Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2021

افغانستان کې د ښځو د امن خونو بندېدو او ورپېښ ګواښ د بخښنې سازمان اندېښنه راوپاروله

0
افغانستان کې د ښځو د امن خونو بندېدو او ورپېښ ګواښ د بخښنې سازمان اندېښنه راوپاروله

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو لپاره د امن خونو له تړل کېدو او دوی ته د ورپېښ ګواښ په اړه اندېښنه ښيي.

دې سازمان په خپل تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۱۵» لیکلي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته، هغو نجونو او ښځو سره چې تاوتریخوالی ورسره شوی، هر ډول اړینې مرستې له‌منځه تللي، دا خونې تړل شوي او هغه ښځې چې د تاوتریخوالي له امله‌یې امن خونو کې پناه اخیستې وه، ازادې شوې دي.

امن خونې هغه پناه‌ځایونه و چې د تاوتریخوالي سره مخ شویو نجونو او ښځو ته‌یې، د دوی په غوښتنه پناه ورکوله.

امنېستي انټرنشنل په دې خونو کې د ۲۶ قربانیانو او هغوی سره چې هلته‌یې کار کړی خبرې کړي او لیکي، طالبانو د دوی پناه ځایونه وتړل او تر خوا یې له زندانونو هغه بندیان هم ازاد کړي چې د جنسیت له مخې د تاوتریخوالي په پېښو کې مجرم پېژندل شوي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، اوس‌مهال په دې خونو کې ساتل شوې ښځې او نجونې او تر خوا یې هغوی چې هلته‌یې کار کړی، د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، په امن خونو کې داسې ښځو او نجونو ته پناه ورکړل شوې وه چې هره شېبه د مرګ له ګواښ سره مخ وې.

اغلې حمیدي زیاتوي: "زموږ اندېښنه دا ده چې د طالبانو له راتګ وروسته، زیانمنو شویو مېرمنو ته دا ډول امکانات او خدمات تړل شوي. په ورته وخت کې د امن خونو تړل او له تاوتریخوالي ډک ژوند ته د ښځو بېرته ستنول، دوی د مرګ له خطر سره مخ کوي چې موږ یې په اړه ډېر اندېښمن یوو."

د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې د دې سازمان د منشي اګنس کالامار له قوله لیکل شوي: "طالبانو ټول زندانیان هم ازاد کړي او دوی د هغه ګواښونو په اړه فکر نه‌دی کړی چې قرباني شوې ښځې او مېرمنې ورسره مخ کېدونکې دي."

له ګواښونو سره مخ یو له دغو مېرمنو چې نه‌غواړي نوم‌یې ورته د شته ګواښونو له امله راپور کې خپور شي او څه د پاسه یو کال‌یې په کابل کې د امن خونې دننه تېر کړی وايي، کورنۍ یې داسې شکنجه کوله چې مجبوره شوه هر څه پرېږدي او خپل سر خوندي کړي.

خو کله چې طالبان واکمن شول، د سرپناه دا هیله‌یې هم له‌منځه ولاړه. اندېښمنه ده، که کورنۍ ته‌یې په لاس ورشي، و به‌یې وژني.

دا وايي: "کورنی تاوتریخوالی، ظلم، وهل ټکول، ښکنځلې، بده رویه، د سمې ډوډۍ نه‌راکول، زما لباسونو ته نه‌رسیده‌ګي او په هره مسئله کې زما ملامت ګڼل، هغه لاملونه و چې زه‌یې مجبوره کړم چې کور پرېږدم او د امن خونې ته راشم. اوس چې د امن خونه کې نه‌یم، ژوند مې خطر کې دی. زه له خپله کور راتښتېدلې یم، هغوی به مې ژوندۍ پرې نه‌ږدي. "

طالبان که څه هم د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه غبرګون نه‌ښيي، خو وايي دوی خپلو امنیتي مسؤلانو ته دنده سپارلې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو مخنیوی او له دوی ساتنه وکړي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل: "که په دې اړه بیا هم څوک اندېښنه لري، هغوی دې مخکې له مخکې امنیتي ځواکونو سره ستونزه شریکه کړي، هغوی ته دې اطلاع ورکړي. حتماً به د دوی ستونزې ته ځان رسوي."

له ښځو سره تاوتریخوالی یوه له هغو ننګونو ده چې مخکېني حکومتونه‌یې هم په کابو کولو کې پاتې راغلي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې په بېړني ډول د دې خدمتونو د بېرته فعالولو مرسته وکړي او هغه کارکوونکي چې د امن خونو دننه‌یې کار کړی او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، له افغانستان وباسي.

امنېستي انټرنشنل پر طالبانو هم غږ کوي چې له تاوتریخوالي سره د مخ کېدونکو او مخ شویو ښځو لپاره د امن خونو د بېرته پرانیستو اجازه ورکړي او دا ډاډ هم باید وي چې هلته کارکوونکي بې له کومې وېرې چارې مخ ته یوسي.

دا سازمان وايي، د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په امن خونو کې تاوتریخوالي سره مخ شویو نجونو او ښځو ته روغتیايي، رواني، وکالت او نورې اسانتیاوې چمتو وې.

دې خونو ته د مخکېني جمهوري نظام د ښځو چارو وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او روغتونونو څخه قرباني شوې مېرمنې ورپېژندل کېدې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما وايي، که څه هم دا خونې ډېرې مجهزې نه‌وې، خو بیا هم په افغانستان کې یې د زرګونه قرباني شویو ښځو خدمات وړاندې کول، هغه هېواد چې د یوناما له قوله، له هرو ۱۰ ښځو ۹ یې په یوه ډول په خپل ژوند کې تاوتریخوالی تجربه کوي.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Более пяти тысяч семей в СВАО получили новые квартиры по реновации





Москва

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал, как электробусы помогают улучшать экологическую ситуацию



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Лолита выступила в столичном ресторане в мини-платье




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЕВРО-2024: большой футбол ждет слушателей «Авторадио»

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов 12 июня установил мировой рекорд по чеканке мяча в «Лахта Центре»

Баскетболисты пойдут кругами // Единая лига ВТБ пересмотрела формат проведения чемпионата


ATP

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России