Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

Новости за 10.12.2021

'سېف دې چلډرن': نړیوال دې د افغانستان په اړه خپله تګلاره نرمه کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې 'سېف دې چلډرن' له نړیوالو غوښتي دي چې خپلې تګ لارې نرمې کړي او اجازه دې ورکړي چې په افغانستان کې ماشومانو ته بېړنۍ بشر دوستانه مرستې ورسېږي.  په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې د ادارې مسوول کریستیانو مارټون ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان له مرستو بې برخې شوي دي او غذایي بحران د میلیونو ماشومانو او زلمیو ژوند په دغه هېواد کې له خطر سره مخامخ کړی دی.  سېف دې چلډرن په یوې اعلامیه کې چې نوې یې خپره کړې ده ویلي دي،که له افغان ماشومانو... Читать дальше...

نیویارک ټایمز: افغانستان کې د امریکا د دپلوماتیکې ماتې پټ تاریخ

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه اوږده لیکنه کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د کتنې، د دواړو خواوو د خبرو او د افغانستان را وروسته تحولاتو ته کتنه کړې ده.  د دې لیکنې چې سرلیک یې دی 'په افغانستان کې د امریکا د دپلوماتیکې ماتې پټ تاریخ» په پیل کې راغلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه د اپریل په ۱۴مه نېټه په دې اعلان پای ته ورسوله چې له افغانستانه پاتې ټول امریکايي پوځیان به د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې ووځي. Читать дальше...

د ویکيلیکس موسس جولیان اسانژ امریکا ته سپارل کیږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونو د بریتانیا د استېناف په یوه محکمه کې دا دعوه وګټله چې د ویکيلیکس موسس جولیان اسانژ متحد ایالاتونو ته وسپارل شي.  پر اسناژ د جاسوسۍ د قانون د ماتولو او د حکومتي کمپیوټرونو د هک کولو په شمول یو لړ تورونه لګیدلي دي.  د بریتانیا په ستره محکمه کې نن جمعه (د لېندۍ ۱۹مه) قاضي د اسانژ د سپارلو د پریکړې اعلان وکړ او د اسانژ کوژدنې ستیلا موریس وویل چې ډېر ژر به د دوی لوري بیا استېناف ته مخه کړي.



طالبان: د سیاسي سلا مشورو لپاره د دیني عالمانو د شورا غونډه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

طالبان د سیاسي سلا مشورو لپاره د دیني عالمانو د شورا د غونډې د جوړېدو خبر ورکوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به دا شورا د اسلام له نظره ښځو ته په حکومت کې د حقونو د ورکړې په باره کې له حکومت سره خپل نظر شریکوي. ذبیح الله مجاهد نن جمعه (د لېندۍ ۱۹مه) د دې شورا په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې شورا کې به علما وي، خو ښځې به نه وي، خو هغه ښځې چې په شریعت کې معلومات لري او پوهیږي له هغوی سره به سلا مشورې وشي."  ښاغلي مجاهد د علماوو د شورا د جوړېدو د وخت په اړه... Читать дальше...

بایډن: له اوکراینه پرته د اوکراین په اړه نه خبرې کوو او نه هم کومه پرېکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي ته پرون وویل چې د امریکا متحد ایالاتونه د اوکراین پولو ته څېرمه د روسي ځواکونو د راټولېدو پر وړاندې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ ملاتړ کوي.  سپینې ماڼۍ د دواړو ولسمشرانو له خبرو وروسته چې نژدې ۹۰ دقیقې یې دوام وکړ، په یوه خبرپاڼه کې وویل، بایډن د اوکراین د ځمکنۍ یووالي او ملي حاکمیت په اړه د امریکا د متحدو ایالاتونو د ژمنې پخلی وکړ.  بایډن دا هم څرګنده کړه چې د امریکا متحد ایالاتونه، متحدان او شریکان یې پر دې اصل ولاړ دي چې له اوکراینه... Читать дальше...

د الماتې ښار پر چارواکو د بشري حقونو د څار د ډلې نیوکې

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار ډلې د الماتې ښار پر چارواکو انتقاد کړی دی چې د قزاقي فعالانو له لوري یې د ښځو د حقونو لاریون ته اجازه نه ده ورکړې.  د بشري حقونو د څار ډله وایي چې دا د دې څرګندونه کوي چې د دې ښار چارواکي د ښځو له حقونو سره مخالف دي.  د بشري حقونو د څار ډلې نن جمعه (د لېندۍ ۱۹مه) په یوه بیان کې وویل چې دې ښځینه فعالانو د لاریون اجازه غوښتې وه، څو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پرضد غږ اوچت کړي او د نارینه او ښځو ترمنځ د مساوات غوښتنه وکړي.

