اوچا: له اوو مليونو افغانانو سره بشري مرستې شوي
![اوچا: له اوو مليونو افغانانو سره بشري مرستې شوي](https://gdb.rferl.org/fc5578e3-b0a2-45e1-8c5f-0ef50475f17d_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یو اېن اوچا ویلي ملګرو ملتونو او همکارانو یې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر تر نومبر پورې له لږ تر لږه اووه ملیونه افغانانو سره مرستې کړي.
دا خبره یادې ادارې پرون په یوه ټويټ کې کړې ده.
د ټویټ په اساس ملګرو ملتونو او همکارانو یې په تېرو شااوخوا درېيو میاشتو کې له اووه مليونو افغانانو سره د خوړو مرسته کړې، نږدې نهو لکو افغانانو تهيې صحي خدمات رسولي او نږدې یو لک او ۸۰ زره خوارځواکو ماشومانو تهيې خواړه رسولي.
په دې سربېره بیا ملګرو ملتونو په ټینګار سره ویلي چې ۲۴ مليونه افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا د افغانستان څانګې مشرې ایسابیلا موسارد کارلسن ویلي چې ۲۴ ملیونه افغانان دمګړۍ خوړو، صحي خدماتو، واکسینونو او د ژمي پر مهال امکاناتو او نغدو پيسو ته سخته اړتیا لري.