Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

Новости за 25.12.2021

طالبان: د ۵ هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه لاهم قطر او ترکيې سره خبرې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې رسنیو پرون شنبه راپور ورکړ چې ترکیه او قطر د طالبانو له حکومت سره د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د فعالیت د مدیریت په تړاو یوې موافقې ته رسېدلې ده. ځینو سرچینو د نومونو نه ښوولو په شرط د ترکیې رسنیو ته ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کابل نړیوال هوايي ډګر په ګډون د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د فعالیت په اړه انقره او دوحه په خپلو کې له مخکې سلا شوي دي. د ترکیې احوال خبري اژانس لیکلي، د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د تنظیم لپاره د ترکي او قطري شرکتونو ترمنځ تفاهم لیک د ډسمبر پر اوومه لاسلیک شوی دی. Читать дальше...

د افغانستان په اړه په یوه ورځ د ګاونډیانو دوه جلا غونډې

Pa.azadiradio.com 

کله چې تیره اونۍ اسلام اباد د افغانستان په اړه د اسلامي همکارۍ د سازمان د غونډې کوربه و، په همدې ورځ د منځنۍ اسیا د هېوادونو لوړپوړي ډیپلوماټان په نوي ډیلي کې د اسیا د زړه کنفرانس ته ورغلي و چې ددې کنفرانس د بحث مهمه موضوع هم افغانستان وه. د افغانستان ګاونډیان په یوه ورځ له یو بلا جلا په دوو کنفرانسونو کې ولې راټولیږي؟ افغانستان کې د طالبانو د حکومت په وړاندې د پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو دریځونه سره څومره توپیر لري؟ د افغانستان په اړه د سیمې او ګاونډیو هېوادونو جلا نظرونه ددې هیواد او سیمې... Читать дальше...

مولوي شاه محمد شاهد د لویې څارنوالۍ سرپرست وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

مولوي شاه محمد شاهد د افغانستان د لویې څارنوالۍ سرپرست وټاکل شو.  د لویې څارنوالۍ په رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکل شوي چې مولوي شاه محمد شاهد د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د حکم پربنسټ د لویې څارنوالۍ د سرپرست او د دغې ادارې د مالي او اداري چارو د مرستیال په توګه وګومارل شو.  په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی شاهد د خپلې معرفۍ په مراسمو کې د وینا پرمهال ویلي: "اسلامي شریعت او قوانین به پر ټولو یوشان پلی کېږي او په دې برخه کې هېڅ ډول استثنا نشته."  د دې ترڅنګ د طالبانو سرپرست لوی څارنوال د دغې ادارې... Читать дальше...



د بنګله‌دېش د کرکټ غوره لیګ ځنډېدلې سیالۍ به بېرته پیل شي  

Pa.azadiradio.com 

د بنګله‌دېش د کرکټ غوره لیګ سیالۍ چې دوه کاله د کرونا له امله ځنډېډلې وې، بېرته پیل شي.   دا سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي چې شپږ لوبډلې په کې برخه ولري او هره لوبډله یوازې درې بهرني لوبغاړي له ځان سره اخستلای شي.  د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې، د افغان لوبغاړي مجیب الرحمن ترڅنګ، فاف ډوپلیسیس، معین علي، سنیل نارین، انډر رسل او یو شمېر نور هغه لوبغاړي دي چې په یاد لیګ کې به برخه واخلي.  د راپورونو له مخې د یاد لیګ لپاره د لوبغاړو د اخېستو بولي به د همدې ډسمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه یعنې د دوشنبې په ورځ ترسره شي. Читать дальше...

کابل کې د لومړي ځل لپاره د سنوکر سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د سنوکر سیالۍ پیل شوې.   د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د رسنیو برخې غړي مجیب قاری زاده نن شنبه (د مرغومي ۴مه) ازادي راډيو ته وویل، په دې سیالیو کې د کابل له ټولو کلپونو  ۵۶ لوبغاړي ګډون لري.   د ښاغلي قاري زاده په خبره، دا سیالۍ چې د اوپن 'خلاص' په ډول پیل شوي دي، درې ورځې به دوام وکړي.   د نوموړي په خبره، د دې لوبو هدف په هېواد کې د سنوکر لوبغاړو هڅونه بلل شوي.

