د افغانستان سیاسي حالاتو، کورونا وبا او پښتونخوا کې امنیتي ستونځو د پښتو کتاب بازار ټکنی کړی
که څه هم د پښتونخوا په سوات، مردان او بنو کې هم د پښتو کتابونه چاپېږي خو په دغه حواله پېښور او کوټه مهم مرکزونه ګڼل کېږي.
که څه هم د پښتونخوا په سوات، مردان او بنو کې هم د پښتو کتابونه چاپېږي خو په دغه حواله پېښور او کوټه مهم مرکزونه ګڼل کېږي.
په اسلام اباد کې د سرکاري سکولونو استادان د ډېسېمبر له لومړۍ نېټې راهیسې پر احتجاج دي او سرکاري سکولونه یې هم تړلې دي. دوی د حکومت د هغه نوي قانون پرضد احتجاج کوي چې ترمخه به یې د فيډرل اېجوکېشن ډايرېکټرېټ د سرښار د مېر (ناظم) په اختيار کې راشي. نور حال د ځلاند يوسفزي په دې ویډیو کې. ویډیو: عمران يونس
د افغانستان په کندهار ولایت کې د دغه مرکز د چارواکو په خبره، تر دې مخکې له دغه مرکز څخه په لسګونو ښځینه او نارینه زده کوونکي د خطاطي، رسامي، میناتورۍ او نقاشي د زده کړې لپاره ورتلل. خو له سره دوه هغه خویندې چې د یاد مرکز زده کوونکې دي په کور کې په تمرین کولو خپل کار ته یې دوام ورکړی دی. نور حال د ازادي راډیو په دې ویډیو کې.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې راپارېدلي کسان پر سړک د پراته یوه وژل شوي تن مړی په ډنډو او چوکو وهي، اور ورکوي او ګېرچاپېره راټول کسان د "لبیک یا رسول الله" نعرې وهي.
د پاکستان په پنجاب ایالت کې پارېدلو کسانو، د سریلانکا یو وګړی د هغه څه له کبله چې مقدساتو ته سپکاوی بلل شوی، وژلی او بیا یې مړي ته اور وراچولی دی. په سیالکوټ کې د پولیسو یوه افسر عمر سعید ملک خبریالانو ته وویل چې پریانتکا کومارا (Priyanthka Kumara) چې د (راجکو) په نوم د جامو شرکت د صادراتو مدیر و، د کارګرانو لهخوا مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوی دی. د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالله نعیم ویلي چې د فابریکې کارګرانو د سریلانکا د دغه وګړي د دفتر په کثافت دانۍ کې د قران کریم څو پاڼې موندلې دي. راپورونه... Читать дальше...
د ډيسېمبر پر درېیمه په خپور شوي فرمان کې د ځینو لانجمنو موضوګانو لکه د نجونو او ښځو د تعلیم او په کم عمرۍ کې یې د ودولو په باب هېڅ نه دي ویل شوي.
د کوز دیر ثنا الله په ۲۰۱۳ز کال په سعودي عرب کې په يوه ټرافيکي پېښه کې په دواړو پښو معذوره شوی وو. نوموړی اوس د معذوره خلکو لپاره په موبایل او کمپيوټر (اکسسېبل پاکستان) په نوم يو ايپ جوړ کړی دی چې پکې د معذورو خلکو لپاره ټولې اسانتياوې شته. نور حال د عظمت علي شاه په دې ويډيو رپورټ کې.
د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف پر روسیې تور ولګاوه چې د اوکراین پولې ته څېرمه د ۹۴ زره پوځیانو ځای پر ځای کولو سره، په پام کې لري راروانه میاشت په پراخه پیمانه احتمالي پوځي تهاجم ته ځان تیار کړي. ریزنیکوف چې ننیې پارلمان ته وینا کوله زیاته کړه چې کیف به په سیمه کې کړکېچ ته لمن ونهوهي، خو که اړتیا وه په ځواب کې په جګړه لاس پورې کړي. د اوکراین دفاع وزیر وويل، د دوی استخبارات تر ټولو د ناوړه سناریوګانو په ګډون ټولو احتمالي سناریوګانو ته پام کوي. ده ویلي چې د روسیې لهخوا د کړکېچ په وړاندې... Читать дальше...
ترکمنستان د نړۍ په سطحه تر ټولو د کمزوري انټرنټ لرونکی هېواد وبلل شو. په دغه هېواد کې یو څوک د یوه فلم د ډاونلوډ لپاره یوې پوره ورځې ته اړتیا لري. د کېبل ټکی سي او ټکی یو کې (Cable.co.uk) په هغه راپور کې چې په ۲۰۲۱م کال کې د نړۍ په سطحه د انټرنټي خدماتو په اړه دی، ویلي: "په ۲۲۴ هېوادونو کې د شوې سروې له مخې، ترکمنستان تر ټولو کمزوری انټرنټ لري چې سرعتیې په یوه ثانیه کې ۰،۵۰ مېګابایټس دی." د دې بنسټ په حواله، که یو څوک غواړي په ترکمنستان کې د پنځه جي بي یو فلم ډاونلوډ کړي، ۲۲ ساعتونو او ۳۴ دقیقو ته اړتیا لري. Читать дальше...
