Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2022

Новости за 24.12.2022

ملګرو ملتونو د طالبانو له لوري په موسسو کې د ښځو په کار کولو بندیز وغانده

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په یوه نوي اقدام کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. د نادولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو د کار د مخنیوي په هدف د طالبانو د پرېکړې په تړاو په لومړنیو غبرګونونو کې ملګرو ملتونو دا اقدام د جدي اندېښنې وړ وباله. په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما مرستیال رامز الاکبروف شنبه ناوخته په خپل ټوېټ کې ویلي، د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه لري چې طالبانو په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی. اکبروف د طالبانو دا کار له... Читать дальше...

"الله اکبر، تحصيل زموږ حق دی"؛ هرات کې د خلکو د نن شپې شعارونه

Pa.azadiradio.com 

هرات کې نن شپه خلک د خپلو کورونو پر بامونو پورته شوي او د "تحصيل حق ماست، الله اکبر" د شعارونو په ورکولو سره‌يې خپل اعتراضونه پيل کړی دی. دغه اعتراض د ښځو پر تحصيل د طالبانو د بنديز د وروستۍ پرېکړې په غبرګون پيل شوی دی.

طالبانو په ګرمسیرو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه رخصت کړل‌

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په ګرمسیرو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه تر يوې اوونۍ‌ رخصت کړل‌. د ‌دې وزارت ویاند ضیاالدین هاشمي ازادي راډيو ته وويل، دا پرېکړه یې ځکه شوې چې د نوي سمسټر لپاره بشپړ چمتووالی نه‌و نېول شوی‌. دی وايي، تر اوسه د مخکېني سمسټر نتایج نه‌دي چمتو شوي او د دې لپاره چې دا چاره بشپړه شي، پوهنتونونه یې تر يوې اوونۍ‌ رخصت شول‌. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، یو ډېر شمېر علمي کادرونه چې د پوهنتون استادان هم په کې شامل وو، له افغانستان ووتل چې دې چارې په علمي بنسټونو خورا منفي اغېز کړی. په ګرمسیرو... Читать дальше...



امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ملاهبت الله د یوه حکم تطبیق پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د حکم تطبیق په موخه د خپلو هغو چارواکو نوملړ غوښتی چې له اړتیا پرته او په لوړ لګښت یې دویم، او څلورم ودونه کړي دي. د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري د خپور شوي مکتوب پر بنسټ چې همدا نن شنبه خپور شوی خپلو ولایتي دفترونو ته امر کړی چې د هغو طالب چارواکو نوملړ برابر کړي چې له اړتیا پرته او په لوړ لګښت یې دویم، درېیم او څلورم ودونه کړي دي. یاد وزارت ویلي، د دوی د مشر د مخکېني حکم د تطبیق په موخه یې د هغو طالب چارواکو نوملړ غوښتی... Читать дальше...

طالبانو کندهار کې پر یو شمېر محصلینو ډزې یې کړي

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې یو شمېر محصلین د طالبانو له لوري وهل شوي او ډزې ورباندې شوي. هغه وېډیو چې تازه ترلاسه شوې، څرګندوي چې ځیني دغه محصلین نن د شنبې په ورځ د ازموینو پر مهال د طالبانو له اخ و ډب سره مخ شوي.

طالبانو په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د مېرمنو په کار کولو بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د یوه مکتوب به خپرولو سره په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د مېرمنو په کار کولو بندیز ولګاوه. د طالبانو د اقتصاد وزارت د سرپرست قاري دین محمد له لوري په لاسلیک شوي مکتوب کې راغلي چې په دې وروستیو کې د ښځینه کارکوونکو په اړه جدي شکایتونه شوي چې حجاب او قوانین نه مراعتوي نو له همدې امله کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو یا انجوګانو ته لارښوونه کېږي څو تر بل امره په خپلو ادارو کې د ښځینه کار کول ودروي. د طالبانو حکومت دغه مکتوب تایید کړی. د یاد مکتوب له خپرېدو درې ورځې... Читать дальше...

