بېلاروس: یوې اوکراینۍ هلیکوپټرې زموږ خاوره کې دننه الوتنه کړې
د بېلاروس سرحدي ځواکونو له شواهدو وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چې د اوکراین یوې پوځي هلیکوپټرې یو کیلومتر د بېلاروس په خاوره کې دننه الوتنه کړې ده.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، دا کار په سیمه کې زیاتېدونکی کړکېچ ښيي، ځکه مېنسک او د هغه متحده روسیه په سیمه کې د لویدیځو هېوادونو اراده ازمويي.
د روسیې د خبري اژانسونو په حواله، د اوکراین چارواکو تر اوسه د بېلاروس د سرحدي خدماتو ادارې د تورونو په اړه څه نه دي ویلي، ځکه ویل کېږي چې دغه ادعا شوې الوتنه، د پوځي تمریناتو پر وخت شوې ده. تر اوسه کوم بل لوري دغه سرغړونه نه ده تایید کړې.
د لویدیځ او بېلاروس ترمنځ کړکېچ په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ له تېرو ټاکنو وروسته اوج ته ورسېد.
اروپايي ټولنې پر بېلاروس تور لګولی چې د پناه غوښتونکو له مسئلې د وسیلې په توګه کار اخلي، خو بېلاروس دا ادعا ردوي.