پښتانه ملتپالي وايي کراچۍ کې ورسره توپیري چلند کېږي
ليکوال شاهد جاويد برکي: په افغانستان، قبايلي ضلعو، سوات او د پښتنو په نورو سیمو کې د جنګونو او تنازعو له امله په تېرو څلورو لسیزو کې له څلورو تر پینځو مليونو پورې پښتنو کراچۍ ته کډه کړې ده
ليکوال شاهد جاويد برکي: په افغانستان، قبايلي ضلعو، سوات او د پښتنو په نورو سیمو کې د جنګونو او تنازعو له امله په تېرو څلورو لسیزو کې له څلورو تر پینځو مليونو پورې پښتنو کراچۍ ته کډه کړې ده
چین افغانستان ته ۸۰۰ زره ډوزه واکسین واستوه او ټاکل شوې تر سبا ۲۰۰ زره نور ډوزه واکسین هم دغه هېواد ته واستوي. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي چین له افغانستان سره په نږدې ورځو کې د دوه ملیونه نورو ډوزونو واکسین د مرستو ژمنه هم کړې ده. د طالبانو عامې روغتیا وزارت وایي هغه روغتونونه چې د دغې ویروس د ناروغانو د پالنې لپاره ځانګړې شوې دي چې مخکې نړیوال بانکیې مالي ملاتړ کاوه، اوس د دغو مرستو له بندېدو وروسته د تشخصیه وسایلو او درملو له کمبود سره مخ شوي دي. د دغه وزارت د عامه خدماتو د... Читать дальше...
اولاف شولز د جرمني د نهم صدراعظم په توګه نن په برلین کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لوړه وکړه. ۶۳ کلن شولز به د جرمني د منځلارو-کیڼ اړخو د ائتلاف مشري وکړي او د پخوانۍ صدراعظمې انګلا مېرکل په ځای به د یوې څلور کلنې دورې په مخه د اروپا د ستر اقتصادي ځواکمن هېواد د صدارت چارې مخته یوسي. شولز په تېر حکومت کې د مالیې وزیر او د صدارعظم مرستیال و. ده د سپتمبر په ۲۶مه سوسیال ډیموکرات ګوند بریالی کړ او له دې سره د مېرکل د مسیحي ډیموکرات ګوند ۱۶ کلنه واکمني پای ته ورسېده. مېرمن مېرکل د صدراعظمۍ د څلورو پرلهپسې... Читать дальше...
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي دي څو میاشتې کېږي چې طالبانو افغانستان نیولی دی او لاهم په زرګونه کسان چې له جرمنیانو سرهیې په افغانستان کې کار کړی و، انتظار دي چې جرمني ته به ځي. د جرمني د ډيپياې اژانس د راپور له مخې دغو افغانانو د جرمني له پوځ، په کابل کې د دوی له سفارت او د جرمني له یو شمېر نورو ادارو سره کار کړی دی. جرمني د نږدې ۲۵ زره افغانانو د کډوالۍ درخواستونه منلي دي او له دې ډلې تر دې دمه اووه زره توانېدلي دي چې جرمني ته ولاړ شي. سربېره پر دې چې طالبانو له خلکو غوښتي چې له... Читать дальше...
له فرانسې څخه خپاره شوي راپورونه څرګندوي چې د سعودي عربستان د شاهي دولت یو پخوانی ساتونکی نیول شوی دی. دا کس خالد العتیبي نومېږي چې درې کاله مخکې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د خبریال جمال خاشقجي د وژلو په پېښه کې تورن دی. په فرانسه کې د هوایي ډګر او قضایي سرچینو په وینا العتیبي پرون په پاریس کې په چارلس دیګول هوایي ډګر کې هغه وخت ونیول شو چې ده غوښتل ریاض ته ولاړ شي. ۳۳ کلن العتیبي او د سعودي عربستان ۲۶ تنه نور اتباع هغه کسان دي چې ترکیه پسې ګرځي چې د خاشقجي د وژلو په قضیه کې یې ونیسي. Читать дальше...
