نامعلومو وسله والو د ننګرهار په کامه کې ۳ تنه وژلي
نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې ۳ تنه په ډزو وژلي دي.
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نن شنبه د اکتوبر په ۱۱مه ازادي راډیو ته د د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د کامې ولسوالۍ په شېرګړ سیمه کې د یوه کور په حجره کې په ناستو کسانو ډزې وکړې او د ۳ تنو له وژلو وروسته له سیمې وتښتېدل.
سرچینه زیاتوي چې په وژل شوېو کسانو کې دوه عام وګړي او یو تن د تېر حکومت د محلي پولیسو یو قوماندان شامل دی.
ځایي مقاماتو په دې اړه لا څه نه دي ویلي او نه یې هم مسؤلیت چا منلی دی.
د یوه بل خبر له مخې، نن شنبه د ننګرهار د استخباراتو ځانګړې عملیاتي قطعې په خپلو عملیاتو کې چې د یاد ولایت بهسود ولسوالۍ اړوند مقام خان سیمه کې یې ترسره کړي، یو تن وژل شوی دی.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په دې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو عملیاتو کې یو تن انسان تښتوونکی چې څه موده وړاندې یې په یاد ولایت کې یو تن زرګر تښتولی و، وژل شوی او ۳ تنه نور کسان یې له یو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو سره یو ځای نیولی دی.
په خبرپاڼه کې تر دې ډېر جزییات نه دي خپاره شوي.