د افغانستان حالاتو لپاره د پاکستان حکومت نوې کمېټې ته کتنه
د پاکستان حکومت د افغانستان بې امنيو او روانو حالاتو ته په کتو د سیمه ییز سیاست په اړه د سلا مشورو لپاره يوه کمېټۍ جوړه کړې ده. د کورنيو چارو وزیر شیخ رشيد وايي چې د دې کمېټې مقصد د سختو حالاتو په وخت د پاکستان غبرګون هم اهنګه کول او د سمو پرېکړو په موخه وزیراعظم ته مشوره ورکول دي. هغه د اګست په څلورمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل: ''په دې سيمه کې حالات په تېزۍ سره بدلېږي. دا پينځه – شپږ مياشتې ډير اهمیت لري. وزیراعظم عمران خان پرون د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ يوه کمېټې... Читать дальше...