جنرال فرانک مک کنزي: القاعده غواړي بیا افغانستان کې منظم شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د پوځ یوه چارواکي نن جمعه (د لېندۍ ۱۹مه) وویل چې القاعده شبکې وروسته تردې په افغانستان کې یو ځل بیا لږ سر راپورته کړی دی چې امریکایي پوځیان له دغه هېواده وتلي دي.  د امریکا د مرکزي قومانداني مسوول جنرال فرانک مک کنزي اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل: "زه فکر کم چې القاعده بیا په پښو د درېدو هڅې کوي. تر دې نور د اوس لپاره څه نه شته، خو زما په باور القاعده غواړي چې په افغانستان کې بیا منظمه شي." جنرال مک کنزي زیاته کړه چې له افغانستانه د اګسټ په میاشت کې د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته... Читать дальше...

د یوې افغانې پیلوټې زوی په متحد عربي اماراتو کې وزیږېد

Pa.azadiradio.com 

د یوې افغانې پیلوټې زوی په متحد عربي اماراتو کې وزیږېد. دا اووه ویشت کلنه پیلوټه د متحد ایالاتونو له لوري د هغو یو سل او درې څلوېښت روزل شوېو پیلوټانو له ډلې څخه ده چې تېره میاشت له تاجکستانه متحد عربي اماراتو ته ولېږدېدل.  دا پيلوټان په هغه ورځ له افغانستانه تاجکستان ته تللي وو چې طالبانو کابل ونیو او تر درې میاشتې ډېره موده په تاجکستان کې په یوه بې برخلیک حالت کې اوسېدل چې بیا امریکا ابوظبۍ ته انتقال کړل، څو د امریکا متحد ایالاتونو ته د کډوالو په توګه واستول شي.



بایډن: امریکا به د روسیې د هر ډول تیري پر وړاندې د کیف ملاتړ وکړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د اوکراین ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د روسیې له لوري د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتیا به د هر تیري پر وړاندې د کیف ملاتړ کوي.  سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل چې ولسمشر جو بایډن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال دا ژمنه وکړه.  د دې خبرو پر مهال چې نوي دقیقې یې دوام وکړ، ولسمشر بایډن څرګنده کړه چې واشنګټن او متحدان او شریکان یې پر دې اصل ولاړ دي چې له اوکراینه پرته د اوکراین په اړه به خبرې او پرېکړه نه کېږي.  د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر... Читать дальше...

کابل کې دوو چاودنو دوه تنه ووژل او ۴ نور یې ژوبل کړل

Pa.azadiradio.com 

د کابل په دشت برچي سیمه کې نن جمعه (د لېندۍ ۱۹مه) مازدیګر دوو چاودنو دوه تنه ووژل او څلور تنه ټپیان کړل.  د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته د لومړۍ چاودنې په تړاو وویل چې دوه ملکیان په کې وژل شوي او درې ملکیان ټپیان شوي دي.  په دوهمه چاودنه کې د یوې میرمنې د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.  دا په داسې حال کې چې تېره اوونۍ د کابل ښار د تایمني په ۵م سړک کې هم چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې نه درلوده. له کله راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، ځانمرګي بریدونه او... Читать дальше...

د ماشومانو د ملاتړ سازمان: میلیونونه افغان ماشومان د مرګ ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

فاطمه د درې ورونو په ګډون د پلار او څلورو خویندو سره په کابل ښار کې د ناچارۍ شپې او ورځې سبا کوي. هغې ازادي راډيو ته وویل، درې واړه ورونه یې چې له دې کوچنیان دي له سهاره تر بېګاه د سړک د غاړې پلاستیکي توکي ټولوي. د نوموړې په خبره، ورونه یې د همدغه پلاستیکي توکو د راټولولو په وسیله خپلې کورنۍ ته یو مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کوي: " درې ورونه لرم، ټول پلاستیکي شیان ټولوي، راټول شوي توکي پلوري او د ورځې له ۵۰ افغانیو نیولی تر ۱۰۰ افغانیو پورې ګټي، موږ د همدغه پېسو له لارې د خپل کور مصارف پوره کوو." ... Читать дальше...

