Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2022

Новости за 09.12.2022

باختر اژانس: د ایراني ځواکونو په ډزو کې د افغان کډوالو موټر چپه او په کې ناست ۴ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس خبر ورکړى چې د ايراني پولي ساتو ځواکونو په ډزو د افغان کډوالو د يو موټر د چپه کېدو له امله څلور تنه وژل شوي او ١٣ تنه نور ټپيان دي. باختر دولتي خبري اژانس چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې دی د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ایران پوله ساتو ځواکونو د افغان اتباعو د موټرو په کاروان چې د ایران په خاوره کې و، ډزې وکړې چې له امله یې موټر چپه، او په موټر کې سپاره ۴ تنه ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپیان شول. دغه اژانس د ایران د سیستان بلوچستان او د افغانستان... Читать дальше...

ملګري ملتونه: پرافغان ښځو لګول شوي محدودیتونه بیساري دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکرترک وایي، د طالبانو ترواکمنۍ لاندې افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول کنج ته شوي دي. ترک دغه څرګندونې نن په جینوا کې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وکړې او ویې ویل، د ژوند له ټولو اړخونو څخه په دوامداره توګه د ښځو او نجونو ګوښه کول په دې نړۍ کې بې ساري دي. ترک دغه راز د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره نړیوال شپاړس ورځني کمپاین ته چې شنبې د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره هم مهاله پای ته رسیږي، په اشاره نن په یوه ټویټ کې ویلي چې موږ... Читать дальше...

ولکر ټرک: مسلمانانو سره د چین چلند د بشریت ضد جرمونه بلل کېدای شي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټرک وایي، کلک عزم لري چې له پیکینګ سره د هغو راپور د موندنو په اړه کار وکړي چې مخکېني کمېشنر خپور کړی او ویلي یې دي چې په شینجین سیمه کې له اویغوریانو او نورو مسلمانانو سره د چین چلند د بشریت ضد جرمونه بلل کېدای شي. د چین د بشري حقونو له سابقې سره چلند د ټرک لپاره چې د اکټوبر له میاشتې راهیسې یې دغه دنده پیل کړې، یوه ستونزمنه مسئله ده. د رویټرز د راپور له مخې پیکینګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ مشرې مېشل بچلي تر فشار لاندې راوستې وه چې دغه راپور... Читать дальше...



اردوغان د روسیې او اوکراین ولسمشرانو سره خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره به بل سبا د یکشنبې په ورځ خبرې وکړي او د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره به هم وغږېږي څو د تور سمندرګي له لارې د ملګرو ملتونو ملاتړې د غلو د صادراتو هوکړه پیاوړي شي. اردوغان دغه څرګندونې نن په استانبول کې په یوه خبري غونډه کې وکړې. دې غونډې ته د اوکراین ولسمشر هم د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. ملګرو ملتونو درې اونۍ مخکې اعلان وکړ چې د تور سمندرګي له بندرونو څخه د اوکراین د غلو د صادراتو پروګرام څلور میاشتې نور هم وغځول شو.

د خوړو نړیوال پروګرام: روان ژمی به اړمنو افغانانو لپاره سخت وي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا ویلي چې روان ژمي به په افغانستان کې اړمنو کورنیو لپاره سخت وي. اینجنیر شفیق چې یو کال وړاندې ایران ته تللی و اوس بېرته افغانستان ته ستون شوی. نوموړي چې خپله ټوله داراي په کډوالۍ له لاسه ورکړه او اوس اوزګار دی له ازادي راډیو سره په خبروکې وویل چې پیسې نه لري تر څو د کور لپاره د سون توکي واخلي. هغه وویل: "بې کاري خپل اوج ته رسېدلې. هغه دنده مې چې درلوده له لاسه مې ورکړه. د اقتصادي ستونزو له امله تر اوسه نه یم توانېدلی چې د ژمي لپاره د سون توکي واخلم او اخیستلو... Читать дальше...

اماراتو ته د وېسټ سفر؛ افغان مېرمنې: دا شان سفرونو زمونږ پر ژوند اغېزه نه ده کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د خپل ۸ ورځني سفر په وروستۍ ورځ د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره لیدلي او خبرې یې پر افغانستان ورټولې وې. وېسټ د ډسمبر په اتمه عربي متحده اماراتو ته رسېدلی او د دغه هېواد له چارواکو سره‌یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. نوموړي د ډسمبر په اتمه په یو ټوېټ کې ویلي چې د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره‌یې د افغانانو د بنسټیزو حقونو د ساتنې، اقتصادي ثبات، د تروریستي ګواښونو د بیا راڅرګندېدو پر وړاندې د ساتنې او د قوي مبارزې لپاره بحثونه کړي. Читать дальше...