د بدلون لپاره د افغان ښځو ایتلاف د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز وغانده

Pa.azadiradio.com 

د بدلون لپاره د افغان ښځو د ایتلاف په نوم یوې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو له لوري لګول شوی بندیز په کلکو ټکو غندلی. د بدلون لپاره د افغان ښځو د ایتلاف وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دا او دې ته ورته نور اقدامات د دې ښکارندویي کوي چې طالبان په قصدي او سیستماتیکه توګه د جنسیتي توپیر د پالیسیو پر اساس ښځې له خپلې هستۍ څخه محوه کوي. دغه ایتلاف چې وایي، د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې رامنځته شوی او د پخواني حکومت، د افغانستان د پخوانۍ ملي... Читать дальше...

سرچینه: طالبانو کندهار کې محصلان ډبولي او ډزې یې پرې کړي

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د میرویس نیکه خصوصي پوهنتون محصلانو د طالبانو له لوري ډبول شوي او ډزې پرې شوي. هغه ویډیو چې تازه تر لاسه شوې، څرګندوي چې د یاد پوهنتون محصلان نن د شنبې په ورځ د ازموینو پر مهال د طالبانو له اخ و ډب سره مخ شوي. سرچینه وایي، محصلان وروسته له هغې د طالب نظامیانو له لوري د سختو وهلو سره مخ شول چې غوښتل یې د ښځینه محصلانو په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون د ازموینو له ورکولو ډډه وکړي. سرچینه وایي، کله چې محصلانو له یاد پوهنتون څخه د طالبانو د وهلو له وېرې د تښتېدو هڅه وکړه نو طالب نظامیانو پرې ډزې هم کړي. Читать дальше...



د امریکا د استازو جرګې د ۱.۷ تریلیون ډالرو بودیجې لایحه تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازو جرګې پرون جمعه د یو اعشاریه ۷ تریلیون ډالرو بودیجې لایحه تصویب کړه او په دې توګه یې د دغه هېواد د دولتي ادارو د بندېدو د احتمال مخه ونیوله. دا لایحه د جمعې په مازدیګر د امریکا د ولسمشر جو بایډن د لاسلیک لپاره سپینې ماڼۍ ته واستول شوه او هغه لاسلیک کړه. د امریکا د حکومت اوسنۍ بودیجه د جمعې په مازدیګر پای ته ورسیده او د حکومت چارې د بندېدو له خطر سره مخامخ وې. له همدې کبله د کانګریس استازو جرګې په بېړني ډول پر بودجې بحث پیل کړ څو د دولتي ادارو د بندېدو مخه ونیسي. د امریکا سنا جرګې د پنجشنبې په ورځ دا لایحه تصویب کړې وه. Читать дальше...

ترکمنستان افغانستان ته د برښنا د لېږد لړۍ غځوي

Pa.azadiradio.com 

ترکمنستان غواړي افغانستان ته د برښنا د لېږد لړۍ وغځوي. د ترکمنستان د خپلواکې ورځپاڼې د راپور له مخې د ترکمنستان د ولسمشر سردار بیردي محمدوف د لاسلیک شوي فرمان له مخې د ترکمنستان د برښنا دولتي شرکت، ترکمن اینیرګو ته اجازه ورکړل شوې چې د افغانستان برښنا شرکت سره شوي قراردادونه وغځوي. دغه راز دې شرکت ته دا اجازه هم ورکړل شوې چې افغانستان ته د لېږدېدونکې برښنا اندازه او بیه وټاکي. په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې په اوس وخت کې ترکمنستان څومره برښنا افغانستان ته ورکوي، خو ویل شوي چې دا هېواد پر افغانستان... Читать дальше...

په افغانستان کې مېشت یو شمېر خبریالان له سختو مالي ستونزو سر ټکوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې میشت یو شمېر خبریالان له سختو مالي ستونزو سر ټکوي. یار محمد له دوو کلنو راهیسې په کابل کې د یو خصوصي تلوېزیون خبریال دی. هغه وايي، ډېری خبریالان له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او دغې چارې یې په کارونو هم اغېز کړی. نوموړي وویل: "یو وخت به همدغو خبریالانو فوق العاده معاش اخیسته تر څو له یوې میاشتې تر بلې میاشتې پورې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي، خو بدبختانه چې د نظام په سقوط سره وضعیت خراب شوی دی او دفترونه هغه ډول امکانات خبریالانو ته په لاس کې نه شي ورکولای چې هغوی خپل مشکلات پرې... Читать дальше...