د طالبانو د مشر ملا هبتالله لهخوا د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په اړه د فرمان له صادرولو وروسته، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په دې فرمان کې د ښځو د حقونو په اړه کومه اساسي ژمنه نهده شوې. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نږدې څلور میاشتو تېرېدو او له دوی د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه د نړیوالو له ډېرو غوښتنو وروسته، د طالبانو مشر د ښځو د حقونو په اړه دا فرمان صادر کړی. په دې فرمان کې په زور د ښځو ودول، په بدو کې ورکړه او د دوی له خوښې پرتهیې نکاح ته مجبورول منع کړل... Читать дальше...
د مسلم لیګ ن مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خافان عباسي ویلي د تحریک انصاف حکومت کې ګراني ورځ تر بله سېوا کېږي او پاکستان د هغه ملکونو په فهرست کې پر درېیم نمبر راغلی چې ګراني پکې سېوا شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په تاریخ کې په لومړي وار د امریکایي ډالر نرخ تر ۱۷۶ روپیو بره ختلی دی او د اقتصادي چارو څېړونکي وايي د ډالر نرخ به راتلونکیو ورځو کې نور هم په بره خېژي او ورسره به ګراني هم سېوا کېږي. د پاکستان مخکیني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ډیسېمبر پر دویمه نېټه په اسلام اباد کې یوې... Читать дальше...
د طالبانو رهبر ملا هبتالله اخندزاده په یوه فرمان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو د ځینو برخو پر عملي کېدو ټینګار وکړ. د دغه فرمان چې شپږ مادې لري او نن خپور شوی، په لومړۍ ماده کې راغلي چې د نکاح په وخت کې د نجونو رضایت ضروري دی، خو چې د طالبانو د مشر په وینا د فتنې او فساد خطر په کې نهوي. د فرمان په دوهمه ماده کې راغلي چې ښځه مال نه، بلکې اصیل او ازاد انسان دی او هېڅوکیې چا ته د روغې په بدل کې په بدو کې نهشي ورکولای. په فرمان کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق په باب څه نهدي... Читать дальше...
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ حکومتونه د دې باوجود بیا محدودیتونه لګوي چې شاوخوا دوه کلنې جهاني وبا خلک ستومانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې ۲۴ میلیونه کسان په افغانستان کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له طالبانو غوښتي چې له افغان سیاستوالو سره یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي. نوموړي پرون په کوټه کې د ګوند د بنسټګر عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلین په مناسبت غونډه کې دا خبره وکړه. هغه زیاته کړه چې په تېرو څه د پاسه ۴ لسیزو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی او بېثباتي تر ټولو زیات افغانان ځپلي دي او اوس پهکار ده چې دوی سره لاسونه ورکړي. ده وویل: "وه ملا طالبه! وه ملا پلانی اخونده! وه کرزی صاحبه! لاس به ورکوو د افغانستان استقلال به خوندي ساتو. داسې یو حکومت،... Читать дальше...
په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د نوې بڼې اومېکرون ډېرې نوې پېښې ثبت شوي. په ټوله نړۍ کې د اومېکرون د مخنیوي لپاره هېوادونو یو وار بیا محدودیتونه پيل کړي دي. «Omicron» د کرونا ویروس نوې بڼه ده چې له افریقايي هېوادونو په چټکۍ نورو سیمو ته خپره شوې او اوس د امریکا په څلورو ایالتونو کې یو شمېر خلک پرې اخته شوي. د متحده ایالاتو روغتیایي چارواکو ویلي چې اته داسې ناروغان په اومېکرون اخته شوي چې مخکې د 'کووېډ-۱۹' پر ضد واکسین شوي وو. د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن پرون (د ډسمبر دوهمه)... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د روان ناورین د بدو ورځو پیل ته نږدې کېږي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام استازې مري الن مکګروتي له قوله، دوی په دې هېواد کې د روان بشري ناورین بدو پایلو ته ډېر اندېښمن دي. اغلې مکګروتي زياتوي: "اړتیا ده چې اوسمهال بشري اړتیاوې له سیاسي موضوعاتو جلا شي او د افغانستان بېګناه خلک او ماشومان چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، باید له دې امله چې په دې هېواد کې زېږېدلي، له لوږې ونهمري. " د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اوسمهال... Читать дальше...
د کورونا وایرس اومېکرون (یعنې B.1.1.529) بڼه څه شی دی؟ ساینسپوهان ولې په کورونا وایرس کې تازه لوی شمېر بدلونونو اندېښمن کړي دي؟ ایا موږ تر اوسه پوهېدلي یو چې اومېکرون تر کومه بریده خطرناک دی یا ایا دا بڼه د اوسنیو واکسینونو پر وړاندې مقاومت ښيي او که نه؟ د دې پوښتنو ځواب د بېلا بېلو اژانسونو له ویډیوګانو څخه په جوړ رپورټ کې.
