Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2022

Новости за 23.12.2022

د ۲۰۲۳ کال هند غوره لیګ سیاليو لپاره د لوبغاړو بولي بشپړه شوه

Pa.azadiradio.com 

نن جمعه د هندوستان غوره لیګ یا ای پي ایل د بولۍ مراسم ترسره شول چې سام کرن په کې په لوړه بیه د پنجاب کينګز لوبډلې له لوري واخیستل شو. کرن په اتلس سوه پنځوس لکه هندي کلدارو وپلورل شو چې دا د هند غوره لیګ په تاریخ کې د یوه لوبغاړي لپاره د لوړې بیې ریکارډ دی. همدارنګه د اسټرالیا کېمرن ګرین په اولس سوه پنځوس، بین سټوکس په شپاړلس سوه پينځه ویشت او هیري بروک بیا په دیارلس سوه او پینځه ویشت کروړه هندي کلدارو وپلورل شول. په دې بولۍ کې څلور افغان لوبغاړي محمدنبي، اظهارالحق نوید، مجیب الرحمن او نوین... Читать дальше...

طالبانو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین وايي، طالبانو هڅه کړې چې افغان مېرمنې او نجونې په تیاره راتلونکې محکومې کړي. هغه تېره ورځ په واشنګټن کې یوه خبري کنفرانس کې وویل چې طالبان باید له زده کړو د ښځو او نجونو د محرومولو پرېکړه بدله کړي کنه نو د دوی دا پرېکړه به "بیه" ولري.

په اسلام اباد کې خونړی برید

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، پولیسو یوه موټر ته د تلاشۍ لپاره د درېدو لارښوونه وکړه خو ونه درېد او موټر کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.



ځینې ښځینه زده کوونکي د ښوونیزو مرکزونو له تړل کېدو شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ښځینه زده کوونکي د طالبانو له لوري د ښوونیزو مرکزونو د دروازو له تړل کېدو شکایت کوي. یوه ۱۶ کلنه نجلۍ چې د نورو نجونو په څېر له ښوونځي پاتې وايي، هغه مهال چې طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې وتړلې دا په لسم ټولګي کې وه. هغې وویل، کورنۍ يې سره له دې چې اقتصادي ستونزې درلودې، خو دا یې د زده کړو بېلابېلو کورسونو ته واستوله چې درسونو ته دوام ورکړي، خو دا فرصت هم ترې طالبانو واخيست. دا نجلۍ چې نه غواړي د موضوع حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل... Читать дальше...

په اماراتو کې یو سوداګر ۱۰۰ افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر نجونو د لوړو زده کړو له بندیز وروسته د متحده عربي اماراتو یوه لوی سوداګر خلف الحبتور ژمنه کړې چې له ۱۰۰ نجونو سره به مرسته وکړي چې دوبۍ ته ورشي او خپلې زده کړې بشپړې کړي. له ابوظبي خپرېدونکې انګریزې ژبې نېشنل ورځپاڼې د راپور له مخې خلف الحبتور چې د الحبتور ګروپ مشر هم دی، ویلي، چمتو دی چې له چارواکو سره د افغان محصلانو د ملاتړ لپاره له هر ډول سیاسي دریځ پرته کار وکړي. هغه ویلي چې په پوهنتونونو کې له زده کړو د محصلو نجونو بې برخې کول د افسوس او مایوسۍ وړ ده. Читать дальше...

ډبلیو ایچ او: ۵.۳۶ میلیون افغان ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شوی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۵.۳۶ میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې له ۹ میاشتو تر ۵ کلونو پورې دي، د سرخکان یا شري پر وړاندې واکسین شوي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغه شمېر له ۹ مياشتو تر پنځو کلونو پورې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسين په اړه چې د نومبر له ۲۶ مې د ډېسمبر تر ۱۲ مې نېټې پورې ترسره شوی و، ترلاسه کړ. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په دغه راپور کې د روان کال د نومبر تر میاشتې پورې په افغانستان کې د شري ۵۴۸۴ پېښې ثبت کړې او د دغه ناروغۍ له امله شاوخوا ۳۰۰ مړینې هم ثبت شوې دي. Читать дальше...

