Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

Новости за 04.12.2021

خلیج ته د فرانسې د ولسمشر سفر؛ وروستي ټپال کې یې د سعودي له ولیعهد سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پرون شنبه (د ډسمبر څلورمه) خلیج ته د خپل دوه ورځني سفر په وروستي ټپال د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل. هغسې چې تمه کېده دواړه مشرانو د ایران د اټمي پروګرام په تړاو د اندېښنو، په لبنان کې د موجود بحران او په یمن کې د روانې جګړې په باب خبرې وکړې. امانویل مکرون تر سعودي عربستان مخکې په قطر کې و او په دوحه ښار کې یې خبریالانو ته وویل چې فرانسه او ځینې اروپايي هېوادونه پردې غور کوي چې په افغانستان کې یوه ګډه ډپلوماتیکه استازولي ولري. خو ښاغلي مکرون... Читать дальше...

د مقاومت جبهه: د افغانستان په اړه د 'OIC' غونډې هرکلی کوو، خو پاکستان کې نه

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده دوې اوونۍ وروسته یعنې د ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه پاکستان د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان یا (OIC) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې فوق العاده غونډې کوربه وي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي پرون په اسلام اباد کې یوه کنفرانس ته وویل، دغه غونډه د سعودي عربستان په ملاتړ رابلل شوې ده. راپورونه وايي، په دې غونډه کې د ملګروملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو لکه د امریکا د متحدو ایالاتونو، بریتانیا، فرانسې، روسیې او چین استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. Читать дальше...

بېلابېلو سیاستوالو او شخصیتونو د تیتڅو ناکامورا یاد ته درناوی کړی

Pa.azadiradio.com 

بېلابېلو سیاستوالو او مهمو شخصیتونو د تیتڅو ناکامورا د عکسونو او ویډیوګانو په خپرولو سره د هغه یاد ته درناوی ښوولی دی.   پرون د ډسمبر څلورمه د ډاکټر ناکامورا د وژل کېدو له دویم تلین سره برابره وه.  دی چې په کاکا مراد هم مشهور و، دوه کاله مخکې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو. د پي ایم اېس خیریه بنسټ مشر تیتڅو ناکامورا کلونه په افغانستان کې تېر کړي وو او د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې یې ګڼې پروژې عملي کړې وې.  تیتڅو ناکامورا ته د هغه د بیارغونې... Читать дальше...



حامد کرزی: د نجونو او هلکانو پرمخ دې پوهنتونونه ژر پرانېستل شي

Pa.azadiradio.com 

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نجونو او هلکانو پرمخ د پوهنتونونو د ژر پرانېستل کېدو غوښتنه وکړه.   ښاغلي کرزي پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې پرون د پوهنتونونو استادانو ورسره په کتنه کې د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.  ولسمشر کرزي، د هېواد ابادي د افغان ځوانانو په تحصیل پورې تړلې وبلله.  طالبانو پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته په دولتي پوهنتونو کې د نجونو تحصیل ته اجازه نه ده ورکړې.   نن نهه اویایمه ورځ ده چې طالبانو په اکثرو ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د تعلیم مخه هم نیولې ده.

'UNDP':په مستقیم ډول، د هغو افغانانو لاسنیوی کوو چې زیان ګالي وي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره 'UNDP' وايي، د سخاوتمندانه مالي ملاتړ په مرسته به وکړای شي په افغانستان کې په مستقیم ډول، د هغو کسانو لاسنیوی وکړي چې ډېر زیانګالي دي.   تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې اوچا خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه کسان چې د دغه هېواد ۶۵ فیصده نفوس جوړوي بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې ډلې یې نهه میلیونه له قحطۍ سره مخ دي.  د ملګرو ملتونو ادارې او همکارانو یې وړاندوینه کړې وه چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ میلادي کال په مخه له خلکو سره د مرستو لپاره څلور نیم میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

بېلاروس: یوې اوکراینۍ هلیکوپټرې زموږ خاوره کې دننه الوتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس سرحدي ځواکونو له شواهدو وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چې د اوکراین یوې پوځي هلیکوپټرې یو کیلومتر د بېلاروس په خاوره کې دننه الوتنه کړې ده.  د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، دا کار په سیمه کې زیاتېدونکی کړکېچ ښيي، ځکه مېنسک او د هغه متحده روسیه په سیمه کې د لویدیځو هېوادونو اراده ازمويي.  د روسیې د خبري اژانسونو په حواله، د اوکراین چارواکو تر اوسه د بېلاروس د سرحدي خدماتو ادارې د تورونو په اړه څه نه دي ویلي، ځکه ویل کېږي چې دغه ادعا شوې الوتنه، د پوځي تمریناتو پر وخت شوې ده. تر اوسه کوم بل لوري دغه سرغړونه نه ده تایید کړې. Читать дальше...

