Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2022

Новости за 15.12.2022

د پاکستان کرکټ لیګ سيالیو لپاره د لوبغاړو د پېرلو مراسم پيل شول

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان غوره لیګ د اتم پړاو سيالیو د پيرلو مراسم پيل شول. نن پنجشنبه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پي اېس ایل سياليو د اتم پړاو لپاره د لوبغاړو د پېرلو مراسم پیل شوي دي. په دې مراسمو کې به شپږ لوبډلې په څو کټګوريو کې لوبغاړي پېري چې تر ټولو لوړه کټګوري یې پلاټينیم او ټیټه یې سیلور نومول شوې ده. د پاکستان په غوره لیګ سياليو کې ګڼ افغان لوبغاړي هم لوبېدلي دي او د اتم پړاو لپاره راشدخان لا له وړاندې لاهور قلندر لوبډلې په پلاټينیم کټګورۍ کې له ځان سره ساتلی دی او نوین الحق په سیلور کټګورۍ کې کوټې لوبډلې اخستی دی. Читать дальше...

د سره صلیب نړیواله کمېټه: د افغانانو اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، د افغانستان وګړي د ژمي په راتلو او د اقتصادي وضعیت د لاخرابېدو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د افغانستان لپاره د دې نړیوالې کمېټې څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې په ماشومانو کې د سینه و بغل او خوارځواکۍ پېښې په ډېرېدو دي او کورنۍ له یوه داسې بد وضعیت سره مخامخ دي چې نه پوهېږي چې د خوړو غم وخوري که د تودوخې. د سره صلیب نړیوالې کمېټې په تېره نومبر میاشت کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د دې کمېټې اړوند ۳۳ روغتیایي مرکزونو کې لیدل شوي چې په ماشومانو کې د سینه وبغل... Читать дальше...

د اروپایي ټولنې مشران له اوکراین سره پر مرستو غږېږي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې مشران د روان کال په وروستۍ سرمشریزه کې نن په بروکسل کې جرګه کېږي او تمه ده چې له اوکراین څخه په لا زیات مالي، بشري، پوځي او سیاسي ملاتړ خبرې وکړي. مشران به همدارنګه پر دې وغږېږي چې په څه ډول کولای شي د دغه جګړه ځپلي هېواد د حیاتي بنسټیزو تاسیساتو له رغولو سره مرسته کولای شي. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي به د ویډیو کنفرانس له لارې له دغې سرمشریزې سره د پیل په شېبو کې وصل شي. د اروپایي ټولنې مشران به همداراز بوسنیا- هرزیګوینا ته په دې ټولنه کې د شاملېدو لپاره د رسمي نوماند... Читать дальше...



د سپین بولدک - چمن سیمه کې طالبانو او پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د سپین بولدک - چمن په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې. د سپین بولدک د طالبانو د مطبوعاتو مسوول علي محمد حقمل ازادي راډيو ته د یوه پیغام په استولو د جګړې د پېښېدو خبره وکړه، خو د تلفاتو یادونه یې نه ده کړې. خو له سیمې ازادي راډيو ته په رسېدلو عکسونو او ويډیوګانو کې ښکاري چې د خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ لګېدلي او د ماشومانو په شمول ځينې کسان ټپيان شوي. د ډيورنډ کرښې هاخوا بیا د لږ تر لږه پنځلسو کسانو د ټپي کېدو خبره ځایي پوځي چارواکو... Читать дальше...

ملګرو ملتونو بیا دغه سازمان ته د طالبانو د استازي لېږل وځنډول

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د دویم ځل لپاره هم نیویارک ته د طالبانو د حکومت د استازي د لېږلو وروستۍ پرېکړه وځنډوله. رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د اعتبارلیک کمېټې له قوله ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د دغو دوو هېوادونو د استازو په توګه د طالبانو او د میانمار د پوځي حکومت د استازو د منلو پرېکړه د دویم ځل لپاره ځنډول شوې ده . د ملګرو ملتونو د اعتبار کمېټه د روسیې، چین او د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون د ۹ هېوادونو له استازو جوړه ده. ټاکل شوې چې دغه راپور د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د تایید لپاره وړاندې شي. Читать дальше...

پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د پور موافقه لاسلیک کړه

Pa.azadiradio.com 

پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره له اسیایي پرمختیایي بانک سره د ۴۷۵ میلیون ډالرو پور یوه موافقه لاسلیک کړه. د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر ایاز صادق نن دا اعلان وکړ او ویې ویل چې په دې سره په کال کې د هغو پیسو اندازه چې له دې ادارې یې ترلاسه کوي، ۲.۷ میلیارد ډالرو ته ورسېده. روان کال په پاکستان کې د موسمي بارانونو په نتیجه کې راوتلو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه واړول. د دغو سېلابونو له امله نږدې ۱۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

ای ار سي: ښايي افغانستان له ناوړه بشري ناورین سره مخ شي

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، ښايي افغانستان به راتلونکی کال له یوه ناوړه بشري ناورین سره مخ شي. احمد فرید د کابل یو له هغو اوسېدونکو دی چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. هغه د خپلې کورنۍ د درملو، خوراکي او د سون توکو د برابرولو وس نه لري، وايي تر اوسه ورسره کومه مرسته نه ده شوې. فرید وویل: "له مرستندويه بنسټونو او دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې يا دې د کار زمينه برابره کړي او يا دې له موږ سره مرسته وکړي. دا مرسته له هغو کسانو پرته چې وکيلان پېژني، نورو ته نه رسېږي." دا په داسې حال کې ده... Читать дальше...

په کاج ښوونیز مرکز کې ټپي شوې 'فاطمه امیري' د درملنې لپاره ترکیې ته لېږدول شوې

Pa.azadiradio.com 

د کاج پر ښوونیز مرکز په برید کې ټپي شوې فاطمه امیري د درملنې لپاره ترکیې ته لېږدول شوې ده. د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو له ډلې فاطمه امیري د مشهور افغان سندرغاړي فرهاد دریا په مرسته ترکیې ته د درمنلې لپاره استول شوې ده. فرهاد دریا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د اغلې امیري د درملنې لپاره یې یوه اندازه پیسې راټولې کړي او د هغې په درملنه به یې ولګوي. دریا وویل: "د خلکو او یو شمېر خواخوږو په مرسته مې یو اندازه پیسې د اغلې فاطمې د درملنې لپاره د (ګو فن مي) په مرسته راټولې کړي، له دې ټولو... Читать дальше...



په شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید له امله د تلفاتو شمېر لوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر موټرو په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲ او د ټپیانو ۱۵ ته لوړ شوی. د سیمې د پولیسو مشر فرهان خان د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل، ځانمرګي بریدګر پرون ناوخته خپل موټرسایکل د پوځي کاروان له یوه ګاډي سره وجنګاوه. فرهان خان تایید کړه چې وژل شوي یو عام کس او یو سرتېری دي او په ټپیانو کې بیا څلور تنه ملکیان شامل دي. د حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو حکومتي چارواکي وايي، په خیبرپښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یو شمېر وسله والې ډلې فعاله دي.

د پوهنتونونو ځینې محصلانې: طالبانو زمونږ د فراغت پر مراسمو هم بندیزونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له یو شمېر پوهنتونونو ځینې فارغې شوې محصلانې ادعا کوي چې طالبانو یې د فراغت پر مراسمو هم یو لړ بندیزونه لګولي. له لوړو زده‌کړو وروسته د فراغت په مراسمو کې ښايي د محصلانو لپاره د دوی د کورنیو د غړو ګډون د خوښې شېبه وي. خو اوس د کابل پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانې وایي، طالبانو ترې دا خوښي اخیستې او د دوی د فراغت په مراسمو کې د دوی د کورنیو نارینه غړو ته د ګډون اجازه نه‌ورکول کېږي. د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي د پښتو څانګې محصله لېمه رحماني چې سږ کال په لومړۍ درجه فارغه شوې ده،... Читать дальше...

