طالبانو: ترکیه دې د کانونو د کېندنې برخه کې پانګونه وکړي
![طالبانو: ترکیه دې د کانونو د کېندنې برخه کې پانګونه وکړي](https://gdb.rferl.org/F327839B-BBBF-402B-A2B0-B24964B70EB3_w800_h450.jpg)
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د کېندنې په برخه کې د ترکیې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د دې وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګین سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې ترکیه دې دافغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.
د دې لیدنې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې شهاب الدین دلاور د سیمې او نړۍ له هېوادونو هم غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.