Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

Новости за 11.12.2021

طلاق غوښتونکې مېرمنې: شرایط سخت شوي خاوندان مو د طالبانو راتګ د ځان په ګټه بولي

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر هغه مېرمنې چې له مېړنو يې د طلاق غوښتنه کړې، خو لایې هم د طلاق پروسه نه ده تکمیل شوې وايي، مېړونه يې د طالبانو په راتګ سره حالت تر ډېره د ځان په ګټه بولي او دوی ته يې د طلاق د اخېستو شرايط نور هم سخت کړي. دوی وايي، دې وضعیت اندېښمن کړي دي.  د یوې نجلۍ کیسه هغه نجلۍ چې غواړي د خپلې کوژدې ۱۱ کلنې اړیکې ته د پای ټکی کېږدي، هغه اړيکه چې د دې په وينا د کورنۍ د فشار له امله ټينګه شوې. دغه نجلۍ ۳۰ کلنه ده او د روغتيا په برخه کې ماسټري لري.  نوموړې وايي، کوژدن يې د يوې ټيليفوني اړيکې... Читать дальше...

نامعلومو وسله والو د ننګرهار په کامه کې ۳ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو د ننګرهار  ولایت په کامې ولسوالۍ کې ۳ تنه په ډزو وژلي دي. د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نن شنبه د اکتوبر په ۱۱مه ازادي راډیو ته د د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د کامې ولسوالۍ په شېرګړ سیمه کې د یوه کور په حجره کې په ناستو کسانو ډزې وکړې او د ۳ تنو له وژلو وروسته له سیمې وتښتېدل. سرچینه زیاتوي چې په وژل شوېو کسانو کې دوه عام وګړي او یو تن د تېر حکومت د محلي پولیسو یو قوماندان شامل دی. ځایي مقاماتو په دې اړه لا څه نه دي ویلي او نه یې هم مسؤلیت چا منلی دی. Читать дальше...

د امریکا کینټاکي کې بوړبوکیو له ۵۰ زیات کسان وژلي دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په جنوب ختیځ ایالت کینټاکي کې د څلورو ټورنېډو یا بوړبوکیو د را الوتو په پېښه کې له پنځوسو زیات کسان مړه شوي دي.  بوړبوکیو په دې ایالت کې د شمعې د جوړولو یوه فابریکه سخته ویجاړه کړه. د کینټاکي والي اندي بیشیر نن سهار خبریالانو ته وویل، د پېښې پر مهال په دې فابریکه کې شااوخوا یوسل او لس کسان حاضر وو. ښاغلي بشیر د دې توپان د احتمالي تلفاتو په اړه وویل: "زه باور لرم چې د دې پېښې د مړو شمېر به له پنځوسو اوښتی وي او ښايي دا شمېر اویا سلو کسانو ته ورسېږي."  بوړبوکیو او توپانونو پر کینټاکي... Читать дальше...



امریکا یوه مقرره جوړه کړې چې له مخې یې افغانستان ته پیسې لېږدول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو داسې یوه مقرره جوړه کړې ده چې له مخې یې افغانستان ته د پیسو لېږد او حوالې ته اجازه ورکول کېږي او هغه افراد او موسسې چې د پیسو د استولو په چاره کې دخیل دي پر طالبانو د امریکا له بندیزونو معافېږي. د امریکا د خزانې وزارت پرون (د لیندۍ په ۱۹ مه) دا عمومي جواز صادر کړ. دا اقدام داسې مهال کېږي چې افغانستان د سخت بشري بحران او اقتصادي سقوط له ګواښ سره مخامخ دی. د جواز له مخې افغانستان ته د پیسو حواله، که د طالبانو او حقاني شبکې هغه غړي چې نومونه یې د امریکا په تور لېست کې... Читать дальше...

د افغانستان۲۸۰ میلیونه ډالره ازاد شول؛طالبان د نړیوال بانک د پرېکړې هرکلی کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ د ۲۸۰ میلیونه ډالرو ازادېدل، د ستونزې د حل لپاره د یوې لارې د پرانېستل کېدو په معنی بولي. نړیوال بانک نن سهار اعلان وکړ چې مرسته کوونکو تائید کړې چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ دې ۲۸۰ میلیونه ډالر دې هېواد ته ولېږدول شي. د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې له دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، دا پرمختګ په دوحه کې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د شوېو بحثونو پایله ده. حقمل وایي: "موږ ته مهمه دا ده چې یوه... Читать дальше...

افغان هوايي شرکتونو ځینې هېوادونو ته خپلې عادي الوتنې بېرته پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د کام ایر او اریانا افغان په ګډون افغان هوايي شرکتونو په جلا جلا اعلامیو کې اعلان کړی چې یو شمېر هېوادونو ته به خپلې عادي الوتنې بیا پیل کړي.  د جمعې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له کابله نوي ډیلي ته د شااوخوا سلو افغان سکهانو او هندوانو او لسو هندي اتباعو د لېږدولو اعلان وکړ.  دغه کسان د کام ایر خصوصي هوايي شرکت په یوه ځانګړي الوتکه کې انتقال شوي دي.  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بیا پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په نوموړي الوتکه کې بیا د شنبې په ورځ له هنده افغانستان... Читать дальше...

'جي-۷' به پر اوکراین د روسیې د یرغل پر وړاندې ګډ دریځ خپل کړي 

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به نن شنبه (د لېندۍ ۲۰مه) په خپله غونډه کې هڅه وکړي چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل پر وړاندې یو ګډ دریځ خپل کړي.  دا دوه ورځنۍ غونډه نن د انګلستان په لېورپول ښار کې پیلېږي.  د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټروس چې د دې غونډه کوربه ده ویلي چې دې غونډه کې به د نړۍ ۷ شتمن هېوادونه د روسیې پر وړاندې د اوکراین په برخه کې د یووالي روحیه نندارې ته وړاندې کړي.  د فرانسې ولسمشر، د ناټو عمومي منشي، د اروپايي کمېسیون مشرې او نورو... Читать дальше...

اوکراین: روسیې د ازوف سمندرګي ۷۰ سلنه برخه بنده کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین سمندري ځواک وايي چې روسیې د اشغال شوې کریمیا ټاپو وزمې په شااوخوا کې د ازوف سمندرګي په سلو کې اویا برخه بنده کړې ده.  دا کار ظاهراً د اوکراین ماریپول، بیردیانسک او هیني چیسک بندرونو ته نژدې د روسیې د توپچي تطبیقاتو په خاطر شوی دی.  د اوکراین سمندري ځواکونو نن په یوه بیان کې وویل چې روسیې د تګ راتګ د پلټنې په سیسټم یا نوېګېشن کې محدودیتونه لګولي دي.  روسیې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.  د روسیې سرحدي ګارډ وړمه ورځ (د لیندۍ په ۱۸مه) تور ولګاوه چې د اوکراین د سمندري ځواک یوه کښتۍ له اجازې پرته د کرچ د تنګي خوا ته ورغلې ده. Читать дальше...



اسټرالیا د انګلستان کرکټ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

اسټرالیا د انګلستان کرکټ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې په بریا سره پیل کړه.  د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، اسټرالیا د ټېسټ په دوه ورځنۍ لوبه کې انګلستان ته په لوړ توپير ماتې ورکړه.   دغه لوبه چې د اسټراليا په کوربتوب په ګابا ښار کې تېره ورځ پای ته ورسېده، د لوبې په پیل کې انګلستان لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.     انګلستان لوبډله د ۵۷ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۴۷ منډې یې جوړې کړې چې اسټرالیا د انګلستان د ۱۴۷ منډو په ځواب کې ۱۰۴.۳ اورونه... Читать дальше...