اروپایي ټولنې، امریکا او د لوېدیځ کلیدي متحدانو د بلاروس پر سیاسي او اقتصادي څېرو بندیزونه پراخ کړل. اروپایي ټولنه وایي، وزیرانو یې پر بلاروس د نویو بندیزونو طرحه پرون (د ډسمبر ۲مه) په یوه غونډه کې تأیید کړه. دا له کله نه چې د ۲۰۲۰ کال په اګسټ کې الکساندر لوکاشینکا ځان د بلاروس د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، پر بلاروس د اروپایي ټولنې پنځم پړاو بندیزونه دي. دغه بلاروسي چارواکي په ډیموکراسۍ ضد چلند، د بشري حقونو په سرغړونه او له کډوالو په ناوړه استفادې تورن دي. د بلاروس رژیم تورن دی... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان په مسئله خبرې کړي. ټام وېسټ نن په خپل ټوېټر د دې لیدنې په اړه لنډ لیکلي. هغه زیاته کړې چې د امریکا د یوه نږدې متحد قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار محمد ال مسناد سرهیې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث کړی. ټام وېسټ په دې ټویټ کې لیکلي چې د قطر ملاتړ او فعالیت د ستایلو دی. قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او وخت ناوخته له امریکایانو... Читать дальше...
په امريکا کې يوه نوې څېړنه ښيي، هغه مېرمنې چې د چرسو نشه کوي، د هغوی ماشومان د مور په ګېډه کې په ژور خفګان، رواني فشار او اوتيزم ناروغيو اخته کېږي. په دې څېړنه کې دا هم راغلي چې د چرسي مور په ماشومانو کې د چرسو ناوړه اثرات ان دا چې له درېيو څخه نيولې بيا تر شپږو کلونو پورې هم پاته کېږي. دا څېړنه چې د امريکا متحده ايالاتو په نيويارک ايالت کې پر ۳۲۲ امېندوارو میندو ترسره شوې ښيي چې د چرسو نشه ښځو ته د ژور خفګان ناروغي پيدا کوي، د هغوی نوي زېږېدلي ماشومان به هم په ژور خفګان اخته او د دې ترڅنګ به جنجالي او غالمغالي هم وي. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د کرنې وزارت وايي، دوی ته شکايتونه شوي چې په ځينو ولايتونو کې خلک د غرونو په لمنو کې د ومان بوټي پرې کوي او بيا يې بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کوي، له همدې امله دوی د دې بوټي پرې کول او راټولول منع کړي دي. د هغو ولايتونو اوسېدونکو چې هلته ومان بوټي راشنه کېږي ازادي راډيو ته وويل، په وروستیو کلونو کې مافيايي ډلې له ومان بوټي څخه د ښیښې او هيروئينو په جوړولو کې کار اخلي، له همدې امله په افغانستان کې د هيروئينو او ښیښې نشه ډېره شوې ده. ومان یا بندک یو وحشي بوټی دی چې په فراه، بادغيس،... Читать дальше...
د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، پر نشو د روږدو کسانو د درملنې د تر ټولو ستر مرکز ظرفیتیې لوړ کړی دی. د دغه وزارت ویاند سعید خوستي ویلي، پلازمېنه کابل کې دې مرکز پخوا د زرو روږدو د درملنې وړتیا درلوده، خو اوس په یوه وخت درې زره کسان پهکې تداوي کېدای شي. ښاغلي خوستي پرون د نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت له مسؤلانو سره له دې مرکزه د لیدنې پر مهال وویل: "د اسلامي امارت پلان دا دی چې په کابل ښار کې او په ولایتونو کې چې څومره معتادین دي، راټول کړل شي او علاجیې وشي. دا خلک واقعاً... Читать дальше...
د طالبانو حکومت پوځي چارواکي وایي، د یوه پیاوړي پوځ د جوړولو لپارهیې هڅې روانې دي. د طالبانو د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیحالدین دا خبرې پرون په پکتیا کې ۲۰۳ تندر قول اردو کې چې اوس د منصوري قول اردو په نوم ده، وکړې. هغه خبریالانو ته وویل، د اردو په لیکو کې د پخواني حکومت مسلکي کسانو ته هم ځای ورکوي. دی زیاتوي: "هغه کسان هم جذبېږي چې پخوانۍ اردو کې یې روزنه ترلاسه کړې او مسلکي دي، دا به هغه کسان وي چې فساد کې ښکېل نهوو." تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وایي، په کابل او ولایتونو کې یې ویاندویان مکلف دي چې د اړتیا په صورت کې رسنیو ته معلومات ورکړي. دا خبره د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد پرون خپلو ویاندویانو ته د یوه روزنیز پروګرام په پای کې وکړه. دې غونډې ته د رسنیو ځیني مسؤلان هم ورغوښتل شوي وو چې هغوی له طالبانو نه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د همکاریو د زیاتوالي غوښتنه وکړه. طالبانو پرون د ۲۵ وزارتونو او ادارو لپاره خپل ټاکل شوي ویاندویان هم رسنیو ته وروپېژندل. د افغانستان د... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости