د کرکټ بل ريکارډ؛ اعجاز پټیل په یوازې ځان ټول هندي لوبغاړي وسوځول
د کرکټ په تاريخ بل ريکارډ جوړ شو، د نیوزیلانډ د کرکټ لوبغاړي اعجاز پټيل په يوازي ځان د هندوستان د کرکټ ټوله لوبډله وسوځوله.
د ټېسټ سيريز په دوهمه لوبه کې نيوزلېنډي سلو توپ اچوونکي اعجاز پټيل ۴۷.۵ اورونو توپ اچونه کې د هند لس لوبغاړي په خپله اوټ کړه.
دا د ټېسټ یا پنځه ورځني کرکټ لوبو په تاريخ کې درېيم توپ اچوونکی شو چې د ټېسټ کرکټ په یوه پاڼۍ په يوازي ځان لس لوبغاړي سوځوي.
له دې وړاندې انګلنډي سلو توپ اچونکي جيم ليکر په ۱۹۵۶ کې د اسټراليا ټول لوبغاړي سوځولي و او په دويم پړاو کې هندي انيل کمبيل د پاکستان پر وړاندې په لوبه کې بيا ټول لوبغاړي وسوځول.