بلدياتي ټاکنو لپاره د قبايلي سيمو ځوانانو هلې ځلې

Mashaalradio.com 

د ځوانانو غږ خپرونه مو په خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي ټاکنو موضوع ته ځانګړې کړې ده. د ډېسېمبر پر ۱۹مه د صوبې په ۱۷ ضلعو کې د مقامي حکومتونو لپاره د رايو اچولو لومړی پړاو ترسره کېږي. د دې ترڅنګ نن د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو نړیواله ورځ لمانځل کېږي. په قبايلي سيمو کې بشري حقونو په څه حال کې دي؟ د خپرونې کوربه ګل اياز دی.

اسلام اباد احتجاج: ورک کسان عدالتونو کې غواړو

Mashaalradio.com 

د بشري حقونو نړېوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د لا درکه شویو کسانو لپاره یوه ورځنۍ احتجاجي ناسته وشوه. د تری تمو کسانو خپلوان وايي، چې د ايين له مخې دې د دوی ورک کړل شوي کسان عدالتونه ته وړاندې کړل شي. دا مهال په پاکستان کې په تېره په خیبر پښتونخوا کې لوی شمېر کسان په زوره ورک کړل شوي دي. نور حال په دې ویډیو کې.

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د بارکزۍ او مجاهد تود بحث

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د افغانستان په ولسي جرګه کې د خلکو پخوانۍ استازې او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریه بارکزۍ په دې بحث کې ګډون کړی. ملالۍ بشير دا خپرونه پر مخ وړي.

خوست کې له وزیرستانیو کډوالو سره د ملګرو ملتونو د نقدي مرستو وېش پیل شو

Mashaalradio.com 

په خوست کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د وزیرستانیو کډوالو څه باندې اته زره کورنیو لپاره د نېږدې درې میلیونه امریکايي ډالرو د وېش بهیر پیل کړ. یاده نقدي مرسته چې وزیرستانیو کډوالو ته د ژمنیو توکیو او خوراکي موادو په خاطر وېشل کیږي، هرې کورنۍ ته ۳۴۵ امریکايي ډالر ورکول کېږي. په دې اړه نجیب الله الوخېل ویډیويي راپورچمتو کړی.

یوناما: طالبان دې د بشري حقونو د ټینګښت لپاره خپلې کړې ژمنې عملي کړي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د برابر ټینکښت غوښتنه کړې ده. دغه سازمان په یوې تازه اعلامیه کې د بشري حقونو نړېوالو ورځ په اړه ویلي، په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې له هغې راهیسې چې طالبان واکمن شوي دي، د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو، حکومتي کار کوونکو، لاریون کوونکو، د رسنیو د کار کوونکو، لږکیو او د بشري حقونو د مدافعانو د وژل کېدو، د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او جبري ورکېدو په اړه جدي اندېښنې موجودې دي او  دغه سازمان یې په اړه اندېښمن دی. په دې اعلامیه کې ویل شوي... Читать дальше...

دیبرا لاینز: طالبانو لا هم خپلې ژمنې نه دي پوره کړي

Pa.azadiradio.com 

د بشر د حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي چې طالبانو لا د افغانانو د حقونو د تامین په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.  د دیبرا لاینز په حواله دا خبره د یوناما په یوه اعلامیه کې خپره شوې ده.  اغلې لاینز زیاته کړې: "مساوات او عدم تبعیض د بشري حقونو له مهمو اصولو دي او طالبان یې باید د افغاني ټولنې د ورځنيو واقعیتونو په توګه پلي کړي."  د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړې چې د اګسټ له پنځلسمې د افغان نجونو او ښځو ګڼ حقونه تر پښو لاندې شوي... Читать дальше...

د انلاین رسنیو راتګ د اخبارونو کاروبار اغېزمن کړی

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د سوات اخبار پلورونکي وايي، له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د ټولنیزو رسنیو له کبله مقامي، صوبايي او قامي اخبارونو پلورل ۸۰ سلنه کم شوې چې ورسره په زرګونو اخبار پلورونکي متاثره شوي دي. دوی وايي، که چېرې هم دغه شان دا سلسله روانه وه، نو زیاتره اخبارونه به چاپ کېدل بند شي. نور حال په دې ویډیو کې.


