونو ختیځو ولایتونو کې هم عملي شو او پرون پای ته ورسېد." سږ میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو دوې مثبتې پېښې، خو په پاکستان کې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Долина, Бутман и его оркестр представили Россию на Akra Jazz Festival в Турции





Rss.plus
Желдорреммаш

ЧЭРЗ запланировал оздоровительную кампанию для сотрудников и их детей




Молодёжный театральный форум стран СНГ открылся в Казахстане

Свыше 650 человек проверили здоровье в парках Подмосковья в выходные

Кафе и рестораны в ЦАО украсили цветами

Воробьев: обновление и ремонт автобусов в Подмосковье имеют важное значение




د واورې ورېدو له امله د سالنګ لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي، د سالنګ لویه لار د درنې واورې ورېدو له کبله د ټېلري موټرو پرمخ له پرون راهیسې تړل شوې ده. دغې ادارې ویلي، هغه موټر چې زنځیر یا «چین» ولري، کولی شي پر دې لویه لار تګ راتګ وکړي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې ورېدلو راپورونه ورکړل شوي دي. په غور ولایت کې د درنې واورې له کبله د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو ترمنځ لارې د چهارشنبې له ناوخته تړل شوي او مسافرو پرون هم د لویې لارې په دواړو غاړو کې د لارې پرانیستل کېدو ته انتظار وو.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسؤل طالبانو سره خبرو لپاره افغانستان ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو له خوا د بندیز تر لګېدو وروسته ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسؤل، مارټین ګریفیټس له طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف پرون ناوخته په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، چې دغه سفر راتلونکو اوونیو ته پلان شوی دی. نوموړي وويل: "د طالبانو دې پرېکړې چې په داخلي او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو کار منع کوي، له وړاندې اغېزې کړې دي، ځکه له دې بندیز سره باید مشخص فعالیتونه ودرول شي. Читать дальше...

د اسلامي همکاريو سازمان: د نجونو د تحصيل ځنډولو په وړاندې دې د اسلامي نړۍ عالمان منسجم شي

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه د اسلامي فقې له نړیوالې اتحادیې غوښتنه وکړه، چې د یوه نړیوال کمپاین له لارې د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پر تحصیل او تعلیم د بندیز د پرېکړې پر خلاف، د مسلمانو عالمانو او دیني بنسټونو غوښتنې راټولې او د اسلام واقعي سپارښتنې بیان کړي، چې ښځې زده‌کړو ته هڅوي. هغه پرون پنجشنبه د دې اتحادیې یوې غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې وویل، چې د طالبانو تازه پرېکړه له اسلامي شریعت سره اړخ نه لګوي. د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې له‌مخې، ابراهیم طه په دوام... Читать дальше...

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان په زندانونو کې د افغان بنديانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د پاکستان د سند ایالت بیا په ځانګړي ډول د کراچۍ په زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت ناوړه وباله. د UNHCR د پاکستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دغه اداره په سند ایالت په ځانګړي ډول کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او توقیف د تصویرونو د کتلو له کبله سخته اندېښمنه شوې ده. دغې ادارې زیاته کړې، ماشومان او کورنۍ بې له دې چې موقف یا وضعیت یې په پام کې ونیول شي، باید د زندان د تمبو شا ته نه وي پراته. په کراچۍ کې د افغان کډوالو د حقونو مدافع... Читать дальше...

واشنګټن ایګزامینر: طالبانو د افغان ښځو پر وړاندې خپله ويجاړوونکې جګړه توده کړه

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن ایګزامینر خپرونه: واشنګټن ایګزامینر خپرونې لیکلي، تېره اوونۍ طالبانو د افغان ښځو پر وړاندې خپله ویجاړوونکې جګړه توده کړه. په مقاله کې راغلي، طالبانو پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ بندیز ولګاوه، په غیر دولتي ادارو کې يې ښځې له کاره منع کړې او د نجونو زده‌کړې يې له مخکې لا تر شپږم ټولګي پورې محدودې کړې وې. مقالې یادونه کړې چې دې محدودیت په ټولو افغانانو کې یوه نوې لېوالتیا رامنځته کړه چې د طالبانو د دغو پرېکړو پر وړاندي اعتراض وکړي. د مقالې د لیکوالې په باور طالبانو دغو غبرګونونو ته ځواب ووايه. Читать дальше...



Москва

Артисты – они все особенные!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин рассказал о новых трамвайных линиях в Москве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Ивлеева

Хозяйка «голой» вечеринки Анастасия Ивлеева открывает в Москве азиатский ресторан




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Анастасия Потапова

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России