ولکر ټرک: افغان مېرمنې په سیستماتیک ډول څنډې ته شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټرک وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول څنډې ته شوي دي. ټرک دغه څرګندونې نن په جینوا کې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وکړې او ویې ویل، د ژوند له ټولو اړخونو څخه په دوامداره توګه د ښځو او نجونو ګوښه کول په دې نړۍ کې بې ساري دي. ټرک دغه راز د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره نړیوال ۱۶ ورځني کمپاین ته چې سبا د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره هممهاله پای ته رسېږي، په اشاره نن په یوه ټوېټ کې ویلي: "موږ... Читать дальше...

ملګري ملتونه د ایرلنډ او امریکا وړاندیز شوې مسودې په اړه پرېکړه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن د هغه پرېکړه لیک مسودې ته رایه ورکړي چې بشري هڅو ته د ملګرو ملتونو له بندیزونو څخه بشپړ معافیت ورکوي. د دغه پرېکړه لیک مسوده چې د ایرلنډ او د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا وړاندیز شوې، هغو اندېښنو ته ځواب وايي چې د بشري حقونو ډلو د دوی پر کارونو د دغو بندیزونو د اغېزو په اړه راپورته کړي دي. که دغه پرېکړه لیک تصویب شي، د ملګرو ملتونو ادارې، نړیوال سازمانونه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې تر څارنې لاندې د بشرپالنې ډلې لکه نړیوال سور صلیب او نورې مرستندویه ډلې چې... Читать дальше...



ټېسټ کرکټ؛ د پاکستان او اسټرالیا په لوبغالو کې لوبې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په سوپرلیګ سياليو کې د اسټرالیا او ویسټ انډیز ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه پرون پنجشنبه پيل شوې ده. د لوبې په لومړۍ ورځ اسټرالیا د لومړۍ پاڼۍ په توپ وهنه کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل، د مارنوس لبیشاین او ټريویس هېډ د ۱۶۳ او۱۷۵ منډو پر مټ یې ۵۱۱ منډې جوړې کړې. دوی خپله پاڼۍ نوره ونه غځوله او ویسټ انډیز ته یې د لوبې په دویمه ورځ د توپ وهنې بلنه ورکړې ده چې دوام لري. بل لور ته د پاکستان په ملتان ښار کې د کوربه او انګلستان ترمنځ هم دویمه ټېسټ لوبه پيل شوې ده. انګلستان... Читать дальше...

یو شمېر افغانان: له اداري فساد سره مبارزه د شعار تر کچې محدوده ده

Pa.azadiradio.com 

د ډسمبر نهمه د فساد پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده. په افغانستان واکمن طالبان ادعا کوي چې دوی توانېدلي په دولتي ادارو کې د اداري فساد مخه ونیسي او اجازه ورنه کړي چې رشوت ورکول شي او یا هم واخیستل شي. دا لویه ادعا داسې مهال کېږي چې په ټول افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی او تر خوا په دولتي ادارو د څار کوم خپلواک بنسټ نه‌شته. خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، دوی هم په دولتي د روڼتیا لپاره په ټولو ادارو څار کوي. هغه وویل: "فساد له‌منځه تللی. موږ د اداري فساد... Читать дальше...

اعلامیه: د افغانانو ترمنځ دې خبرې پیل او د نجونو ښوونځي دې پرانېستل شي

Pa.azadiradio.com 

په اندونیزیا کې د افغانستان د نجونو او ښځو د زده‌کړو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې هر څه ژر د ښوونځیو په پرانېستو او د افغانانو ترمنځ د خبرو په پیل ټینګار شوی. یو ځل بیا په یوه نړیواله غونډه کې د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو د لګول شویو بندیزونو او محدویتونو د لېرې کولو غوښتنه! د افغان ښځو د تعلیم په اړه نړیوال کنفرانس کې چې پرون د اندونیزیا او قطر په ګډه مشرۍ په بالي کې جوړ شوی و، په دې ټینګار شوی چې په افغانستان کې یوې‌ تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي. Читать дальше...