جنوبي افریقا: 'اومېکرون' د پخوانیو هغو پرتله ناروغي نه شي پېښولای

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي افریقا ساینس پوهان وايي، په خپلو تحقیقاتو کې یې داسې نښې نه دي موندلي چې د 'اومېکرون' په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه د پخوانیو هغو پرتله سخته ناروغي پېښولای شي.  'اومېکرون' لومړی څه باندې دوه اوونۍ مخکې په جنوبي افریقا کې وموندل شو.  که څه هم ساینس پوهانو ویلي دي چې په دې اړه د څېړنو لپاره نور وخت ته اړتیا شته خو د جنوبي افریقا د روغتیا وزیر جو فاهلا پرون وویل چې د دې ناروغۍ د جدیت او شدت په اړه مثبتې نښې نښانې شته.  ښاغلي فاهلا وویل چې که څه هم روغتونونو ته د ناروغانو د مراجعې په کچه... Читать дальше...

پکتیا کې د مرکز او ۴ ولسوالیو ترمنځ د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې 

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د مرکز او څلورو ولسوالیو ترمنځ د یووالي په نوم د پانکرېشن سیالۍ ترسره شوې.   د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي، یادې سیالۍ چې تېره ورځ پيل شوې وې نن پای ته ورسېدې.  د بدني روزنې او ورزش رياست د معلوماتو له مخې، په یادو سیالیو کې۵۰ ورزشکارانو  ګډون کړی وو چې د لوبو په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته ستاینلیکونه، کپونه او مډالونو هم ورکړل شول.  د ياد ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د دې سيالیو موخه د ځوانو ورزشکارانو د  استعدادونو لوړول او د یووالي غږ پورته کول وو.

افغانستان، ایران او پاکستان کې له مذهبي اقلیتونو سره څنګه چلند کیږي؟

Pa.azadiradio.com 

افغانستان، ایران او پاکستان له هغو هېوادونو څخه دي چې په کې له دیني / مذهبي اقلیتونو سره د تبعیض، او ان خونړي زور زیاتي پېښې پرلپسې پېښیږي. په افغانستان کې هندوان، سیکان او شیعه مسلمانان په وار وار د هدفي بریدونو قرباني شوي او ګڼ شمېر یې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي. په پاکستان کې یوه اونۍ مخکې پاریدلو خلکو یو سریلانکايي مسیحي اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي تورن کړ، په وهلو ډبولو یې وواژه او وروسته یې د هغه جسد ته اور واچوه. د ایران حکومت بیا یوازې څلور دینونه؛ اسلام، مسیحیت، یهودیت او زرتشتي په رسمیت پیژني. Читать дальше...

خېبرپښتونخوا کې پر پولیس برید؛ یو تن وژل شوی او بل ژوبل دی 

Pa.azadiradio.com 

په خېبرپښتونخوا کې وسله والو کسانو پر هغو پولیسو برید کړی چې د پولیو د واکسیناتورانو امنیت یې نیولی و.  چارواکي وايي چې دې برېد کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی. د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي منلې. امنیتي چارواکي وايي چې دوو موټر سایکل سپرو پر پولیس افسرانو ډزې وکړې چې په پایله کې یو پولیس ځای پرځای مړ او دوهم سخت ټپي شو.  نننۍ حمله د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د پنځه ورځني کمپاین په دوهمه ورځ شوې ده. ټاکل شوې چې د دې کمپاین پر... Читать дальше...

