Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

Новости за 06.12.2021

غزني کې بې پيلوټه الوتکو ولس ډارولی

Mashaalradio.com 

د غزني ولایت ځیني اوسېدونکي وايي، په اوسني وخت کې د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو یې ویره او اندېښنه زیاته کړې ده. دغه الوتکې پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت څخه وروسته هم د غزني ولایت ترڅنګ د پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو ولایتونو په هوا کې ګرځي. خو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ ضبطو خان وايي، شپه ورځ ویني چې دغه الوتکې ګرځې، نه پوهیږي چې د چا دي، له کوم لوري راځي او ولي ګرځي، خو سخت ورڅخه ویریږی. "دغه ډرون الوتکې زموږ په ولسوالۍ کې بېخي ډیرې ګرځي، نه پوهیږم چې دا اوس په څه حساب ګرځي، موږ سخت ورڅخه... Читать дальше...

د سري لنکايي وګړي وژنې د سيالکوټ کاروباريان اندېښمن کړي

Mashaalradio.com 

د پنجاب وزیراعلا ویلي دي چې په سيالکوټ کې د يو سري لنکايي ‌وګړي مړی یې خپل هېواد ته لېږدولی دی. اخوا پولیس وايي، د ډېسېمبر پر درېیمه یې د پېښې په تړاو لسګونه کسان نیولي دي. د سري لنکايي وګړي تر وژل کېدو وروسته د سیالکوټ ښار تجاران وايي حکومت دې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره د سختدريځو په وړاندې سخت ګامونه واخلي. د دوی په وینا، د داسې وژنو له وجې به څوک په پاکستان کې کاروبار کولو ته زړه ښه نه کړي. د ډېسېمبر پر درېيمه، په سیالکوټ کې د یوې کارخانې سري لنکايي‌ مینېجر د کارخانې د کارکوونکو له خوا د مذهب د سپکاوي په تور وسوځول شو. Читать дальше...

د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل هندي سیال اېس جې شنکر سره د نورو مسئلو ترڅنګ د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې کړې دي. لاوروف نن په نوې ډېلي کې خبریالانو ته ویلي، د دوی او هند دواړو هوکړه دا شوه چې طالبان باید له قومي او سیاسي پلوه ګډ او پراخ‌بنسټه حکومت جوړ کړي. لاوروف ویلي، د طالبانو حکومت باید بشري حقونه خوندي کړي او د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق مخه ونیسي.  لاوروف وړاندیز کړی، که هند او ایران هم د افغانستان په اړه د ترویکا پلس ناستو غړي شي، ګټور اقدام به وي.  اوس په دې... Читать дальше...



چین له افغانستان سره نوره بشري مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

چین له افغانستان سره د نورو بشري مرستو ژمنه کړې ده.  په کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دوی دا ځل د ۴،۷ ملیونه ډالرو په ارزښت بشري مرسته افغانستان ته لېږي.  وانګ یو ویلي، دغه مرسته به له هغو افغانو سره وشي چې ژمي یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.  د چین په بشري مرستو کې خوراکي مواد، کمپلې او نور لومړني توکي شامل دي.  د چین له‌خوا مرسته شوي او نور مرسته کېدونکي توکي په اورګاډي کې افغانستان ته لېږدول کېږي.

مسکو او نوي ډیلي په هند کې د کلاشنکوف تیارولو تړون لاسلیک کړ

Mashaalradio.com 

مسکو او نوي ډیلي په هند کې د کلاشنکوف تیارولو تړون لاسلیک کړ. د دوشنبې په ورځ د رویټرز خبري اژانس راپور له مخې د روسیې وسله جوړولو کلاشنکوف ویلي چې دوی به په هند کې  تر شپږ سوه زره زیات اې کې-۲۰۳ جنګي توپک تیارېږي. تر دې وړاندې نن د ډېسېمبر پر شپږمه د هند وزیراعظم نرېندرا مودي په نوي ډیلي کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د سوداګرۍ او دفاعي موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان پر روانو کړکېچنو حالاتو غږېدلی دی. د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو نه پس، هغه هېواد له بشري کړکېچ سره... Читать дальше...

ملګري ملتونه افغانستان کې خپل 'عملیاتي پلان' پراخوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي، دغه هېواد کې خپل عملیاتي پلان پراخوي.  لاینز دا خبره نن د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې کړې ده. نوموړې ویلي، دا مهال‌یې افغانستان کې ټولې څانګې پرانیستي او ځایي او نړیوال کارکوونکي یې دندو ته حاضر شوي دي.  د مېرمن لاینز او ښاغلي ستانکزي د لیدو کتو خبر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی.  د خبر له مخې لاینز ویلي، د افغانستان د... Читать дальше...

