Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2022

Новости за 17.12.2022

طالبانو په تخار کې د یو خبریال د شکنجې خبرونه رد کړل

Pa.azadiradio.com 

طالبانو هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې د دوی له‌خوا په تخار کې يو خبريال شکنجه شوی دی. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د ذبیح‌الله په نوم یوتن چې د ده په وینا په کور کې یې ناقانونه وسلې او پوځي تجهیزات ساتلي وو، د دوو ورځو لپاره بیولی و. خو ښاغلی کریمي وايي د هغه نیول کېدل د نوموړي له رسنیز فعالیت سره تړاو نه لاره. له دې مخکې د افغان ژورنالېستان مرکز ویلي و، چې د طالبانو استخباراتو د تخارستان راډیو سرپرست مشر ذبیح‌الله نوري... Читать дальше...

کابل کې پر يوه هوټل بريد؛ ايا افغانستان کې د چينايانو پانګونه له خطر سره مخ ده؟

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې د خراسان څانګې تېره اوونۍ د ډسمبر په دولسمه د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر یوه هوټل خونړی برید وکړ. د طالبانو د حکومت چارواکو وویل چې، درې وسله‌والو دغه برید کړی و چې درې واړه ووژل شول او دوه چینایي وګړي برسېرن ټپیان شوي دي. خو پیکنګ په دې برید کې د ټپي شویو چینایانو شمېر زیات وښود او ویې ویل چې، لږ تر لږه د دې هوټل پنځه مېلمانه ټپیان شوي دي. د چینایي سوداګرو د یوه مشر له قوله، د لونګان په نوم د چینایانو په دې هوټل کې د حملې په مهال له دېرشو زیات چینایي اتباع اوسېدل. Читать дальше...

په اراموونکو درملو اخته کېدو د یو ډاکتر ژوند خراب کړی

Pa.azadiradio.com 

تر درملنې لاندې یو معتاد چې اوس‌مهال په کابل کې په ابن سینا روغتون کې بستر دی په اراموونکو او خوب راوړونکو درملو اخته شوی و. ده چې دوه کاله مخکې واده کړی او یو ماشوم لري وايي، اعتیاد یې د ده او د کورنۍ ژوند یې "خراب" کړی دی.



انتونیو ګوترش: افغانستان بايد د نړيوالو نورمونو سره سم خپلې ژمنې عملي کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د افغانستان د وضعیت او په دې هېواد کې د یوناما د ماموریت د پلي کېدو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې او د دې سازمان امنیت شورا ته درې مياشتنی راپور وړاندې کړی دی. په دې راپور کې د افغانستان په روان سیاسي، بشري او د بشري حقونو د هڅو په برخه کې د یوناما د فعالیتونو جاج اخیستل شوی دی. په دې راپور کې د طالبانو د سرپرست حکومت په اړه ویل شوي چې، په دې موده کې یې د وزیرانو په سطحه خلک رد او بدل کړي او د ادارو د تشکیلاتو او د نویو ادارو رامنځته کولو ته یې... Читать дальше...

ګوتېريش: طالبان بايد له نړيوالو معيارونو سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو سرمنشي وايي، افغانستان باید له نړیوالو معیارونو او نورمونو سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي. انتونیو ګوتېريش د افغانستان د وضعیت او نړیوالې سولې او امنیت ته د هغه د پېچلتیاو په اړه په یوه راپور کې چې پرون د ډسمبر ۱۶مه خپور شو دا خبره کړې. نوموړي د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته د کتنې په برخه کې ویلي چې، افغانستان باید د تبعیض، بې‌عدالتۍ، نابرابرۍ او له جزا د معافیت په برخو کې خپلې ژمنې عملي کړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې نجونو ته په ټولو سطحو کې د تعلیم اجازه ورکړي... Читать дальше...

​​​​​​​د بښنې نړيوال سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د هغه افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته تللي او په بد وضیعت کې دي. په پېښور کې مخکينی افغان قونسل عبدالحمید جلیلي وايي چې، یوازې د کراچۍ په زندان کې ۱۷۸۰ افغانان زنداني دي، چې تر ټولو کم عمره زنداني یې یو درې مياشتنی افغان ماشوم دی. ښاغلي جلیلي د شنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې په دې زندانیانو کې چې ښځنیه او نارینه هم په‌کې شته، ځینې د ډېر عمر لرونکي کسان یې ان سختۍ ناروغۍ هم لري. په ورته وخت کې، په افغانستان... Читать дальше...