شنونکي: د نجونو د زده کړو په موضوع کې طالبان په دوو ډلو وېشل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تېرې سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر دویم امر پورې نجونې نه شي کولای خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته لاړې شي. د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له بندېدو سره یو شمېر داخلي رسنیو راپورونه ورکړي چې د دې پرېکړې مخالفو طالبانو په کابل کې خپلې ناستې ډېرې کړي او غواړي په دې اړه په کندهار کې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره هم وګوري. پخواني طالب چارواکي او سیاسي شنونکي سید اکبراغا له ازادي راډيو سره په خبرو کې تایید کړه چې د طالبانو د کابینې ډېر غړي د نجونو د... Читать дальше...

میانمار کې یوه پوځي محکمه د 'انګ سان سوچي' په اړه وروستۍ پرېکړه کوي

Pa.azadiradio.com 

د میانمار یوه پوځي محکمه به د پخواني ډیموکراټیک حکومت د مشرې او د سولې د جایزې ګټونکې انګ سان سوچي په اړه روانه اونۍ وروستۍ پرېکړه وکړي. له واکه تر لیرې کېدو وروسته د انګ سان سوچي د محاکمې بهیر اتلس میاشتې روان دی. ۷۷ کلنه انګ سان سوچي له مالي فساده نیولې، هېواد ته د غیرقانوني مخابرو د واردولو او له محرم رسمي قانون څخه د سرغړونې په ګډون په څه باندې ۱۴ مواردو رسماً تورنه شوې ده. د ډسمبرپه ۲۶مه به په محاکمه کې پر هغې د مالي فساد د پاتې تورونو سپیناوی وشي او له هغې سمدستي وروسته به محکمه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي. Читать дальше...

چارواکي: د روسیې په کیمیرووا کې د اور لګېدو له امله ۲۰ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن وویل چې د سایبریا په کیمیرووا ښار کې د زړو د استوګنې په یوه کور کې د اور د لګېدو له امله ۲۰ کسان مړه شوي دي. دې وزارت ویلي چې اور نن سهار وختي له لرګیو جوړ په یوه دوه پوړیزه کور کې لګېدلی او علت یې تر اوسه معلوم نه دی. د راپورونو له مخې کور د بخارۍ په وسیله ګرمېده او تراوسه دا نه ده څرګنده چې د زړو د استوګنې په دې خصوصي کور کې څومره کسانو ژوند کاوه او د اور د لګېدو پر مهال هلته څومره کسان وو.

ټوماس وېسټ: طالبان دې د افغانانو غږ واوري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، ټوله نړۍ د افغانانو د یووالي شاهده ده چې د یوې زیانمنونکې او نه جبرانېدونکې پرېکړې پر وړاندې یې مخالفت کړی. وېسټ دغه څرګندونې په یوه ټویټ کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو د پرېکړې په اړه کړي او ویلي یې دي چې محصلان له خپلو خویندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، استعفاوې، لاریونونه، مخالفتونه کوي. وېسټ له طالبانو وغوښتل چې د خپلو خلکو غږ واوري او اوس هم ډېر ناوخته نه ده. خو د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست... Читать дальше...

هند ته تللي ځینې افغان سېکهان له ګڼو ستونزو شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

هغه افغان سېکان چې په افغانستان کې د شته امنیتي ستونزو او پر دې هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې هندوستان ته پناه وړې، د ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. هند ته تللی یو افغان سېک افغانستان خپله خاوره بولي او وايي، د وضعیت په ښه کېدو بېرته خپل هېواد ته ځي. چابول سېنګ چې په افغانستان کې د بېلابېلو ستونزو له امله هندوستان ته کډوال شوی له ګڼو ستونزو سره مخ دی. دا چې د افغانستان د درمسال شورا غړی دی وایي، که څه هم د هند دولت څه موده مخکې اعلان کړی و چې دوی د افغانستان، پاکستان او... Читать дальше...

