لوګر کې د تکواندو د ازادۍ کپ سیالۍ پای ته ورسېدې
په لوګر ولایت کې د تکواندو د ازادۍ کپ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست په خپل فيسبوک پاڼه ليکلي، يادې سيالۍ چې د لوګر په مرکز پل علم کې د تکواندو د ازادۍ کپ په نوم پيل شوې وې، تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.
د دې رياست د معلوماتو له مخې، دغه سيالۍ د پل علم په ملي جمنازيوم کې د ٢٦ تنو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.
د دې سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پېژندل او تکواندو ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.