سپینه ماڼۍ او کرملین: بایډن او پوتین راتلونکې اوونۍ پر اوکراین غږیږي

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ او کرملین تایید کړه چې د امریکا او روسیې ولسمشران، جو بایډن او ولادمیر پوتین به راروانه سې شنبه په یوه ویډیويي تماس کې د اوکراین پر وضعیت او نورو مسایلو خبرې وکړي.   دا مجازي غونډه داسې وخت جوړېږي چې د مسکو د اهدافو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوي دي.  ناټو، غربي-پوځي او استخباراتي چارواکو د اوکراین پولي ته څېرمه د روسیې پوځي استحکاماتو ته اشاره کړې ده.   واشنګټن او کییف وايي، مسکو د ټانکونو او توپچي ځواک په ګډون خپل زرګونه پوځیان د روسیې په لویدیځ کې ځای پر ځای کړي او ممکن را روانه میلادي میاشت د یوه تهاجم لپاره ځان چمتو کړي.

لوګر کې د تکواندو د ازادۍ کپ سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په لوګر ولایت کې د تکواندو د ازادۍ کپ سیالۍ پای ته ورسېدې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست په خپل فيسبوک پاڼه ليکلي، يادې سيالۍ چې د لوګر په مرکز پل علم کې د تکواندو د ازادۍ کپ په نوم پيل شوې وې، تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې. د دې رياست د‌ معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ د پل علم په ملي جمنازيوم کې د ٢٦ تنو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.  د دې سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پېژندل او تکواندو ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.



بدخشان کې د مني د دوهم پړاو د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د مني د دوهم پړاو د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې. د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د رسنيو برخې غړي مجيب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وويل، دغه لوبې چې یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، د کېشم، درایم، ارګو، جرم، شهدا، بهارک، يفتل او همدا راز د مرکز فيض اباد ښار د چاپ اندازانو په ګډون جمعه مازيګر پای ته ورسېدې. د ښاغلي قاري زاده په خبره،په دې سياليو کې لومړى مقام کېشم دوهم ارګو ولسوالۍ او درېيم مرکز فيض اباد  خپل کړ. دا لوبې غوره چاپ اندازانو ته د ډالیو په ورکولو سره پای ته ورسېدې.

د کرکټ بل ريکارډ؛ اعجاز پټیل په یوازې ځان ټول هندي لوبغاړي وسوځول

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په تاريخ بل ريکارډ جوړ شو،  د نیوزیلانډ د کرکټ لوبغاړي اعجاز پټيل په يوازي ځان د هندوستان د کرکټ ټوله لوبډله وسوځوله. د ټېسټ سيريز په دوهمه لوبه کې نيوزلېنډي سلو توپ اچوونکي اعجاز پټيل ۴۷.۵ اورونو توپ اچونه کې د هند لس لوبغاړي په خپله اوټ کړه. دا د ټېسټ یا پنځه ورځني کرکټ لوبو په تاريخ کې درېيم توپ اچوونکی شو چې د ټېسټ کرکټ په یوه پاڼۍ په يوازي ځان لس لوبغاړي سوځوي. له دې وړاندې انګلنډي سلو توپ اچونکي جيم ليکر په ۱۹۵۶ کې د اسټراليا ټول لوبغاړي سوځولي و او په دويم پړاو کې هندي انيل کمبيل... Читать дальше...

افغانه زده کوونکې ستوده فروتن، د نړۍ د ۲۵ اغېزلرونکو مېرمنو په نوملړ کې راغله

Pa.azadiradio.com 

افغانه زده کوونکې ستوده فروتن چې نوم يې د نړۍ په ۲۵ اغیز لرونکو مېرمنو کې راغلی دی، یو ځل بیا له طالباانو غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. هغه چې د نجونو د زده کړو د حقونو په مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال مشهوره شوه وايي چې د وینا لپاره یې هېڅ مخکېنی چمتووالی نه درلود او یوازې یې د افغانستان د ټولو دردېدلو مېرمنو د زړونو خبرې مطرح کړي دي. ستوده فروتن د لسم ټولګي زده کوونکې ده او ۱۵ کاله عمر لري. فایننشل ټایمز ورځپاڼې د هغې نوم د نړۍ د ۲۵ اغېز لرونکو مېرمنو په نوملړ کې راوستی دی. Читать дальше...