Музыкальные новости
Булат Окуджава

В Душанбе открылась книжная выставка, посвящённая Юлии Друниной и Булату Окуджаве





Rss.plus
Желдорреммаш

На Улан-Удэнском ЛВРЗ прошел конкурс «Лучший по профессии 2024»




Сергей Собянин. Главное за день

Паралимпиец из Звенигорода примет участие в международных соревнованиях

Чеченка Лия Заурбекова поделилась подробностями конфликта с семьей в полиции

Жительница Малой Сердобы ударила ножом не желавшего уходить гостя




طالبانو د ۳۴ ولايتونو لپاره د نشه‌يي توکو پرضد مبارزې ته مديران ټاکلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په يوه تازه اقدام کې د افغانستان د ۳۴ ولايتونو لپاره د امنيه قوماندانيو په چوکاټ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مديران ټاکلي دي.  د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت معينيت نوېو ټاکل شوېو مديرانو ته امر کړی چې د نشه يي توکو د پلورونکو د نيولو لپاره اقدام وکړي، خو په دې نوي امر کې د کوکنارو د کښت او نشه يي توکو د توليد موضوع ته اشاره نه ده شوې. په ورته وخت کې د معتادینو راټولولو په لړ کې د طالبانو حکومت په تېره يوه مياشت کې د نشه يي توکو څو پلورونکي هم نيولي دي. Читать дальше...

د معتادینو د درملنې د مرکز کارکوونکي: ۵ میاشتې کېږي معاشونه مو نه‌دي اخیستي

Pa.azadiradio.com 

د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې له دوو مياشتو راهيسې د ناروغانو بستري کېدل دوه برابره ډېر شوي دي، ځکه د طالبانو حکومت په ډله ييز ډول معتادین راټولوي او دې روغتيايي مرکزونو ته يې ور ولي. هاخوا د دې روغتيايي مرکزونو کار کوونکي، په تېره بيا د ښځينه معتادینو د درملنې مرکزونو کار کوونکې بيا دا شکايت کوي چې دوی له څو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.    په دې اړه د معتادو ښځو او ماشومانو د سل بستريز روغتون مشرې ډاکټرې ښایستې حکيم ازادي راډيو ته وويل،... Читать дальше...

د هدفي وژنو ځینې قربانیان: طالبانو ته نږدې کسان په هدفي وژنو کې ښکېل دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له‌خوا د کابل له نیولو دوه ورځې وروسته، دې ډلې مخکې له دې چې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړي، د اګسټ په ۱۷مه د جمهوري نظام د کار کوونکو په ګډون نظامیانو ته هم عمومي بښنه اعلان کړه. هغه بښنه چې د هر ورځې په تېرېدو یې د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه پوښتنې را پورته کېږي. داسې خبرونه ډېر خپرېږي چې د مخکني حکومت نظامیان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وژل کېږي او مسوولیت یې پر طالبانو اچول کېږي. هغه پړه چې نه یې د څېړنې لپاره وخت مساعد دی او نه یې هم طالبان مني. ازادي راډیو په دې راپور کې... Читать дальше...

د طالبانو بیا واکمني او د هدفي وژنو دوام؛ مېرمنې هم خوندي نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او د هدفي وژنو په دوام، یو شمېر ښځې هم هدف ګرځول شوي. د وژل شوېو په ډله کې یو شمېر یې مدني فعالانې او ځینې یې د مخکني حکومت نظامیانې دي. په بلخ کې د مدني فعالې فروزان صافۍ د وژلو دوه میاشتې  وشوې. هغه مرموزه وژنه چې لا یې قاتل معلوم نه دی. د فروزان صافۍ پلار عبدالرحمان صافي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د روان کال د لړم میاشتې په ۴مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، ماسپښین ۲ بجې یې له یوې ناپېژاندې شمېرې فروزان ته ټیلفون وشو. ټیلفون کوونکي له فروزانه وغوښتل چې د... Читать дальше...



Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ольга Бузова

«Ты мне не понравилась!»: Мария Погребняк вспомнила знакомство с Ольгой Бузовой в студии «Шоу Воли» на ТНТ




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Охрана и безопасность. Как роботы и дроны работают на спортивных объектах?


WTA

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Мучается от боли. Новые факты о нападении афганца на студентку в Москве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России