د الماتې ښار پر چارواکو د بشري حقونو د څار د ډلې نیوکې
د بشري حقونو د څار ډلې د الماتې ښار پر چارواکو انتقاد کړی دی چې د قزاقي فعالانو له لوري یې د ښځو د حقونو لاریون ته اجازه نه ده ورکړې.
د بشري حقونو د څار ډله وایي چې دا د دې څرګندونه کوي چې د دې ښار چارواکي د ښځو له حقونو سره مخالف دي.
د بشري حقونو د څار ډلې نن جمعه (د لېندۍ ۱۹مه) په یوه بیان کې وویل چې دې ښځینه فعالانو د لاریون اجازه غوښتې وه، څو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پرضد غږ اوچت کړي او د نارینه او ښځو ترمنځ د مساوات غوښتنه وکړي.