حامد کرزی: د نجونو او هلکانو پرمخ دې پوهنتونونه ژر پرانېستل شي
![حامد کرزی: د نجونو او هلکانو پرمخ دې پوهنتونونه ژر پرانېستل شي](https://gdb.rferl.org/833F5C19-6A93-49D1-9358-82AFCCBCB6CA_w800_h450.jpg)
پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نجونو او هلکانو پرمخ د پوهنتونونو د ژر پرانېستل کېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي کرزي پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې پرون د پوهنتونونو استادانو ورسره په کتنه کې د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
ولسمشر کرزي، د هېواد ابادي د افغان ځوانانو په تحصیل پورې تړلې وبلله.
طالبانو پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته په دولتي پوهنتونو کې د نجونو تحصیل ته اجازه نه ده ورکړې.
نن نهه اویایمه ورځ ده چې طالبانو په اکثرو ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د تعلیم مخه هم نیولې ده.