ازادي راډيويي مجله؛ د پوهاند رشاد اتلسم تلين

Pa.azadiradio.com 

د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد اتلسم تلين، د شلګر ادبي بهير په اړه مالومات، له ډاکټرې نګين کرګر سره مرکه، غزني کې د نکلونو پر دود راپور، افغانستان کې د چپنې دود د کمرنګه کېدو په اړه مالومات او يو شمېر نور مطالب. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي په‌کې هنري، فرهنګي، ادبي او ټولنيز مطالب راټوليږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

اندونیزیا کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پای ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په اندونیزیا کې د افغانستان په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې یوې تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره له افغانانو سره د پیوستون او په دې برخه کې د ښځو د تعلیم پر اهمیت ټینګار وکړ. د کنفرانس د پای په اعلامیه کې په شاوخوا لسو مواردو ټینګار شوی چې په سر کې یې د تلپاتې سولې لپاره د بین الافغاني خبرو یادونه شوې. همدارنګه د افغانستان د پرمختګ،سولې او ثبات لپاره د ښځو رول حیاتي بلل شوی او ټينګار شوی که په ټولنه کې مساوي او معنی داره ونډه ورکړل شي له شک پرته به دا هدفونه ترلاسه شي. طالبانو لا... Читать дальше...

ایران کې د 'محسن شکاري' اعدام نړیوال غبرګونونه راپارولي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د قضایه قوې له خوا د ۲۳ کلن محسن شکاري د اعدام په اړه نړیوال غبرګونونه دوام لري. یوې دیپلوماتیکې سرچینې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د وروستیو مظاهرو پر مهال د نیول شویو معترضانو له ډلې د یوه کس د اعدام په غبرګون په جرمني کې د ایران سفیر احضار کړی دی. په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د محسن شکاري پر اعدام نیوکه وکړه او ویې ویل، د ایران حکومت د انسانانو ژوند ته بې حده سپکاوی کوي. د پنجشنبې په ورځ د ایران قضایه قوې د روانو... Читать дальше...

سېف د چلډرن: په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ موسسه وايي، چې د تېر کال پرتله په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۰ سلنه زیات شوی دی. د سېف د چلډرن ویاند عاشق اله مندوزي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د ماشومان وضعیت به په راروان ژمي کې د اندېښنې وړ وي. هغه وویل: "د تازه څېړنې له مخې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۰ سلنه ډېر شوی دی. په وروستیو کې د خوارځواکۍ د درملنې د خدماتو غوښتنه په داسې حال کې ډېره شوې، چې کورنۍ به په افغانستان کې د لوږې له سخت بحران سره مقابله کوي." د ماشومانو د ملاتړ موسسې... Читать дальше...

پاکستان د افغان نجونو د زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په اندونیزیا کې د افغان مېرمنو د تعلیم په اړه په کنفرانس کې خبرې وکړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپل ټوېټر کې خبر ورکړی چې پرون په دې کنفرانس کې زرداري افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار وکړ. په دغه کنفرانس کې د طالبانو کوم استازی نه تر سترګو کېږي، خو د نړۍ ځینو رهبرانو په کې ګډون کړی دی. طالبانو لا هم اجازه نه ده ورکړې چې نجونې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي او ښځو ته هم په اکثرو ادارو کې د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

ملګري ملتونه: مدني ټولنې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل غواړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، مدني ټولنې غړي همدا غوښتنه لري چې په افغانستان کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي. د ملګرو ملتونو دغې څانګې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت چې سبا د ډسمبر لسمه یې وروستۍ ورځ ده له یوه ټوېټ سره پیغام خپور کړی. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، دوی د ۱۶ ورځني کمپاین پر مهال د مدني ټولنې له همکارانو پوښتلي وو چې نړۍ ته دا په ډګه کړي چې دا مهال له افغان مېرمنو او نجونو سره څه روان دي. د ویډیويي پیغام په حواله، «د... Читать дальше...

پاکستان د امریکا د متحدو ایالتونو پر وروستي فهرست نیوکه وکړه

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د امریکا د متحدو ایالتونو پر وروستي فهرست نیوکه وکړه، چې تېره اوونۍ یې دغه هېواد، د مذهبي ازادیو په فهرست کې د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په کتار کې راوستلی دی. امریکا تېره اوونۍ د پاکستان تر څنګ چین، روسیه، ایران، سعودي عربستان او شمالي کوریا د یوولسو هغو هېوادونو په کتار کې راوستلی، چې یا یې له مذهبي ازادیو سرغړونه کړې، یا یې سترګې ورباندې پټې کړي دي. دغه اعلان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن کړی و، چې په باب یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون عکس العمل وښود. د پاکستان... Читать дальше...

