زیبا اپرېدۍ: ښځې ووټونو ته ولاړې دي خو د عکسونو خپرولو اجازه نه لري
![زیبا اپرېدۍ: ښځې ووټونو ته ولاړې دي خو د عکسونو خپرولو اجازه نه لري](https://gdb.rferl.org/F936EE13-54C2-42C5-8FE1-EB852C54CCF2_w800_h450.jpg)
د خیبر پښتونخوا په ۱۷ضلعو کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه نېټه بلدیاتي انتخابات ترسره کېږي چې پکې ګڼې ښځې هم برخه لري. موږ په دې پروګرام کې له یو څو ښځو سره د هغوی پر انتخاباتي مهم، د هغوی په حلقو کې د ښځو د ووټ، د ښځو د شناختي کارډونو جوړولو پر مسلو او هلته د نجونو پر تعلیم او د ښځو د ووټ پر اهمیت خبرې کړې دي. دا به هم واورئ چې ښځې ولې په خپلو انتخاباتي پوسټرو او بېنرونو خپل نوم یا عکس نه شي ورکولای.
د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده