Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

Новости за 05.12.2021

وېسټا موسسې غزني کې له ۱۳۵ کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې له ۱۳۵ بې وزله او بې ځایه شوېو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.  په دغه ځای کې د وېسټا موسسې سیمه ییز دفتر مشر مطیع الله کمالپوري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له هرې کورنۍ سره د ۲۲۵ امریکايي ډالرو نغده مرسته وشوه.  نوموړی زیاتوي: "د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په مالي لګښت د وېسټا موسسې له لوري په غزني ولایت کې نن د ۱۳۵ کورنیو لپاره د نغدو پیسو وېش وشو چې د هرې کورنۍ لپاره د ۲۲۵ امریکايي ډالرو مرسته وکړه."  ښاغلي کمالپوري وايي، د دغه کورنیو سروې د غزني... Читать дальше...

فوټبال؛ ریال مادرېد د لالیګا سیالیو په جدول کې لومړي مقام وګاټه

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې ریال مادرېد د ریال سوسېداد لوبډلې ته ماتې ورکړه. د ریال مادرید لوبغاړي وینیسیوس او لوکا یوویچ د سیالۍ لوبډلې پر وړاندې ښه ولوبېدل او ریال مادرېد وکولای شو چې دوه د صفر پر وړاندې ریال سوسیداد ته ماتې ورکړي. د دې لوبې په ګټلو سره ریال مادرید لوبډلې ۸ امتیازه خپل کړل او د لالیګا د روانو سیالیو په په جدول کې لومړي مقام ته پورته شوه. په بله لوبه کې بیا بارسلونا لوبډلې د یو صفر نتیجې سره له بيتس لوبډلې څخه ماتې ومنله. همدا ډول اتلتیکو مادرید لوبډلې بیا د مایورکا په وړاندې ۱ د ۲ په وړاندې ماتې ومنله.

هرات کې د کراتې ۲۸ پړاو سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د کراتې ۲۸ پړاو سیالۍ ترسره شوې. د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي چې د کیوکوشین کای کان کراټې ۲۸ پړاو سیالۍ پرون د هرات د بدني روزنې او ورزش  ریاست د سرپرست او د یو شمېر استادانو او ورزشکارانو په حضور کې ترسره شوې. په دغو سیالیو کې ۱۱۰ ورزشکارانو په ۲۰ وزنونو او د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په درېیو سني کټګوریو کې برخه اخیستې وه.   د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف د ورزشکارانو د ظرفیتونو لوړول او په ملي سیالیو کې د ګډون لپاره د غوره څېرو پیژندل وو. Читать дальше...



افغان سوداګر او صنعت کاران: لاهم سوداګرۍ کې ستونزې لرو

Pa.azadiradio.com 

افغان سوداګر او صنعت کاران وایي، لا هم د پیسو په لېږد، بانکي سیسټم او سوداګرۍ کې ستونزې لري.  د سوداګرو او خصوصي سکټور استازي وایي، طالبانو د ګمرکونو او ټرانزیټ ستونزې هوارې کړي او د پاتې نورو ستونزو حل ته هم باید اقدام وکړي.  دغو استازو پرون د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له لومړي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره کتنه کې دا خبرې کړې دي.  د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ښاغلي برادر اړونده ادارو ته لارښوونه کړې چې د سوداګرو او صنعت کاروانو ستونزې هوارې کړي. Читать дальше...

د سالنګ لویه لار د باروړونکو موټرو د تګ را تګ لپاره بنده شوه

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لویه لار د باروړونکو موټرو د تګ را تګ لپاره بنده شوه.  د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې مشر عبدالله عبید ازادي راډيو ته وویل، دغې سیمه کې له تېرې نیمې شپې راهیسې واوره وریږي چې باد او توپان هم ورسره مل دی.  ښاغلي عبید زیاته کړه، سالنګونو کې د واورې کچه ۲۰ تر ۲۵ سانتي مترو پورې رسیدلې، نو ځکه یې د بار وړونکو موټرو پرمخ دا لار بنده کړه.  ده وویل، نور موټر کولای شي چې د چینونو په تړلو او نورو اړینو توکو پر دې لار تګ را تګ وکړي.