پوتين د روسيې له پوځي قوماندانانو سره د اوکراين پر جګړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ولادمیر پوتین د روسیې له پوځي قوماندانانو سره کتلي او د اوکراین د جګړې پر روان وضعیت یې خبرې ورسره کړي. کریملین نن د دې لیدنې خبر ورکړ. کريملين په یوه بیان کې یې وویل چې، ښاغلي پوتین، دفاع وزیر سیرګي شویګو، د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز والیري ګیراسیموف او په اوکراین کې د روسيې د پوځي عملیاتو قوماندان جنرال سیرګي سورو ویکین پرون ټوله ورځ د جنرالانو راپورونه اورېدل. په همدې ورځ روسي ځواکونو د اوکراین پر ملکي تاسیساتو، په خاص ډول د انرژۍ پر مرکزونو لسګونه میزایلونه وتوغول.



د پيسو نړيوال صندوق مصر ته درې ميليارده ډالره پور ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د پیسو نړیوال صندوق IMF د مصر د ملاتړ لپاره دې هېواد ته د څلورو کلونو په مخه درې میلیار ډالرو پور تایید کړ. دا موافقه پرون ناوخته وروسته له هغه اعلان شوه چې د مصر مرکزي بانک د بانکي سود د دوه سلنه لوړولو په ګډون د یو لړ مهمو اصلاحاتو خبر ورکړ. د مصر اقتصاد د کووید ۱۹ د وبا له خپرېدو وروسته سخت زیانمن شو او په دې هېواد کې د لومړنیو اړتیاوو بیې لوړې شوې دي. مصر د نړۍ د غنمو لومړی لوی واردوونکی هېواد دی چې تر ډېره له روسیې د غنمو پر وارداتو اتکا لري. IMF ویلي دي چې تمه ده دا پور به د نورو اړخونو... Читать дальше...

خوست کې د ښوونځي فارغان: ځوانان دې زده‌کړو ته پاملرنه ډېره کړي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د خصوصي ښوونځیو فارغان وايي، په هېواد کې وروستيو سیاسي بدلونونو او اقتصادي ستونزو د دوی پر ژوند اغېز کړی، خو دوی نه‌دي زړه توري شوي او د یو ښه راتلونکي په امید يې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی دی. دوی له نورو ځوانانو هم غواړي، چې له ناهیلیو تېر شي او د خپلو خلکو د خدمت او د هېواد د ابادۍ لپاره دې ځانونه پر زده‌کړو سمبال کړي. په خوست کې دا مهال د حکومتي ښوونځیو په خوا کې ۱۲۹ خصوصي ښوونځي هم فعالیت لري، چې د ۱۵۳۰ تنو نجونو په ګډون نږدې ۳۲ زره زده کوونکي په کې پر زده‌کړو بوخت دي. ضیاء... Читать дальше...

د افغانستان په سوېل ختيځو سيمو کې تېره شپه زلزله شوې

Pa.azadiradio.com 

د ریښتر په مقیاس ۴،۳ درجې زلزلې تېره شپه د افغانستان د جنوب ختیځ سیمې ولړزولې. د پاکستان د میتیورولوژۍ ادارې ویلي چې، د دې زلزلې ټکانونه د پلازمېنې کابل په یو شمېر سیمو کې احساس شوي دي. ویل شوې چې د دې زلزلې مرکز د ځمکې په ۱۲۰ کیلومتره ژور تل کې و. د دې زلزلې د تلفاتو په اړه تر اوسه جزییات نه‌شته. افغانستان د زلزلو په سیمه کې پروت هېواد دی، په تېره جون میاشت کې په پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې ۵،۹ درجې زلزلې له زرو زیات کسان ووژل او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

ملګرو ملتونو دغه سازمان کې طالب استازي ته د څوکۍ ورکولو پرېکړه وځنډوله

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو سازمان د جمعې په ورځ ناوخته یو ځل بیا په دې سازمان کې د افغانستان د استازولۍ چوکۍ طالبانو ته و نه سپارله. د افغانستان ترڅنګ، میانمار او د لیبیا په ختیځ کې د یوه مخالف حکومت له‌خوا د ور استول شویو استازو د منلو غوښتنې هم و نه منل شوې. واشنګټن پوسټ په ملګرو ملتونو کې د ګیانا د استازې او د اعتبار د کمېټې مشرې کارولین روډریګز برګیټ له قوله لیکي: "دې کمېټې پرېکړه کړې چې د افغانستان، میانمار او لیبا د استازو اړوند د باورلیکونو په اړه خپله پرېکړه وځنډوي." راپور زیاتوي،د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

د اوکراين پر ملکي تاسيساتو د روسيې بريدونه؛ د برښنا د پرې کېدو خبرداری ورکول شوی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د اوکراین د برښنا شبکو د ترمیم چارواکي هڅه کوي چې د روسیې په وروستیو بریدونو کې ویجاړې شوې شبکې ژر بېرته ترمیم کړي، کییف خبرداری ورکړی چې د اوکراین ډېرې برخې به تیاره او له برښنا بې برخې وي. د اوکراین د انرژۍ دولتي شرکت یوکرینیرګه Ukrenergo پرون جمعه په یوه بیان کې دغه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې، د اوکراین په شمال، جنوب او مرکزي برخو کې د انرژۍ تاسیساتو ته ډېر زیانونه رسېدلي او ترمیم به یو څه زیات وخت ونیسي. په بیان کې ویل شوي چې دا شرکت د ترمیم لومړیتوب مهمو حیاتي تاسیساتو... Читать дальше...

ملګرو ملتونو کې يو ځل بيا طالب استازي ته د افغانستان څوکۍ ور نه‌کړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې د جمعې په ورځ طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د ورسپارلو پرېکړه د دوهم ځل لپاره وځنډول شوه. د ملګرو ملتو یو سل او درې نوي غړیو د دې سازمان د اعتبار د کمېټې پرېکړه له رایي ورکولو پرته تصویب کړه. په دې نهه کسیزه کمېټه کې روسیه، چین او د امریکا متحد ایالتونه شامل دي. د پرونۍ پرېکړې له‌مخې به په ملګرو ملتو کې د افغانستان د تېر نظام استازی نصیر احمد فایق په خپل ځای پاتې شي.

د بښنې نړيوال سازمان پاکستان ته د کډوال شويو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د بښني د نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامار په کابل کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د هغو افغانانو وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې ده چې پاکستان ته کډوال شوې دي. مېرمن کالامار په یوه پرانیستي لیک کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته ویلي دي، افغانان که په پاکستان کې ویزه لري که یې نه‌لري د تبعیض او د بیان د ازادۍ د محدویت په ګډون له جدي ننګونو سره مخامخ دي. مېرمن کالامار په دې لیک کې د افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده. د بښنې نړيوال سازمان دا اندېښنه داسې مهال ښېي چې افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت له‌خوا د سخت چلند راپورونه ورکول کېږي.

امريکا د خپلو هوايي ډګرونو له لارې سږ کال تر شپږ زره د ډېرو وسلو د قاچاق مخنيوي خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو چارواکي وایي، سږ کال یې د خپلو هوایي ډګرونو له لارې تر شپږ زره د ډېرو وسلو د قاچاق مخه نیولې ده. د جرمني د (دی پي اې) اژانس د راپور له‌مخې چې پرون خپور شو د دې وسلو تر اته اتیا فیصده زیاتو مرمۍ هم لرلې چې سورلیو په بکسونو کې د الوتکو له لارې لېږدولې. د راپور له‌مخې پروسږ کال د متحد ایالتونو په هوایي ډګرو نو کې تر شپږ زره لږې وسلې مصادره شوې وې.