دې ادارې د ډېسېمبر پر اتمه په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې د هغه هېواد زیاتره خلک فکر کوي چې تر پولیسو او عدلیې وروسته تر ټولو زیاته درغلي د ټېکو او د قراردادونو د داوطلبیو پرمهال کېږي.
خیبر ولي تازه د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو کم عمره ځوانانو په هغه نوملړ کې ځای وموند چې په اسیا کپ او نړیوال جام کې به د افغانستان لپاره لوبه کوي. خیبر ولي چې لومړی د خپل یوه ملګري له خولې د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو کم عمره ځوانانو په لوبډله کې د خپل نوم د شاملېدو خبره واورېدله، ښایي زړه ته یې نه لوېده، خو دا هغه رښتینی خبر وو چې د کرکټ بورډ پر فیسبوک پاڼه خپور شوی وو. نور حال په دې ویډیو کې.
د هند هوايي ځواک د ډېسېمبر پر اتمه په خپله ټوېټر پاڼه ویلي چې د پېښې پلټنې کوي. په دې هیلېکاپټر کې د هند د دفاعي ځواکونو مشر جنرال بیپین راوت او ۱۴ نور کسان سپاره ول.
په سروې خپرونه کې مو له نیدرلینډز (هالینډه) حمید ساپۍ مېلمنه ده. نوموړې له تېرو څلورو کلونو راهیسې هلته ژوند کوي او څه موده کېږي چې هلته د خوړو پخولو او خلکو ته یې د رسولو کار کوي. له نوموړې سره خبرې د غږ په ځای کې واورئ.
پښتون ژغورنه غورځنګ په بیا بیا وايي چې په پاکستان کې له پښتنو سره د ریاستي او حکومتي ادارو لخوا توپیري چلند کېږي، د دې بیانيي لپاره دغه سازمان په کراچۍ، کوټه، قبايلي ضلعو او د خيبر پښتونخوا په نورو سیمو کې دله عدالته لیرې د پښتنو د مبینه وژنو پېښې او په زوره د لادرکه شویو کسانو قضیې د ثبوت په توګه وړاندې کوي. دا راز د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې د امنيتي ادارو لخوا د پښتنو پروفايلنګ هم دوی د توپیري چلند په زمره کې بیانوي. بلخوا د پاکستان امنيتي ادارې او حکومت دا ډول تورونه ردوي او وايي چې د هېواد له ټولو وګړو سره د ايين مطابق يو شان چلند کوي. Читать дальше...
په داسې حال کې چې په بلوچستان کې د ډاکټرانو، ولسي وګړو، زده کوونکو او سیاسي فعالانو لخوا احتجاجي مظاهرې شوي دي، د بلوچستان ګورنر د یو فرمان له لارې د مظاهرو لپاره د سړکونو په تړلو بندیزونه عملي کړي دي. حکومت د ډاکټرانو د اتحادیې ځینې مشران نیولي او د عوامي نیشنل ګوند او پښتونخوا ژغورنې غورځنګ د بلوچستان په مشرانو یې مقدمې درج کړي دي. د کرښې پر غاړه خپرونه کې د بلوچستان په سیاسي او امنیتي صورتحال بحث کوو. کوربه شاهین بونېری دی.
په داسې حال کې چې د دېسېمبر پر ۱۹مه نېټه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ضلعو کې بلدیاتي ټاکنې ترسره کېږي په خیبر کې فاټا قامي جرګې په دې انتخاباتو کې د برخې نه اخيستو اعلان کړی دی. دوی وايي، حکومت دې لومړی له قبایلو سره د پرمختیا کړی لوظونه پوره کړي نو بیا دې ټاکنې کوي. د بلدیاتي ټاکنو لپاره څه تیارۍ روانې دي او حکومت د امنیت لپاره کوم ګامونه پورته کړي دي؟ د کرښې پر غاړه کې پرې بحث کوو. کوربه شاهین بونېری دی.
