په روسیه کې یوه ۱۸ کلن ځوان چې له دیني ښوونځي فارغ و، د ارتودوکس ښوونځي دننه چاودېدونکې وسیله چوولې ده.
روسي چارواکو او رسنیو ویلي چې مسکو ته نږدې نن دې چاودنې همدا ځوان او لږ تر لږه یو بل ځوانکی ټپي کړي دي.
عیني شاهدانو او ځایي سرچینو بیا ویلي، چاودنه کې ټولټال ۷ تنه ټپیان شوي دي.
د ارتودوکس دا ښوونځی چې چاودنه پهکې شوې سېرپوخوف (Serpukhov) ښار کې موقعیت لري.
ځینو رسنیو ویلي چې د بمب په ایښودلو مشکوک ځوان د وینې د ضایع کېدو له کبله ساه ورکړې ده، خو دا معلومات لا په رسمي ډول نهدي تأیید شوي. Читать дальше...
یو په کابل کې یو شمېر ښځو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په وروستۍ ورځ په یو پرېکړهلیک کې له طالبانو غوښتي چې افغان نجونو او مېرمنو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړي.
د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۲۲» په کابل کې نږدې ۳۵ دغو ښځو چې د ښځو د حقونو فعالانې او د سولې او ازادۍ مؤسسې غړې هم پهکې وې، په یوې غونډه کې د پرېکړهلیک له لارې له طالبانو او نړیوالې ټولنې خپلې غوښتنې مطرح کړې.
دغه ښخې وایي، په اوسنیو شرایطو کې د نجونو او مېرمنو د زدهکړه مخنیوی د دوی پر وړاندې تر ټولو لوی تاوتریخوالی دی. Читать дальше...
په داسې حال کې چې نن د کابل په بازارونو کې د یوه ډالر بیه ۱۲۲ افغانیو ته لوړه شوې، د افغانستان بانک ویلي چې له نړیوالې ټولنې یې د ۱۹،۲ ملیونه امریکایي ډالرو نقده مرسته ترلاسه کړې.
د افغانستان بانک چارواکو په هغه اعلامیه کې چې تېره ورځ خپره شوې ویلي، د نړیوالو مرستو دغه درېیمه جوپه د افغانستان بانک په همکارۍ د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته انتقال شوې ده، خو په اعلامیه کې نهدي ویل شوي چې دا پیسې ولې د افغانستان نړیوال بانک ته انتقالېږي.
دا مالي مرستې له لوږې او بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ورکول کېږي. Читать дальше...
د بېوزلۍ د کچې د لوړېدو او د خوراکي توکو له ګرانېدو سره هممهاله د افغانستان د کډوالو چارو وزارت له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه ښیي.
دغه وزارت وایي په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۳۰ کورنۍ چې شمېر یې ۷۰۰ تر ۸۰۰ تنو ته رسېږي له ایران او پاکستانه په زوره افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ازادي راډیو ته وویل چې دوی له دغو دوو هېوادونو سره د افغان کډوالو په زور ایستلو په اړه خبرې کوي.
دی زیاتوي: "هغه... Читать дальше...
د طالبانو د پولیسو یوې باخبره سرچینې تأیید کړه چې د دوی یو رسنیز فعال غړی مبین، مشهور په جنرال مبین نیول شوی دی.
دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبلهیې نوم یاد نهکړ ازادي راډیو ته وویل چې پر نوموړي د "غیر مسؤلانه" خبرو تورونه دي.
مبین په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ویاند په توګه هم له رسنیو سره خبرې کولې او په بېلابېلو غږیزو او انځوریزو رسنیو کې را څرګندېده.
ده په خپلو مرکو کې د پاکستان ضد دریځ ښکاره کوو او تازهیې یوه مرکه کې وویل، ګوانتانامو زندان کې ډېر هغه طالبان زنداني وو چې پاکستان امریکایانو ته په لاس ورکړي وو. Читать дальше...
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې خپله غونډه پیل کړه.
د دوی بحثونه د افغانستان پر بشري وضعیت او دغهراز د اوکراین او روسیې پر لانجو ورټول دي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل د دې غونډې په پيل کې د افغانستان وضعیت اندېښمنونکی وباله.
له دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، دې غونډه کې به له افغانستان سره پر بشري مرستو او د دغو مرستو په وړندې د پرتو خنډونو د لیرې کولو په اړه وي.
د افغانستان د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، تر هغو چې نظام کورنی او نړیوال مشروعیت پیدا نهکړي، څوک افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
صالح چې د طالبانو سرسخته منتقد دی نن پر خپله فېسبوک پاڼه د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت پر کمېدو هم اندېښنه ښودلې.
ده ویلي، د خصوصي بانکونو سقوط او په ازاد ډول د اسعارو تبادله هغه لاملونه دي چې له مخې یې افغانۍ خپل ارزښت بایللی دی.
د طالبانو کوم چارواکي تر اوسه د ښاغلي صالح د تازه څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي. Читать дальше...
د اردن دولتي خبري اژانس په دغه هېواد کې د ایران او سعودي عربستان د خبرو د نوي پړاو خبر ورکړی دی.
په دې اړه راپور داسې مهال ورکول کېږي چې په ملګرو ملتونو کې د سعودي استازي ایران په خبرو کې په "لوبې کولو" تورن کړی دی.
سعودي عربستان له ایران سره خبرې چې د سږ کال په لومړیو کې پيل شوې، صمیمي خو باریک بینه بهیر یاد کړی دی.
ایراني چارواکو بیا په تېره اکټوبر میاشت کې وویل چې خبرې په ښه فضا کې ترسره شوې.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له حکومته غوښتي دي چې د تحریک د یوه مخکښ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر دې خوشې کړي. وزیر له شاوخوا یو کال راهیسې په کراچۍ کې بندي دی او ورباندې د ریاست پروړاندې د ویناګانو تور دی چې دی یې ردوي. د غورځنګ مشر منظور پښتین د ډېسېمبر پر ۱۲مه د خیبر پښتونخوا په ټانک کې جلسې ته په وینا کې وویل، د علي وزیر او د غورځنګ د نورو غړو تر خوشې کېدو پورې احتجاجونو ته دوام ورکوي. د حنیف پښتین، اوېس ابدال او محب وزیر په ګډون د غورځنګ یوشمېر نور غړي هم د پاکستان... Читать дальше...
د ډېسېمبر پر ۱۲مه د کراچۍ په آرټس کونسل کې د نړيوال اردو کنفرانس پر مهال د پښتو ژبې او ادب په اړه يوه غونډه وشوه چې پکې د پښتو ژبې، تاریخ او ادب پر ارزښت ویناګانې وشوې.
پر دی مهال د پروګرام سمبالوونکي اجمل خټک کشر وویل د اردو ژبې په دې نړیوال کانفرنس کې ویناوالو وویل په پاکستان کې د صوبايي او علاقايي ژبو خبره کيږي، دا علاقايي او صوبايي نه بلکې قومي ژبې دي او رياست دې ته د قومي ژبو حيثيت ورکړي. د نوموړي په وینا چې په لومړي ځل په دې نړیوال کنفرانس کې یو قرارداد وړاندې شو او ټولو په یوه وخوله ومانه... Читать дальше...
ګوادر کې له تېرو ۲۹ ورځې راهیسې د بنيادي انساني او اقتصادي حقونو او اسانتياو لپاره د پیل شوې احتجاجي ناستې په ملاتړ په اسلام اباد کې هم احتجاج وشو. د احتجاجیانو وینا وه چې په ګوادر کې د احتجاج سمبالوونکو مشرانو پرضد د مقدمو پرځای دې حکومت د بلوچستان ولس ته بنيادي حقونه ورکړي. نور په دې ويډيويي راپور کې
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي، له امریکا او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
امیر خان متقي له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره مرکه کې له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
ښاغلی متقي زياتوي: "موږ له امریکا او ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو اعلان کړی دی. دا چې دوی پر افغانستان بندیزونه لګولي دي، زه فکر کوم دا د ځینو ناکامو تجربو تکرار دی، څه فایده نهلري."
امریکا سږ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته... Читать дальше...