کرویشیا د اروپا په شېنګن حوزه کې شامل شو

Pa.azadiradio.com 

کرویشیا د اروپا په شېنګن حوزه کې شامله شوه، او وګړي به یې له پاسپورټ پرته  د دې حوزې غړو هېوادونو ته سفر وکړای شي.    چک جمهوریت جې دا مهال د اروپايي ټولنې دوره یي مشري کوي، پرون په ټویټر کې خبر ورکړی، چې دغه اقدام د ۲۰۲۳م کال له جنورې میاشتې د تطبیق وړ دی. دا پرېکړه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کورنیو او عدلیې وزیرانو تر کتنې وروسته وشوه. دغه موقف ته د بلغاریا او رومانیا کاندیداتوري ونه منل شوه. تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو، چې د رومانیا له کاندیداتورۍ سره اتریش مخالفت لري او د بلغاریا په وړاندې بیا هالنډ خنډ جوړ کړی دی. Читать дальше...

د فوټبال نړيوال جام؛ نن د اتو غوره لوبډلو پړاو پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن جمعه به د قطر په دوو لوبغالو کې د فوټبال نړیوال جام د کوارټر فاینل دوه لوبې ترسره شي. د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې به په لومړۍ لوبه کې کرویشیا له برازیل سره ولوبېږي او د شپې یولس نیمې بجې به دویمه لوبه د هالنډ او ارجنټاین ترمنځ وي. د ډسمبر میاشتې په لسمه نېټه به د کوارټرفاینل پړاو درېیمه سيالي د مراکش او پرتګال ترمنځ وي او په څلورمه لوبه کې به انګلستان له فرانسې سره ولوبېږي. د فوټبال د څارونکو په وینا د دې پړاو تر ټولو په زړه پورې سيالي به هم د انګلستان او فرانسې ترمنځ وي. Читать дальше...

ډیپلوماټ: پاکستان کولای شي په افغانستان کې د 'ټي ټي پي' پر ضد جګړه وغځوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه ډیپلوماټ: ډیپلوماټ خپرونه، تر دې سرلیک لاندې چې پاکستان کولای شي د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې مبارزه په افغانستان کې د دې ډلې پناه ځایونو ته وغځوي، د یوې لیکنې د پیل په کرښو کې لیکي، واشنګټن په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډله د نړیوالو ترهګرو ډلو په فهرست کې شامله کړه چې دا د دغسې ډلو د ځپلو لپاره د امریکا او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د بیا پیلولو څرګندوی ده. ډیپلوماټ لیکي، د تحریک طالبان پاکستان ډلې د نومبر په ۲۸مه د پاکستان له... Читать дальше...

سېف د چلډرن: راروان کال کې به د اړمنو افغانانو شمېر تر ۲۸ میلیونو واوړي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا سېف د چلډرن وايي، په راروان میلادي کال کې به په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر تر ۲۸ میلیونو واوړي. یوه نړیواله موسسه وايي، په افغانستان کې به راروان میلادي کال د افغانستان ۶۵ فیصده وګړي بشري مرستو ته اړ وي. د دې ادارې په خبره په دې ډله کې به په ملیونونو ماشومان هم شامل وي چې په دې کال به په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر هم زیات شي. د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا سېف د چلډرن ویاند عاشق الله مندوزي پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې نور جزییات ورکړل:... Читать дальше...

ځینې بنسټونه او هېوادونه: طالبان دې په عام محضر کې د اعدامونو لړۍ ودروي

Pa.azadiradio.com 

بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو یو وار بیا د طالبانو په امر په عام محضر کې د یوه کس د اعدامولو په اړه غبرګونونه ښودلي او د دغسې احکامو د عملي کېدو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده. په فراه ولایت کې د طالبانو په امر د تاجمیر په نوم د یوه سړي د علني اعدام په اړه عکس العملونه روان دي او بېلابېلو هېوادونو یا هم بنسټونو ویلي، چې د دغسې احکامو عملي کول ځوروونکي او د نه منلو وړ دي. د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېرې کرین ډیکر ویلي، چې په فراه کې د سلګونو کسانو په حضور کې علني اعدام باید وغندل شي. Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Фонд музея-заповедника «Царицыно» собрал 61 тыс. произведений искусства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Элвис Пресли

Дом Элвиса Пресли атаковали аферисты




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи


Ролан Гаррос

Арина Соболенко повторила уникальное достижение Азаренко на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России