طالبانو او قزاقستان د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر د شنبې په ورځ (د مرغومې ۴مه) افغانستان ته د سفر پر مهال د افغانستان د صادراتي نندارتون نه د لیدو ترڅنګ د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ. د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر بخیب سلطان اوف دې خبري ناسته کې وویل، سره له دې چې دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ۲۷ سلنه کمې شوي، خو هغه هېواد د دغو اړیکو د بېرته پیاوړي کولو ته لېواله دی. نوموړی وايي: "موږ عملاً چمتو یو چې هغه لازم توکي چې قزاقستان کولی... Читать дальше...

سوډان کې زرګونه کسانو د وروستۍ پوځي کودتا پرضد مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

د سوډان په پلازمېنه خرطوم او نورو ښارونو کې زرګونه کسانو نن د وروستۍ پوځي کودتا پر ضد مظاهره وکړه.  مظاهره چیانو یوه ملکي حکومت ته د قدرت د انتقال غوښتنه کوله.  په خرطوم کې مظاهره د ښار له څو سیمو پيل چې بیا مظاهره کوونکي د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور وخوځېدل.  د دې مظاهرو کلک امنیت نیول شوی و، خو پر مهال یې انټرنیټي اړیکې ټکنۍ شوې وې.  د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي والکر پیرټیس 'Volker Perthes' له امنیتي ځواکونو غوښتي وو چې د مظاهرو امنیت ونیسي او څوک توقیف نه کړي.  په سوډان کې د... Читать дальше...

طالبانو ۲ وزارتونه او ټاکنیز کمېسیونونه منحل کړي؛ دې پرېکړې غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو سرپرست حکومت پرون د جمعې په ورځ (د مرغومې ۳مه) اعلان وکړ چې د مخکني حکومت دوه وزارتونه او د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیونونه یې منحل کړي دي. د طالبانو د کابینې دې پرېکړې، په سیاسي او ټولنیزه کچه غبرګونونه راپورته کړي. د سیاسي مسایلو کارپوه او په افغانستان کې د ناټو مخکني لوړپوړي کارکوونکي شفیق همدم ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له‌خوا د ډموکراټیکو ادارو لکه د ټاکنیزو کمېسیونونو لغوه کول به د نړیوالې ټولنې له ‌خوا د دوی د رسمیت پېژندنې موضوع لا پېچلي کړي. د ده په خبره،... Читать дальше...



د افغان جاپان روغتون ډاکټران: د کرونا د تشخیصه کېټونو له کمښت سره مخ یو

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د افغان جاپان روغتون ډاکټران وايي، ډېر ژر به دغه روغتون د کرونا د تشخیص کېټونو له کمښت سره مخ شي چې په نتیجه کې به یې دوی ونه شي کړای په کرونا ویروس اخته کسان تشخیص کړي. د افغان جاپان روغتون ډاکټر میړنی براتزی په اندېښنې سره وايي، د افغانستان ډېری اوسېدونکي کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره روغتیايي لارښوونې نه عملي کوي. ډاکټر مېړنی براتزي ازادي راډیو ته وايي: "د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د تشخیص لپاره موږ کېټونه لرو، خو شمېر يې بیخې کم دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره نور هم کمېږي ځکه ورځ په ورځ مراجعین... Читать дальше...

پاکستاني علماوو له نصابه د سختدريځۍ موادو لرې کولو پرېکړه کړې

Mashaalradio.com 

د پاکستان د وزیر اعظم د مذهبي چارو سلاکار حافظ طاهر اشرفي د ډېسېمبر پر ۲۴مه، په لاهور کې د علماوو له غونډې وروسته خبريالانو ته وویل، تر دې دمه يې له ۳۰۷ کتابونو څخه هغه مواد لرې کړي چې په ټولنه کې کرکه نفرت او تشدد خپروي.