د ترکیې د سوداګرو او صنعتکارانو خپلواکه ټولنه غواړي په افغانستان کې خپله استازولي پرانیزي.
د دغې ټولنې يو پلاوي تېره ورځ ناوخته د طالبانو د حکومت د رئیسالوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په ليدنه کې دوی ته په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د زمينې د برابرولو غوښتنه کړې.
د ارګ له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د طالب چارواکو له لوري دوی ته د امنيت او په نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.
د ترکيې هېواد د سوداګرو او صنعتکارانو خپلواکه ټولنه د انرژۍ، کانونو، کرنې او... Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بېکچې لوړېدو لاملونه ډېر، خو مهم هغهيې يو شمېر ګاونډيو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق يادوي.
د طالبانو حکومت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، ځيني راپورونه دوی ته رسېدلي چې ښيي له افغانستانه ډالر يو شمېر ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق کېږي، خو په خبرهیې د مخنيوي لپارهیې جدي هڅې هم پيل شوي.
ښاغلي مجاهد، په بازارونو کې په ډالرو زياته راکړه ورکړه د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې د لوړېدو بل لامل یاد کړ. Читать дальше...
جو بایډن «CBS» خبري شبکې سره په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې په دا وروستیو کې ځینو امریکایي چارواکو پر هغه له افغانستانه د ځواکونو په وتلو نیوکه کړې وه.
په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین د ۲۰۲۱ کال وروستی کمپاین نن پیل شو.
د طالبانو د حکومت عامې روغتیا وزارت د دې واکسین د پيل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دې کمپاین مالي او تخنیکي ملاتړي د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په ۲۱ ولایتونو کې دا کمپاین نن پيل شو او په ۱۳ نورو هغو کې راتلونکې اوونۍ پیلېږي.
دا ۱۳ ولایتونه چې راتلونکې اوونۍ واکسیناتوران ورځي کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، ارزګان، ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان، غزني، پکتیکا، بلخ او غور دي. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو په جنوب او منځني لوېدیځ کې د سختو طوفانونو له امله لږترلږه ۹۴ کسان مړي شوي، په لسګونو نور لا درکه دي او څو ښارونه بشپړ ویجاړ شوي دي.
په ځپل شویو سیمو کې د ژغورنې ډلو تر پرونه پورې هم په احتمالي ژوندي پاتې شویو پسې لټون ته دوام ورکړ، خو چارواکي تمه نهکوي چې نور کسان به ژوندي وموندل شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په کېنټاکي کې چې د طوفان ځپلو پنځو ایالاتونو په ډله کې تر ټولو زیات ځپل شوی، ناورین اعلان کړی دی.
دا ایالت د ډسمبر په ۱۰مه شااوخوا د ۳۰ طوفانونو یوې څپې ځپلی و... Читать дальше...
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو دفاع وکړه.
جو بایډن «CBS» خبري شبکې سره په خپله یوه تازه مرکه کې ټینګار وکړ چې له افغانستانهیې د پوځیانو ایستلو پرېکړه سمه وه.
بایډن وروسته له هغې په دې اړه ټینګار وکړ چې په دې وروستیو کې ځیني امریکایي چارواکو پر هغه له افغانستانه د دوی د ځواکونو په وتلو نیوکه کړې وه.
جو بایډن د ورستیو نیوکو په اړه وویل هر څوک وايي چې امریکا کولای شوای پرته له دې چې چا ته زیان ورسوي له افغانستانه ووځي، خو هېچا هم داسې ونهویل چې دا څنګه ترسره کېدای شوی. Читать дальше...
د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان له لوري د اوربند نه غځولو پس د خیبر پښتونخوا له جنوبي سیمو ځايي چارواکو یوځل بیا د یوشمېر بریدونو راپورونه ورکړي دي.
ټاکل شوې چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په پروکسل کې په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري ناوړه وضعیت په اړه خبرې وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزرات په خپله وېبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په دې غونډه کې به په تېره افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په وړاندې د پرتو خنډونو په باب خبرې وشي.
د بیان له مخې دې غونډې ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني هم بلل شوی چې د بهرنیو چارو وزیران به له هغه سره په یوه غرمنۍ کې په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې او قطر ترمنځ د همکارۍ پر موضوع خبرې وکړي. Читать дальше...
د خپلواکو خبریالانو د دفاعه کمېټه وايي چې په افغانستان کې شااوخوا دوه زره ښځینه خبریالانو په تېرو څلورو میاشتو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي او د هېواد پرېښودو ته اړ شوې دي.
له ازادۍ رېډيو سره په خبرو کې دیادې کمېټې معلومات ښیي چې په وروستیو څلورو میاشتو کې په دومره شمېر کې د ښځینه خبریالانو بې روزګاري په تېرو ۲۰ کلونو کې هېڅ ساری نه لري.
د خپلواکو خبریالانو د حقونو دفاع کمېټې مرستیال عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو سره په خبرو کې اقتصادي، امنیتي ستونزې او په رسنیزو فعالیتونو محدودیتونه هغه لاملونه بولي چې په رسنیو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده. Читать дальше...
د خوست اوسېدونکي وايي، د غلام خان پر لاره د مساپرو او په ځانګړي ډول د ناروغانو تګ راتګ خورا مشکل دی. دوی پر پوله له مشال راډيو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې طالب چارواکي دې دا موضوع د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي او تګ راتګ دې اسانه کړي چې ناروغان د درملنې لپاره هغې خوا ته واوښتای شي. طالبان وايي، پر پوله تګ راتګ د پخوا پرتله اسان شوی خو هڅه کوي چې خلک بې له پاسپورټ او ویزې پر غلام خان بندر سفر وکړای شي. ویډیويي رپورټ.
اروپايي ټولنې خبر ورکړی چې له افغانستان سره د دې ټولنې د مرستې ۱۰مه بسته پرون د لیندۍ په ۲۱مه کابل ته ورسېده.
د اروپايي ټولنې د مرستې دا جوپه د هوايي دهلېز له لارې افغانستان ته استول شوې ده.
د بحران په چارو کې د اروپايي ټولنې کمېشنرې نز لینار چیچ بېګا پر ټویټر ولیکل چې په دې بسته کې ۲۸۰ ټنه خواړه، درمل او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د علاج اړوند تجهیزات شامل دي.
مېرمن لینارچیچ زیاتوي چې اروپايي ټولنه به تل د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.
له دې مخکې نړیوال بانک له افغانستان سره د مرستې د صندوق له کنګل شویو... Читать дальше...
د کاناډا په انتاریو او تورانتو ښارونو کې د افغان ورزشکارانو د ټولنې کلنی جشن سږ کال د افغانستان خلکو ته د بسپنې د راټولولو لپاره ځانګړی شوی.
سږ شپږم کال دی چې په کاناډا کې د دې ټولنې لهخوا دا جشن جوړېږي.
په تېرو کلونو کې به په دې ورځ ورزشي لوبې کېدلې، خو په تورانتو او انتاریو کې د افغان ورزشکارانو د ټولنې فني مرستیال سید داود جلالي پرون ازادي راډیو ته وویل سږ کال دا مناسبت د چندې ټولو ته ځانګړی شوی.
جلالي وویل: "د دې غونډې د جوړولو له لارې هڅه کوم چې خپلو بېوزلو او فقیرو خلکو ته مرستې ورسوم."... Читать дальше...
د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنېټ پرون د لیندۍ په ۲۱مه نېټه متحده عربي اماراتو ته ورسېد.
بېنېټ د اسرائیلو د تاریخ لومړنی صدراعظم دی چې اماراتو ته په رسمي سفر ځي.
بېنېټ وروسته له هغه ابوظبي ته سفر کوي چې د اسرائیلو او اماراتو ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب رسمي اړیکې ټینګې شوې.
د اسرائیل صدراعظم ته د تشریفاتو ګارډ لهخوا هرکلی وویل شو او د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شېخ عبدالله بن زاید النهیانیې مخې ته ورغلی و.
ښاغلي بېنېټ وویل، اسرائیل له اماراتو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا غواړي.
اسرائیل... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России