د ایراني پولیسو له لوري د یوې وژل شوې پېغلې جنازه خاورو ته وسپارل شوه
د هغې ۱۷ کلنې ایرانۍ پېغلې جنازه پرون په تهران کې خاورو ته وسپارل شوه، چې باور کېږي د ایران د مذهبي پولیسو له لوري وژل شوې ده ارمیتا ګراوند په دې خاطر د مذهبي پولیسو له لوري د تهران په مترو کې ووهل شوه چې حجاب یې نه و رعایت کړی. دا له وهل کېدو وروسته یوه میاشت په روغتون کې کوما وه تر دې چې د شنبې په ورځ یې ساه ورکړه. د ارمیتا د جنازې په مراسمو کې د تهران په بهشت زهرا هدیره کې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي وو او د ځینو ناتایید شویو راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو د ارمیتا د څو خپلوانو په ګډون یو شمېر کسان نیولي دي. Читать дальше...