کرکټ؛ تر ۱۹ کلنو کشرې افغان لوبډلې متحده عرب اماراتو ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کشرې لوبډلې په اسیایي جام کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه. افغانستان په خپل بیټنګ سره سیالې لوبډلې ته د ۱۹۶ منډو هدف وټاکه، خو د اماراتو ټول لوبغاړي په ۱۵م اوور کې وسوځېدل او یوازې ۵۴ منډې یې جوړې کړې. له دې سره افغان لوبډلې په ۱۴۱ منډو بریا خپله کړه چې په دې جام کې یې لومړنۍ بریا ده. د افغانستان تر ۱۹ کلنو کشره لوبډله چې پاکستان ته یې لومړنۍ لوبه بایللې، بل سبا له هند سره مخامخ کېږي.

ایران کې ترافیکې پېښې ۱۰ کسان ووژل او ۱۵ نور یې ژوبل کړل

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې لس کسان د یوې ترافیکي پېښې له امله وژل شوي دي. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، پېښه سویل لویدېځ خورم شهر ښار کې د یوې لارۍ او ملي بس د ټکر له امله شوې ده. ویل شوي چې دې بس ځایي کارګر د خوزستان اهواز ښار ته لېږدول. محلي رسنیو ویلي چې د پېښې شااوخوا ۱۵ ټپیان روغتونونو ته رسول شوي دي. د ایران سړکونه کله ناکله د دغسې خونړیو ترافیکې پېښو شاهدان وي. په کلني ډول ۱۷۰۰۰ کسان په ایران کې د ترافیکي پېښو له کبله مړه کیږي. د سږ لمریز کال په لومړیو ۷ میاشتو کې ۸۲۰۰ کسان ترافیکې پېښو وژلي دي.

خوست کې پر بې وزله کورنیو د نغدي مرستو په ګډون ژمني توکي ووېشل شول

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان د بشري مرستو پروګرام په چوکاټ کې نن شنبه (د مرغومي ۴مه) د خوست ۴۰۰ سوه بې وزله کورنیو او داخلي بې ځایه شوېو سره د نغدي مرستو د وېش بهېر پیل شو. چارواکي وايي چې په دې برنامه کې هرې کورنۍ ته په نغدي ډول ۲۰۰ ډالر او د کمپلو په ګډون یوه اندازه ژمني توکي هم ورکول کېږي. په خوست کې د کډوالو چارو ادارې د سیمه ییز دفتر مشر محمداسحاق افغان ازادي راډیو ته وویل، دې ولایت کې د دوی او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو له خوا ۲ زره بې وزله کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش پروګرام موجود دی. محمد اسحاق افغان زیاته کړه... Читать дальше...

افغان ښځینه ډاکټرانې له تازه لاسته راوړنو سره

Pa.azadiradio.com 

افغان ډاکټره او څېړونکې رابعه جلالزۍ په امریکا کې د هغو څېړونکو په ډله کې ده چې   د  HIV، ایډز ناروغۍ د درملنې لپاره یې د زرقي درملو د جوړولو په برخه کې څېړنه کړې. اغلې جلالزۍ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د دوی دې څېړنې کلونه وخت ونیوه، خو بالاخره دا څېړنه د امریکا د درملو او خوراکي موادو د څارنې ادارې له خوا تایید شوه. نوموړې وویل: "هغه څېړنې کې چې ما هم برخه درلوده، د پرېوېنشن یا وقایې په برخه کې وه چې دې سره څنګه کېدای شي هغه کسان چې دHIV ناروغۍ پر وړاندې له لوړ ګواښ سره مخ دي، دوی ته داسې... Читать дальше...

خوست: پر سلګونو بې وزلو د ژمنیو مرستو وېش پیل شو

Mashaalradio.com 

په خوست کې د کډوالو چارو ادارې د سیمه ییز دفتر مشر محمداسحاق افغان مشال راډیو ته وویل، په دې ولایت کې د دوی او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو لخوا ۲ زره بې وزله کورنیو ته د نقدي مرستو د وېش پروګرام موجود دی.

