د ویکيلیکس موسس جولیان اسانژ امریکا ته سپارل کیږي
د امریکا متحد ایالاتونو د بریتانیا د استېناف په یوه محکمه کې دا دعوه وګټله چې د ویکيلیکس موسس جولیان اسانژ متحد ایالاتونو ته وسپارل شي.
پر اسناژ د جاسوسۍ د قانون د ماتولو او د حکومتي کمپیوټرونو د هک کولو په شمول یو لړ تورونه لګیدلي دي.
د بریتانیا په ستره محکمه کې نن جمعه (د لېندۍ ۱۹مه) قاضي د اسانژ د سپارلو د پریکړې اعلان وکړ او د اسانژ کوژدنې ستیلا موریس وویل چې ډېر ژر به د دوی لوري بیا استېناف ته مخه کړي.