هرات کې یو شمېر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو د تړلو په اعتراض لاریون کړی

Pa.azadiradio.com 

هرات کې یو شمېر نجونو محصلانو پر دوی د طالبانو له‌خوا د پوهنتونونو د تړلو په اعتراض لاریون کړی. د هرات پوهنتون یو شمېر نجونو محصلانو د عدالت لپاره غږ پورته کړ او وايي، زده‌کړې یې اسلامي او انساني حق دی، خو طالبانو پرې د اور وژونکې اطفایې په وسیله اوبه وشیندلې او اجازه یې ورنه کړه چې مخکې لاړې شي. د دوی د لاریون ویډیوګانې چې خپله د همدې معترضو محصلانو له‌خوا ثبت شوي، د نجونو او ښځو د حقونو د ملاتړو فعالانو په ګروپونو او ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي. په ویډیوګانو کې ښکاري چې په لاریون کوونکو د طالبانو... Читать дальше...

هرات کې لاریون کوونکو سره د طالبانو تاوتریخوالی

Pa.azadiradio.com 

هرات کې یو شمېر نجونو محصلینو پر دوی د طالبانو له‌خوا د پوهنتونونو د تړلو په اعتراض لاریون کړی. خو لاریون کوونکې د طالبانو له تاوتریخوالي او سخت چلند سره مخ شوې دي. نن تمه وه په کندهار کې د میرویس نیکه پوهنتون د محصلینو او نورو له‌خوا هم لاریون وشي، خو طالبانو اجازه نه‌ده ورکړې.

د پکتیکا ځینې اوسېدونکي: پرون درې ځله زلزله شوې

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمه کې پرون د جمعې په ورځ درې ځلې زلزله وشوه، خو خلکو ته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی. نن شنبه د ګیان یو قومي مشر حاجي عمرجان مشال راډیو ته وویل، له دې کبله چې اوسمهال ډېری خلک په خیمو کې اوسېږي، ښايي دا زلزلې ځاني تلفات ونه لري. ده وویل، د یادې سیمې ډېری کورونه او ودانۍ د جون د ۲۲ مې په زلزله کې ړنګ شوي او یا دومره زیان ورته رسېدلی دی، چې اوسمهال د استوګنې نه دي. حاجي عمرجان زیاته کړه: "پرون ورځ درې ځلې زلزله وشوه، په اول ځل زلزله د سهار... Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Бесконечный отдых закончился: Джиган и Оксана Самойлова стали участниками шоу «Выжить в Дубае»





Rss.plus
Джо Байден

Белый дом: Байден посетит Францию на годовщину высадки союзников в Нормандии




29 мая в истории Асбеста

Выставка сирени, древовидных и ранних пионов 2024

В Кишиневе отпустили задержанного лидера оппозиционной партии «Шанс» Лунгу

Круглый стол по вопросам психического здоровья проведут в Пскове




یوسفزی: ډېری طالب مشران د نجونو د زده‌کړو په موضوع له ملا هبت‌الله سره مخالف دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د نجونو د ښوونځيو له تړلو وروسته د تېرې سې شنبې په ورځ د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی وايي، د طالبانو د حکومت ډېر چارواکي له دې پرېکړې سره مخالف دي، خو د نوموړي په وینا دوی د خپلو منسبونو د ساتلو او د طالبانو ترمنځ د داخلي نزاکتونو له امله غږ نه پورته کوي. له ښاغلي یوسفزي سره د ازادي راډيو خبریال همایون هېواد مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي دي چې د نجونو د زده کړو له امله د طالبانو ترمنځ اختلافونه څومره ژور دي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ... Читать дальше...

د طالبانو له لوري د معترضو نجونو نیونه؛ بېنیټ: دا وضعیت د بشري حقونو بحران لا زیاتوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې له لاریونونو وروسته، د طالبانو له‌خوا د یو شمېر معترضو نجونو د نیول کېدو په غبرګون کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، دا وضعیت د بشري حقونو بحران لا پسې زیاتوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، په کابل، تخار او ننګرهار کې د لاریونونو پر مهال د ښځو او خبریالانو د وهلو او زنداني کېدو راپورونه ور رسېدلي دي. بېنیټ دا مسایل اندېښمنونکي بللي. Читать дальше...