د استازیو جرګه د امریکايي پوځ ملاتړ لپاره پر وړاندیز شوې بودیجه رایه اچونه کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګرس د استازیو جرګه به نن د یو ټریلیون او ۶۶۰ میلیارد ډالرو بودیجې پر هغې لایحې رایې واخلي چې په کې د متحده ایالاتو د پوځ پراخ مالي ملاتړ شوی دی. په دغه وړاندیز شوې بودیجه کې له اوکراین سره پر بېړنیو مرستو سربېره د امریکا ټولو فدرالي ادارو ته اجازه ورکوي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې یعنې د امریکا د مالي کال تر پایه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. د وړاندیز شوې بودیجې دغه لایحه د امریکا سنا جرګې چې ډیموکراټان پرې کنټرول لري، پرون تصویب کړې وه. دغه لایحه مخکې له دې چې قانوني بڼه خپله کړي، ولسمشر جوبایډن یې باید توشېح کړي.

جایکا په افغانستان کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې یا جایکا د افغانستان په جنوب کې له کورنیو بې ځایه شویو او نویو ستنو شویو کورنیو سره د مرستې په هدف د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. په هغې خبرپاڼه کې چې جایکا په خپله ویبپاڼه کې خپره کړې، ویل شوي چې د دغه تفاهم لیک له مخې یو ملیاردو ۷۹۷ میلیون جاپاني ینه چې څه باندې ۱۳۵ میلیون ډالره کېږي، برابروي او دا پیسې به په هغو سیمو کې د ژوند د شرایطو د ښه کېدو پر پروژو ولګول شي چې دغه بې ځایه شوي په کې ځای پرځای شوي دي. تمه ده چې په دې اړه په کندهار،... Читать дальше...



ځینو ښځینه محصلانو د ندا محمد ندیم وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د پوهنتونونو د تړل کېدو په تړاو وروستیو څرګندونو ته یو شمېر محصلانو تند غبرګون ښودلی. د افغان ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړلو کېدو ته د غبرګونونو دوام! دغه غبرګونونو وروسته له هغې زور واخیست چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د پوهنتونونو د تړل کېدو څلور عوامل په ډاګه کړه. نوموړي د جمعې ورځې ناوخته د طالبانو تر کنټرول لاندې په ملي تلوېزیون کې د یوې مرکې له لارې وویل: "یوه ستونزه دا وه چې... Читать дальше...

بلېنکن: امریکا به له افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، متحده‌ایالات به له ټولو لارو په ګټې له افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي. سره له دې چې د افغانستان په اړه د امریکا په اوسني سیاست په متحده‌ایالاتو کې دننه او نړیواله کچه نیوکې شته، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د خپلې اوسنۍ پالیسۍ ننګه کوي. انټوني بلېنکن پرون خبریالانو ته وویل، دوی له افغانانو سره په خپلو ژمنو ولاړ دي او له هرې ممکنې لارې او وسیلې به شوې ژمنې عملي کړي. بلېنکن په ځانګړي ډول د هغو افغانانو د لاسنیوي خبره وکړه چې په تېرو... Читать дальше...

طالبانو د پوهنتونونو د ښځینه محصلانو د لیلیو تړلو پرېکړه هم وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په ټول افغانستان کې د نجونو د لیلیو د تړلو پرېکړه کړې. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په ټولو پوهنتونونو کې چې د نجونو لیلیې لري، له ښځینه محصلانو غوښتي چې له لیلیو ووځي. دا خبره په کابل او ننګرهار کې یو شمېر نجونو محصلانو ازادي راډیو ته کړې او وايي، طالبانو ورته ویلي چې پوهنتونونه یې تړل شوي او باید خپلو کورونو ته ولاړې شي. په کابل کې د طب پوهنځي یوې محصلې چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، یو ډېر شمېر محصلانې خپلو کورونو... Читать дальше...