د "اومیکرون" له کبله نړۍ کې زرګونه پروازونه منسوخ شوي

Mashaalradio.com 

په پروازونو کې دغه ځنډ د کورونا د نوې بڼې "اومیکرون" د مخنیوي په خاطر راوستل شوی دی. اومیکرون چې په لومړي ځل په جنوبي افریقا کې د روغتیا د چارواکو لخوا یې د خپرېدو یادونه شوې وه، اوس مهال د نړۍ په لسګونو هیوادونو کې ډېره په تېزۍ د خپرېدو په حال کې ده.

دوادزی: غني یو کال مخکې، د خپل حکومت د پرزېدو وړاندوینه کړې وه

Mashaalradio.com 

د افغانستان د جمهوري دولت یو پخوانی چارواکی عمر داودزی وايي، د افغانستان وروستي ولسمشر اشرف غني د تېر کال په دسمبر کې د حکومت د پرزېدو او له اقتصادي تنګسې سره د طالبانو د مخامخېدو یادونه کړې وه. داوودزي د افغانستان د وروستي ولسمشر اشرف غني د سولې په چارو کې د لوی سلاکار او د پاکستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه کار کړی او د حامد کرزي په حکومت کې یې د ولسمشر د دفتر د ریس او د کورنیو چارو وزیر په توګه دندې لرلې. داوودزی چې اوس په متحده عربي اماراتو کې دی، عصمت څاروان ورسره مفصله مرکه کړې چې دلته یې کتلی شئ.

د ۳ هېوادونو د لوبغاړو د موی تای سیالۍ؛ افغانستان لومړی مقام وګاټه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په نیمروز ولایت کې د افغان، ایراني او پاکستاني موی تای لوبغاړو ترمنځ سیالۍ کې افغانستان لومړی مقام خپل کړ.  د افغانستان د موی تای فدراسیون مسول مطیع الله نوري ازادي راډیو ته وویل چې دا سیالۍ د پنجشنبې په ورځ پیل او پرون ماښام پای ته ورسېدې: "دا مسابقات بین المللي وو، په نیمروز ولایت کې ترسره شول، ۱۹ فایټه و، پاکستان دوه مډاله وګټل او افغانستان ۱۷. افغانستان بریالی شوی دی."  په دې سیالیو کې چې د نیمروز د لوبغاړو په کوربه توب ترسره شوې، ایران دویم او پاکستان درېیم مقام ترلاسه کړ.


Музыкальные новости
Тимати

Мать рэпера Тимати Симона Юнусова назвала его девушку хорошей





Rss.plus
Футбол

Футбол Беларуси. Минское «Динамо» сразилось с «Шахтером» из Солигорска




В Подмосковье на торги выставили 112 лотов за неделю

Ректора МГРИ имени Орджоникидзе Косьянова приговорили к колонии за мошенничество

Валиева посетила последний звонок в школе

В Московской области загорелась электричка




طالبان: پر کونړ د پاکستان بریدونه بې ځوابه نه‌دي پاتي، ورته عمل ورسره شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ملي دفاع وزارت وايي، د پاکستان له‌خوا د کونړ ولایت پر ځینو سیمو روانو بریدونو ته یې ځواب ویلی.  د دې وزارت د چارواکو له قوله، که پاکستاني لوري د توپونو مرمۍ راتوغولي، دوی هم ورته عمل کړی دی.  په لاسته راغلې ویډیو کې ښودل کېږي چې ګنې په کونړ کې د طالبانو ځواکونه پر پاکستاني لوري د دیسي توپونو ډزې کوي.  دا ویډیو د خبریالانو اړوند په یوه ګروپ کې د طالبانو د امرباالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د ویاند عاکف مهاجر له‌خوا خپره شوې ده.  وروستیو اوونیو کې پاکستان یو ځل بیا ډېورنډ کرښې... Читать дальше...

د نفتي موادو سوداګر: طالبان دې پر وارداتو لوړه تعرفه راټیټه کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د نفتي موادو سوداګر وایي، د دوی د وارداتي توکو پر سر لګول شوې لوړه تعرفه باید راټیټه شي.  دغو سوداګرو په کابل کې د سوداګرۍ خونې له چارواکو سره وکتل او غوښتنه یې وکړه چې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره یې باید مسول چارواکي لاس په کار شي.  دغه سوداګر داسې مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو سره د خپلو ستونزو په اړه ګوري چې اوس د افغانستان په ټولو ښارونو کې د نفتي موادو بيې له هر بل وخت لوړې شوي.    اوس مهال په کابل کې يو کيلو ګاز ۱۰۰ افغانۍ او يو ليتر پترول په ۷۹ افغانيو پلورل کيږي.