خیبر ولي تازه د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو کم عمره ځوانانو په هغه نوملړ کې ځای پیدا کړی چې په اسیا کپ او نړیوال جام کې به د افغانستان استازیتوب کوي.
دا خبره د شفافیت نړیوال سازمان یا Transparency International په یوه وروستۍ نظر پوښتنه کې مخې ته راغلې ده. دا سروې یا نظر پوښتنه چې د ډیسمبر په ۷ مه خپره شوه ښايي چې په پاکستان کې ۹۲ اعشاریه ۹ فیصده فکر کوي چې له کال ۲۰۱۸ م راهیسې تر کال ۲۰۲۱ م د تحریک انصاف په واکمنۍ کې د شیانو بیعې تر بل
د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند لیچلام اوسیدونکي وايي، په سيمه کې يې یو شمېر کسانو د نښترو ځنګل پر وهلو پیل کړی. د دوی په خبره چې تېرو سختو جنګونو او حالاتو کې يې د نښترو ځنګلونه ساتلي، خو اوس يې ساتل له وسه وتلي دي. دوی دعوه کوي چې څو ځله يې ولسوالۍ او ولایت مقام ته شکایتونه کړي، خو تراوسه چا ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی. د لیچلام اوسیدونکی حیات الله (قرار) ازادي راډیو ته وویل:"ډېر ښېرزاه ځنګل دی چې په کې د نښترو، ځڼغوزیو، کچل،څېړۍ او نورو ډول-ډول مېوه لرونکي او بې مېوې ونې ولاړې دي. موږ قومي... Читать дальше...
د ډېسېمبر پر درېيمه نېټه د پاکستان په سيالکوټ ښار کې بلوه ګرو بې له څه ثبوته يو سريلنکايي وګړی پريانتا کمار په وهلو ټکولو تر وژلو وروسته سوځولی وو. نوموړی له تېرو لسو کالونو راهيسې په راجکو نومې کمپنۍ کې منيجر وو. يو بهرنۍ وګړی په داسې حال کې وژل شوی چې پاکستان له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او هڅه کوي چې بهرني پانګه وال په هېواد کې سرمايه کارۍ ته وهڅوي. پوښتنه دا ده چې په يوه کارخانه کې د يوه بهرني وګړي وژنه نړيوال پانګه والو ته څه پېغام ورکړي او دا به د سرمايه کارۍ له پلوه پر پاکستان کوم ممکنه... Читать дальше...
په افغانستان کې یو شمېر شاعران وایي، بې وزلۍ اړ کړي چې د خپلو خصوصي کتابخانو کتابونه وپلوري. تازه دري ژبي شاعر او لیکوال جاوېد فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د بې وزلۍ او ناچارۍ له امله یې بېلابېل ۲۰۰۰ جلده کتابونه چې په تېرو ۲۱ کلونو کې یې راټول کړي وو، وپلورل. دغه افغان شاعر او لیکوال وایي، د کتابونو د پلور له لارې یې په ترلاسه کړو پیسو د کور درې میاشتې کرایه ورکړې او که وضعیت همداسې دوام وکړي، مجبور دی پر کراچۍ توکي وپلوري. ښاغلي فرهاد ازادي راډیو ته وویل: "ډېر په سختۍ مې وپلورل، تاسو پوهېږئ... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دوی له افغانستانه بهر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپلې وړتیاوې او صلاحتیونه لري چې د اړتیا پر مهال ترې د امریکا د ملي ګټو دفاع وکړل شي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکې چې دا او کورنۍ یې په همدې ورځو کې له افغانستانه د وتلو تکل لري. دا اغلې چې د ۱۰ کسیزې کورنۍ غړې ده وایي، په هېواد کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ د زده کړو د بهیر د ټکني کېدو له امله غواړي له دغه هېواده ووځي. دا مېرمن چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، په دې اړه یې ازادي راډیو سره مرکه کې وویل: "له افغانستانه زما د کورنۍ د وتلو یوازینی لامل د تعلیم دی، ځکه موږ غواړو زموږ د کورنۍ د زده کړو د دوام لپاره له افغانستانه ووځو." د کابل ښار دا اوسېدونکې وایي،... Читать дальше...