طالبانو د مدافع وکیلانو د ټولنې غړو ته د رسنیزې غونډې اجازه ورنه کړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د مدافع وکیلانو د ټولنې غړو ته د مطبوعاتي کنفرانس اجازه ورنه کړه. ټاکل شوې وه دا کنفرانس نن یکشنبه سهار  په کابل کې ترسره شي. هغه انځورونه چې ازادي راډیو ته رسیدلي ښیي چې، طالبان د کنفرانس سیمي ته د مدافع وکیلانو د تلو مخه نیسي. ټاکل شوې وه دغه مطبوعاتي کنفرانس د طالبانو حکومت له عدلیي وزارت سره د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې د یوځای کېدو پر وړاندې د اعتراض لپاره نن یکشنبه په کابل کې ترسره شي. مدافع وکیلان وایي، کوم هوټل چې ټاکل شوې وه یاد مطبوعاتي کنفرانس په کې جوړ شي، د... Читать дальше...

د امریکا او روسیې ولسمشران له یوه بل سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او روسیې ولسمشران به سبا نه بله ورځ د ویډیو کانفرانس له لارې له یوه بل سره وګوري.  سپینې ماڼۍ او کرملین دواړو دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، جو بایډن او ولادمیر پوتین به دې ویډیویي خبرو کې پر اوکراین او نورو مسایلو خبرې وکړي.  دا لیده کاته داسې مهال کېږي چې واشنګټن او کیف وایي، روسیې د اوکراین پولې ته نژدې لسګونه زره سرتیري له درنو وسلو، ټانکونو او مهماتو سره ځای پر ځای کړي دي.  دوی داسې اټکل کوي چې روسیه ممکن د راتلونکې جنورۍ میاشتې په لومړیو کې پر اوکراین یرغل وکړي.  د روسیې ولسمشر... Читать дальше...

یونیسف: کندهار کې د خوارځواکو ماشومانو د ملاتړ په چارو بوخت یو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره وایي، د دوی ګرځنده ټیمونه په کندهار او نورو ولایتونو کې د خوارځواکو ماشومانو د ملاتړ په چارو بوخت دي.  یونیسف ویلي، افغانستان کې له پنځو کلونو کشر یو میلیون ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.  د دغې ادارې د افغانستان څانګې نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دوی په لېرې پرتو سیمو کې د دغو ماشومانو د ژغورنې پر چارو لګیا دي.  له دې وړاندې کابل کې د اندراګاندي یا د ماشومانو د صحت روغتون مشر ازادي راډیو ته ویلي و چې روغتون ته د تېرو کلونو پرتله ډېر خوارځواکي ماشومان ور وړل کېږي.



په پاکستان کې د خبريالانو د ژغورنې قانون جوړ شو خو عملي به شي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري د دیسمبر پر دویمه نېټه په اسلام اباد کې د دې قانون د تشريح کولو په وخت وويل چې دا د تحريک انصاف حکومت بېساری اقدام دی. هغه ادعا وکړه چې په پاکستان کې رسنۍ تر بل هر ځايه ازادې دي او د حکومت لخوا پرې هېڅ فشار نشته.

نوي فرمان ته غبرګونونه؛ فعالانې: مېرمنې غلامانې نه دي، د زده کړو اجازه ورکړئ

Pa.azadiradio.com 

د ښځو په اړه د طالبانو د مشر د فرمان په اړه د غبرګونونو په دوام، یو شمېر فعالو ښځو په کابل کې په دې اړه خپل دریځ ښودلی. دوی وايي، دې فرمان کې د افغانستان د ټولو ښځو اړتیاوو ته پام نه دی شوی او افغان ښځې او نجونې لا ډېر کار او زده‌کړو ته اړتیا لري. د دې غونډې یوې ګډونوالې هدا خموش وايي: "د دې غونډې یوه موخه د طالبانو وروستی فرمان دی. ومو غوښتل خپل غږ ملګرو ملتونو او طالبانو ته ورسوو. د ښځو حقونه، کار، زده‌کړه او ګډون نه باید یوازې په مهر او واده پورې محدود شي، دا یو سپکاوی دی. هغه ډول چې ښځې د... Читать дальше...

د نویو بندیزونو پر ضد د لسګونه زره اروپایانو اعتراض

Pa.azadiradio.com 

د اروپا په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه زره کسان لارو- سړکونو ته راوتلي او د خپلو دولتونو له خوا د کورونا پر لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو یې اعتراض کړی دی. جرمني او اتریش پرون ( شنبه) د نورو هېوادونو پرتله د پراخو مظاهرو شاهدان وو. اروپا داسې مهال د کورونا وبا له څلورمې څپې سره مخامخ ده چې د دغه ویروس نوې بڼې ( اومیکرون) تازه اندیښنې زیږولي دي.

