اذربایجان او ارمنستان یو بل د اوربند په سرغړونو تورنوي
![اذربایجان او ارمنستان یو بل د اوربند په سرغړونو تورنوي](https://gdb.rferl.org/991e6402-c32b-4062-b3b4-f2b2b52ce66f_w800_h450.jpg)
اذربایجان او ارمنستان یو بل تورنوي چې د لانجمنې ګډې پولې په اوږدو کې یې له اوربنده سرغړونه کړې ده.
د اذربایجان د دفاع وزارت پرون د دسمبر په ۹مه نېټه یوه بیان کې وویل چې ارمني ځواکونو په کلبه جر ( kal-ba-JAR ) ولسوالۍ کې د دوی پر ځواکونو ډزې کړي دي.
دا ادعا څو ساعته وروسته تر دې وشوه چې اذربایجان وویل، یو سرتیری یې د ارمنستاني ځواکونو له خوا ګډې پولې ته نژدې وژل شوی دی.
په همدې حال کې د ارمنستان د دفاع وزارت ویلي، اذربایجاني ځواکونو د دوی د پوځ پر مېشت ځایونو ډېرې ډزې کړي دي.
خپلواکو سرچینو لا د دغو متبادلو ډزو راپورونه نه دي تایید کړي.
اذربایجان او ارمنستان په خپلو کې د نګورنو قره باغ سیمې پر سر لانجه لري او تېرکال یې خونړۍ جګړه پرې وکړه چې وروسته په یوه اوربند پای ته ورسېده.