د 'انرژۍ او وسلو د پلور' سرمشریزه کې د ګدون لپاره هند ته د ولادیمیر پوتین سفر

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د ډسمبر په شپږمه نېټه هند ته سفر وکړ. دی به هلته د انرژۍ او وسلو د پلور په برخه کې په سرمشریزه کې ګدون وکړي. د کرونا وبا له پیل راهیسې دا د پوتین دوهم سفر دی چې له خپل هېواده دباندې يې کوي. لومړی ځل سفر یې په جون میاشت کې د جنیوا په سرمشریزه کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د لیدو لپاره کړی وو. دا سفر په داسې حال کې کېږي چې هند د ۵،۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د روسیې د پرمختللي «S-400» د توغندیو هوایي دفاعي سیستم عرضه کول پیل کړي چې په احتمالي توګه نوې ډېلي د بندیزونو په چوکاټ کې راولي. Читать дальше...

د بلاروس چارواکي له توقيفه د ازاد خبریال کوزنیچیک په خلاصولو ونه‌توانېدل

Pa.azadiradio.com 

په بلاروس کې چارواکي نه‌دي توانېدلي چې ازاد خبریال اندري کوزنیچیک له توقیفه خلاص کړي، سره له دې چې د یوه جنجالي قانون له مخې د هغه د ۱۰ ورځني بند موده هم نن بشپړه شوه. کوزنیچیک چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بلاروسي څانګې خبریال و د نومبر په ۲۶مه له دې سره سره محکوم شو چې ده پر ځان لګول شوي تور بې‌اساسه باله. هغه د مېنسک په بدنامه توقیف خونې (اکریستسینا) کې ساتل کېږي، دغلته ډېرو توقیف شویو ویلي چې ربړول کېږي هم. د کوزنیچیک د کورنۍ غړو ویلي، تر اوسه معلومات نه‌لري چې هغه کله خوشې کېږي، بلاروسي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. Читать дальше...



افغانستان کې د زده‌کړو له بندېدو وروسته ځینې محصلینې 'جبري ودونو' ته اړې شوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان ښځینه محصلینې وایي د طالبانو له لوري د زده‌کړو له بندېدو وروسته، د خپلو کورنیو له‌خوا ودونو ته مجبوره شوي، خو دوی په‌کې رضایت نه‌لري. ‎دوی چې د طب او د حقوقو پوهنځیو محصلینې دي وايي، کورنۍ يې له يوې مياشتې راهيسې ورته وايي چې د زده‌کړو دروازې تړلې دي او بايد خپلو ولايتونو ته بېرته ستنې شي. ‎دغه محصلینې وايي، له واده کولو نه‌یې لوړ ارمانونه وو چې د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې به زده‌کړې کوي، خو د رژيم بدلون او د پوهنتونونو او ښوونځيو د دروازو تړل کېدو د دوی ټول ارمانونه له‌منځه يوړل. Читать дальше...

د افغانستان د موی‌تای لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر خپل سنګاپوری سیال مات کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د موی‌تای لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د موی‌تای په نړیوالو اتلولیو کې خپل سنګاپوری سیال مات کړ. دغه دواړه لوبغاړي نن په تایلنډ کې د مسابقې ډګر ته ښکته شول او افغان لوبغاړي په خپلې بریا سره د سیالۍ دوهم پړاو ته لاره ومونده. د افغانستان موی‌تای فدراسیون ویلي چې د جهانګیر بله لوبه د جنوبي افریقا له یوه لوبغاړي سره ده او که چېرته هلته هم بریالی شي له ازبکستاني او قزاقستاني سیالانو سره به د سیالۍ رېنګ ته ښکته شي. د موی‌تای په دې سیالیو کې د ۹۴ هېوادونو لوبغاړي برخه لري، خو له افغانستانه یوازې دوه لوبغاړي او یو لوبڅار ورغلي دي.

کابل کې لاریون: عدالت او برابري غواړو

Mashaalradio.com 

لاریونوالو غوښتنه کوله چې د نجونو تعلیمي ادارې دې ژر تر ژره پرانیستل شي. د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې یوشمېر تعلیمي ادارې، په ځانګړي ډول دولتي پوهنتونونه لاهم تړلي دي.

کابل ښار کې لاريون: د طالبانو له حکومته د عدالت او برابرۍ غوښتنه کوو

Pa.azadiradio.com 

کابل ښار نن یو ځل بیا د لسګونه کسانو د لاریون شاهد وو. يو شمېر د پوهنتون استادانو، محصلانو او مدني فعالانو د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د ليندۍ ۱۵» په کابل ښار کې د یو لاریون پر مهال د شعارونو په ورکولو سره د طالبانو له حکومته د عدالت او برابرۍ غوښتنه وکړه. د دغو کسانو شمېر له ۳۰ تر ۴۰ کسانو وو. دوی د زده‌کړو په ځانګړي ډول د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو د مرکزونو د تړلي پاتې کېدو په وړاندې اعتراض وکړ. د طالبانو د حکومت له پیله چې څلور میاشتې کېږي یو شمېر تعلیمي ادارې، په ځانګړي ډول دولتي پوهنتونونه لاهم تړلي دي. Читать дальше...

د برما یوې محکمې له واکه لیرې کړای شوې مشره انګ سان سوچي په بند محکومه کړه

Pa.azadiradio.com 

د برما یوې محکمې نن (د ډسمبر په ۶مه) له واکه لیرې کړای شوې مشره انګ سان سوچي په څلور کاله بند محکومه کړه.  د نوبل جایزې پر ګټونکې سوچي تور دی چې د پوځ په ضد یې پاروونکی چلند کړی او د 'کووېډ-۱۹' له بندیزونو یې سرغړونه کړې ده.  دا له کله چې په تېره فبروري میاشت کې د سوچي حاکم سیاسي ګوند د پوځي کودتا له امله وپرځول شو، د ۷۶ کلنې سوچي د محاکمو د لړۍ لومړنۍ هغه ده.  له کودتا راهیسې دا مېرمن د فساد، په ټاکنو کې د درغلۍ او د دولتي اسرارو د خپرېدو په تورونو په توقیف کې ده. د انګ سان سوچي حقوقي ډلې پر دې لګول شوي ټول تورونه رد کړي دي.

چین له افغانستان سره د کرونا ضد یو ملیون ډوز واکسین مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

چین له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد د یو ملیون ډوز واکسین مرسته وکړه. په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد احمد قایم ازادي راډیو ته ویلي چې دا واکسین به تر دوو ورځو پورې کابل ته ورسېږي. ښاغلی قایم زیاتوي: "پر یو ملیون ډوز واکسین سربېره ۱،۶ ملیونه سورنجونه هم مرسته شوي، موږ د چین له حکومت سره په اړیکه کې یو چې دوهم قدم کې د «کوېډ-۱۹» لپاره د طبي تجهیزاتو مرسته زیاته کړي، دوی ژمنه کړې چې نږدې راتلونکي کې به د نور واکسین مرسته هم وکړي."  په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د روغتیا مسؤلان وایي، دوی... Читать дальше...

ملګري ملتونه: هرو ۱۰ افغان ښځو کې ۹یې لږ تر لږه یو ځل تاوتریخوالی تجربه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، په افغانستان کې هرو ۱۰ ښځو کې ۹ هغه لږ تر لږه یو ځل د خپل ژوند د ملګري له‌خوا تاوتریخوالی تجربه کوي. انتونیو ګوترش نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دوی د ښځو د ملاتړ ټیمونه په افغانستان کې دي او هغو مېرمنو ته مرسته رسوي چې له تاوتریخوالي سره مخامخې دي. ګوترش دا څرګندونې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت کړي دي. دا کمپاین د نومبر په ۲۵مه پیل شوی دی. دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت بیا د ښځو حقونو ته ځان ژمن بولي... Читать дальше...

افغانستان کې د ښځو د امن خونو بندېدو او ورپېښ ګواښ د بخښنې سازمان اندېښنه راوپاروله

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو لپاره د امن خونو له تړل کېدو او دوی ته د ورپېښ ګواښ په اړه اندېښنه ښيي. دې سازمان په خپل تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۱۵» لیکلي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته، هغو نجونو او ښځو سره چې تاوتریخوالی ورسره شوی، هر ډول اړینې مرستې له‌منځه تللي، دا خونې تړل شوي او هغه ښځې چې د تاوتریخوالي له امله‌یې امن خونو کې پناه اخیستې وه، ازادې شوې دي. امن خونې هغه پناه‌ځایونه و چې د تاوتریخوالي سره مخ شویو نجونو او ښځو ته‌یې، د دوی په غوښتنه پناه ورکوله. Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

«Забыл, сколько мне лет», «хавчик», «на чилле» и другие великие мемы от Джигана





Rss.plus
РЭС

Команда «Россети Новосибирск» вышла на #ЗаБег




Жительница Малой Сердобы ударила ножом не желавшего уходить гостя

Роберто Фернандес признан лучшим левым защитником Кубка России

Курс евро рухнул ниже 98 рублей на фоне укрепления рубля

Уголовное дело после стрельбы на юге Москвы возбудил Следственный комитет




بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د تشدد ځپلو ښځو لپاره خدماتي سیسټم له منځه تللی

Mashaalradio.com 

بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې له تاوتریخوالي د اغېزمنو ښځو لپاره د ضروري خدماتو سیسټم له منځه تللی. دغو ښځو د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل ته ویلي چې طالبانو د امن خونې بندې کړي او هغه بندیان یې له زندانونو ازاد کړي چې له ښځو سره په تاوتریخوالي تورن ول. ایمنسټي انټرنېشنل له ۲۶ افغان مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې د تشدد قرباني مېرمنې او همداراز د امن خونو مسوولان، مدافع وکیلان، قاضیان، د اړوندو ادارو چارواکي او د ښځو د خوندیتوب... Читать дальше...

په پاکستان کې ولې بیا بیا د سیالکوټ غوندې پېښې تکرارېږي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د سیالکوټ پېښې په تړاو به نیولي کسان هرومرو مقدمه کېږي. بلخوا د پنجاب پولیسو د ډېسېمبر په پنځمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې تر اوسه یې د سیالکوټ د پېښې په تړاو ټول ۱۲۴ مشکوک کسان نیولي

پېژندل شوی علمي شخصیت، عبدالرازق پالوال وفات شو

Pa.azadiradio.com 

بېلابېلو فرهنګیانو او سیاستوالو د پېژندل شوي توکمپوه او ژبپوه عبدالرازق پالوال پر مړینه خواخوږي ښوولې ده.  ډاکټر عبدالرازق پالوال، چې د پوهنتون د استاد په توګه یې هم کلونه- کلونه تدریس کړی، په خپله رشته کې زیاتې څېړنې کړي، د ۸۳ کلونو په عمر وفات شو.  د هغه د کورنۍ غړو ویلي، چې جنازه به دوشنبه ماسپښین د کندهار د مشاهیرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي. د هغه اووه تحقیقي کتابونه چاپ شوي او ځینې کتابونه یې ناچاپه پاتې دي.  پېژندل شوي شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني لیکلي:  «پالوال یوازینی افغان... Читать дальше...

د امریکا مشرانو جرګې پخوانی غړی باب ډول مړ شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د مشرانو جرګې پخوانی غړی او د جمهوري‌پال ګوند له‌خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید باب ډول پرون د ۹۸ کلونو په عمر په حق ورسېد. د نوموړي مېرمنې الیزابت ډول په یوه بیان کې ویلي چې د دې مېړه پرون سهار د خوب په حال کې پور پرې کړ. په بیان کې راغلي دي چې رابرت ډول د ۷۹ کلونو لپاره د متحده ایالاتو خدمت وکړ.  باب ډول د ۱۹۹۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د امریکا د جمهوري‌پال ګوند کاندید و چې د ډیموکرات بل کلېنټن پر وړاندې یې ماتې وخوړه. هغه په سنا کې له ۳۵ کلن خدمت وروسته استعفا وکړه او ځان‌یې ولسمشرۍ ته کاندید کړ. Читать дальше...

يو هندي سوداګر د خپلې مېرمنې لپاره "تاج محل" جوړ کړی

Mashaalradio.com 

د هند په بورانپور ښار کې يو ځايي تجار له خپلې مېرمنې سره د مينې په خاطر "تاج محل" جوړ کړی دی. انند پرکاش د تجربه لرونکو معمارانو په لاس په دريو کلونو کې د مرمرو له سپينو ډبرو څخه جوړ دغه محل خپلې مېرمنې ته د استوګنې لپاره سوغات کړی، خو په اګره کې جوړ تاج محل په ۱۷مه ميلادي پېړۍ کې د وخت پاچا شاهجهان د خپلې مېرمنې نورجهان له مړينې وروسته د هغې په ياد کې د مقبرې لپاره جوړ کړی و. احمد شاه اعظمي د فرانس پرېس اژانس له ويډيو څخه راپور جوړ کړی.

ولادیمیر پوتین په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه غونډه کې د ګډون لپاره نن هند ته ځي. تمه ده چې د دې غونډې بحثونه به د انرژۍ او وسلو پر خرڅلاو متمرکز وي. پوتین دا سفر داسې مهال کوي چې روسیې هند ته د هوايي مدافعې د سیستم «اېس-۴۰۰» توغندیو د سپارلو بهیر پیل کړی دی. دا پرمختللی سیستم د ۵،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د قرارداد په اساس هند ته ورکول کېږي. د ترکیې او روسیې ترمنځ د همدې وسلو د خرڅلاو معامله د دې باعث شوه چې واشنګټن پر انقرې بندیزونه ولګوي او ترکیه د تحریمونو له لارې د امریکا د دښمنانو پر وړاندې د مقابلې... Читать дальше...



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о развитии инновационной экосистемы Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

В Иллюзионе пройдет ретроспектива «Персона: Булат Окуджава»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Курсант Пермского военного института Росгвардии принял участие в финале интеллектуальной олимпиады Приволжского федерального округа

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


ATP

Теннисист Медведев потеряет место в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Путин: РФ продолжит взаимодействие с Ираном как при Раиси



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России