زیلینسکي: اوکراینیان دې په راتلونکو ورځو کې له ډېره احتیاطه کار واخلي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر وایي، روسیه ښایي د کرسمس او نوي کال په ورځو کې لا ډېرو بریدونو ته مخه کړي او اوکراینیان دې له ډېره احتیاطه کار واخلي. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي خبرداری ورکړ چې روسیه ښایي د کرسمس او نوي کال د رخصتیو پرمهال بریدونه وکړي. ده له اوکراینیانو وغوښتل چې په راتلونکو ورځو کې ډېر احتیاط وکړي. زیلینسکي په خپله وینا کې چې تېر ماښام د ویډیو له لارې خپره شوه دا خبره هم وکړه چې د رخصتیو په وخت ښایي د ده په وینا روسي ترهګر بیا فعاله شي. د اوکراین د پوځ مشرانو په دې وروستیو کې... Читать дальше...

القاعده شبکې د 'ایمن الظواهري' یو ثبت شوی غږ خپور کړی

Pa.azadiradio.com 

القاعده شبکې یو پنځه دېرش دقیقه اي ثبت شوی غږ خپور کړی دی او ادعا کوي چې دا د دوی د مشر ایمن الظواهري دی. الظواهري د روان میلادي کال د جولای ۳۱مه په کابل کې د امریکا د بې پیلوټې الوتکې د برید په ترڅ کې ووژل شو. په امریکا کې سایټ اطلاعاتي غیردولتي موسسې، چې ان لاین فعالیتونه څاري پرون وویل چې د دې ویډیو نېټه نه دی بیان شوې او دا هم په کې نه ده څرګنده شوې چې چېرته ثبت شوې ده. د القاعده شبکې د موسس اسامه بن لادن تر وژلو وروسته چې په دوه زره یولسم کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې امریکایي الوتکو... Читать дальше...

بېنیټ: طالبان دې د وروستیو لاریونونو پرمهال نیول شوي معترضان خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي له طالبانو د هغو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو پرضد د اعتراض له امله نیول شوي دي. ریچارډ بېنیټ پرون په ټویټر کې ولیکل چې داسې خواشینوونکي راپورونه خپاره شوې دي چې په کابل، ننګرهار او تخار کې ښځینه احتجاج کوونکې او خبریالان وهل شوي او نیول شوې دي. وروسته تر دې چې د طالبانو حکومت د سې شنبې په ورځ تر امر ثاني پورې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو او تعليمي موسسو دروازې... Читать дальше...

زیلینسکي: ښایي روسیه د کرسمس او نوي کال د رخصتیو پرمهال بریدونه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي خبرداری ورکړ چې ښايي روسیه د کرسمس او نوي کال د رخصتیو پرمهال بریدونه وکړي. ده له اوکراینیانو وغوښتل چې په راتلونکو ورځو کې ډېر احتیاط وکړي. زیلینسکي په خپله وینا کې چې تېر ماښام د ویډیو له لارې خپره شوه دا خبره هم وکړه چې د رخصتیو په وخت ښایي د ده په وینا روسیي ترهګر بیا فعاله شي. د اوکراین په ختیځ کې پرون هم سخته جګړې روانې وې، د روسیي ځواکونو بریدونه د باخموت او اودیفکا پر ښارونو متمرکزه و. بل لور ته په واشنګتن کې د استازیو جرګې له اوکراین سره د پنځه... Читать дальше...



Москва

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В июне в Москве пройдет цикл мероприятий для собак и их владельцев



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

PR time

«Сурганова и Оркестр» приглашают на Летник на Флагшток




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бойцовская лига «Наше Дело» представит спортивную зону на Дне России

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»


WTA

Повернення Калініної до топ-50 та втрачені позиції Світоліної. Оновлені тенісні рейтинги WTA та ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Происшествия

Машина съехала в кювет и опрокинулась. Водитель погиб



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России