د صربیا پولې ته څېرمه د کډوالو د يوه موټر ټکر ۷ تنه ووژل
د هنګري چارواکي وايي، د صربیا پولې ته څېرمه په کډوالو بار یو موټر له یو کور سره ټکر شوی چې اووه تنه پهکې وژل شوي او څلور نور پهکې ټپیان شوي دي. پولیس وايي، پېښه پرون ناوخته د موراهالوم په نوم یو کلي کې وروسته له هغې رامنځته شوې چې موټر چلوونکي د پولیسو لهخوا د ودرېدو امر رد کړ او هڅهیې وکړه چې په ډېر سرعت وتښتي. موټر چې تر ۱۰ زیات کډوال پهکې سپاره وو، د صربیا پلېټ شمېره درلوده او له یو کور سره تر ټکر وروسته چپه شوی دی. اروپايي چارواکي وايي د هغو کډوالو شمېر چې د بالکان د لوېدیځو هېوادونو... Читать дальше...