د شمال زون کونګ فو سیالۍ د بلخ په کوربه توب ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

د شمال زون کونګ فو سیالۍ د بلخ ولایت په کوربه توب ترسره شوې.  د افغانستان د ملي المپېک کمېټې د رسنيو برخې غړي مجيب قاري زاده نن شنبه (د لېندۍ ۲۰مه) ازادي راډيو ته وويل، دغه سيالۍ د (سولې او پيوستون) په نوم د بلخ، فارياب، جوزجان، سمنګان او سرپل ولايتونو د ٦٠ تنو ورزشکارانو په ګډون په مزارشریف ښار کې ترسره شوې.   د‌ ښاغلي قاري زاده په خبره، دغه سيالۍ چې څلور ورځې وړاندې پيل شوې وې، د بلخ ولایت د ورزشکارانو په بریا سره تېره ورځ پای ته ورسېدې.  د نوموړي د معلوماتو له مخې د دغو سیالیو د ترسره کولو... Читать дальше...

ګوادر کې لسګونه زره کسانو د 'خپلو حقونو' لپاره مظاهره وکړه

Mashaalradio.com 

لاریون کوونکي د ښار د بېلابېلو څنډو نه په راتېرېدو د ګوادر مرکزي څلور لارې ته ورسېدل او بیا لاریون پر مظاهرې بدل شو. هلته د مظاهرې ځینو مشرانو ویناوې وکړې. هغوی وویل، ترڅو چې یې حقونه منل شوي نه وي، تر هغې به دوی خپلې هلې ځلې روانې ساتي.

سياسي مشران: د پاکستان حکومت بشري حقونه له پامه غورځولي

Mashaalradio.com 

د پاکستان يوشمېر سياسي مشرانو او مدني فعالانو له حکومته غوښتنه کړې چې په زوره د لادرکه کړل شويو کسانو د موندلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د غونډې ګډونوالو وويل چې حکومت د بشري حقونو د سرغړونې مسله له پامه غورځولې ده، خو د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري ويلي چې حکومت بشري حقونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او په دې لړ کې يې ګامونه پورته کړي دي. نور حال له اسلام اباده د مشال راډيو خبريال ګوهر مسيد په ويډيويي راپور کې راکوي.

افغانان: طالبان په طرح جوړونه کې پاتې راغلي، غیرمسلکي کسان یې په کار ګمارلي

Pa.azadiradio.com 

میاشتې کېږي چې خپلو زده کړو ته د بېرته ستنېدو خبر ته په تمه ده.تهمینه په کابل پوهنتون کې د ادارې او پالیسې پوهنځي محصله ده، نوموړې ازادي راډیو ته وايي، د طالبانو په حکومت کې د غیر مسلکي کسانو ګومارل د دې لامل شوي چې د نجونو او ښځو  د زده کړو او کار په برخه کې د دوی له خوا د طرحو جوړولو ژمنې وځنډېږي. تهمینه زیاتوي: "د طالبانو په حکومت کې نظم او مدیریت نشته. طالبانو په ټولو دولتي څوکیو خپل کسان مقرر کړي دي او هغه ځوانان چې دوکتوراوې لري، بې کاره دي او په ټولو دولتي ادارو کې نالوستي کسان مقرر شوي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт в музее-заповеднике им. П.И. Чайковского





Rss.plus
#123ru.net

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»




Алип сыграет? "Зенит" сделал объявление

Выплата детям-инвалидам в Подмосковье стала проактивной

В Чехове на торгах зафиксировали рекордную стоимость участка для ведения ЛПХ

В столичных отделениях Соцфонда перестали выдавать СНИЛС




خوست میشتي خلک: د غلام خان پر لاره دې، تګ او راتګ اسان شي

Pa.azadiradio.com 

د خوست اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د غلام خان پر لاره دې د مسافرو او ناروغانو تګ او راتګ اسانه شي. دوی وايي، کله چې یو ناروغ په دې لاره د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېږي، نو په لیکه کې په اونیو اونیو منتظر پاتې کېږي او هغه لوري ته په ډېر مشکله اوړي. د خوست د شمل دوه منده ولسوالۍ اوسیدونکی احمدګل چې غلام خان کې د خپل ناروغ د انتقال لپاره له څو ورځو په تمه دی ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو غواړي چې دا ستونزه په رسمي توګه د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي. احمد ګل زیاته کړه... Читать дальше...

