په ننګرهار کې چاودنه شوې
جلال اباد ښار کې چاودنې ۶ ولسي وګړي ټپیان کړي دي. پېښه نن مازدیګر ناوخته د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند درمسال ته څېرمه شوې ده. په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ویاند قاري عبدالبصیر زابلي رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي چې پېښه د یو دوکان مخته د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده. ویل کېږي چې یاد دوکان د یو سېک افغان و چې یوناني درمل په کې پلورل کېدل. د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی، خو له دې وړاندې په دې ولایت کې د ځینو چاودونو مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی وو.