فرانسېس: اروپايي ټولنه د ځینو کسانو د ځان غوښتنې له کبله دړې وړې شوه

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر وايي، پخوا به ایډیالوژیکو تضادونو د لویدیځې او ختیځې اروپا ترمنځ د پله د ایجاد مخه نیوله، خو نن سبا کډوالي د درز رامنځته کېدو سبب شوې ده.  پاپ فرانسېس پرن شنبه د یونان په پلازمېنه اتن کې د اروپايي ټولنې او یوناني چارواکو یوې غونډې ته وویل: "اروپا وخت تېرولو ته دوام ورکوي. اروپايي ټولنه د دې پرځای چې د پیوستون اتحادیه وي، د ځینو کسانو د ځان غوښتنې له کبله دړې وړې شوې. کله- کله تړلې او ناهمغږې ښکاري. پخوا به ایډیالوژیکو تضادونو د ختیځې او لویدیځې اروپا ترمنځ د پله د ایجاد... Читать дальше...

پاکستان: د سریلانکايي وګړي د سوځولو په تور له سلو زیات کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي وايي، په کفر ویلو د یوه تورن سریلانکايي وګړي د سوځولو په قضیه کې یې له سلو زیات کسان نیولي دي.  پولیس وايي چې پرون (د ډسمبر په درېیمه) د پنجاب په سیالکوټ ولسوالۍ کې د جامو د جوړولو د یوې فابریکې د صادراتو منیجر پریانتا کومارا د کارګرانو له خوا په مرګ وهل شوی او بیا یې مړی په عام محضر کې سوځولی شوی دی.  دا پېښه د پاکستان د سیاسي او پوځي چارواکو، مذهبي شخصتیونو او مدني فعالانو له خوا په کلکه وغندل شوه. د پاکستان صدراعظم عمران خان پر ټویټر په یوه بیان کې دا عمل بوږنوونکی بللی او ژمنه یې کړې چې عاملانو ته به یې سزا ورکړل شي. Читать дальше...

برېتانیا ته په لار یوه کډوال چوپال ریسټوران خلاص کړی

Mashaalradio.com 

د فرانس په ساحلي سیمه کې داوان انور محمود نومې د عراق دغه کردی کډوال وايي، پېسې ورسره ختمې شوي او غواړي چې د دې عارضي ریسټوران په ذریعه د لارې لګښت برابر کړي. نوموړی د ورځې له ۵۰ تر ۷۰ یورو ګټي او دوه نور کډوال یې هم ځان سره په کار لګولي دي. نور حال په دې ویډیو کې. ویډیو: رویټرز. ایډېټ او راپور: منورشاه

خیبر پښتونخوا: پر ښځو د تشدد خلاف ۱۶ورځنی مهم روان دی

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې، د ښځو د حقونو فعالانو د نومبر له ۲۵مې څخه پر ښځو د تشدد خلاف یو مهم پیل کړی چې په ترڅ کې یې هغوی، په پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو کې غونډې جوړوي. له دې کاره یې موخه دا ده چې پر ښځو د هر قسم تشدد خلاف په ټولنه کې پوهه زیاته کړي. د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ میاشت کې د کورني تشدد خلاف قانون منظور کړی خو د دغه قانون طریقه کار (رولز اف بزنس) لا نه دی منظور شوی. د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده.

زیبا اپرېدۍ: ښځې ووټونو ته ولاړې دي خو د عکسونو خپرولو اجازه نه لري

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ضلعو کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه نېټه بلدیاتي انتخابات ترسره کېږي چې پکې ګڼې ښځې هم برخه لري. موږ په دې پروګرام کې له یو څو ښځو سره د هغوی پر انتخاباتي مهم، د هغوی په حلقو کې د ښځو د ووټ، د ښځو د شناختي کارډونو جوړولو پر مسلو او هلته د نجونو پر تعلیم او د ښځو د ووټ پر اهمیت خبرې کړې دي. دا به هم واورئ چې ښځې ولې په خپلو انتخاباتي پوسټرو او بېنرونو خپل نوم یا عکس نه شي ورکولای. ​د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده

د پنجشېر لپاره د طالبانو د حکومت والي له یوې چاودنې روغ ووت

Pa.azadiradio.com 

د پنجشېر لپاره د طالبانو د حکومت والي په کابل کې له یوې بمي چاودنې څخه روغ ووت.  جرمني خبري اژانس د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت د امر عبدالحمید خراساني له قوله خبر ورکوي چې وايي، پر مولوي قدرت الله نن له غرمې مخکې د کابل په تایمني سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه. خراساني ویلي دي چې په دې چاودنه کې والي او محافظانو ته یې زیان نه دی اوښتی.  د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تایید کړه خو ویې ویل چې تلفات نه لري.  د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

فرانسه افغانستان کې پر یوه ګډ ډپلوماتیک ماموریت کار پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په افغانستان کې د څو اروپايي هېوادونو په ګډون پر یوه ګډ ډپلوماتیک ماموریت د کار د پیل خبر ورکوي.  پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کابل کې د متحدو ایالاتونو او نورو لویدیځو هېوادونو سفارتونه بند شول او ډپلوماتان یې له افغانستانه ووتل. ښاغلي مکرون نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبریالانو ته وویل، د ګډ ډپلوماتیک ماموریت له جوړېدو سره به دې هېوادونو ته دا امکان برابر شي چې بیا افغانستان ته ولاړ شي: "موږ به د امکان تر حده لږ وخت کې یوه ډپلوماتیکه استازولي ولرو. Читать дальше...