طالبانو او پاکستاني ځواکونو بیا د سپین بولدک - چمن سیمه کې نښته کړې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د سپین بولدک - چمن په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا جګړه شوې. ځایي سرچینې وایي، طالبانو د شېرو اوبو په سیمه کې پوسته جوړوله، چې د ډيورنډ کرښې له هاخوا پرې ډزې شوي دي. د سپین بولدک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پښتون ازادي رادیو وویل، په کومه سیمه کې چې څو ورځې مخکې جګړه شوې وه، د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي. د سپین بولدک او چمن تر منځ لار لا دامهال خلاصه ده. په مخکېنۍ جګړه کې چې یکشنبه شوې وه دواړه غاړو ته لږ تر لږه ۷ کسان مړه او ۳۰ نور ژوبل شول. هغې نښتې د پاکستاني... Читать дальше...

جرمني د خپل پوځي ځواک غښتلتیا لپاره امریکایي جېټ الوتکې پېري

Pa.azadiradio.com 

جرمني پر اوکراین د روسیې یرغل ته په پام د خپل پوځي ځواک د غښتلتیا لپاره په لسګونه امریکایي ایف ۳۵ جېټ الوتکې پېري. جرمني پرون چهارشنبې د امریکا ایف ۳۵ ډوله نږدې دېرش جېټ الوتکو پېرلو ته شین څراغ ورکړ. پر اوکراین د روسیې یرغل برلین دې ته اړ کړی چې پر خپل پوځ پانګونه وکړي. د جرمني د پارلمان د بودجې کمېټې د دیارلس میلیاردو ایرو په اندازه هغه اته پروژې منظور کړې چې د لس میلیارده ایرو په اندازه د دغو جېټ الوتکو پېرل هم په کې شامل دي. په برلین کې د متحده ایالاتو سفارت د دغو الوتکو د پېرلو له منظورۍ... Читать дальше...

ټېسټ کرکټ؛ هند د بنګله دېش پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۰۴ منډې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د بنګله دېش په کوربتوب د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په پار دا ځل د کوربه او هندوستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پرون چهارشنبه پيل شوې ده. هندوستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او ټول لوبغاړي یې له ۴۰۴ منډو جوړولو وروسته وسوځېدل. هېڅ هندی توپ وهونکی ونه توانېد چې په دې سيالۍ کې سلیزه ترسره کړي، خو چټیشور پوجارا، شریس ایر او روي چندرن اشوین په کې نیمه سلیزې ترلاسه کړې. د بنګله دېش لپاره شکیب الحسن او تجاول اسلام ۴ـ۴ ويکټې واخیستې. نن د دې لوبې دویمه ورځ ده او بنګله دېش به خپله لومړۍ پاڼۍ پيلوي. د... Читать дальше...

د افغانستان کرکټ یو لوبغاړی د درملنې په موخه پېښور ته لېږدول شوی

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ لوبغاړی چې په یوه ترافيکي پېښه کې ژوبل شوی و د درملنې په موخه له هېواده بهر وړل شوی. د افغانستان فرسټ کلاس کرکټ لوبغاړی زبیر احمدي چې د لیندۍ ۲۱مه د کابل جلال اباد په لویه لار په یوه ترافيکي پېښه کې سخت ژوبل شوی و د ښې درملنې په موخه پېښور ته لېږدول شوی دی. د زبیراحمدي د کورنۍ غړي حمدالله طلوع ازادي راډيو ته په یوه پيغام کې ویلي: "زبېر احمدي د دوشنبې په ورځ د کابل څخه جلال آباد په لاره و چې د سروبي څخه ښکته تنګي کې یې د ماسپښین دوه بجو خواوشا ټکر وکړ. سینه یې شدیده ژوبله شوې، اوږه... Читать дальше...

فوټبال؛ فرانسې مراکش ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال په نړیوال جام کې فرانسې مراکش ته ماتې ورکړه او فاینل ته یې لار پيدا کړه. فرانس په بېګانۍ لوبه کې دوه پر صفر مراکش له‌مخې لرې کړ. تمه ده چې فرانسه په پایلوبه کې چې راتلونکې یکشنبه کېږي له ارجنټاین سره مخ شي. اخوا د دریم مقام لپاره د کروېشیا او مراکش ټیمونه د شنبې په ورځ مخ کېږي.

تاجکستان یو وار بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې یو وار بیا د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان اسلام‌اباد ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره له لیدنې وروسته په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې باید داسې حکومت رامنځته شي چې ټولو قومونو او لورو ته د منلو وړ وي. نوموړي وویل هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو غوښتونکی دی او په دې برخه کې له پاکستان سره په ګډه کار کوي. نوموړي ويلي: "په ځورېدلي افعانستان کې تر ټولو ډېر د سولې او ثبات د رامنځته... Читать дальше...

د طالبانو د پنجشېر له ځينو مسؤلینو، علماوو او متنفذینو سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، د دوی مشر ملا هبت‌الله د پنجشېر ولایت له یو شمېر مسؤلینو، علماوو او متنفذینو سره لیدلي دي. د دغه حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټر د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه لیدنه تأیید کړې ده. اعلامیه زیاتوي چې په دغې لیدنه کې د پنجشېر او اندراب لپاره د طالبانو پوځي مسؤل ملا عبدالقیوم ذاکر او د پنجشېر لپاره د دوی والي محمد محسن او ګڼ شمېر نور طالب چارواکي حاضر وو. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر د پنجشېر ولایت له علماوو او مسؤلینو سره ګوري. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته... Читать дальше...

ملګرو ملتونو کې د طالبانو حکومت او ميانمار د استازو د منلو او رد پرېکړه وځنډېده

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د حکومت او میانمار د استازو د منلو یا ردولو وروستۍ پرېکړه د دویم ځل لپاره وځنډېده. رویټرز اژانس لیکلي چې، ملګري ملتونه به په راتلونکو نهو میاشتو کې بیا د دغې پرېکړې په اړه ارزونه کوي. ډیپلوماتانو ویلي، دا اقدام د دې لامل کېږي چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام او دغه راز میانمار پخواني استازي ملګرو ملتونو کې په خپلو څوکیو پاتې کېږي. ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله چې ۱۹۸ غړي لري، د جمعې په ورځ په دې اړه خبرې وکړي. طالبانو لا د ملګرو ملتونو پر دې تازه ګام... Читать дальше...

کروویشیا او مراکش د فوټبال نړیوال جام د درېیم مقام لپاره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سياليو په لړ کې به مراکش او کروویشیا سبا(شنبه) د درېیم مقام ګټلو په پار سيالي ترسره کړي. کروویشیا په نیمه پایلوبه کې له ارجنټاین او مراکش بیا له فرانسې له لوري مات شول. د ۲۰۲۲ زيږدیز کال د فوټبال نړیوال جام پایلوبه به د ډسمبر میاشتې په اتلسمه نېټه د فرانسې او ارجنټاین ترمنځ ترسره شي.


Музыкальные новости
Джиган

Бесконечный отдых закончился: Джиган и Оксана Самойлова стали участниками шоу «Выжить в Дубае»





Rss.plus
Сергей Собянин

Собянин: Трасса Солнцево — Бутово — Варшавское шоссе будет готова в 2026 году




Инвестор + стартапер: форум U-NOVUS проходит в Томске

Останется на улице? Чем кончится разбирательство театра Маяковского и Макогона

США "забыли" про швейцарский саммит и зовут Кремль на новые переговоры в присутствии союзников из БРИКС

Прохождение ТО и замена прав — что изменится для водителей с 1 июня




ايران د ملګرو ملتونو د ښځو کمېسيون کې د تعليق رايه واخيسته

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزې شورا د ښځو د موقف په اړه کمېسیون کې د ایران د غړیتوب تعلیق ته رایه ورکړه. پر ایرن د دې شورا انتقاد د مساواتو پر نشتوالي او د مهسا امیني ترمړینې وروسته د مظاهرو پر ځپنې متمرکز و. د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزه شوا چې ۵۵ غړي لري، پرون چهارشنبې په غونډه کې ایران د ښځود موقف په اړه کمېسیون کې د ایران د پاتې مودې، یعنې تر۲۰۲۶ کال پورې غړیتوب په ۲۹ موافقو رایو سره وځنډاوه. په دې اړه پریکړه لیک ته اته مخالفې رایې ورکړل شوې او ۱۶ غړیو سپینې رایې وکارولې. چین او... Читать дальше...

کرن ډېکر د طالبانو د کندهار له والي سره د فعالانو پر حقونو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډېکر وایي، د بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ لپاره یې په کندهار کې د طالبانو له والي سره خبرې کړي دي. کرین ډېکر پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې، دوی په شفاهي توګه موافقه وکړه چې بشري حقوق مهم دي. مېرمن ډېکر همدارنګه ویلي، لېواله ده چې پوه شي، په کندهار کې د طالبانو مشران په دې برخه کې څه ډول عمل کوي. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړیوالو تل له دوی غوښتنه کړې چې بشري حقونو، په تېره د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي. نړیواله... Читать дальше...

د خوړو او کرنې ادارې درې ولايتونو کې له لمر تودېدونکي کورونه جوړ کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې اداره یا FAO په ژمي کې د ډېرو لرګیو د سوځېدو د مخنیوي لپاره په دریو ولایتونو کې  په لسګونو هغو کورونو د جوړېدو خبر ورکوی چې تر ډېره د لمر له وړانګو تودیږي. دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې ۱۹۰ داډول کورونه یې په بامیان، بادغیس او غزني ولایتونو کې جوړ کړي چې په ژمي کې د خونو د تودېدو لپاره د لرګیو مصرف نیمایي ته راکموي. په دغو کورونو کې د لمرد وړانګو د جذب پنیلونه یا سولرونه د هستوګنې د خونو او خلاصې فضا ترمنځ د یوه حایل په توګه نصب شوي چې په دې توګه د خونو د... Читать дальше...

د روغتيا سازمان افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۱۶ مليون ايرو د مرستې خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د اروپایي ټولنې د ۱۶ ملیون ایرو مرستې خبر ورکوي. ډبلیواچ‌او پرون په څو ټویټونو کې ویلي چې، دغه مرسته به په افغانستان کې د رواني روغتیا له ښه کېدو مرسته وکړي او هم به د هغو کسانو ملاتړ وشي چې د مخدرو موادو له امله اختلالات لري. د ډبلیواچ‌او په وینا اروپایي ټولنه د افغانستان له خلکو سره د یوه پراخ او دوامداره روغتیایي سیسټم په رامنځته کولو کې متعهده ده. همدارنګه ویل شوي هغه اختلالات چې، د مخدره موادو د کارولو په نتیجه کې رامنځته... Читать дальше...

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه: افغانستان کې تېر کال تر ټولو ډېر خبريالان نيول شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یا CPJ له دولس کلونو ځنډ وروسته افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په فهرست کې شامل کړی چې ډېر خبریالان په‌کې نیول شوي دي. سي پي جی د ۲۰۲۲ کال په راپور کې چې پرون چهارشنبې یې خپور کړی ویلي چې په افغانستان کې اوس درې خبریالان بندیان دي او له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي په دې هېواد کې رسنۍ له جدي ستونزو سره مخامخې دي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، د تېر ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په سلګونو افغان خبریالان له افغانستانه تښتېدلي او هغوی هم... Читать дальше...

د افغانستان بانک: د نړيوالې ټولنې نغدي مرسته دوه مليارده ډالرو ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مرکزي بانک چې اداره یې د طالبانو په لاس کې ده، کابل ته د نغدو ۴۰ ملیون ډالرو مرستو د یوې بلې کڅوړې د رسېدو خبر ورکوي. دې بانک پرون چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه پیسې یوه سوداګریز بانک ته ولېږدول شوې. له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د افغانستان مرکزي بانک دغه نغدي بسپنه د نړیوالو بشري مرسته بولي چې، تر اوسه یې د کڅوړو شمېر۵۱ ته رسیږي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له‌مخې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې چې له دې هېواد سره... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Число пользователей портала «Малый бизнес Москвы» превысило 200 тысяч



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Бесконечный отдых закончился: Джиган и Оксана Самойлова стали участниками шоу «Выжить в Дубае»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте


Виктория Азаренко

Андреева назвала важнейшей в карьере победу над Азаренко на "Ролан Гаррос-2024"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

Brentford B and Tiverton Town Friendlies Announced



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России