د امریکا جمهور رییس جوبایډن وايي، له افغانستانه د هر ډول ګواښ د ورپېښېدو د دفاع لپاره چمتو دي. د ښاغلي بایډن له قوله، دوی له افغانستانه بهر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپلې وړتیاوې ځای پرځای کړي او د اړتیا پر مهال به د امریکا له ملي ګټو دفاع وکړي. د امریکا جمهور رییس دا خبره د متحده ایالاتو د سنا او استازو جرګې مشرانو ته "د جګړې د اختیاراتو" تر عنوان لاندې لېږل شوې راپور کې کړې. هغه زیاته کړې: "د ۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل په ۱۴مه نېټه مې له افغانستانخ د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو لارښوونه وکړه. Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوټین ته ویلي چې که ماسکو په اوکرین برید کوي نو د سزا په توګه به د سختو اقتصادي او نورو اقداماتو سره مخامخ کېږي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړی چې که مسکو پر اوکراین حمله وکړي، له سختو اقتصادي بندیزونو سره به مخامخ شي. دا خبره سپینې ماڼۍ کړې ده. د امریکا او روسیې ولسمشرانو د ډسمبر په ۷مه نېټه له هغه راهیسې چې جوبایډن د روان کال په جنورۍ میاشت کې ولسمشر وټاکل شو، د درېیم ځل لپاره د ویډيو کنفرانس له لارې په غونډه کې خبرې وکړې. ویل کیږي چې دا غونډه هغومره په ترینګلي حالت کې جوړه شوه لکه د مسکو او واشنګټن اړیکې چې ښايي پر اوکراین د روسي ځواکونو د حملو له احتمال سره نورې هم ترینګلي شي. Читать дальше...
اکبر خان د افغانستان د سوک وهنې یا باکسېنګ ملي لوبغاړی دی. نوموړی د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پېښور ته کډه شوی او اوسمهال د سیالیو تیاری کوي. دی هیله لري چې په افغانستان کې به د لوبو لپاره چاپېریال یو ځل بیا مناسب شي چې دی هم هلته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د افغانستان د ښځو د روزنې د مرکز مشرې پلوشې حسن ته د لیندۍ په ۱۵مه د هیلري کلېنټن جایزه ورکړل شوه. اغلې حسن سږنۍ جایزه، د ښځو د حقونو او د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د هڅو په خاطر ترلاسه کړې ده. د جورج ټاون انسټیټیوټ د بیان له مخې دا کلنۍ جایزه هغو مخکښو ښځو ته ورکول کېږي چې د سولهییزې نړۍ لپاره د ښځو د رول د اهمیت په برخه کې یې د پام وړ کار کړی وي. له روسیې، مکسیکو، زېمبابوې او چین څخه څلور نورې ښځې هم د دې جایزې ګټونکې پېژندل شوې دي. د دې جایزه اهمیت په څه کې دی او ولې د افغان ښځو... Читать дальше...
د طالبانو د لوی مشر له ادرسه په یوه خپاره شوي بیان کې والیانو ته د هغو خلکو د ستونزو د حل سپارښتنه شوې چې غواړي له هېواده ووځي. د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخُندزاده ته په دې منسوب بیان کې چې د طالبانو ویاندویانو پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی راغلي دي چې والیان دې د دیني عالمانو او چارواکو په همکارۍ د خلکو ستونزې واوري او د هغو د حل په برخه کې دې اقدام وکړي. د طالبانو مشرانو دا هڅې داسې مهال پیل کړي چې په ځینو سیمو کې د طالب وسله والو له خوا د خلکو د ځورونو د ادعاوو په اړه راپورونه ورکړل شوي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости