فوټبال؛ ریال مادرېد د لالیګا سیالیو په جدول کې لومړي مقام وګاټه
![فوټبال؛ ریال مادرېد د لالیګا سیالیو په جدول کې لومړي مقام وګاټه](https://gdb.rferl.org/386B69D1-319E-403A-A2BE-10E6C9D28C99_w800_h450.jpg)
د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې ریال مادرېد د ریال سوسېداد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ریال مادرید لوبغاړي وینیسیوس او لوکا یوویچ د سیالۍ لوبډلې پر وړاندې ښه ولوبېدل او ریال مادرېد وکولای شو چې دوه د صفر پر وړاندې ریال سوسیداد ته ماتې ورکړي.
د دې لوبې په ګټلو سره ریال مادرید لوبډلې ۸ امتیازه خپل کړل او د لالیګا د روانو سیالیو په په جدول کې لومړي مقام ته پورته شوه.
په بله لوبه کې بیا بارسلونا لوبډلې د یو صفر نتیجې سره له بيتس لوبډلې څخه ماتې ومنله.
همدا ډول اتلتیکو مادرید لوبډلې بیا د مایورکا په وړاندې ۱ د ۲ په وړاندې ماتې ومنله.