چین له افغانستان سره نوره بشري مرسته کوي
چین له افغانستان سره د نورو بشري مرستو ژمنه کړې ده.
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دوی دا ځل د ۴،۷ ملیونه ډالرو په ارزښت بشري مرسته افغانستان ته لېږي.
وانګ یو ویلي، دغه مرسته به له هغو افغانو سره وشي چې ژمي یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
د چین په بشري مرستو کې خوراکي مواد، کمپلې او نور لومړني توکي شامل دي.
د چین لهخوا مرسته شوي او نور مرسته کېدونکي توکي په اورګاډي کې افغانستان ته لېږدول کېږي.