د امریکا ځانګړي استازي له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې
![د امریکا ځانګړي استازي له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې](https://gdb.rferl.org/cb520000-0aff-0242-6a4e-08d9b6153b47_w800_h450.jpg)
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان په مسئله خبرې کړي.
ټام وېسټ نن په خپل ټوېټر د دې لیدنې په اړه لنډ لیکلي.
هغه زیاته کړې چې د امریکا د یوه نږدې متحد قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار محمد ال مسناد سرهیې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث کړی. ټام وېسټ په دې ټویټ کې لیکلي چې د قطر ملاتړ او فعالیت د ستایلو دی.
قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او وخت ناوخته له امریکایانو او نورو چارواکو سره د افغانانو غونډې جوړوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د دې اوونۍ سر کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ له یوه لوړپوړي پلاوي سره هم دوه ورځې غونډې وکړې.