د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون د کرونا واکسین پر اغېزو څېړنه کړې
![د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون د کرونا واکسین پر اغېزو څېړنه کړې](https://gdb.rferl.org/b212d620-f928-409a-9a9e-9d09a829c475_w800_h450.jpg)
د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو د کرونا واکسین پر اغېزو یوه څېړنه ترسره کړې ده.
د څیړنې پایلې ښيي، واکسین هغه وخت انسان ته ښه معافیت ورکوي چې لومړنی ډوز یې د اسټرا زینیکا یا فایزر بیوان تیک او نهه اوونۍ وروسته پسې دوهم ډوز د موډرنا واکسین وشي.
د اکسفورډ پوهنتون استاد ماتیو سناپ چې دا څیړنه یې ترسره کړې، وایي، له دې لارې چې کوم معافیت ترلاسه کیږي، له هغه څه لوړ دی چې د اسټرازینیکا د دوو ډوزونو له لارې ترلاسه کېږي.
اسټرازینیکا واکسین د همدې پوهنتون له خوا جوړ شوی او د شوې څېړنې پایلې کولای شي بې وزله هېوادونو لپاره ښه خبر وي.
ماتیو سناپ وویل، بې وزله هېوادونه کولای شي د واکسین د کمښت په صورت کې د لومړي او دویم ډوز ترمنځ وقفه کې د بېلابېلو کمپنیو واکسین تطبیق کړي.