نړیوال بانک د افغانستان د کنګل شوېو پیسو ۲۸۰ ملیونه ډالر خوشې کړل

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د لېږد پرېکړه وشوه. نړیوال بانک اعلان کړی چې مرسته کوونکو تائید کړې چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ دې ۲۸۰ میلیونه ډالر افغانستان ته انتقال شي. دغه بانک ویلي چې دا پیسې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه مرسته کوونکو ادارو ته ورکول کېږي چې بشري ناورین سره مبارزه وشي. دا د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق د کنګل شوېو پیسو له ډلې دي چې د نړیوال بانک په خبره د همدې روان زیږدیز کال تر پایه، یعنې نژدې یوې میاشتې پورې به افغانستان ته ورسیږي. د ازادي راډیو د خبر... Читать дальше...

امريکا کې مېشت افغانان کولی شي افغانستان ته پيسې ولېږي

Pa.azadiradio.com 

په امريکا کې مېشت افغانان کولی شي له دې وروسته افغانستان ته پيسې ولېږي. رويټرز خبري اژانس د امريکا د‌ ماليې وزارت له قوله ليکلي چې دغه وزارت تېره ورځ هغه اجازه ليک صادر کړ چې له مخې يې په امريکا کې مېشت وګړي افغانستان کې خپلو کورنيو او خپلوانو ته شخصي حوالې  استولی شي. د‌ رويټرز د راپور له مخې، د امريکا له لوري په افغانستان د شوېو بنديزونو پرته دغه اجازه ليک هغو کسانو او موسسو ته هم اجازه ورکړې چې غواړي افغانستان ته مالي راکړه ورکړه وکړي او دغه اجازه ليک د راکړې ورکړې دغه بهير له بنديزونو خوندي ساتي. Читать дальше...

کندهار چارواکي: تېره شپه نامعلومو وسله والو ۲ ملکيان وژلي

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه په کندهار کې د نامعلومو وسله والو په بريد کې دوه ملکي کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر شمس صمیم ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې تېره شپه د کندهار ښار په دوهمه حوزه کې پر یوه موټر ډزې شوي چې پېښه کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ او یوه ښځه وژل شوې او درې نور ملکیان زخمیان شوي دي. شمس صمیم د پېښې انګېزه شخصي دښمني بولي. بل خوا یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دغه ملکي کسان د طالبانو په... Читать дальше...

تېره اوونۍ کابل کې ۴ چاودنې وشوې؛ ښاریان: د طالبانو راتګ د جګړې ټغر ټول نه کړ

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې تېره اوونۍ ۴ چاودنې شوي چې په دې ټولو پېښو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. کابل مېشتي اندېښنه ښيي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هم په افغانستان کې د جګړې ټغر ټول نه شو. پرون هم د کابل په دشت برچي سیمه کې دوو چاودنو ۲ تنه ووژل او د یوې ښځې په ګډون ۴ نور یې ټپیان کړل. د جګړې تاکتیک پخوانی دی، هماغه ډول چې چاودېدونکي توکي د سړک پرغاړه په ګلدان یا هم نورو وسیلو کې کېښودل کېږي. په موټرو پسې د مقناطیسي ماینونو نښلول هم په دې هېواد کې د جګړې کوم نوی ډول نه دی. خو هغه څه چې خلک یې اندېښمن کړي، د دې ډول پېښو دوام دی. Читать дальше...



Москва

Стоматолог Татьяна Сумцова: какие зубные пасты вредны для зубов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Столичный мэр реорганизовал управы в ТиНАО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

Вывод Песни, Альбома, Клипа в ТОП Музыкальных Чартов!




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков


WTA

Азаренко вышла в четвертьфинал турнира WTA-1000 в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

Camila Giorgi ‘flees Italy with family’ as tennis star-turned-lingerie model breaks silence on retirement mystery



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России