د ښځو په اړه د طالبانو د مشر فرمان، نوي موضوعات که د زړو قوانینو تکرار؟

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده فرمان له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی. ځینو یې ملاتړ کړی او ځینې نور بیا وايي، هغه چې اړین مسایل دي، په دې فرمان کې یې هېڅ یادونه نه ده شوې. د بشري حقونو د څار سازمان وروسته چې پرون یې د دې فرمان منځ‌پانګه تکراري وبلله، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم په دې اړه خپل لیدلوری بیان کړی. ټام وېسټ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: "دا فرمان چې د یوې ښځې حق تقویه کوي، څو خپله وټاکي چې له چا سره واده کوي، ترې هرکلی کوم. " خو د افغانستان... Читать дальше...


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Бутман и Агутин выступят на фестивале «Ангара-джаз» в Иркутске





Rss.plus
Подмосковье

Свыше 600 навалов мусора устранили в Подмосковье за неделю




Пока в Карелии тянут с решением по ОМК, в Москве вслед за Путиным говорят об амнистии для таких предприятий

Андрей Воробьев: в Дзержинском модернизируют магистральную теплосеть М-5

В России решили изменить правила работы дорожных камер

Житель посёлка Красный перевёл мошеннику более 760 000 рублей




طالبان: کابل کې چاودنه شوې، تلفات نه لري

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د زړو تایمنیو اړوند څلورمه امنیتي حوزه کې ترسره شوې ده. د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد دا چاودنه تائید کړې ده. هغه ازادي راډیو ته وویل: "چاودنه د سړک غاړې په یوه ګلدان کې رامنځته شوې او هېڅ ډول تلفات نه لري." د مجاهد په خبره د چاودنې موخه د اندېښنو رامنځته کول دي.

امریکایي چارواکي: پر طالبانو لګول شوېو بندیزونو کې کوم بدلون نه دی راغلی

Pa.azadiradio.com 

اوس چې افغانستان کې د بې وزلۍ د کچې د لوړېدو او اقتصادي ناورین په اړه اندېښنې او شکایتونه زیات شوي، د متحدو ایالاتو د حکومت لوړ پوړو چارواکو ډاډ ورکړی چې له دغه هېواد سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي. نادیه نومېږي، دا مېرمن چې له ګڼې ګوڼې ډکې کورنۍ سرپرستې کوي په کندهار ولایت کې اوسېږي. نادیه وایي، ماشومان یې واړه او د نفقې د ګټلو لپاره د دې او خاوند هڅې یې نتیجه نه ورکوي. نوموړې زیاتوي، د ګاونډیانو له لوري ورسره کله ناکله مرسته کېږي چې شپه پرې سبا کوي: "ماشومان مې واړه دي، دا بل چا کور... Читать дальше...

د روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا 'اومېکرون' بڼه د مړینو نه لامل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبیلو ایچ او د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د 'اومېکرون' په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه په ۳۸ هېوادونو کې موندل شوې ده. د روغتیا د نړیوال سازمان یوې چارواکې ماریا کرخوف په یوه خبري غونډه کې وویل، د کرونا په اومېکرون د اخته شوېو کسانو شمېر په زیاتېدو دی او راپورونه شته چې د کرونا دا ډول د نړۍ د ۶ سیمو په ۳۸ هېوادونو کې تشخیص شوي دي. دې زیاته کړه، تر اوسه پورې شوې څېړنې ښيي چې د کرونا ویروس په پېښو کې زیاتوالی د دې ویروس د نوې بڼې له کبله راغلی دی، خو څه چې باید پرې پوهه شي... Читать дальше...



Москва

Воскресшего Иисуса могут дополнительно установить в церквях, вместо черепа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

«Подкупает, что Баста не умничает и не лезет в футбольную работу» — тренер «СКА‑Ростова» Попов




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Чья компания сильнее всех?

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


Камила Джорджи

Экс‑теннисистка Джорджи обвиняется в краже мебели и ковров на €100 тысяч — СМИ



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Кремле анонсировали переговоры Путина с королем Бахрейна в Москве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России