آی پي ایل؛ د بولۍ په وروستي نوملړ کې د افغان لوبغاړو نومونه په ډاګه شول
د هندوستان کرکټ بورډ نن سه شنبه د هغو کورنیو او بهرنیو لوبغاړو نومونه اعلان کړل چې د ډسمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه به پرې بولي ترسره شي. د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل ادارې په خپل ویبپاڼه خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي دي چې په د دې بولۍ کې به ۴۰۵ لوبغاړي وړاندې شي چې د لسو لوبډلو له لوري به واخیستل شي. د افغانستان له لوري راشدخان، فضل الحق فاروقي، رحمن الله ګربز او نوراحمد لا له وړاندې خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي دي، چې راشد خان او نوراحمد به له ګجرات، فاروقي به حیدراباد او ګربز به له کلکتې سره ولوبېږي. Читать дальше...