خوستوال: بېکارۍ او بېوزلۍ مو ستونزې زیاتې کړې

Mashaalradio.com 

د خوست یو شمېر اوسېدونکي وايي، بېکارۍ او بېوزلۍ د دوی ژوند له کړاونو سره مخامخ کړی دی. دوی زیاتوي، نه دوامداره کار پیدا کېږي او نه ورسره کوم کورني او بهرني مرستندویه بنسټ د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده. نور حال په دې ویډیو کې.

د روس یو نسل خپله ژبه له ورکېدو ژغوري

Mashaalradio.com 

ژبپوهان وايي چې په نړۍ کې دا وخت ګڼ شمېر ژبې د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي. په داسې وخت کې د روسیې د یوې وړې ژبې “ماري ” ویونکي هڅه کوي چې خپله مورنۍ ژبه له ورکېدو وژغوري. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې په دې اړه یو رپورټ جوړ کړی دی. بوریوال کاکړ یې وړاندې کوي.

پاکستان کې د سخت دریځۍ مخنیوي لپاره حکومت ته څه په کار دي؟

Mashaalradio.com 

د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکي، د ملک او سیمې پر امنیت نظر لرونکي، څېړونکي‌ او د سیاسي چارو یو شمېر شنونونکي شکایت کوي چې د دوی په وینا، په پاکستان کې د سخت دریځۍ مخینوي لپاره مناسب ګامونه نه پورته کېږي.

نړیوالو د افغانستان پخوانيو سرتېرو ورکېدو او وژنو پر رپورټونو اندېښنه ښوولې

Mashaalradio.com 

د نومبر پر ۳۰مه د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وویل، طالبانو د اګست په نیمايي کې واک ته تر رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات سرتېري یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه تري تم کړي دي.

طالبانو: ترکیه دې د کانونو د کېندنې برخه کې پانګونه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د کېندنې په برخه کې د ترکیې د پانګونې غوښتنه کړې ده. د دې وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګین سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې ترکیه دې دافغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. د دې لیدنې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې شهاب الدین دلاور د سیمې او نړۍ له هېوادونو هم غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.

چین ته د ځڼغوزیو د لېږد دوام؛ زر ټنه تازه ولېږدول شول

Pa.azadiradio.com 

له زر ټنو ډېر ځڼغوزي چین ته صادر شول. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن یکشنبه (د لیندۍ په ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل، چین ته د ځڼغوزیو د لېږد الوتنې په عادي ډول روانې دي چې تراوسه افغان سوداګر په دې بریالي شوي چې تر  زر ټنه ډېر ځڼغوزي چین ته ولېږي. خو ښاغلي مومند د دې زڼغوزیو د عاید په اړه معلومات ور نه کړل. په څو ورځو کې داسې اوازې هم وې چې چين ته د ځڼغوریو صادرات درېدلي دي، خو ښاغلی مومند یې ردوي. تردې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي و چې سږکال... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт Рахманинов под небом





Rss.plus
#123ru.net

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» помогает В.В. Путину улучшить либо отменить налоги в обществе.




Сын великого Корнея, или посвященная Николаю Чуковскому выставка открылась во Внуковском

Волонтеры из Старой Купавны подготовили продуктовые наборы для бойцов СВО

Депутат Чаплин: ветки сирени нужно подрезать два раза в год

Больше 21 авто эвакуировали с Московского вокзала за неправильную парковку




د کابل هوايي ډګر ته څېرمه پر کور برید؛ امریکا: تېروتنه شوې، پرې خواشینې یو

Pa.azadiradio.com 

د اګسټ پر ۱۹مه نېټه د امریکايي ځواکونو له لوري د هوايي برید پر مهال د لس افغان وژل شوېو ملکي وګړو د کورنۍ یو بل تن پاتې غړی ایمل وايي، د هغه کورنۍ بې ګناه وه او د امریکايي چارواکو بښنې غوښتلو د دوی له کورنۍ نوم بدي لیرې کړې ده. هغه د اګسټ میاشتې په ۲۹ مه نېټه مازیګر ۰۴:۴۵ دقیقې خپله کوچنۍ لور، شپږ ورېروونه، یو خورین، د ماما لمسیانو او ورور په شمول چې د کورنۍ یواځینی ډوډۍ راوړونکی و، د کابل هوايي ډګر تر څېرمه د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې له لاسه ورکړل. ایمل وايي، که څه هم امریکا ژمنه کړې وه... Читать дальше...

