طالبانو د سیخ ګول پر صادراتو ۱۰ سلنه محصول لیرې کړ
د طالبانو په مشرۍ د افغانستان مالیې وزارت د سیخ ګول پر صادراتو ۱۰ سلنه محصول لیرې کړی دی. د مالیې وزارت مسؤلینو ویلي د دې لپاره چې بهر ته په افغانستان کې د تولید شوي سیخ صادراتو ته لاره اواره او د اوسپنې ویلې کولو شرکتونه له مالي پلوه په ځان بسیا شي، مالیي وزارت پرېکړه کړې چې د سیخ ګول پر صادراتو ۱۰ سلنه محصول لیرې کړي. مالیې وزارت دغهشان له پاکستان سره هوکړه کړې چې دغه هېواد به هره میاشت په افغانستان کې تولید شوی زر ټنه ګول سیخ واردوي او هر ټن به له ۱۰ سلنه محصول پرته د ۹۰۰ امریکایي ډالرو په بدل کې پېري. Читать дальше...