زده کوونکې: ځینو ولایتونو کې تدریسي بهیر روان خو کندهار کې اجازه نه ورکول کېږي
پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو شااوخوا څلور میاشتې تېریږي، خو لا هم د کندهار په شمول د هېواد د ډېرو ولایتونو په تعلیمي مرکزونو کې د شپږم څخه د لوړو ټولګیو ښځینه زده کوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د زده کړو لپاره دې ښوونځیو ته ولاړې شي. امېنه د کندهار ښار د ښځو په یوه لېسه کې د اتم ټولګي زده کوونکې ده وايي، سره له دې چې ښوونځی یې د نارینه وو له ښوونځي څخه جلا او بېله ودانۍ لري، خو لا هم د طالبانو د حکومت له خوا دوی ته د زده کړو د پیل مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی. نوموړې وايي: "زموږ ښوونځي... Читать дальше...