د تېرنظام د سرتېرو تري تم کېدل او وژل کېدل د ۲۲ هېوادونو اندېښنې پارولي

Pa.azadiradio.com 

ورځ تر بلې په افغانستان کې د مخکني جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي سرتېرو او د استخباراتي مامورینو او دولتي کار کوونکو ناڅاپي وژنو ته اندېښنې ډېرېږي. تازه د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ ۲۲ هېوادونو یوه اعلامیه کې لیکلي، دوی د هغه راپورونو ته چې د طالبانو له‌خوا یې د مخکني نظام د سرتېرو وژنې مستندې کړي، اندېښمن دي. اوونۍ وړاندې د بشري حقونو څار سازمان وویل، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د دې هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات سرتېري یا له محکمې... Читать дальше...

د پاسپورټ ریاست: ۱۴ نورو ولایتونو کې د پاسپورټ د ورکړې بهیر پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د پاسپورټ ریاست سر له سبا دوشنبې (د لېندۍ ۱۵مه) د افغانستان په ۱۴ نورو ولایتونو کې هم  د پاسپورټونو د وېش بهیر پیلوي.  د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ سرپرست رییس عالم ګل حقاني نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دې ولایتونو لپاره یې د اړتیا وړ توکي او ټول تخنیکي وسایل برابر کړي.  حقاني زیاتوي: "په دې وتوانېدو چې د پاتې ۱۴ ولایتونو ماشین الات، د بېپ، بایومټریک، جم‌کېټونه او ټول وسایل پوره کړو او د الله په نصرت او مرستې سره خپل کار ته دوام ورکړو."  فراه، نېمروز، بادغېس، پکتیکا،... Читать дальше...

رسنۍ: د ترکیې د ولسمشر د وینا ځای ته نژدې بم موندل شوی

Pa.azadiradio.com 

ترکي رسنیو خبر ورکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر د وینا ځای ته نژدې بم موندل شوی دی. د ترکیې ګڼو رسنیو ویلي چې د رجب طیب اردوغان د وژلو دسیسه څو شېبې مخکې له دې کشف او شنډه شوه چې نوموړی په سارد ښار کې وینا وکړي. راپورونه وايي چې د بم له موندل کېدو وروسته پولیس هڅه کوي چې د دې ناکامې دسیسې عاملان ومومي. راپورونه وايي چې بم د یوه پولیس په شخصي موټر کې اېښودل شوی و.

افغان کرکټ بورډ ځینو جامونو لپاره تر ۱۹ کلنو کشره لوبډله اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د اسیايي او نړیوال جامونو لپاره تر ۱۹ کلنو کشره لوبډله اعلان کړه. کرکټ بورډ تر نولس کلنو د کشرې لوبډلې لپاره شل لوبغاړي د نوومبر له لومړۍ تر دېرشمې پورې د هغه روزنیز کمپ په لړ کې غوره کړل چې په ننګرهار کې جوړ شوی و. د کرکټ بورډ په وینا لوبغاړي یې د هغوي بدني قوت، د ډګر ساتنې یا فېلډینګ، توپ اچونې او توپ وهنې مهارت ته په پام غوره کړي دي. ټاکل شوې ده چې د نولس کلنو اسیايي جام د دسمبر په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ، هندوستان،... Читать дальше...

افغان ډاکټران: طالبان د کرونا ویروس د ۳یمې څپې مخنیوي ته هېڅ پروګرام نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

نږدې پنځه میاشتې مخکې د کابل د ښار اوسېدونکي قاسم ۲۸ کلنه مېرمنه په کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته په افغان جاپان روغتون کې د اکسیجن د نه موجودیت له امله مړه شوه. نوموړی وايي، د کرونا ویروس د درېیمې څپې له خپرېدو اندېښمن دی، ځکه په وینا يې ښايي زیات شمېر نورې کورنۍ د ویر په ټغر کېنوي. قاسم وايي: "تېرکال زما مېرمن د کرونا ویروس له امله مړه شوه، اکسیجن ور  ونه رسېد. په کومو ورځو کې چې زه روغتون کې وم، هر څوک چې راتلل، جسد یې بېرته له ځانه سره ووړ، تېرکال نړیوالې مرستې وې، سږ کال افغانستان کې هېڅ... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

В Иллюзионе пройдет ретроспектива «Персона: Булат Окуджава»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


WTA

Потапова не смогла пробиться во второй круг турнира WTA в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

С начала года московские инфоцентры для туристов приняли почти 250 тысяч человек



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России