اوچا: افغانستان د ښځو د بشري حقونو له بحران سره مخامخ دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره یا اوچا وایي، افغانستان د ښځو د بشري حقونو له بحران سره مخامخ دی. اوچا په یوه ټویټ کې ویلي چې د زده کړې له حق څخه د ښځو او نجونو بې برخې کول نه یوازې دا چې بشري ناورین لا پسې زیاتوي، بلکې د تلپاتې سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ د لاسته راوړلو هڅې هم له خنډ سره مخ کوي. اوچا له دې مخکې پرون په یوه بل ټویټ کې ویلي و په دې هېواد کې د دوامداره پرمختګ لپاره ښځې او نجونې باید د تعلیم په ګډون له خپلو ټولو حقونو څخه برخمنې شي. اوچا دغه څرګندونې... Читать дальше...

د اسټرالیا بېګ بش کې د افغان لوبغاړي 'فضل الحق فاروقي' قرارداد لغوه شوی

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا د تجارتي شل اوریز لیګ بېګ بش کې د افغان لوبغاړي فضل الحق فاروقي قرارداد لغوه شوی. د راپورونو له مخې له دغه تېز افغان بالر سره سیډني ټنډرز لوبډلې تر هغې وروسته تړون سمدستي لغوه کړ چې د هغه له چلنده شکایت شوی و. د جنوبي اسټرالیا د کرکټ رییس لي جرمون ویلي د فاروقي چلند د جنوبي اسټرالیا د کرکټ له ارزښتونو بهر دی او دا پرېکړه شوې چې د هغه تړون لغوه شي. لا معلومه نه ده چې فاروقي څه کړي و، خو شکایت د یوې پېښې په اړه و چې تېره پنجشنبه رامنځته شوې او په اړه یې یو استماعیه غونډه هم جوړه شوې وه.

د پاکستان په اسلام اباد کې ځانمرګي برید مرګژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یوه ځانمرګي برید پولیسو او خلکو ته مرګژوبله اړولې. د اسلام اباد د پولیسو ادارې تایید کړې چې د دوی یو افسر پولیس وژل شوی، څلور پولیس او دوه عام خلک ټپیان دي. برید ساعت مخکې د اسلام اباد په آی-۱۰ سیمه کې شوی. پولیسو ویلي چې سیمه یې کلابنده کړې او ورغلې لارې یې تړلې دي.

جرمني کې د افغان نجونو پرمخ د پوهنتونونو د بندېدو په غبرګون لاریون وشو

Pa.azadiradio.com 

په جرمني کې یو شمېر افغانانو د نجونو د تحصیل په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون لاریون وکړ. دا افغانان چې پرون مازیګر د جرمني په هیلډن ښار کې ټول شوي وو تر امر ثاني پورې د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونو د تړلو پرېکړه یې وغندله. د لاریون یوې تنظیموونکې او افغان فعالې ظریفه غفاري د طالبانو وروستی اقدام له اسلام او افغاني کلتور سره په ټکر کې وباله او ویې ویل چې دا د راتلونکو نسلونو د تباهۍ هڅه ده چې د دې په خبره په کور دننه او بهر تنظیمېږي. د طالبانو حکومت له څو ورځو راهیسې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې تړلي دي. Читать дальше...

کرن ډیکر: امریکا به د افغان ښځو او نجونو له ملاتړ لاس وانخلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر ویلي امریکا به د افغان ښځو او نجونو له ملاتړ لاس وانخلي. هغې دا خبره د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونو د دروازو د تړلو په غبرګون په یوه ټوېټ کې کړې. د ټويټ په دوام هغې همداراز د هغو کسانو د ملاتړ ډاډ هم ورکړی چې د نجونو د تحصیل په تړاو یې د طالبانو وروستۍ پرېکړه ننګولې. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د نجونو لوړې زده کړې تر امر ثاني ځنډولي چې په غبرګون یې د پوهنتون لسګونه استادانو استعفاوې ورکړي او ګڼو ځوانانو اکثر نجونو یې پر ضد لاریونونه کړي. Читать дальше...

