د موسيقۍ نړيوالې شورا د طالبانو لهخوا پر موسيقۍ بنديز کلتور وژنه بللې
د موسیقۍ نړیوالې شورا په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر موسیقۍ بندیز غندلی او دا یې د کلتور او موسیقۍ نسل وژنه بللې ده. افغان پېژندل شوې سندر غاړې زرڅانګه چې په پېښور کې اوسیږي، وایي د طالبانو له راتګ وروسته یې افغانستان ته د پروګرامونو لپاره سندرو ویلو ته څوک نه ورغواړي. هغه چې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده ازادي راډیو ته یې وویل، د همدې سندرو ویلو له لارې یې د کورنۍ نفقه برابروله خو اوس یې ورځ تر بلې اقتصادي حالت خرابیږي. نوموړې چې دم ګړۍ په پېښور کې تر خېمې لاندې د پردېسۍ شپې ورځې تېروي وايي... Читать дальше...