افغان سوداګر او صنعت کاران: لاهم سوداګرۍ کې ستونزې لرو
![افغان سوداګر او صنعت کاران: لاهم سوداګرۍ کې ستونزې لرو](https://gdb.rferl.org/b41ba9a9-aff4-47e5-bffa-387fc6923c00_w800_h450.jpg)
افغان سوداګر او صنعت کاران وایي، لا هم د پیسو په لېږد، بانکي سیسټم او سوداګرۍ کې ستونزې لري.
د سوداګرو او خصوصي سکټور استازي وایي، طالبانو د ګمرکونو او ټرانزیټ ستونزې هوارې کړي او د پاتې نورو ستونزو حل ته هم باید اقدام وکړي.
دغو استازو پرون د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له لومړي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره کتنه کې دا خبرې کړې دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ښاغلي برادر اړونده ادارو ته لارښوونه کړې چې د سوداګرو او صنعت کاروانو ستونزې هوارې کړي.
پر افغانستان د نړیوال بانک بندیزونو د هغو سوداګرو د پيسو لېږد را لېږد او سوداګریزې معاملې ټکنۍ کړي چې له هېواده بهر یې توکي اخیستل او بیا یې افغانستان ته واردول.