امریکا: روسیې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکي وايي چې د پوتین له وروستیو څرګندونو سره سره روسیې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته کومه لېوالتیا نه ده ښودلې. یوه ورځ وروسته له هغې چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي واشنګټن ته سفر وکړ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون وویل چې روسیه په اوکراین کې د «جګړې د پای ته رسولو» په لټه کې ده او له کییف سره خبرې نه ردوي. خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل چې د پوتین کړنې "کاملاً برعکس" دي او دا چې هغه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره... Читать дальше...

بلېنکن: طالبان افغان نجونې تیاره راتلونکې ته بیايي او فرصتونه ترې اخلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وایي، هغه څه چې طالبانو کړي، د دې هڅه ده چې افغان نجونې تیاره راتلونکې ولري او له فرصتونو بې برخې وي. بلېنکن دغه څرګندونې د طالبانو له لوري له لوړو زده کړو څخه د نجونو د منع کېدو په غبرګون کې پرون په واشنګټن کې وکړې. هغه وویل: "هېڅ یو هېواد به بری ونه مومي او ډېره لږه وده به وکړي که نیمایي وګړي یې د ونډې اخیستو له فرصت څخه بې برخې کړای شوې وي. موږ په اوس وخت کې په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره په تعامل کې یو او که وضعیت بدل نه شي، پایله به یې تاوان پرې کول وي. Читать дальше...

ترکیې د افغان ښځو پر لوړو زده کړو بندیز غیراسلامي او غیرانساني وباله

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي، په افغانستان کې پر ښځو د لوړو زده کړو بندیز لګول نه اسلامي دی او نه هم انساني او په خبره یې چې دوی دا ډول بندیز غندي. چاوش اوغلو دغه څرګندونې پرون پنجشنبې د یمن د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې. د ترکیې د حریت ورځپاڼې د راپورله مخې، چاوش اوغلو ویلي چې د طالبانو دغې پرېکړې دوی ډېر خفه کړي او هغه د ډېرې اندېښنې وړ ده. چاوش اوغلو د پوښتنې په بڼه دا موضوع راپورته کړه چې د ښځو تعلیم افغانستان ته څه زیان رسوي او د دې بندیز... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт «Вселенная Depeche Mode» в исполнении концертного симфонического оркестра





Rss.plus
Владимир Путин

Почему уйдут все, кроме поляков: скрытый смысл слов Путина, посеявших панику в Варшаве




"Сказочные образы в мировом искусстве" раскроют выпускники творческих вузов

В Москве пенсионерка поняла, что общается с мошенниками, и подшутила над ними

Запад осознал: «страна-бензоколонка» его обогнала

Газификацию 69 домов провели в Истре по президентской программе




اوچا د افغانستان په ټولنه کې د ښځو فعاله ګډون اړین وباله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو له فعالې ونډې اخیستو پرته به په افغانستان کې تلپاتې سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو چانس ډېر کم وي. اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي په دې هېواد کې د دوامداره پرمختګ لپاره ښځې او نجونې باید د تعلیم په ګډون له خپلو ټولو حقونو څخه برخمنې شي. اوچا دغه څرګندونې د طالبانو له لوري له لوړو زده کړو څخه د نجونو او ښځو د منع کېدو په اړه د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې کړي دي. د طالبانو... Читать дальше...

