کندز کې د کار په لټه کې ځوانان: کارونه نشته، د وچې ډوډۍ پیسې هم نه لرو
![کندز کې د کار په لټه کې ځوانان: کارونه نشته، د وچې ډوډۍ پیسې هم نه لرو](https://gdb.rferl.org/cb520000-0aff-0242-9689-08d9b48b518f_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpeg)
د ژمي سړه هوا، د خوراکي توکو لوړې بیې او بې کارۍ دا درې واړه ستونزې سره یوځای شوي او ګڼ شمېر کندزیان یې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.
هر سهار د کندز ښار چوک ته نژدې سلګونه وزګار ځوانان د کارموندنې په تمه راټولېږي ترڅو خلک دوی کار ته بوځي، خو د کار درک نشته.
د کندز ښار اړوند د باغ شرکت د سیمې اوسېدونکی ۳۵ کلن شېرمحمد وايي، هره ورځ ښار ته د کار موندنې په تمه راځي، خو کار ورته نه پېدا کېږي.
نوموړی وایي: "یوه ورځ کار وي او بله ورځ کار نه وي، خلک په سل افغانۍ او په ۱۵۰ افغانۍ هم کار ته ځي. کار او بار او غریبي نه شته او خوراکي توکي هم لوړ شوي دي. څنګه چل وکړو دلته ولاړ یو، له پخواني حکومت ټول خلک راضي وو، ارزانې په کې وه، یو شمېر خلک په دولت کې وو، هرڅه وو. د طالبانو په راتګ سره اوس په وطن کار او بار نه شته"
د دې ولایت د چرخ اب سیمې اوسېدونکی ۲۷ کلن سهراب چې د عرضبیګي جومات مخې ته هره ورځ د کاریګرانو په ډلې کې دریږي، لاسونه یې چاودلي، پر تن یې زړې جامې د غربت نښي دي.
سهراب وایي: "موږ په ۱۵۰ افغانۍ روزانه کار کوو. یو من غوړي په ۱۱۰۰ افغانۍ دي او یوه بوجۍ اوړه ۲۳۰۰ افغانۍ دي. موږ کار او غریبې نه لرو، د اشرف غني حکومت ښه وو کار او بار وو د ورځې مو په ۲۰۰ او ۲۵۰ افغانۍ کار کوو او هرڅه ارزانه وو. دا لس ورځې کېږي چې چوک ته راځم کار نه شته. زه دومره وس نه لرم چې بېګاه وچه ډوډۍ یوسم."
د دوی د خبرو له مخې د طالبانو په واکمنېدو سره، په افغانستان کې د پراختیايي او بیارغونۍ پروژو کارونه بند شوي دي او ترڅنګ یې غیر دولتي ادارو هم خپل دفترونه تړلي دي او له امله یې د بې کارۍ کچه لوړه شوې ده.
دغه ځوانان د پخواني حکومت پر چارواکو هم نیوکه کوي چې تېرو شلو کلونو کې میلیونونه ډالر افغانستان راغلل، خو د وخت چارواکو داسې بنسټیز کارونه ونه کړل چې ورسره د خلکو ستونزې هوارې او بې روزګاره کسان په کار ګمارل شوي وای.
دوی اوس په افغانستان کې د حاکم نظام له چارواکو غواړي چې د ځوانانو د بې کارۍ ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي، که نه ځوان نسل چې لا دمخه جګړو ځپلې دي له سختو ستونزو سره به مخامخ شي.