کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان د یوه ځوان ارسلان مسید په وژنه تورن پولیس ګرفتار
![کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان د یوه ځوان ارسلان مسید په وژنه تورن پولیس ګرفتار](https://gdb.rferl.org/358088ee-a363-481d-a8ff-7191c47f3e6d_tv_w800_h450.jpg)
د جنوبي وزیرستان یو ځوان په کراچۍ ښار کې په مبینه توګه د پولیسو په ډزو وژل شوی دی. د ډېسېمبر پر شپږمه پولیسو دعوه وکړه چې د ښار په اورنګي ټاون سیمه کې په مخامخ نښته کې یو وسله وال وژل شوی او بل ټپي شوی دی. وروسته د پوليسو دغه مقابله پوليسو مشرانو خپله شکمنه وبلله. د وژل شوي ځوان نوم ارسلان مسید دی او ژوبل شوی ځوان محمد ياسر نومېږي چې د دره ادم خېل سیمې دی. نور حال په دې ویډیو کې