الکوزی: کابل کې د قزاقستان او افغان سوداګرو ترمنځ غونډه جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ټاکل شوې چې نن شنبه (د مرغومې ۴مه) د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو او د هغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د مسوولینو تر منځ په کابل کې یوه ګډه غونډه جوړه شي. دا څرګندونې د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي، په دې تړاو د جوړ شوي نندارتون په څڼده کې رسنیو ته وکړې. ښاغلی الکوزی وايي، دغه سوداګر د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت د یو پلاوي په ملتیا کابل ته راغلي، په غونډه کې به د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارت د مسوولینو او سوداګرو تر منځ په سوداګریزو تړونونو کې د ستونزونو د هواري په اړه هم خبرې وشي. Читать дальше...

د اجین سمندرګي کې د کډوالو د بېړۍ ډوبېدو پېښې ۱۶ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د اجین په سمندرګي کې پرون جمعه(د مرغومې ۳مه) د کډوالو د یوې بیړۍ د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سمندرغاړي ځواکونه وایي چې د یونان د پاروس ټاپو په نژدې اته کیلومترۍ کې د بېړۍ تر ډوبېدو وروسته دوی ۶۲ وژغورل. ژغورل شوېو کسانو ویلي دي چې بېړۍ کې شااوخوا ۸۰ سپاره وو. چارواکي وایي چې تېره شپه ژغورونکو د نورو تري تم شوېو د موندلو لټه وکړه. دا په تېرو څو ورځو کې د یونان په اوبو کې د کډوالو د ډوبېدو درېیمه پېښه ده چې د ټولو قربانیانو شمېر یې تر دې دمه دېرشو ته رسېدلی دی.

د امریکا او اروپا فضایي څیړنیزې ادارې فضا ته نوی ټلسکوپ استوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا فضایي تحقیقاتو اداره ( ناسا) او د اروپا فضایي اداره ( ایسا) غواړي چې نن فضا ته یو نوی پرمختللی ټلسکوپ واستوي. د ستورپېژندونکو په باور دا ټلسکوب به د کایناتو د مطالعې په برخه کې یو انقلاب راولي. ټاکل شوې ده چې د جېمز وېب په نوم ټلسکوپ د اریان سپېس توغندي په ذریعه له فرانسې څخه په سیمه ییز وخت د غرمې یوه بجه او شل دقیقې د فضا په لور واستول شي. که له پلان سره سم فرانسوی توغندی په خپل وخت وتوغول شي نو په متحد ایالاتونو کې دا جوړ ټلسکوپ به چې ۶۳۵۰ کیلوګرامه وزن لري شپږ ویشت دقیقې وروسته... Читать дальше...

کرسمس کې د کرونا د خپرېدو له امله ۲۴۰۵ الوتنې ځنډیدلي

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې نن او سبا چې خلک د کرسمس د رخصتیو لپاره سفرونه کوي، د کرونا د پېښو د زیاتېدو له امله زرګونو الوتنې لغوه شوي دي. د الوتنو د اطلاعاتو د وېب پاڼې له مخې لږ تر لږه ۲۴۰۵ پروازونه د کرسمس په شپه لغوه شوي او نژدې ۱۰ زره نورې الوتنې ځنډیدلي دي. د دغو پروازونو تر څلورمې برخې ډېره یا له متحد ایالاتونو بهر ته، یا هم متحد ایالاتونو ته وو. د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په متحدایالاتونو کې په تېرې یوې اوونۍ کې د کرونا مثبتې پېښې ۴۵ سلنه زیاتې شوي دي.



Москва

V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Выездной Фотограф для всех желающих, ну и конечно Артистов и Музыкантов.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


ATP

Теннисиста Медведева выбили из топ-4 ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

Премию Фета получил поэт из Югры



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России