Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

امریکایي چارواکي: پر طالبانو لګول شوېو بندیزونو کې کوم بدلون نه دی راغلی

0
امریکایي چارواکي: پر طالبانو لګول شوېو بندیزونو کې کوم بدلون نه دی راغلی

اوس چې افغانستان کې د بې وزلۍ د کچې د لوړېدو او اقتصادي ناورین په اړه اندېښنې او شکایتونه زیات شوي، د متحدو ایالاتو د حکومت لوړ پوړو چارواکو ډاډ ورکړی چې له دغه هېواد سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

نادیه نومېږي، دا مېرمن چې له ګڼې ګوڼې ډکې کورنۍ سرپرستې کوي په کندهار ولایت کې اوسېږي.

نادیه وایي، ماشومان یې واړه او د نفقې د ګټلو لپاره د دې او خاوند هڅې یې نتیجه نه ورکوي.

نوموړې زیاتوي، د ګاونډیانو له لوري ورسره کله ناکله مرسته کېږي چې شپه پرې سبا کوي: "ماشومان مې واړه دي، دا بل چا کور مو نیولی دی، دغه بسترې هر چا راوړي، موږ ان د ځان د پټولو وسه نه لرو، کور او کلي نه خلک کله کله څه نا څه راوړي."

نادیې د لوږې او ماشومانو لپاره یې د کافي خوړو نشتون له امله ډېر شکایتونه وکړل،خو دا یوازې د نادیې کیسه نه ده بلکې دا مهال د نړیوالو ادارو د راپورونو پر بنست شااوخوا ۲۳ میلیونه افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د امریکا د حکومت او نړیوال بانک چارواکو تازه ټینګار کړی چې دغه هېواد سره به د اقتصادي کړکېچ د سمبالولو لپاره بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د سپینې مانۍ ویاندې جېن ساکي پرون جمعه د یوې خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته وویل چې دغه هېواد به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو دوام ورکړي، خو په خبره یې د طالبانو پر حکومت په لګولو شوېو بندیزونو په اړه د دوی په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د سپینې مانۍ ویاندې جېن ساکي زیاته کړه: "متحده ایالات د ټولې نړۍ په کچه د افغانانو لپاره د بشري مرستو د لوی برابروونکي په توګه خپل کار مخته وړي. موږ له خپلو متحدینو، له ملګرو ملتونو او نورو سره، د افغانانو لپاره د دې مرستې د رسولو په تر ټولو غوره لارو باندې خبرې کوو. دا روان بحث دی. موږ پخوا او اوس هم دې مسالې ته ژمن یو."

مېرمن ساکي بیا د مرستو په رسولو کې ځینو لوژستیکي ستونزو یادونه هم وکړه او وې ویل ، بېلابېلو برخو ته د مرستو د رسولو په برخه کې لوژستیکي خنډونه د مرستو په رسولو کې یوه عمده ستونزه ده چې د حل لپاره یې بحثونه روان دي.

افغانستان ګڼې لېرې پرتې سیمې صعب العبوره دي او په تېره بیا د ژمي په موسم کې اکثرو غرنیو سیمو ته تګ راتګ امکان نه لري.

همدارنګه د نړیوال بانک یو ویاند رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ویلي چې دغه بانک به د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق ته د بشري مرستو د لېږد په اړه د ډسمبر تر لسمې پرېکړه وکړي.

رویټرز لیکلي، د نړیوال بانک دغه ویاند د دې موضوع په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د افغانستان د بیارغونې صندوق تمویلوونکو د جمعې په ورځ غونډه وکړه او موافقه یې وکړه چې په یوه اوونۍ کې به دې صندوق ته د پیسو د لېږد په اړه پریکړه وکړي.

وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان، اروپایي ټولنې او ځینو نورو هغو نړیوالو ادارو چې په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي د دغه هېواد بد اقتصادي وضعیت او په اړه اندېښنې ښودلي دي.

یونېسف بیا خبرداری ورکړی و چې که له افغانستان سره مرستې ونه شي بشري ناورین به رامنځته شي چې ډېری قربانیان به یې ماشومان وي.

له بلې خوا، د امریکا د  بهرنیو چارو وزارت مرستیال وینډي آر شرمین او د اروپایي ټولنې د بهرنیو خدمتونو د چارو سکرټر جنرال سټیفانو سانینو پرون جمعه په واشنګټن کې د هند - پاسفیک په اړه د متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د لوړې کچې مشورې مشورتي ناستې پرمهال هم د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

دغو دواړو لوړو پوړو بهرنیو چارواکو افغانستان سره د بشري مرستو پر چمتولو کولو او خلکو ته د بنسټیزو ټولنیزو خدماتو د ملاتړ په مستقیمه توګه د ډاډ ورکولو په اړتیا ټینګار وکړ.

دوی د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او همدارنګه د اقلیتي ډلو د غړو د درناوي د ساتلو پر اړتیا رڼا واچوله او په افغانستان کې یې د ثبات او پخلاینې د امکاناتو د زیاتولو لپاره د ترورېزم سره د مبارزې او د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.

هغه څه چې په دې وروستیو کې یې ګڼې افغان نجونې او ښځې هم له کړاونو سره مخ کړي دي.

په کندهار ولایت کې د یو ښوونځې ښوونکې او د ښځو د چارو فعالې شبنم نورزۍ چې دا مهال بې کاره او پر کور ناسته ده ازادي راډیو سره مرکه کې وویل چې بې وزلۍ کې بیا هم اکثرو نجونې قرباني دي: "اوس وختونو کې چې بې کاري زیاته شوې، خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي نو ځینې کورنۍ خپلې لورګانې د زیات ولور لپاره سپینږو ته ودوي او یا یې هم داسې کسانو ته ورکوي چې هغوی نورې ښځې لري."

دا هغه ادعا ده چې دې وروستیو کې ځینو کورنیو رسنیو یې په اړه هم راپورونو خپاره کړي دي.

بل خوا د طالبان د نړیوالو له لوري د بشري مرستو د رسولو پر ټینګار هرکلی کوي، خو وایي چې امریکا او نړیوال دې د بندیزونو او فشار د دوام پرځای دې له دوی سره د خبرو له لارې تعامل وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د دغو بهرنیو چارواکو د څرګندونو په اړه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "که دوی ٰامریکا' بیا هم د بندیزونو او فشار خبره کوي، دې خبرو دا شل کاله نتیجه نه ده ورکړې، افغانان داسې خلک نه دي چې د چا فشار ته تسلیم شي، البته د معقولو خبرو او تفاهم له لارې ډېرې ستونزې حلېږي، شل کاله جګړې، بمبار هر څه تېر شول خو ستونزې یې حل نه کړای شول، خو یوازې څو میاشتو مذاکراتو پایله ورکړه هم زموږ او هم یې د امریکایانو ستونزې حل کړې، نو اوس هم وایو د فشارونو او بندیزونو پرځای باید افغانانو سره مرستې وشي."

نړیوال باند د اګسټ پر ۱۵مه وروسته له هغه چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول، د افغانستان له شتمنیو ۲۸۰ میلیونه ډالر مرستې کنګل کړې.

له هغه وروسته اوس چې اکثره افغانان بې کاره دي د ژوند په بد اقتصادي کړوانو سره لاس او ګرېوان دي.





Губернаторы России
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве





Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Розенбаум

Александр Розенбаум проиграл суды коммунальщикам на 386 тысяч рублей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


Кирилл Скачков

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Движение на участке Боровского шоссе приостановлено из-за сверхинтенсивных осадков



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России