امنيت شورا پر طالبانو د لګېدلو بنديزونو د څارونکې ډلې کاري موده وغځوله

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د لګېدلو بندیزونو پر بنسټ، طالبان یو ځل بیا د افغانستان د سولې، امنیت و ثبات لپاره ګواښ بللي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا خبره په هغه اعلامیه کې کړې چې پرون ناوخته یې په طالبانو د لګېدلو بندیزونو د څارنې لپاره د ګومارل شوي ټیم د کاري مودي د تمدید په اړه خپره کړې ده. دې اعلامیه کې زیاته شوې: "دوی پرېکړه کړې چې طالبانو سره د تړلو اشخاصو، ادارو، ډلو، شرکتونو او نورو... پر وړاندې د بندیزونو د څارنې ټیم ماموریت د ۱۲ میاشتو لپاره غځوي." د دې ډلې کاري ماموریت... Читать дальше...

په افغانستان کې یو شمېر مېرمنې د ښځینه حمامونو د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي

Pa.azadiradio.com 

دوی وايي، چې په کورونو کې د منظمې برښنا او پوره اسانتیاوو د نشتوالي له امله، نه‌شي کولای چې خپل او د خپلو ماشومانو پاکوالي ته پاملرنه وکړي. د افغانستان د لوېدیځ هرات ولایت یوه اوسېدونکې وايي، خور یې په تشناب کې د ګاز نیولو له اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. نوموړې وايي: "څو میاشتې کېږي چې طالبانو ښځینه حمامونه تړلي، هوا سړه ده او په عمومي توګه برښنا شتون نه‌لري." هغې وويل چې په دې سړه هوا کې دوى د تشناب ګرمولو لپاره نور امکانات نه‌لري. د هرات دغه اوسېدونکې چې نه‌غواړي د امنیتي... Читать дальше...

نن د فوټبال په نړیوال جام کې د درېیم مقام ګټلو په خاطر سيالي ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د قطر په خلیفه لوبغالي کې د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې مراکش او کروېشیا سره سيالي وکړي. مراکش په نیمه پایلوبه کې له فرانسې او کروېشیا بیا له ارجنټاین خپلې لوبې وبایللې. د نننۍ لوبې ګټونکې لوبډله به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام ترلاسه کړي. تر نننۍ لوبې وروسته به دواړه لوبډلې له دې نړیوال جام سره خدای پاماني وکړي. ټاکل شوې ده چې سبا(یکشنبه) به پایلوبه د ارجنټاین او فرانسې ترمنځ ترسره شي.


Музыкальные новости
Кажетта Ахметжанова

Кажетта Ахметжанова рассказала о пользе кристаллов в обычной жизни





Rss.plus
Bungie

Bungie wins a little walkin' around money in first of its kind jury trial against Destiny 2 cheat maker, but the victory will likely make it even easier for game companies to keep taking cheaters to court




Кинологи псковского управления ФСИН успешно выступили на чемпионате в Московской области 

Выставка работ юных художников откроется в Мытищах 30 мая

Президент Путин вернулся в Москву и встретился в Кремле с главой Ингушетии

На летнюю подработку в Подмосковье устроились более двух тысяч подростков




ايران کې د حکومت ضد لاريونونو څلورمه مياشت پيل شوه

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د حکومت پر ضد د خلکو د اعتراضونو څلورمه میاشت پیل شوه. پرون د ډسمبر په شپاړسمه د دې اعتراضونو د درېیو میاشتو له بشپړېدو سره سم د ایران د سیستان- بلوچستان ایالت سلګونه خلک لارو واټونو ته راووتل او مړ دې وي ډیکتاتور شعارونه یې ورکړل. په دې ایالت کې ډېری معترضان سنیان دي چې وايي، د ایران مشرتابه له دوی سره تبعیضي چلند کوي. په ایران کې د خلکو پراخ اعتراضونه د سپتمبر په شپاړسمه هغه مهال پیل شول چې چارواکو ۲۲ کلنه پېغله مهسا امیني د پوره حجاب د نه مراعتولو په پلمه ونیوله او هغې وروسته په توقیف کې سا ورکړه. Читать дальше...

فوزيې کوفي د اسپانيا د وکيلانو شورا له‌خوا جايزه ترلاسه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د لیرې کړل شوي دولت د سولې د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي د اسپانیا د وکیلانو د شورا له خوا د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وايي، نړۍ د افغان ښځو اواز باید د جایزو په ورکولو سره غلی نه کړي. مېرمن کوفي بیګا ازادي راډیو ته وویل چې دا جایزه د افغان ښځو لپاره ده، ځکه د دې په وینا افغانانې په ډېرو سختو شرایطو کې مبارزه کوي. نوموړې وويل: "زه دا جایزه د هغو ښځو په استازیتوب چې نن په یو سرخلاصي زندان کې اوسي او د هغوی لپاره ترلاسه کوم، د هغو لپاره چې په میاشتو میاشتو یې د خپل حق لپاره مبارزه... Читать дальше...

يونان کې څلور ترکي وګړي د انسانانو د قاچاق په تور نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

په یونان کې څلور ترکي وګړي وروسته له هغه د انسانانو د قاچاق په تور ونیول شول چې د افغانانو په ګډون د نژدې سلو کډوالو یوه کشتۍ پلازمېنې آتن ته د یوه نژدې ټاپو په سواحلو کې وموندل شوه. اسوشیتید پریس خبري آژانس پرون د یونان د ساحلي ګارډ په حواله راپور ورکړ چې، د مسافرو په ډله کې ۲۲ مېرمنې او ۳۹ ماشومان هم شامل دي. په دې ډله کې چې د راپور له‌مخې وروسته بیا چارواکو د یونان اصلي خاورې ته ولېږدول پر افغانانو سربېره د مصر، سوریې، سومالیا، اسراییل او عراق وګړي هم وو. راپور زیاتوي چې یاده کشتۍ له ترکیې څخه ایټالیا ته روانه وه. Читать дальше...

طالبانو د تخارستان راډيو سرپرست مشر ذبيح‌الله نوري نيولی او شکنجه کړی دی

Pa.azadiradio.com 

د افغان ژورنالېستانو مرکز وايي، د طالبانو د حکومت استخباراتو د تخارستان راډیو سرپرست مشر ذبیح‌الله نوري نیولی او شکنجه کړی دی. دا مرکز د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکوي چې د طالبانو د استخباراتو غړو د لیندۍ په ۱۸مه د تالقان ښار په لومړۍ ناحیه کې د نوري کور ته ورغلي، پلټنې یې کړي، د هغه د کورنۍ ځینې غړي یې وهلي ټکولي، نوموړی او د هغه ورور یې له ځانه سره بیولي، خو دوه شپې وروسته یې د مشرانو په منځګړتوب را خوشې کړي دي. د افغان خبریالانو دې مدافع ټولنې پرون پر ټویټر په یوه بیان کې دا اقدام غندلی او... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو د څېړونکو يوه ډوله: طالبان دې په عام محضر کې اعدام او په دُرو وهل بند کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د څارونکو او څېړونکو یوې ډلې ویلي دي چې، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د اعدامونو او په عام محضر کې د دُرو وهلو د بیا پیل له کبله سخت بوږنېدلي دي. دوی پر طالبانو غږ کړی چې دا اقدامات دې سمدستي بند کړي. دې کارپوهانو په یو بیان کې چې پرون (د ډسمبر ۱۶مه) خپور شو ویلي دي چې، دا ډول سزاګانې د شکنجې، بې‌رحمۍ او له خلکو سره له سپکاوي ډک چلند د مخنیوي په برخه کې له نړیوالو معیارونو څخه سرغړونه ده. د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ... Читать дальше...

د سپين بولدک - چمن د نښتې کشاله؛ پاکستان د طالبانو د حکومت استازی احضار کړی

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سپین بولدک چمن پر دروازه د تېرې اوونۍ جګړې پای ته رسېدلي دی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د خپل حکومت احتجاج یې ورسپارلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې، افغان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو او د توغندیو د وروستۍ بې دلیله حملې له کبله چې انساني او مالي زیانونه یې واړول، د پاکستان سخته غندنه یې هغه ته وسپارله. د سپین بولدک چمن په دروازه کې د یکشنبې... Читать дальше...



Москва

Сотрудники Росгвардии задержали устроившего стрельбу с балкона мужчину в Подмосковье 


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В июне в Москве пройдет цикл мероприятий для собак и их владельцев



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ольга Бузова

«Можно даже не уметь играть в футбол»: Ольга Бузова публично высмеяла и унизила бывшего мужа Дмитрия Тарасова




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»


Уимблдон

Надаль пропустит Уимблдон из-за желания сыграть на Олимпиаде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Столтенберг решил не встречаться с Зеленским в Брюсселе



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России