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبان دې د ذبیح الله نوري قضیه وڅېړي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو غوښتي چې د افغان خبریال ذبیح الله نوري د نیول کېدو او وهلو ټکولو د قضیې په اړه څېړنه وکړي. دې کمېټې په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبې یې په خپله ویبپاڼه کې خپور کړی، ویلي چې طالبان باید دا موضوع وڅېړي چې نوري ولې ۴۸ ساعته توقیف شوی او پرې ظالمانه برید شوی او هم دې خپله د استخباراتو اداره د رسنیو د غړیو په وړاندې د دوامداره ځپنې حساب ورکونکې وبولي. سي پي جی CPJ ویلي، د ډسمبرپه نهمه شاوخوا پر وسلو سمبالو پنځوسو افسرانو د تخار په مرکز تالقان کې د نوري کور محاصره... Читать дальше...

ترکیه: سویډن په ناټو کې د شاملېدو نیمايي سپارښتنې نه دي پوره کړي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي، ترکیه د سویډن د هغو اقداماتو ستاینه کوي چې په ناټو تړون کې د شاملېدو لپاره یې کړي، خو د دې لپاره چې دا هېواد د دې تړون د غړي په توګه ومنل شي، تراوسه یې نیمې هغې سپارښتنې نه دي پوره کړې چې انقرې د بشپړ ملاتړ لپاره ورته وړاندې کړې دي. چاوش اوغلو پرون په څرګندونو کې وویل چې د سویډن د محکمې هغې فیصلې چې اجازه نه ورکوي چې په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن یو کس انقرې ته وسپاري، په ناټو تړون کې د سویډن د غړیتوب په اړه پر مذاکراتو سیوری غوړولی دی. Читать дальше...

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د نجونو پرمخ د پوهنتونونو له بندېدو دفاع وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم وایي، د محصلو نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې د څو دلایلو له امله تر امر ثاني پورې بندې شوي دي. له لوړو زده کړو څخه د ښځو د منع کېدو په اړه د طالبانو پر پرېکړې له پراخو انتقادونو او غندنو وروسته د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم یو ځل بیا د دې پرېکړې دفاع وکړه. هغه تېره شپه د د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له ملي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د نجونو او ښځو د لوړو زده کړو د ځنډولو پرېکړه پر څلورو دلایلو شوې ده. Читать дальше...

ایا د ښځو زده کړو په اړه د طالبانو پرېکړې قانوني او شرعي بڼه لري؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم وایي، د ښځینه محصلانو پرمخ د پوهنتونونو دروازې د څو دلایلو له امله تر امر ثاني پورې بندې شوي دي. نوریاس نوري د دیني چارو له پوه ډاکتر صلاح الدین سعیدي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې ندا محمد ندیم ویلي چې په تېرو شاوخوا پنځلسو میاشتو کې هغه اصلاحات چې د ده په وینا د اسلامي شریعت پر اساس د نجونو د لوړو زده کړو په پرخه کې په پوهنتونو کې عملي شوي وای، عملي نه شول او په دې موده کې مسوولو چارواکو له مصلحته کار واخیست، ایا... Читать дальше...

د غبرګونونو دوام؛ جي اوه ډلې پر افغان نجونو د لوړو زده کړو بندیز بشري ضد جنایت وباله

Pa.azadiradio.com 

د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي اوه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه اعلامیه کې د ښځو او نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو له لوري لګول شوی بندیز غندلی او ویلي یې دي هغه د بشریت ضد جنایت بلل کېدای شي. د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو ډلې چې د جي اوه په نوم یادېږي، په افغانستان کې له پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له نورو موسسو څخه د نجونو او ښځو د منع کېدو د پرېکړې په وړاندې تند غبرګون ښکار کړی او طالبانو ته یې په خطاب کې ویلي چې دغه بندیز د بشریت ضد جنایت انګېرل کېدای شي. د جرمني د بهرنیو چارو... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: фонд музея "Царицыно" собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Антонина Арталевская

Маленьким пациентам центра трансплантологии рассказали о тех, кто спасает их жизни каждый день




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России


Дарья Касаткина

Касаткина о романе Синнера и Калинской: рада, больше ничего не хочу говорить



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

ТСД промышленного класса Saotron RT-T60



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России